FANDOM


و نه و یوه بوډۍ ښځه وه .هغې په خپل کور کې دوه منګي درلودل او هغه به یې هره ورځ په لرګي وتړل، او د ګودر نه به یې اوبه راوړلې. په دې دوه منګیو کې یو منګی سم، خو دا بل منګی لږ مات شوی او يو درز يې درلوده. نو هر کله به چې بوډۍ کور ته په منګيو کې اوبه راوړلې، نو د مات شوي منګي نیمې اوبه به په لاره کې توی شوي وې. روغ منګی په خپلې روغتیا نازیده ، خو مات منګی له خپلې نیمګړتیا ځوریده او آن له خپل ځان نه یی کرکه کوله او ځان سره به یی ویلې چې ولې خپله دنده سر ته نه شي رسولی؟!!. دوه کاله ورسته منګي دا پټ درد د بوډۍ سره شریک کړ.: منګي بوډۍ ته وویل: ٫٫میرمنې ما وبخښه چی دا دوه کاله زما د نیمګړتیا له امله ته کور ته پوره اوبه نه شې راوړلی٬٬. بوډۍ چې د منګي خبره واوریده نو مُسکۍ شوه او وې ویيل: ٫٫تا نه دي لیدلي چې په کومې اوګه مې چې ته راوړلې، د لاری په همغه خوا کې له ګودره تر کوره رنګارنګ ګلان زرغون دي . ما د لارې په همدې خوا کې د ګلانو زڼي وشيندل، ځکه، زه پوهیدم چې دا زڼي به هره ورځ ستا د هغو اوبو نه ګټه اخلي چې هره ورځ د دې لارې په اوږدو کې ستا له وجوده څڅېږي. هغه ګلانوهره ورځ ستا له اوبو ګټه اخيسته. په دې دوه کلونو کې ما څو ځلې له دې ګلانو ښکلې ښکلې غونچې جوړې کړې او خپل کور مې پرې ښکلې کړ. که ته نه وی نو زه به د دې ګلانو له ښکلا اوله هغو نه د خوند اخیستو بې برخې وای. . ای زما د ګلو منګیه! مه خپه کیږه. موږ انسانان هم ډیرې نیمګړتیاوې او ماتې لرو خو که د چا نیت ښه وي دې ټولو نیمګړتیاو سره سره نورو ته ډیر ګټور کارونه کولی شو او نور هم باید پوه شي چې که څوک له یوه اړخه کمزوری دی، نو ډیر د قوت او برم نور اړخونه هم په کې شته. خو د دې اړخونو لیدل د عقل او دوستۍ سترګې غواړي.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki