FANDOM




صابر د جلال اباد په اډه کې سورلۍ ښکته کړه، نېغ يې د درېيم مکروريان لاره خپله کړه. څه ټوټه لاره يې لا نه وه وهلې، چې موټر يې بېرته د ښار په لوري وګرځاوه او له ځانه سره يې وويل: (( يوه جمعه وروسته کور ته ځې، هغه هم خالي لاس!))

ويې خندل او بيا يې پر اکسلېټر پښه ټينګه کړه. په فروشګاه کې له موټره راښکته شو او له لنډ سوچ وروسته يې يو من بېروتي مڼې واخيستې، غوښتل يې موټر ته پورته شي، چې يو نری اواز يې تر غوږ شو. شاته يې وکتل. يو ګلالی ماشوم، چې د مور لاس يې په لاس كې نيولى و، د ده د مڼو پلاستيک ته يې اشاره وكړه او خپل پلار ته يې وويل: (( ماته هغسې سرې مڼې واخله، هغه کاکا، چې اخيستي.))

د پلار په لاس كې يې د ارزانو شنو مڼو كڅوړه وه. 

صابر موسک شو، يوه غټه مڼه يې له كڅوړې راواخيسته او هلك ته يې وركړه. ښه شېبه يې په تګ تګ کې ماشوم وکتل، بيا موټر ته وخوت او د مکروريانو پر لار سېخ شو.

 په نيمه لار کې بيا له ځان سره لګيا شو: (( دا ځل شکريې ته وايم، چې نور بس دی، دوه درې کاله وشول؛ سړی واده د اولاد لپاره کوي، اخ، چې اوس زموږ هم ماشوم وای، هغه مو له ځان سره ښار ته راوستی او هرڅه يې، چې غوښتل، هغه مو ورته اخيستی.))

صابر په سوچ کې لاړ: (( نور بس دی، شکريه مجبوروم، چې زما خبره ومني. د ماشوم خندا و ژړا، چې په كې نه وي، هغه به څه كور وي...که يې ونه مني؟))

يو سوړ اسويلی يې وکېښ: ((هو، که يې ونه مني؟ نه، نه! مني يې. يوه غټه تحفه به ورته واخلم، دا ځل به مې حتما خبره مني.))

له دې خبرې سره يې په بېړه د موټر مخ بېرته د ښار پر لوري وګرځاوه او په څو شېبو کې د سرای شهزاده په راسته کې د زرګريو د يو دکان مخې ته موټر ودراوه. دکان ته په ننوتلو يې وويل: ((اشنا! يو ښكلى سيټ راته وګوره، چې لږ غټ وي.))

زرګر په خندا وويل: (( يار! څه کوې؟ ورېندار خو د سرو په سيند کې نه ډوبوې. بس دی ظالمه. هره مياشت، يو شی نه يو شی ورته اخلې. د شراکت پيسې دې هم کرار کرار راسره ختمېږي.))

صابر موسک شو: (( اشنا د ښځو خو همدا ايمان دی، پرېږده چې خوشاله وي.))

زرګر نور څه ونه ويل، په بېړه يې يو  ښکلی سيټ هغه ته ورکړ: (( دا ښه شى دى، خو ډېر قيمت دی.))

صابر وخندل، څو بنډله لسزريز نوټونه يې ورته ونيول: (( په قيمت پسې يې ګرځه مه. پاتې هغه د شراکت له پيسو وګرځوه.))

له محمود خان پله سره يوې پنډې ښځې غټ دپلوماټ بيک په لاس، ورته لاس ونيو. ده موټر ودراوه، خو ژر يې بېرته چالان کړ. څو قدمه مخته ودرېد، بېرته ليورس د ښځې پر خوا راغی، ځان سره يې وويل: ((دا به ورسوم، يو غيران مې هم جيب کې پاتې نه شو، د سګرټو پيسې خو به راووځي.))

له ښځې سره نږدې يې موټر ودراوه. ښځې د موټر شاتنۍ دروازه خلاصه کړه، دپلوماټ بيک يې د څوکۍ پر سر کېښود او خپله په مخکينی سيټ کې له صابر سره کېناسته: (( استاد جانه! ډېره ستړې يم، زړو مکروريانو ته ځمه، د کرايې غم مه کوه.))

صابر ورته وويل: (( ګوره! شاته کېنه، په طالبانو  مې مه ډبوه.))

هغې د صابر په خبره غوږ ونه ګراوه. صابر زړه نا زړه موټر چالان کړ. پنډې ښځې، زړو مکروريانو ته يې نږدې صابر ته وويل: (( هئ! ته يوه دقيقه همدلته بريک شه.))

صابر زړه کې خوشاله شو، چې ښځه به د شا سيټ ته ځي.

 ښځه په بېړه ښکته شوه او د سرک تر غاړې يې پر دوو پليو روان سړيو غږ وکړ: (( هئ! چېرې ځئ، ولې پرون ماښام رانغلئ؟))

سړي دې ته ورنږدې شول، ورو ورو يې ورته څه وويل او ترې روان شول. ښځه هم په تادۍ موټر ته وخته.

زړو مکروريانو ته په رسېدو سره يې، صابر ته وويل: (( هغه منځني بلاک ته ځم.))

صابر موټر د بلاك له اولې زينې سره ودراوه. ښځه ښکته شوه او ويې ويل: (( يوه دقيقه صبر وکړه، چې پيسې درته راوړم.))

خو ژر يې خبره بدله کړه: (( که نه ورځه! په پيسو څه کوې. پيسه داره سړی يې. دا د سرو غټ سيټ وګوره، دا عالی مڼې، خو ته راته ستړی ښکارې. راځه له ما سره، پيسې به دې هلته درکړم، يو څه دمه به هم وکړې.))

ـ نه، زه نه درځم، پيسې د کوم ماشوم په لاس راولېږه.

ښځې وربوز ونيو: (( د ما کره ماشوم نشته، که پيسې غواړې نو بيک مې درسره واخله او په ما پسې راشه، که نه په مخه دې ښه.))

صابر زړه نا زړه له موټر نه ښکته شو، دپلوماټ بيک يې واخيست او په ښځې پسې روان شو. دواړه په شپږم پوړ کې يو اپارتمان ته ننوتل. له ننوتو سره صابر پښه نيولی شو. خو ښځې له لاسه په زور  راکش کړ، ور يې بند كړ. صابر د پنډې په خبره په يوه نسبتاً وړه کوټه کې، چې دفتر ته ورته وه، پر کوچ کېناست.

 شاوخوا دېوالونو ته يې وکتل. پر دېوالونو ګردچاپېر بربنډ او نيمه بربنډ عکسونه لګېدلي وو، د هغو په ليدو له خپله ځايه راولاړ شو، چې ووځي. د ده له راولاړېدو سره ور خلاص شو او پنډه ښځه، چې د پنځوسو کلونو په منګ معلومېده، په لوڅ سر، ځلبلي مخ او سرو کړو شونډ کوټې ته راننوته. صابر ته يې د بېرته ناستې وويل. صابر ونه منله، خو پنډې سترګې پرې وربرګې کړې: (( کېنه! که نه شور جوړوم. اوس، چې راغلی يې يو څه عيش خو وکړه.))

صابر ووېرېد، بې خوده پر کوچ کېناست او هيڅ يې هم ونه ويل. پنډې په کوټه کې د يوې المارۍ له منځه د عکسونو يو البوم راواخيست، د ده مخ ته يې کېښود: (( زه دې بلې کوټې ته سر ښکاره کوم، ژر بېرته راځم، ته په دوی کې يوه خوښه کړه.))

صابر وره ته نږدې شو، چې ووځي خو ور بند و، بېرته راغی او زړه نا زړه يې البوم پرانست. د يو دوه عکسونو  په کتلو سره يې هغه بېرته بند کړ: (( خدای د سپوږمۍ په شانتې ښځه راکړې، نه، نه! دا چټي کار نه کوم، خو څه وکړم.))

تر څه شېبې سوچ له ځان سره لګيا شو: (( همم...له پنډې سره وعده کوم، چې سبا راځم.))

صابر په همدې سوچ کې و، چې پنډه له يو بوتل فانتا او دوو ګېلاسونو سره کوټې ته راننوته: (( خوښه دې کړه؟ ته راښکاره کړه، چې ذوق دې وګورم.))

ـ ما کله هم دا کارونه نه دي کړي، اخر زه ولې دا کار وکړم، زه ښځه لرم، د سپوږمۍ په شانتې ښځه.

پنډ‌ې وربرګه شوه: (( څو يوه خوښه نه کړې، له دې کوره نه شې وتی. خامخا به يې خوښوې که نه خو پوهېږې، چې څه کوم.))

صابر له ځان سره وويل: ((رسوايي به کوي، خلک به راخبر شي، مېرمن او خپلوان به مې خبر شي، رسوا به شم. نه، نه! ورسره منم.))

پر کوچ کېناست، البوم يې راپرانست، په البوم کې د شپږم عکس په ليدو يو دم ورېږدېد: (( څه!؟ نه، نه! دا نه شي کېدای... دا هغه نه ده.))

صابر خپلې سترګې وموښلې او بيا عکس ته ځير شو: (( نه، نه! دا هغه نه شي کېدای...دا هغې ته ورته څوک ده... هو... هو هغې ته ورته... توبه توبه دا څه بد فکر مې وکړ، خدايه ته مې وبښې. دا هغه نه شي کېدای.))

پنډې پرې غږ وکړ: (( ته راکړه، دا څوک دې خوښه کړه، چې خولې يې درباندې ماتې کړې.))

البوم يې له صابر نه واخيست او ورغبرګه يې کړه: (( اوهو! قيامتي مال دې خوښ کړی، خود به خولې درباندې ماتېږي، دا ښځه نه ښاپيرۍ ده، ټول په همدې پسې مړه مړه دي. ته هم همدا غواړې؟))

صابر په هماغه چرتي حالت کې ځواب ورکړ: (( هو! همدا غواړم، همدا شېبه، هغه د سرو زرو سيټ هم ورته ورکوم.))

پنډه موسکۍ شوه: (( هغه خو اوس نشته، تر غرمې دمخه تللې. دا به څنګه شي هغه هره هفته دوه درې ورځې رخصتي كوي، خو ځه خير ته بل سبا راشه! مګر ګوره، چې ډک جېب راشې، د دې مرغۍ نرخ تر نورو لس چنده اوچت دی، ومې ويل که نه قيامتي ده.))

صابر په منډه له اپارتمان نه ووت. په لاره کې له ځان سره په ګډو وډو سر شو: (( نه، زما شکريه داسې نه شي کېدای. هغه مې په مئينتوب کړې ده، ټوله دنيا مې ترې ځار کړې، هغه هم راسره مينه لري، ما د هغې په خاطر د واده په اوله هفته پلار او مور پرېښودل او د هغې په خوښه مې په درېيم مکروريانو کې ورته کور واخيست. نه، نه! هغه دا نه شي کېدای. هغه بل څوک ده.))

صابر په همدې فکرونو کې کور ته ورسېد. د زنګ تڼۍ يې کېکاږله. مېرمن يې په خوب وړو سترګو ور پرانست. تر ستړي مشي وروسته صابر نېغ د خوب کوټې ته لاړ، له لنډ سوچ وروسته يې په ډېره مينه د شکريې له ملا نه لاسونه تاو کړل: پوهېږې ما درته سيټ...))

 خو شکريې يې خبره غوڅه کړه او لاسونه يې له خپلې ملا ايسته کړل: (( اوس څمله، زه لږه ستړې يم، ته هم ستړی ښکارې. بيا يوه اوونۍ کور کې اوسه چېرې مه ځه.))

تر نيمې شپې پورې صابر اړخ په اړخ اوښته رااوښته او د خپلو فکرونو په جنګ کې راګېر و. سهار وختي د خسر کور ته لاړ، هلته يې له نورو جلا خپل مشر اوښي ته يې ټوله کيسه وکړه. لومړی يې اوښی پرې په غوسه شو، يوه کلکه څپېړه يې ورکړه، خو وروسته يې ورسره ومنل، چې هغه کور ته ورسره لاړ شي.

د شپې صابر د پښېمانۍ احساس وکړ، چې ولې يې خپل اوښی خبر کړ، که دا خبره درواغ وخېژي بيا به څه کوي؟ دی په همدې سوچونو کې و، چې شکريه يې خوا کې نږدې کېناسته او په ناز ناز يې وويل: (( پرون شپه مې هسې درسره ټوکه وکړه، ته خپل کار ته لاړ شه. دا غټ سيټ، چې دې اخيستی پيسې خو يې بايد ورکړې.))

صابر لکه، چې دا خبره يې هيڅ نه وي اورېدلې، په خندا وويل: (( شکريه جانې! يوه هيله ...؟))

ـ څه؟

ـ ګوره که نه! دوه درې کاله وشول، نور بس دی. زړه مې غواړي، چې يو ماشوم ولرو. ته به هم له دې يوازېتوبه خلاصه شې.

شکريې پرې بړچ وهل: (( پام! څلور کاله به نور هم دا خبرې نه کوې، ته لکه، چې نه غواړې زه ځوانه او ښايسته پاتې شم.))

صابر غوسې ونيو، خو هيڅ يې ونه ويل، بړستن يې په ځان راکش کړه: (( زه ويده کېږم، چې سبا د وخته بيا ځم.))

سهار وختي له کوره ووت. په ښار کې له څو ساعته اخوا دېخوا ګرځېدو وروسته يې له خپل اوښي سره يو ځای د پنډې ښځې د کور لاره ونيوله.

پنډې ور پرانست او هغوی يې کور ته ننه ايستل: (( اوهو تاسو خو دوه ياست، پيسې مو هم دوه چنده کېږي.))

له دې خبرې سره يې هغوی هماغې کوټې ته وروستل، چې تېره ورځ يې صابر کېنولی و. له ناستې سره سم يې د قيامتي شهزادګۍ صفتونه راواخيستل. د پنډې لا په صفتونو خوله خلاصه وه، چې د وره له پرانستل کېدو سره د عطرو خوشبويي کوټې ته راننوته، په هغې پسې په رنګينو جامو کې يوه ښځه راننوته. د هغې له راننوتو سره پنډې وويل: (( زموږ د نجونو ملکه راغله...))

پنډه لا په خبرو لګيا وه، چې صابر له خپل بغل جيب نه زاړه اخبار کې نغښتې چاړه راوويسته، خو اوښي يې لاس کلک ونيو او په بل لاس يې مخ ته له پرتې کڅوړې له ځان سره راوړی بوتل راوويست. شکريه د خپل ورور او خاوند په ليدو بې سيکه پر وره تکيه شوه او سترګې يې رډې رډې راووتې. په همدې شېبه کې ورور يې په ټول قوت د بوتل سر پرانست او ټول تېزاب يې د هغې پر مخ وشيندل.

+++

 له پېښې کلونه وروسته اوس هم صابر کله کله د زړو مکروريانو پر هماغه لاره تېرېږي او د سرک تر غاړې د ناستې دروېزګرې پلو ته، چې مخ او غاړه يې په تېزابو سوزېدلي او په سترګو څه نه ويني، يوه نيمه روپۍ وراچوي او کله هم هسې ترې تېرېږي.

  وری ۱۳۷۷

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki