FANDOM


د اوړي ورځ وه. داسې ښکارېده لکه چې لمریوه نېزه له بلې ورځې زیات راښکته شوی وي. د زمکې مخ د ګرمۍ له قهره چاودلی و. مرغانو د ګرمۍ له زوره خپلې وزرې ځوړندې نیولې او ژبې یې راوېستلې وې. ونو او ټولو شنېلیو له ډېرې تندې خپل مخونه زېړ کړي وو. ټکنده غرمه وه چې د سړو اوبو د څښلو لپاره د مالت چینې ته روان شوم. چینې رڼې، یخې او خوږې اوبه درلودې. د مالت ټولې پېغلې به منګي په سر دلته راتلې او له دې ځایه به یې خپلو کورونو ته اوبه وړې. کله چې چینې ته ورسېدم، د مالت د ماشومانو ، پېغلو او پېغلوټو ګڼه ګوڼه وه. په ډېره بیړه د چینې په غاړه کېناستم. لپه مې له اوبو ډکه کړه او کله چې مې خپلې تږې او چاودلې شونډې په اوبو کېښودې، نو د یوې پېغلې آواز مې تر غوږو شو چې وې ویل: « کټوری در واخله، په دې اوبه وڅښه لکه چې ډېر تږی شوی یې؟».

کله چې مې سترګې ورواړولې، د څوارلسم سپوږمۍ وه. د سپرلي تر ټولو ګلانو ښایسته. سپین ګرد مخ، تورې غټې خماري سترګې، هسکه غاړه او ښکلی اندام. موسکۍ شوه او کټوری یې را اوږد کړو، اوبه مې له لپې توې شوې، سپک پاڅېدم، تر اړخه یې ودرېدم او په لړځېدلو شونډو مې وویل: هو! ډېر تږی شوی یم . کټوری مې ترې واخیست، اوبه مې وڅښلې او د مننې په ویلو مې بیرته ورکړ.

له چینې راوګرځېدم او د کور په لور مې مخه کړه. څو قدمه لا نه وم تللې چې څه بل ډول چل راباندې وشو. اندامونه مې سست او کاواکه شول. وجود مې لړزې ونیو، تنده مې دوه چنده شوه او د دې تر څنګ مې په غوږونو کې انګازې خپرې شوې.

« کټوری درواخله، په دې اوبه وڅښه لکه چې ډېر تږی شوی یې؟».

په ټوله لاره مې هغه مخ ته نېغه ولاړه وه. په ذهن کې مې د هغې تصویر جوړاوه او په غوږونو کې مې د هغې خبره ګرځېده راګرځېده. هو! د پېغلتوب وږمو یې هر څه راسپړلي وو.

ټوله شپه تر ګهیځه خوب رانه غی. سترګې مې د هغې د خماری سترګو بیا لیدو ته لېوالې وې. حواسو مې د یو نا آشنا شي سره جګړه کوله او زړه مې د سرپټي دیګ په شان خوټېده. لیونتوب ته نږدې شوی وم او ټوله شپه تر هغو د هغې د ښکلا او ښه سلوک د دریاب څپو په مخه کړی وم چې چرګ بانګ وکړو، سپېدې وچاودې او له کټه را پورته شوم.

ننۍ ورځې کټ مټ د تېرې ورځې په شان تودوخه درلوده، خو زما د زړه تودوخه او تلوسه له تېرې ورځې څو چنده شوې وه. حواسو مې د هغې بیا لیدو ته غولۍ وهلې. دنیا راباندې تنور ګرځېدلې وه. خو یو وخت داسې هم راغی چې نور مې تسکین نه کېده او د هغې د لیدو تنده مې په هېڅ شي نه ماتېده. د هغې په یو وار کتو راباندې داسې څه چل شوی و چې زړه مې غوښتل له هغې سره بیا وګورم او د هغې خبرې واورم.

همدا وجه وه چې د هغې د لیدو لپاره مې د تلو اراده وکړه او د پروني وخت څخه لږ څه مخکې د چینې په لور روان شوم. په ټوله لاره مې د هغې خبره بې واره غوږونو ته راتله: «کټوری درواخله، په دې اوبه وڅښه لکه چې ډېر تږی شوی یې؟». چینې ته ورسېدم. کاته مې چې هغه تر ما ړومبی له خپل کوچني ورور سره یو ځای رارسېدلې وه او داسې برېښېده لکه چې ماته سترګې په لاره وه. حلق مې وچ وچ شو. د زړه درزا مې زیاته شوه او داسی مې احساسوله چې هغه زما د زړه درزا اوري. ورنږدې شوم. د هغې شونډې د سپرلي د غاټول ګل غوندې رپېدې. آننګي یې سره شول او راپاڅېده. د هغې په بڼه کې د مینې څپې له ورایه ښکارېدې. زړه مې لکه توتي راته په چغېدو شو چې ورته ووایه(( زما ژوند له تاسره غوټه کیدل غواړي. زه په ژوند کې له تا نشم جلا کېدی. که مرګ وي او که خوشالي باید سره یو ځای واوسو)). زړه مې دغو څپو په مخه کړې و چې هغې زما د سوچونو لړۍ وشلوله، موسکۍ شوه، په خپلو ګلابي شونډو یې ژبه راښکله او ویې ويل:

ـ ستړی مه شې، راغلې.

ځواب مې ورکړ.

ـ هو! ژوندئ اوسې.

هغې سترګې ښکته واچولې او د شونډو په چیچلو شوه. لږ څه زړور شوم او ترې ومې پوښتل:

ـ ستا نوم؟

خندنۍ شوه، غاړه یې تازه کړه او ځواب یې راکړو:

ـ سپرغۍ.

بیا مې ترې وپوښتل:

ـ د کوم کلي یې؟

هغې په ځیر ځیر راته وکتل لکه چې زما په څېره کې څه لټوي او بیا یې مخ خپل کلي ته واړاوه او د لاس په اشاره یې په پسته ژبه راته وویل:

­ـ د هغه پورې کلي، هغه برجوره کلا چې وینې، هغه زمونږ ده. هغې په بیړه مخ را واړاوه او له ما یې وپوښتل:

ستا نوم او کلی؟ -

ځواب مې ورکړ:

ـ نوم مې شانور دی او د بر کلي یمه.

بیا یې وویل:

ـ څه کار کوې؟

ځواب مې ورکړ:

ـ د لسم ټولګي زده کوونکی یم.

هغې سوړ اسوېلی له خولې وویسته، بیا یې خپلې لاړي تېرې کړې او ویې ویل:

ـ زه مې پلار له شپږم ټولګي څخه وویستم او پرې یې نه ښودم چې نوره زده کړه وکړم.

کله چې هغې دا خبره خلاصوله نو له لرې د پېغلو یوه ډله د چینې په لور راښکاره شوه. هغې خپلې سترګې له ما سره وجنګولې او په بیړه یې راته وویل:

ـ سبا ته به حتمي راځې بیابه د زړه خواله کوو.

مخ یې واړاوه او د منګي په ډکولو شوه او زه د کور په لور روان شوم.

د نا امیدیو په تیارو کې مې د امېد څه څرک شانې لګېدلی و. خوشاله وم. د زړه تسل مې شوې و. تنده مې لږ څه ماته شوې وه. هغه راته د مینې لاروۍ برېښېده. خو هغه راته له یوې شتمنې کورنۍ څخه مالومېده او دې مسلئ لږ څه په فکر کې کولم. په هر صورت زما مینه دې سرحد ته رسېدلې وه چې هېڅ فاصله او دیوال یې نه مانه او بیا دې لیدو دومره نږدې کړې وم چې خپل سر مې د هغې په سپین مړوند احساس کړو او په زړه کې مې د مینې دوۍ بله شوه. تر هغو مې په خیال کې له سپرغۍ سره د مینې زنځیرونه غزول څو تر کوره راورسېدم او کله چې تیارې د ورځی رڼایې په مخه کړه او خپل تور څادر یې وغوړاوه، نو بستر ته پورته شوم او ستونی ستاغ وغزېدم. هغه مې تر سترګو کېده، څه عجیبه شان خوښي مې حس کوله او په همدې هکله مې له ځانه سره سوچونه کول او بیا هېڅ په ځان پوه نه شوم چې څرنګه له سپرغۍ سره یو ځای د مینې د ډک دریاب توپاني څپو لاهو کړې وم:

سپرغۍ مې د ناویتوب په ښکلو او سپینو جامو کې لیده، په پالنګ ناسته وه، سترګې یې له شرمه ښکته نیولي او زما د راتلو انتظار باسي.

ما هم د واده نوې جامې اغوستې او پالنګ ته د پورته کېدو نیت لرم. ور روان شوم. شونډې مې وچې وچې کېدې او ټول اندامونه مې آوار لړزېدل. پالنګ ته پورته شوم، سالو مې پورته کړ، بې اختیاره یې غیږې ته ځان راوغورځاوه، ټینګه مې ونیوه، د جکړوهلې مرغۍ په شان لړزیده او کله چې مې خپلې تږې سپېرې شونډې د هغې په ګلابي اونازکو شونډو اېښودې، د ګاونډ ې کوټې وره تړق وکړو. د خیالونو دنیاګۍ مې دړي وړي شوه، نه پالنګ درک درلود، نه سپرغۍ د ناویتوب په جامو کې وه او نه ما نوې جامې اغوستې وې.

د بدن شخي مې ونیوه، ډډې مې له بستره راپورته کړې، د لمر زرینو پلوشو د هسکو غرونو څوکې ښکلولې او سترګو مې بیا هم د سپرغۍ د غټو زړه راښکونکو سترګو د شړق دیدن ته لارې څارلې، تر هغو چې ټاکلی وخت راورسېد او چینې ته روان شوم.

ټوله لار په دې فکر کې وم چې څرنګه او په کومه ژبه هغې ته د زړه غوټې اوسپړم. د خیالونو په دې کشمکش کې ډوب وم چې تر چینې راورسېدم او سترګې مې په سپرغۍ ونښتې.

دا ځل چې هغې ته ورنږدې شوم نو د هغې اننګي سره او سپین شول او داسې ښکارېده لکه د سپرلي د ګلاب ګل چې له سهارني شبنم سره یوځای خوله په خندا پرانستې وي. له حیا نه ډکې سترګې یې زما په سترګو ښخې کړې او وې ویل:

ـ ښه شو چې راغلې که نه نو......

زه پوه شوم چې هغې څه غوښتل ووایې، خو له شرمه یې خبره نیمګړې پاتې شوه. د سپرغۍ دې نیمګړې خبرې جرآت راکړو او ومې ویل:

سپرغۍ رښتیا وایم ستا مینې لیونی کړې یم، ستا په جدایې کې زمکه ځای نه راکوي، خوب مې له سترګو تښتېدلې او ذهن مې ستا د زلفو په ټالونو زانګي. هغې د سترګو لاندې کتل او په ډېر غور یې زما خبرو ته غوږ نیولې و. یوه شېبه غلې وه، بیا موسکۍ شوه، خپلې زلفې یې پورته وغورځولې او د سر په اشاره یې هغې باغچې ته چې چینې ته څېرمه پرته وه او اړخ ته یې زیارت و، د تلو بلنه راکړه. هغه روانه شوه او کله چې باغچې ته پورته کېده، نو څلورو خواوو ته یې وکتل او بیا ننوته. زه هم ور روان شوم او کله چې د هغې په څېر پوره ډاډمن شوم، نو ور ننوتم او د لومړي ځل لپاره مې خپلې زیږې شونډې د هغې په پستو شونډو ور ښخې کړې او تر هغو مې زبېښلې څو چې تنده مې ماته شوه.

د زړه خواله مو وکړه او په زړه خواله کې د هغې هوډ راته تر خپله قوي ښکاره شو. د ځنډ په نظر کې نیولو وروسته یو پر بل پسې له باغچې ووتو. هغه د چینې او زه د کور په لور روان شوم.

په دې توګه شپې او ورځی تېرېدلې او د ژوند کاروان په ترپکو روان و. د هغې له خوږو خبرو او مینې سره عادت شوې وم او لیده کاته مو په باغچه کې د پخوا په شان کېده او بیا دې مینې دومره ژوروالی پیدا کړی و لکه د یو تن هډوکي او پوټکي.

یو له ورځو زښت ستړی مالومېدم. په دالانه کې کټ کې پرېوتم. له لږې شېبې وروسته د درانه خوب مستو څپو له ځانه سره یو ځای کړم. ګورم چې د چینې په غاړه د سپرغۍ راتلو ته انتظار باسم او سترګې مې د هغې د راتلو لارې څاري او کله ناکله به په خیال کې د هغې د ښایست په سپړل شوو ګلونو ښخې شوې او د هغې د وصال په میو به مست شوم. خو په هر صورت هغه را نه غله او زړه مې په ګوګل کې په سوځېدو شو. کور ته را ستون شوم. ټوله شپه مې خپلې ګناهګارې سترګې پټې نکړې او تر هغو د اندېښنو سیلاب له ځانه سره په منډو کړې وم چې د سباوون روښنایې وځلېده، لمر خپلې وړانګې د زمکې په لور وغځولې او لکه لیونی او سودایې د سپرغۍ دوئ د کور په خوا روان شوم. د لارې په اوږدو کې له یوه ملګري سره چې روزي نومېده او په یوه ټولګي کې مو زده کړه کوله مخامخ شوم. هک پک ور سره ودرېدم. له جوړ په خیر وروسته یې له خندا سره یو ځای له ما وپوښتل: خیریت خو دی رنګ دې ژیړ مالومیږي، عاشق شوې خو به نه یې؟

له مصنوعي خندا سره یو ځای مې ځواب ورکړ:

ـ ستا سترګې زېړې شوي.


۵

یوه شېبه ولاړ وو او بیا وروسته د زړه خوالې لپاره په هغه لور چې ما یې تکل کړې و، روان شوو. یو له بل سره مو د ځوانۍ د ښکلو او تازه شېبو په هکله خبرې کولې چې له لرې مې سترګې د سپرغي دوئ د برجورې کلا په وره ښخې شوې. وره ته مې دوه سترګې څلور شوې وې، خو روزي ته داسې ښکارېده لکه چې د هغه خبرو ته غوږ غوږ یمه. د سپرغۍ دوئ د کلا له مخې تیر شو، خو د هغې پته ونه لګېده. کله نا کله به مې خپلې سترګې شاته واړولې، ګوندې که دیدن مو وشي، خو هغه لکه د انځر ګل نه مالومېده. کله چې د روزي دوې چم ته راورسیدو، هغه راڅخه جلا او زه د خیالونو په نړۍ کې چې هره شېبه مې سترګې د سپرغۍ دوئ د برجورې کلا په وره لګېدې او هغه مې لیده چې زما په خوا ګوري تر خپله کوره را ورسیدم.

زړه مې ډېر ناکراره و، له هېچا سره ناستې خوند نه راکاوه. د کوچنیانو شور او زوږ او آن خنداوې خو را باندې بدې لګېدې. او له هر څه نه زیات مې دې ته هڅه کوله چې د کورنۍ له ټولو غړو ګوښه واوسم . غمونو او لټو مې ستونی لا پسې مروړه او خپل ژوند او راتلونکی راته نیمه خوا شان ښکارېده. د زړه توتي مې مړاوې و او لنډه داچې له هر څه بېزاره وم. روح او تن مې یو له بله سره په دې آخ او ډب اخته و چې د پخوا په څېر د چینې په لور روان شوم. له لرې مې سترګې په سپرغۍ ونښتې. زښت خوشاله شوم، آن تر دې چې زړه راته ویل، ژر والوزه او تر اړخه یې ودرېږه، خو دا کار نا شونی و. د سترګو په رپ کې ور ورسېدم. هغه چرتي مالومېده او څېره یې زېړه زبېښلې وه چې هډو د وینې څاڅکې په کې نه مالومېده. شونډو یې پتري نیولي وو او پر مخ یې کمزورې خوله راماته وه او....

باغچې ته پورته شوو. په سترګو یې رڼې اوښکې د مرغلرو پشان وځلېدې. لاسونه یې غاړې ته راواچول چې په دې کې ناببره یو مټور سړی چې لنډه ونه او شخ برېتونه یې درلودل او له ډېره قهره او غضبه یې په وښکو کې ځګونه له ورایه مالومېدل، لور په لاس باغچې ته را ننوت. سپرغۍ بې اختیاره چغه کړه. په لېچو کې مې ټینګه ونغښته. له خوبه رابېدار شوم. ګورم چې بالښت مې په غیږ کې ټینګ نیولې او په دې شېبه کې ناڅاپه مې ذهن ته د سپرغۍ د لومړۍ ورځې خبره راغله چې ویل یې:

«کټوری درواخله، په دې اوبه وڅښه لکه چې ډېر تږی شوی یې؟».

د لړم میاشت -۱۳۶۷ کال


۶

بي بي مهرو- کابل

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki