FANDOM


نننۍ نړۍ خورا پرمختللې او د هر اړخه شتمنه او بډايه ده، په ځانګړې توګه يوويشتمه پېړۍ خو د اختراعاتو مور بلل کيږي دې پېړۍ د ځان سره هغه څه راوړل چې انسان يې تصور هم نه شو کولای د مثال په ډول راډيو ،ټلويزيون ، مخابره، ټيليفون ، کمپيوټر او اوس هغه څه چې نړۍ پکې د يو کلي په څېر راټوله شوې يعنې انټرنيټ . هغه څه چې زه يې په اړه ليکل غواړم هم  انټرنيټ  دی، دا د لمر په څېر ښکاره خبره ده چې د نړۍ  ټول موجودات الله تعالا د انسان د هوساينې او ګټې لپاره پيداکړي دي او دهر څه  سره يې د پر ځای اوسم کارولو طريقې او لارې  هم ښودلي ، د ټولو انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو دا ديني اړتيا ده  چې په هغه طريقه او لاره هر څه وکاروي چې سمه او وړ لاره وي ،  نه په هغه شکل چې انسان ته  د بدبختۍ ، ګناه او په دنيا او آخرت کې له زلت اوشرم نه پرته بل څه نه ورکوي . د انټرنيټ مثال هم همداسې دی چې سم اوناسم کارول کېږي ،  لکه څرنګه چې اوس اوس دغه د يوويشتمې پېړۍ پيداوار  افغانستان ته رارسېدلی دی نو ددې په اړه لږ ډېر معلومات د افغانستان اوسېدونکو او په ځانګړ ي  ډول  ځوانانو ته شته .  کله چی ما دغه کيسه چی يو مصري عالم په خپل اواز سبت کړې ده واورېدله د هغې محتوی ، موضوع ، پيغام او د هغې ترشا هغه درد  چا چې لېکلې ، هغه موخه د کومې لپاره چې يې خپره کړې ، هغه حقيقتونه کوم چې پکې واضح شوي زه  دې ته و هڅولم چې دا پښتو ته وژباړم   ځکه ،  هغه څوک چې انټرنيټ کاروي  پاملرنه ورته وکړي  او چېرته په يو داسې دام کې را ګېر نه شي چې هغه ته د مرګ برابر وي . دا قصه په اصل کې د هغې ښځې د لاس ليکلی ليک دی کومه چې خپله کيسه پخپله کوی ددې لپاره چی نور  ورنه عبرت واخلي او دعاء ورته وکړي ،   د مسلمانو ځوانانو او پېغلو په نوم يې ليکلی هغه چا ته يې ليکلی چې خپل عزت ورته د خپل ژوند نه ګران دی هغه چا ته يې ليکلی چې د يو ريښتوني محبت په لټه کې دي ............ هغه وايي چې دا ليک زه د خپلی کوټې نه ليکم ماشوم ځوی مې چې لاتراوسه تی رودونکی دی راسره پروت اوپه خواږه خوب اوده دی زه هم د نورو پېغلو غوندې وم ما به هم همداسې ګلابي او ښکلي خوبونه ليدل چې کله به د واده جوړه اغوندم او کله به د خپل خاوند نېکبخته کور ته ننوځم او اخر هم ما ته الله يو دينداره خاوند راکړ، ټول ارمانونه مې پوره شول د هغه سره می ډېر ښکلی ژوند تېر کړ،  زه په دې قسم کوم چې دخپل خاوند پر شا او خوا هر رنګ ما ته ښکلی ښکارېدۀ ، او هر آواز به را ته سندريز وو. څښتن تعالى يوه ښکلې لور هم راکړه چې فاطمه نوم مو ورباندی کېښود ددې په راتلو زمونږ کور د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډک شو خاوند مې په يو شرکت کې کار کاوۀ  چی له همدې درکه يې  ښه تنخوا اخستله د کور چارې مو ښې روانې وې ، چې مېړه به مې د کار نه کور ته راغی نو کور به پاک منظم او ښکلی وو په دروازه د راننوتو سره به يې ما په مينه ناکواو تودو مچکو ښه راغلاست  وکړ .  د هغه لومړۍ پوښتنه  به تل زما نه دا وه چې لمونځ دی ادا کړی دی که نه ؟او زما ځواب به هم تل (( هو)) و، د هغه  دفتر جامې  به مې  ترې واخيسې او د کور  چپلې به مې ورته برابرې کړې، چې تشناب ته لاړ شي او مخ ومينځي تر څو به چې له مخ وينځلو خلاصېدۀ  مابه  ورته د غرمې ډوډۍ برابره کړې وه  ، داهغه خوږې شپې وې چې اوس نشته خو خوږوالى يې تر اوسه احساسوم . زمونږ يوه ګانډۍ وه نوم يې ليلا وو خپله په يو مکتب کې ښوونکې  وه او په کور کې يې کمپيوټر هم درلود،  چې د هغې ډېر يې کاراوۀ ، زۀ به يې تل  او په دوامداره توګه ليدو ته ورتلم او ما همېشه ليدله چی په چټ (chatting)کی د چاسره خبرې کوي ما ته به يې ويل چې زه په انټرنيټ کې ډېر ملګري او ملګرې لرم ، زه به يې هم هڅولم چې د مېړه نه کمپيوټر وغواړم او کورته ورباندې نيټ را تېر کړم ډېرې ورځې تېرې شوې او چې هره ورځ  به مې ليلا ليدله  د ملګرو سره دخبرو کيسې به مې ترې اورېدلې ،  هغوی سره د رومانتيکو بحثونو او مرکو په اړه به يې ما ته خبرې کولې ، کله چې په کور کې يواځې وې  څنګه دهغوی سره د انټرنيټ د لارې خپل غم کموي  . يوه ورځ  ما هم د خپل ژوند له ملګري نه د کمپيوټر او نيټ غوښتنه وکړه، چې هغه سمدستي رد کړه خو بيا يې راسره ژمنه وکړه ، چې کله بل ماشوم پيدا شو نو کمپيوټر به راته اخلي او انټر نيټ به راتېروي  . ورځې او شپې ډېرې زرزر تېرې شوې ، الله مونږ ته يو ځوی راکړ، چې (مراد) نوم مو پرې کېښود او مېړه مې هم د ژمنې سره سم ماته کمپيوټر واخست او انټر نيټ ته مې لاس رسي پيدا شوه .  ما به هم د خپل مېړه د کار او لمانځه ته د تلو وخت غنيمت ګاڼه او په انټرنيټ کې به مې له چټنګ ( برېښبانډار ) نه خوند اخيسته  ، د مېړه زړه مې زما لپاره د مينې او عاطفې نه ډک وو  او زه په دې هم قسم  کوم چې هغه زما په حقونو کې  يوه ورځ او يوه زره هم کمی نه دی کړی ډېر ځل  به هغه نا څاپي کوټې ته راننوت  زه به اوتره شوم او کوښښ به مې کاوۀ  چې د انټرنيټ هغه پاڼه چې زما په مخ کې د کمپيوټر په ښيښه  خلاصه وه بنده کړم ،  هغه به ويل  څه دي ای سميره ؟ ما به ژر وويل (( څه نشته )) زه پوهېدم چې کمپيوټر سست دى او نه شي کوالى ژر پاڼه بنده کړي ، هغه  به د ځان سره وخندل مسکى به شو  او بېرته به خپل حالت ته د هغه د مسکا تصوير اوس هم زما د زړه په هنداره کې ځلېږي  . ما به د ليلا نه د کمپيوټر زده کړه کوله دليکلي فايل لېږل  انځور لېږل او تر لاسه کول به مې ترې زده کول ،.د هماغې وخت نه ما په خپل ځان کې د يو درد وجود  احساس کړ، په لمانځه کې به مې سستي کوله او ډېر کرته به مې پرېښودۀ ،  سره ددې چې مېړه به مې زه په دې کار باندې ډېره دږلم . همداسې زما ديو ځلمي په چټ کې پېژندګلوي وشوه ،  چې د خپل ځان لپاره يې د ام(M )په توري باندې شفر ايښی وو ما ته به يې د مينې او محبت ليکنې کولې ، او په مايک به يې راسره خبرې کولې ، د هغه داوازنرموالي او د خبرو پوستوالي پر ما اثر وکړ ډېر کرته به مې د ځان سره ويل چې د الله نه ووېرېږه ای سميره!!!!!!! دا خو ته د خپل خاوند سره خيانت کوې خو شيطان ، نفس او دروغجن محبت زما نه ډېر قوي وو، داهم بايد ووايم چې که زه الله ته نژدې وای نو زه به د هغوی نه قوي وای او په خپل نفس او شيطان به مې لاړې توکړې واى .  ددې نه وروسته به مې د کور پروا نه ساتله، احمد به د کار نه راغی او کور به ګډ وډ پروت و ، ډېر کرته به ما خپل  وړوکی زوی پريښى وو، ژړل به يې او ما به تی نه ورکاوۀ ، ځکه چې زه به د خپل ملګري  سره په نيټ کې بوخته وم.  ځان ته ډېره حيرانه په دې  وم چې ما به د نيټ د ملګري خبرې اورېدې او غږ به مې ورته ايښى وسره له دې  چې خاوند مې احمد د هغه نه ما ته ډېرې خوږې خبرې کولې او زما د مېړه په خبرو کې د ريښتينولۍ او مينې  نښې  ښکاره وې خو زه نه پوهېدم چې ما دا زلمی ولې خوښ کړى ايا د هغه د اواز ښکلى دى ،  د هغه د نرمۍ په سبب  او که نه دا د هغه د خوږو خبرو نتيجه وه ؟ زه په شوق کې وم چې دهغه انځور  ووينم په ساعتونو، ساعتونو  به د کمپيوټر ښيښې  ته ناسته وم، اذان به وشو د ايمان داعي به ماته اواز وکړ، زما زړه ته به ورسېد، خو ما ته به ځان دروند او سست ښکاره شو د الله وېره زما په زړه کې لږه وه دا ځکه چې زه  د لمانځه ، قران او د ښو ملګرو نه لرې شوې وم ، مېړه مې مخکې لا پدې هم پوهېدۀ ، چی زه وخت نه ضايع کوم نو ما ته يې نيټ پريښی وو او څه څارنه يې نه کوله . هغه زلمي ته ما د ځان باره کې هر څه وويل نوم مې ، واده مې ، کور مې ، اولادونه مې او هر څه زما په ژوند کې يې وجود درلود،  دا مې هم ورته وويل چی زه په خپل کورني ژوند کې د مېړه سره خوشحاله يم او نور څه ته اړتيا نه لرم خو هغه به ويل چې محبت يو بېل خوند لرې . يو ځل يې ما ته خپل عکس راولېږۀ ،  ما به هغه ته کتل او ډېر په حيرانۍ مې ورته کتل د هغه سترګو ته چې شيطان د مينې او محبت نه ډکې کړې وې ، د هغه ګوتو ته چې په خپل مخ يې ايښې وې لکه غمجن يا عاشق همداسې  دهغه سره اړيکو زما په زړه کې حرکت شروع کړ، زه د الله نه ډېره لرې شوې وم د هغه سره زما ډېرې شپې په نيټ باندې رڼې شوې ما ورته وويل چې زه دهغه سره د خپل ځان نه هم زياته مينه کوم او زه غواړم چې دهغه سره اوګورم، سره ددې چې زه ددې ملاقات نه په وېره کې هم وم زړه نازړه به وم خو د شيطاني احساساتو دومره تر تاثير لاندې وم چې په ځان نه پوېدم . ما به ترې د ليدلو غوښتنه کوله ،  هغه به زما ددې غوښتنو مننه کوله او ويل به يې چې ته په دنيا کې تر ټولو خوږه جينۍ يې، دروغ به يې ويل،  زه پوهېدم چې دروغ وايې خو دهغه دې خبرو به په ما اثر کاوه ما نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا حديث هېرو چې فرمايلي يې دي ( نه ګوښه کېږي يو سړی د ښځې سره دوه په دوه  بغير د شيطان نه ) د قران اياتونه مې هېر شول  چې ما به ويل  او د رسول الله حديثونه رانه د ياده ووتل چې ما او مېړه مې احمد به د واده په اولو ورځو کې اورېدل،  زه ډېره کمزورې شوې وم  دهغه دروغژن عاشق بندۍ شوې وم او اوس ژاړم او غواړم دومره وژاړم چې سترګې مې بيخي وچې نه شي .  هغه ما ته د خپل مبايل نمبر راکړ او ما ته به يې ډېر کرته ويل چې غواړي زما اواز واوري ما ورسره په انټر نيټ کې د هيډفون په مرسته خبرې کولې خو ده ويل چې د ټلفون خبرې  بېله مزه لري ، زه پوهېدم چې دا غواړي زما د ټلفون نمبر مالوم کړي ،  زه په دې کې دوه زړى  وم .  يوه ورځ مې خاوند راته وويل چې  شرکت يې يو بل ښار ته د درې ورځو لپاره لېږي  ، زه ډېره خوشحاله شوم ؛خو په ښکاره مې دا وښودله چې زه ډېره خپه يم، مېړه به مې ما ته ويل چې ته ډېره بدله شوې يې ،  په کور پام نه کوې، د لور خيال نه ساتې د لمانځه غم درسره نشته ، تر دې چې زما سره دې هم رويه د پخوا په شان نه ده، سره ددې چې زه تا سره نرمي او مينه کوم هغومره چې بل څوک يې درسره نه کوي، ژر غوصه کېږې، اواز دې بې د کوم سبب نه لوړېږي  او دا ټول کېدای شي ددې دجه وي چې ته د الله نه لرې شوې يې ، ما به ورته دروغ ويل چې ته نه پوهېږې د کور په کارونو زه ښه پوهېږم ، زه مې مېړه د اولادونو سره د پلار کور ته بوتلم او بيا په خپل درې ورځني سفر روان شو  ،   څه وخت وروسته مې مور ته وويل ،چې ماشومان به تاسره وي زه بازار ته ځم او څه سودا  اخلم ، په همدې بهانه له  کور نه ووتم، دا د واده نه وروسته  اول ځل وو چې زه د کور نه يواځې وتې وم  عجيبه احساس مې کاوه، دا سې لکه زه چې يوازې يم  نا بلده يم څوک نه پېژنم ، دا مې په فکر کې هم نه کرځېدل که ما ته څه بد پېښ شي زه به خپل کورواله څنګه خبروم، زه پوهېدم چې په شريعت کې ښځې ته د محرم نه پرته بهر وتل روا نه دي خو زه د لېونۍ غوندې وم ، يوه نامالومه بې کراري مې په زړه کې پرته وه ،  ټيليفون خونې (PCO) ته راړم او نمبر مې را وويستو، خپل ملګري ته مې زنګ ووهلو، ګوتې مې لړزېدې، نه پوهېدم چې د هغې خوانه به څوک ځواب راکوي، چې نا څاپه  يو خوږ اواز راغى څوک يي ؟ ما ورته وويل، زه يم ستا محبوبه سميره!. -  يې چرته يې؟  هغه ته مې د خپل ځای پته ټوله ورکړه او بهر په انتظار کې ودرېدم، حيرانه وم چې څه وکړم ، بېرته وتښتم د پلار کور ته لاړه شم او که نه ودرېږم چې يو ځل خو يې وګورم ،  پوره پنځلس دقيقې وروسته زما مخې ته يو ښکلی موټر ودريد، شيشه يې ښکته شوه، همغه سړی چې ما ته يې په نيټ باندې خپل انځور رالېږلې وو د ډرايور په ځای ناست وو، زه حيرانه وم هغه ما ته وويل چې راخېژه ما ورته لا خپل مخ لوڅ کړی نه وو، زه په سورېدو کې دوه زړې شوم ما ته يې وويل : سمېره زما مينې !!!!  د ښار نه به زر زر ووځو او ډېر ژر به خپل ځای ته راستانه شو ،  په سستو قدمونو په موټر کې دهغه د څنګ په چوکۍ يې کېناستم، دا موټر نه بلکه د غمونو په کښتۍ کۍ سوره شوم مېړه مې را ياد شو اوښکې مې تويې شوې مور، پلار، ورونه او اولادونه مې راياد شول،  زه غلې وم ، هغه زما سره نرمې او د مينې نه ډکې  خبرې پيل کړې . -  سميره!!  زما محبوبې!!  څه درباندې شوي ؟  او ددې سره يې  زما د مخ  پرده په زوره لرې کړه او ويې ويل : - اه ته څووره ښکلې يې !!!! د سترګو نه مې مړې اوښکې  روانې وې،  احساس مې وکړ چې زما د مخ پرده زما د مېړه نه غير بل چا  نه ده پورته کړې نن مې ولې ځان ته دا اجازه ورکړه .  هغه وويل: -  سميره!!!  دا اول ځل دی چې ته د چا سره ځې ؟ ما وويل :  هو.  هغه وويل : -  مه  ډارېږه ،  مه ژاړه ،  ته خو زما سره مينه کوې ، ته مانه مه ډارېږه .  -    ته خو پوهېږې چې زه واده شوې يم، که څوک مې ووينې ؟ يو ځل بيا يې وويل چې  (( مه ډارېږه )) او د موټر رفتار يې  زيات کړ،  دزړه دربا مې نوره هم  زياته شوه، په کراره مې ورته وويل : -  ته چرته ځې .  هغه يوه نا اشنا خندا وکړه . يوځل بيايې وويل چې (( ته مه ډارېږه )) او  همداسې د ښار په واټونو کې په تېزۍ  روان وو تر دې چې د ښار نه ووتلو.  ما په ژړا پيل  وکړ، پوهه شوم چې په دام کې ګېره شوې يم، تېر وختونه را په زړه شول،  هغه وخت را په ياد شو کله چی زه د پلار په کور کې  ماشومه وم، مخ مې سپېڅلی او بدن مې  پاک  وو، هغه وخت راياد شو چې احمد مې په مرکه راغلی وو، د واده شپه  مې را په زړه شوه، د واده جوړه مې راياده شوه، دا خو زه نن په هاغې سپينې سپېڅلې جوړې تور داغ لګوم، په زوره، زوره مې ژړل  ما به همدا چغې وهلې او هغه به خندل . د ښار نه ليرې يوې کروندې ته لاړو، هلته درې غښتي کسان  زمونږ په انتظار ولاړ وو، شکلونه يې ډېر بدرنګ وو، د موټر د ودرېدو سره سم يې زه راونيولم او په ځمکه يې وغورځولم ، کشولم يې  کنځلې يې راته کولې او ډېرې بدې کنځلې يې کولې ، ددې نه مخکې زه هغه څوک وم چې دمېړه نه به  مې پرته  د ښايسته او خوږو بل څه نه اورېدل، په ما يې د وهلو پيل وکړ، ما به هغې ناولي سړي ته کتل چا چې زه دلته راوستې وم، د هغه نه به مې د نرمۍ غوښتنه کوله، چغې مې وهلې او هغوی زما د کاليو په څيرلو لګيا وو،  هغه کالي چې تر نن ورځې يې حرام نه پېژندل. په پېغور مې ورته وويل : همدا ستا مينه ده ؟  هغه به بس همدومره ويل چې د جينۍ نه لرې شئ ، ډېره خوږه ده،  د هغه دې خبروبه درې ځناورو  په وهلو کې نوره هم سختي راوسته، په سترګو مې تياره راغله، آواز مې خپ شو اوس مې د چيغو په کوکارو او بغارو بدلې شوې ،  ددې هر څه لامل همدا زه يم، نه يې ليلا لامل دى او نه انټرنيټ ، ما سره چې  دا هرڅه کېږې  نه د چټ سبب دی نه ددغې ناولي  سړي د لاسه ، دا هر څه زما له لاسه دي او ددې هرڅه او هر چا مجرمه همدا زه يم ما د لوى څښتن تعالاى او د خپل خاوند نه سر غړولى دى ، دا ددې سر غړونې جزا بولم . سترګې مې پټې کړې لور مې فاطمه راياده شوه ، آه !!! ای لورې که ته خبره شوې چې نن ستا مور د کومو  لېوانو په غاښونو کې ګېره ده ، د لورکۍ  خبرې  مې رايادې شوې چې کله به زه نيټ ته ناسته وم او هغه به  را څښېده . په وړه ژبه به يې ويل :   مورې !! وه  مورې !!   ولې ما سره د پخوا په شان نه کېنې ؟  ولې ما سره دمخکې غوندې خبرې نه کوې ؟ ډېر مې وژړل  ، مېړه مې راياد شوستر ګې مې وشرمېدې ، ديو دروند درد احساس مې وکړ ، هغه خبرې مې رايادې شوې چې احمدبه زما لاس ونيوه سترګې به يې زما په سترګو کې وګنډلې او په سترګو ، سترګو کې به يې راته ويل چې سيره !! ته ډېره بدله شوې يې ،  ای سميره!!!  ستا هغه ښکلې خندا مې هېره شوه ، په تا څه شوي دي .  زوی مې مراد را ياد شو چې ژړل به يې او ما به د هغه د  ژړا پروا نه کوله،  د کمپيوټر شيشې په ما جادو کړى وو، هغه اواز مې راياد شو.  حی علی الصلاة ،  حی علی الفلاح .  ما د لوى څښتن د بلنې ځواب نه ورکاوه ،  دا دی نن زه د هماغې جزا  وينم، همدا زما جزا ده چې زه يې ګورم. ما خپله سپېخلتيا له لاسه ورکړه ، ما خپل  عزت بايلود ،  زه نو اوس هغه ښځه نه وم چې رسول الله ( ص )  د هغی با ره کې فرمايلې : (( چې کله ورته مېړه  امر وکړي نو دا يې اطاعت کوي او چې کله يې مېړه ورته وګوري نو خوشحاله شي او چې کله يې مېړه د کوره ووځي نو دا يې په مال او اهل کې حفاظت کوې )  . يو ځل بيا مې چيغې کړې :  ما وبښه احمده!!  ما وبښه احمده!!!  زه ستا وړ  نه يم ،  ما وبښه ای فاطمې ای زما لورکۍ ،  ما وبښه ای زويه ، خو زه د بښنې نه د سزا وړ وم ،   احساس مې کړ لکه چې د لرې نه  د يو ماشوم اواز اورم چی ما ته اواز کوي موری!!! و  مورجانې  ، قسم مې وکړ چې خپل رب ته به رجوع کوم،  ای الله زه سميره توبه کوم، دا الله تعالی قران مې راياد شو غونى مې زيږ شو .  هغوی زما اوښکې ليدلې خو په ما يې رحم نه کاوه ،  زما دعا ګانو پورې  يې خندل، د هغوی کنځل د غشو په شان وو زما بدن به يې راڅيراوه ، يو را ته وويل : - اوس الله درياد شو ولې دې دا الله په خپل وخت کې نه ياداوه ،  اوس يا الله ، يا الله وايې؟؟؟ .  هغوی ټولو  خپل شيطاني حاجت پوره کړ او بېرته په موټر کې راسوره شوم، هغه شکېدلې چادري مې په ځان را ټوله کړه، هغه ناولي چې زه يې راوستې وم بهر ولاړ وو سيګرټ يې څکول ، زما په خوا کې کېناستو او موټر يې روان کړ،  خندل يې او ويل يې چې ستا په ژړا مې زړه وسوځېد. ما ورته وويل : ددې هر څه نه وروسته ای بې ناموسه!!!  .  ددې سره يې ما ته يوه کلکه څپېړه راکړه، چې د شونډو نه مې وينې روانې شوې،  ما د څپېړې په ځای لاس وهلو . - ای الله دا هغه اننګي دي چې زه فاطمې ورباندې ډېر کرته مچې کړې يم.  ژړل مې تر دې چې هغه ځای کې يې زه پرېښوم له کوم ځای نه يې چې وړې وم ، ځان مې سره را غونډ کړ او لاړم د پلار په کور ورننوتم،  پښو مې نور ددرد د لاسه وړلای نه شوم، حمام ته لاړم مخ مې ومينځلو، په اينه کې مې ځان ته وکتل ځان را ته ډېر بد ښکاره شو، د څپېړو نښې مې په مخ کې ښکاره وې، مخ ته مې ډېرې اوبه واچولې را ووتم خپلې زړې کوټې ته لاړم چې زما د ماضې ټول يادونه ورکې پکې خوندي و ،  زما د پاکۍ ، سپېڅلتيا، عفت ،حياء او تقدس کيسې ورکې وې ،  دروازه مې بنده کړه پردې مې ښکته کړې ، ډېر مې وژل،  تردې چې ما ويل نور به مې سترګې ليدل  پرېږدي، لور مې فاطمې را ته دروازه ټکوله . - مورې!! و مورجانې !!!  دروازه خلاصه که!!  ما ژړل ،  مور مې راغله دروازه يې وټکوله،  ما دروازه خلاصه کړه ، زه يې چې په دې حالت وليدم مور مې وارخطا شوه، رامنډه يې کړه او  سينې ته يې نيږدې کړم. -   لورې !!! ګرانې څه درباندې شوي؟ ما ورته وويل چې په سر مې درد و،  په بازار کی را وغورځېدم؛ خو د اواز نه مې ښکارېدل ،  چې زه دروغ وايم،  مور مې زه پرېښوم او لاړه،  د ماسختن اذان مې واورېد، ډېر ښکلی او خوږ و، زه خپل ضمير ته ملامته وم ، ماته اوس ژوند هم پېغور ښکارېده ، ځان سره مې  وويل : آيا ما باندې به الله رحم وکړي.  درې ورځې تېرې شوې خو زه د خوب په خوند پوه نه شوم، داسې به مې ښودله چې زه دمور او اولادونو سره خوراک کوم خو ما به څه نه خوړل ، د نه خوراک ډېرې ژړا او د خوب د کموالي له امله مې بدن ډېر کمزورى شو . مېړه مې د سفر نه راغى زما رنګ زېړوو، حالت مې خراب وو، سترګې مې د هغه سترګو ته نه شوې پورته کولای. - سميره !!  ګرانې په تا څه شوي ؟ هغه به پوښتلم خو ما به ځواب نه ورکاوه،  د لاس نه يې ونيولم ، په دې وخت کې ټول هغه څه چې شوي وو زما په ذهن باندې لکه د يو فلم په څېر را خواره شول،  ځان مې ټينګ نه شو کړلای په ژړا مې پېل وکړ او نور په ځمکه بې هوښه را پرېوتم، دوه ورځې وروسته په هوش راغلم په يوه خاصه کوټه کې پرته ووم مېړه ته مې ويل شوي وو چې ماته يوه سخته عصبي صدمه رسېدلې،  بيا مې په ژړا پيل وکړ،  خپل ضمير مې راته ويل چې زه اوس د احمد وړ نه يم ، فکر مې کولو چې طلاق ورنه وغواړم ، کله چې هغه  زما ليدو ته  راغى زه يې ډېر په مينه د لاس نه  ونيولم زما د سترګو نه  اوښکې بهېدې زما اوښکې يې راپاکې کړې او په ډېره مينه يې راته وويل  :  ګرانې  څه شوې،  ما پوه کړه ؟ زما شونډې رپېدې ما غوښتل چې هغه ته څه ووايم ،  د هغه کتلو زه وژلم هغه غوښتل چې زما له خولې نه څه واوري . په ډېرې خوارۍ مې خبره راجوړه کړه : احمده!!  . شونډې مې رپېدې  ډېر په سختۍ مې وويل :  زه غواړم چې ته ما طلاقه کړې ، ډېره سخته خبره وه؛ خو بيا هم ما وکړه، ځکه زه پوهېدم چې ما د خپلې سپېڅلتيا جامه په هغې جعلي مينې ناولې کړې وه،  ما به همدا ورته ويل چې ما طلاقه کړه،  زه ستالايقه نه يم خو هغه به ويل چې ته لېونۍ شوې يې ، دا خبرې مه کوه   الله ته رجوع وکړه قرأن ولوله،  توبه وکړه او  د الله نه بښنه وغواړه.  ما به په زړه کې ژړل او هغه نه پوهېدۀ  چې ما سره څه شوي دي،  روغتون نه د پلار کور ته راغلم ، احمد په ما ډېر مهربانه وو ورو، ورو مې صحت ښه شو او زه خپل حال ته راغلم؛ خو زه لا تراوسه د هغه نه طلاق غواړم ځکه زه ګناهګاره يم زه د خپل ضمير سره سترګې نه شم مخامخ کولى ،  همدا ګناه ما ملامتوي او دهغې اور مې سوځوې،  ما د خپل مېړه سره خيانت کړى ، د الله د وعدې سره مې خيانت کړى ، د خپل احساس سره مې خيانت کړى   .   مېړه مې  لاړ او زه يې د پلار په کور کې پرېښودم، زه نه پوهېږم څه وکړم، خپلې پخوانۍ کوټې ته لاړم خپل مېز ته کېناستم او دغه څو کرښې مې تاسې ته وليکلې، ای مسلمانو پېغلو او ځوانانو!!! دا درته ويل غواړم چې مينه دکمپيوټر  پر مخ نه کيږي او نه د ټيليفون يا د يو ځل ملاقات په سبب مينه جوړېږې بلکه په هغه څه چې الله روا کړي او رسول الله صلی الله عليه وسلم بيان کړي مينه او ژوند وکړئ .  په اخر کې د ټولو هغو نه چې زما کيسه يې اورېدلې غواړم ما ته د الله نه بښنه وغواړي .

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki