FANDOM


دا ځوان هلک مې څو وارې وړاندې هم تر سترګو شوی و، چې د روغتون په سالون کې به ښکته پورته کېدو، زما د کټ تر څنګ په دويم کټ کې یو ليبيايي عرب و، ده بېچاره ته له عربي پرته بله ژبه نه وه زده، د ملا عمليات يې کړي و. ځوان چې پېنځه ويشت کلن به و، له همدې عرب او يو ځينو نورو هغو ناروغانو سره ژباړن و، چې د درملنې لپاره به له افغانستان يا له نورو هيوادونو څخه هندوستان ته راغلي و، يو دا هلک نه و، په لسګونو داسې کسان مې وليدل، چې په هوايي ميدان، د سېل ځايونو او روغتونونو کې به يې تر غوږ درتېروله، چې که ژباړن ته مو اړتيا وي، بيا به يې دا هم پسې درزياته کړه، چې ګورئ دلته خلک ټول تجاران دي که نا بلده يې او ژبه دې نه وي زده په ځان به هم پوی نه يې خرڅ کړی به يې او پيسې به يې درنه خوړلې وي.

ځوان هلک ماته هم څو ځلې وويل، چې که د ژبې ستونزه لرې يا درمل رانيسې؛ نو ماته وايه زه دې په خدمت کې يم ، ځان يې ډير خواخوږی راته ښوده. ما سره هم په روغتون کې پيوازی نه و؛ خو دا ځوان راته له ورايه تجار معلومېده؛ نو مې د مننې په ډول لاسونه ورته جوړه کړل. هلک وپوهېده او په شا لاړو.

زما به چې د ننه زړه تنګ شو، د باندې به دهلېز ته راووتم، هر خوا به ناروغان و، تا به ويل که ټوله دنيا ناروغه ده او روغتونونه ترې ډک دي. په چرت کې ناست وم يوه نجلۍ مې وليده چې مخ يې لوڅ و، افغانۍ معلومېده، په دهلېز کې دوه ځلې ښکته پورته لاړه. ډېره جذابه او زړه راښکونکې وه. د دې لپاره چې زه هم له پامه افغان ورغلم، راغله او سلام واچولو، غوښتل يې چې د څه شي په اړه پوښتنه رانه وکړي. نجلۍ چې څنګه خوله چوله کړله. هغه ډاکتر چې زما درملنه يې کوله مخې ته لکه ډانګ ودرېد، په تونده لهجه يې راته وويل:

- تاته ما نه و ويلي، چې ته بايد آرام وکړې او ونه ګرځې؟ ورو مې وويل: ــــ سمه ده ډاکتر صاحب. نجلۍ هم وشرمېده، ډاکتر ته يې رډ رډ وکتل او په يوه منډه اطاق ته ننوته. رامعلومه نشوه، چې انجلۍ خپله ناروغه ده، که بل چا سره پېوازې ده.

ليبيايي راته په اشارو اشارو کې وويل چې دوه زره امريکايي ډالر بايد زه ورته خوندي کيږدم؛ ځکه چې هغه به اکثر په خپل حال کې نه و او په خپل ژباړن يې هم ډېر باور نه درلود. زه شکي شوم چې دا سړی پر ما څنګه خوش باوره دی، ترې وامې خيستل او ومې کتل، چې جعلي نه وي سبا به اصلي رانه غواړي.

نجلۍ مې په سترګو کې غړېده له رسمي وخت نه وروسته يې اطاق ته ورغلم، سپين ګيري سړي ته د چپرکټ پښو ته ناسته وه، نورو ناروغانو هم سترګې پکې ښخې وې. نجلۍ تورې ګردې ګردې سترګې په ډيره مينه راواړولې، لکه څوک نږدې خپل يې له مودو وروسته ليدلی وي. ستړي مشي يې راکړه. په لاس کې يې ګولۍ وې، په معصومانه ژبه يې وويل: ـــ وبښه! دا ګولۍ په ورځ کې څو وخته خوړل کيږي؟ ما چې څو ګولۍ ترې اخيستې ځوان هلک مې ترڅنګ ودرېد. نجلۍ ته يې وويل: ـــ څه ستونزه ده؟ ـــ هسې دا ګولۍ راته معلومې نه وې چې څو وخته خوړل کیږي. زه يو څه شکي شوم، چې دا به يې څوک خپلوان وي، خو وروسته راته څرګنده شوه چې دا هلک د دوی ترجماني هم کوي. بيرته ترې خپل اطاق ته راستون شوم او ډيرو پوښتنو له ځانه سره په چرت کې يوړم. زړه کې مې کرل رېبل چې څنګه دا نجلۍ او سپين ګيری پوی کړم، چې دا هلک ترې په چل کې پیسې شوکوي او په بازار يې پلوري؛ خو موقع نه برابرېدله. زه لا خپل کټ ته نه وم رسېدلی، چې ځوان هلک د عرب سر ته ودرېد، په عربي ژبه ورسره وغږيد، دومره وپوهيدم، چې زما پر اعتبار او بې اعتباري يې خبرې سره وکړې. لږه شېبه وروسته چې هلک لاړو، عرب بيا د اشارې په ډول راته وويل، چې بايد پیسې يې بېرته ورکړم. زه پوهېدم چې ځوان هلک د پېسو په اړه ورته ويلي و.

د روغتون د سالون په سر کې کوچنی دکان و، غوښتل مې چې يو بوتل اوبه ترې راونيسم، پېغله نجلۍ هم راغله هغې هم څه رانيول په څنګ يې راوکتل وې ويل: ــــ څوک خپلوان يا ترجمان درسره نشته چې اوبه او نور شيان اطاق ته دروړي؟ ـــــ نه اړتيا ورته نلرم زه خپله شکر دی هر څه کولی شم. نجلۍخپل تور وېښتان د غوږو تر شا واړول، وويل: ــــ زمونږ ترجمان ډېر ښه هلک دی، دلته په هندوستان کې خو چې ترجمان درسره نه وي خلک په بېلابېلو لارو پيسې درنه شوکوي، زه به ورته ووايم هغه به خپله شمېره هم درکړي هر شی به هغه درته راوړي بس يو څو روپۍ درنه غواړي نور ټول کار درته کوي. دلته خو د پيسو د ورکېدو ډار هم دی، مونږ خپلې روپۍ هم له ده سره اېښې دي او....

زما چې د نجلۍ په سادګۍ پورې خندا هم راتله او زړه مې هم پرې بديدو ورته مې وويل: ـــ مننه! خو ګوره ته خفه نشې په دې خلکو زه چندان باور نلرم او شکر دی زه خپلې اړتياوې خپله پوره کولی شم. نجلۍ بېرته زما سترګو ته په مهربانه نظر سره وکتل وې ويل: ــــ سمه ده، او رښتيا ستا ناروغي څه ده؟ ما چې تر څو ځواب ته خوله جوړوله، مشر ډاکتر له نورو نرسانو سره په سالون کې راښکاره شو، زه هم ګړندی ګړندی خپل اطاق ته لاړم.

د يکشنبې په ورځ روغتون رخصت و، زه د شنبې په مازديګر له روغتونه په يوه ټيکسي کې ووتم، د روغتون جامې مې وایستلې، يوه ملګري مې کرايي کور نيولی و، د هغه اولاد نه کيدو خپله مېرمن يې هم ورسره وه، هغوی په يوه بل روغتون کې درملنه کوله. د رخصتي ورځ مو سره تېره کړه، ښه سات تېری مو وکړو، خوندوره خبره داوه، چې تاج محل ته چې ډير تاريخي ځای دی هم لاړو. د دوشنبې په ورځ سهار وختي بېرته روغتون ته ستون شوم. وړاندې تر دې چې خپل اطاق ته ننوځم په دهلېز کې زما د کټ تر څنګ عرب، د نجلۍ سپین ږیری ناروغ او څو نور کسان، چې د روغتون د ناروغانو جامې يې اغوستې وې، ټولو شور جوړ کړی و، زه نه پوهېدم چې څه چل دی، د سپين ګيرې تر څنګ چې ډېر وارخطا و او له خولې يې ځګونه بادېدل ودرېدم، په کرار مې وويل: ــــ بابا خیر خو دی، څه کيسه ده؟ سپين ږیري په غېږ کې ټينګ ونيوم په ژړغوني غږ يې راته وويل: ـــ بچيه له پرون راهيسې مې لمسۍ چې دلته له ما سره وه بې درکه ده هغه په خپله هم ناروغه وه چې دا به څه پرې شوي وي او .....

د سپين ږیري ژړا زه هم په ژړا کړم او هغه ټول حالات سترګو ته راته ودرېدل. يو دوه نور دري ژبي هم وارخطا وارخطا ښکته پورته کېدل له هغو مې وپوښتل: وروڼو ! خير خو دی...؟ په وارخطايي يې وويل: له پرون راهيسې ترجمان ورک دی، ټولې پيسې يې رانه ووهلې ....... پای هندوستان نوی ډيلی، مالويانګر، ساکت. ۲۸ مارچ ۲۰۱۲ م کال

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki