FANDOM




تر ډېرو ټلفونونو او ټينګار وروسته يو وكيل راسره ومنله، چې د ځانګړې مركې لپاره راډيو ته راشي.

له وعدې سره سم، يو ساعت وروسته، د پارلمان له ودانۍ نه لږ څه وړاندې له موټر نه ښكته شوم او وكيل صاحب ته مې زنګ وواهه. هغه ډېر ځنډ وروسته ځواب راكړ: (( څوك يې؟))

-   وكيل صاحب! زه، هغه ژورنالست يم، تاسو ويلي وو، چې له موټر سره درپسې درشم.

-   اوهو! دا خو مې هېر و. زه خو د يو وزير صاحب كور ته راغلى يم.

-   صاحب! زما او ستاسو مركه...

هغه زما خبره پرې كړه: (( پسې ګرځه مه، ځه يوه بله ورځ به درشم.))

-   صاحب! دا ځانګړې مركه ده.

-   چې ځانګړې ده، وي دې، څه قيامت خو نه راښكته کېږي.

-   نه! صاحب !  وبښئ، ما دا نه غوښتل، چې تاسو خواشينى كړم.

-   نو څه؟

-   صاحب! خبره داسې ده، چې دغه مركه بايد دا نن وشي.

-   چې نن ونه شي څه؟

-   صاحب! تاسو خو پوهېږئ، چې...

-   د تاسو ژورنالستانو هم څومره ياد دي، زه تلفون قطع كوم، ومې ويل، چې وزير صاحب سره ناست يم.

-   صاحب...

-   هلكه دا صاحب، صاحب پرېده، زه نه شم درتلى، بل څوك پيدا كړه.

-   صاحب! له ډېرو وكيل صاحبانو سره وغږېدم، خو څوک حاضر نه شول ، ويل يې، چې جلسې يې ډېرې مهمې دي او راتلى نه شي.

-   نو زما يې څه!

-   صاحب! هيله كوم. خير دى له وزير صاحب سره تر خبرو وروسته راشئ.

-   زه لكه، چې درته ښه اوزګار ښكارم، زه نور كارونه هم لرم، نه شم درتلى.

-   وكيل صاحب هيله كوم.

-   زما خبرې ته پام نه كوې او همدا وايې هيله كوم، هيله كوم، پرې مې ږده، زه وزير صاحب نه شم خپه كولى...

په تلفون كې مې يو بل غږ تر غوږ شو، خو سم پرې پوه نه شوم. وكيل وويل: (( هلكه! ته يو شېبه صبر وكړه، چې وزير صاحب څه وايي.))

دوې دقيقې وروسته هغه وويل: (( زموږ مجلس دې راخراب كړ، په خپلو خبرو دې د وزير صاحب زړه هم تنګ كړ، بس د وزير صاحب په خبره دا يوه بله پياله چاى هم څښم او درځم، خو ګوره، چې ډېر وخت مې ونه نيسې.))

-   ډېره مننه وكيل صاحب. زه تاسو ته په تمه يم، په خير راشئ.

په ډېرې خوشالۍ دفتر ته راغلم. د راډيو مشر خپل دفتر ته وغوښتم. همدا، چې دفتر ته يې ننوتم، ويې ويل: (( ډېر ځنډ دې وكړ، مېلمه دې څه شو؟))

-   صاحب هغه راځي.

-   راځي!؟ يعنې څه، ته خو ورپسې تللى وې.

-   هغه بل ځاى ته تللى و، ويل يې، چې له هغه ځايه سيخ زموږ دفتر ته راځي.

-  څه وخت راځي، ورځ تېرېږي، ته به هغه څه وخت ايډيت كوې او ارزيابۍ ته يې سپارې. سبا سهار د وخته بايد نشر شي.

-   بس لس پنځه لس دقيقې وروسته به راشي.

-   ته بيا ورته تلفون وكړه، ورته ووايه، چې وخت كم  دی او موضوع مهمه ده.

د مشر له دفتر نه ووتم، مبايل مې له جېب نه راوويست، چې وكيل صاحب ته زنګ ووهم، خو ژر پښېمانه شوم، چې هسې نه له غوسې نه هيڅ را نه شي. تر يو ساعته  پورې  څو ځلې تر وره پورې لاړم او راغلم. رخصتۍ ته نږدې د ارزيابۍ د مسوول دفتر ته لاړم او هيله مې ترې وكړه، چې زما په خاطر لږ وروسته كور ته لاړ شي. کور يې ودان راسره يې ومنل.

لس دقيقې وروسته همدا، چې د دفتر كاركوونكي كور ته د تګ په خاطر يو يو له خپلو شعبو راووتل او زه د دفتر له وره سره ولاړ وم، د ارزيابۍ مسوول راته زنګ راوواهه: صابره! چېرته يې؟ مېلمه دې لكه، چې معلوم نه شو.

-  نه صاحب هغه راځي، خير دى فقط يو څو دقيقې نور هم.

هغه په كړس كړس وخندل او ويې ويل، چې د مېلمه تر راتګه پاتې کېږي، خو دا اندېښنه يې په زړه كې راواچوله، چې كه وكيل صاحب هيڅ رانه شي بيا به څه کېږي؟ دې اندېښنې سره سل زړونه مې يو كړل او وكيل صاحب ته مې زنګ وواهه. دا ځل هغه غوږۍ ژر پورته كړه: (( هلو! شله ژورنالسته څنګه يې؟ بس دا دى ستاسو د راډيو په كوڅه كې يم.))

دا ځل د هغه په اواز كې ډېره مينه او خواخوږي وه. لكه بېخي، چې بدل شوى وي.

بيا بيا مې ترې مننه وكړه او په بېړه كوڅې ته ووتم. هغه له يو لكسس موټر نه راښكته شو او زما په ليدو يې وويل: (( ته لكه، چې هماغه شله يې؟ هغه په ما، چې ډېر زورور دى؟))

ما له خوشالۍ نه دوه درې ځلې ستړي مشي وركړه او دواړه د ستډيو په لور روان شوو. هغه په تګ تګ كې وويل: (( ستا خبره خو په ځمكه نه شم غورځولې، خو ګوره، چې مركه لنډه ونيسې، زه د شپې يوځاى مېلمه يم، كور ته هم بايد لاړ شم، چې جامې بدلې كړم.))

ـ بس لس دقيقې وخت مو نيسم، زيات نه.

د راډيو د مشر او د ارزيابۍ د مسوول دفترونه ستډيو ته نږدې وو، د مېلمه په ليدو دواړه وغوړېدل. زه او وكيل صاحب ستډيو ته ننوتو. مركه لږه اوږده شوه. زما پوښتنې لنډې وې، خو وكيل صاحب د هرې پوښتنې لپاره اوږده ځوابونه وركول. غوښتل مې ځينې نورې پوښتنې هم ترې وكړم، خو د وكيل صاحب د مېلمستيا او د ارزيابۍ پر مسوول د نه ناوخته کېدو په خاطر مې د مركې د ختمولو لپاره ځان چمتو كاوه، خو وكيل صاحب ګرم راغلى و او هر وار، چې ما ويل وكيل صاحب ډېره مننه، چې زموږ راډيو ته...، خو هغه به سم د واره راغبرګه كړه، چې رښتيا ته صبر، چې يو څه مې راپه ياد شول. په همدې همدې كې ښه ځير وم، چې د ارزيابۍ مسوول هر پنځه دقيقې وروسته راته او خپل لاسي ساعت ته به يې اشاره وكړه. مركې پوره  ۴۵ دقيقې دوام وكړ. كله، چې ووتو د ماښام خړه لګېدلې وه. زړه كې مې تېر شول، چې وكيل صاحب ونه وايي راباندې ناوخته دې كړه. خو نه، هغه څه ونه ويل. وكيل صاحب د وره په طرف په تګ تګ كې موسكى شو او ويې ويل: (( ښه سړى راته ښكاره شوې، له همدې خاطره يوه خبره درسره شريكوم.))

ـ  مهرباني وكړئ صاحب، دا ستاسو شفقت او اعتماد دى، خو وبښئ، چې مركه لږه اوږده شوه.

ـ نه پروا نه كوي، خو ګوره تاسې ژورنالستان خو بلا خلک ياست، له هغې خبرې به خبر شوی يې؟

ـ له کومې خبرې؟

ـ ګوره! زه چې له وزير صاحب سره ناست وم، يو چا ورته په ټلفون کې وويل، چې د انتخاباتو كميسيون غواړي د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت وشي. نو مقصد فكر دې وي، هم مې مركو ته راغواړه او هم نوره مرسته  بايد راسره وكړې!

۱۳۸۸/۱۰/۵

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki