FANDOM



د باندې هوا ډيره سړه ده خو ټکسي گرم دى خوب راځي نيمه شپه له

مجبوريته راپاڅيدلې يم چې سهار وخته خپل ښار ته ورسيږم او کار ته لاړه

شم په زړه کې مې ځانته قار راځي چې د کار مزدوره يم د ژوند واک

مې د کار په لاس کې دی خوب او خوراک او تفريح يو هم په خپل زړه

نشم کولای د ورځې او شپې حساب د کار له مخې کوم په ځان مې زړه

سوځي څومره کار ، څومره کار؟ له ځانه سره وايم دا وارې چې لاړمه کار

پريږدم او په خپل زړه ژوند تيروم `c

موټروان د موټر ټيپ لگوي د يوې مستې سندرې غږ د موټر فضا ډکوي

او د شپې کراري هم گډوډوي زړۀ مې

په تنگيږي ، ورته وايم

لطفآ لږ يې ټِيټ که

موټروان د ټيپ غږ ټيتوي ، د سترگو له کونجه شاته گوري غواړي ما

وگوري او ځان ډاډه کړي چې زه يې خبرو ته غوږ نيسم يا لږ تر لږه څه

ورته نه وايم

چېرې ځې ؟

کابل ته

ښه ته د کابل يې ؟ زه له هنده راغلی يم د کلکتې يم ، خو دا پنځلس کاله

کېږي چې دلته په دوبۍ کې کار کوم

د ښار سړکونه تش دي يو نيم ټکسي ليدل کېږي د کانونه تړلي دي د

سړک په دواړو خواوو کې څراغونه يوازې او هير شوي مالومېږي

ورو د شونډو لاندې وايم ښه ؟

موټروان بيا په خبرو راځي

-

يوه لور او يو زوی لرم پنځه کاله کېږي چې دلته په دوبۍ کې کار کوم

پنځه کاله نور هم کار کوم چې دلور د ولور پيسی پيدا کړم بيا نو ځم زوی

ته خو خپل خسر واده کوي

ټکسي روان دى او د دوبۍ د ښار واټونه مې د تورو کږو ليکو په شان تر

سترگو تيريږي سړکونه تش دي لرې د سړک نه لرې د ونو لاندې يو

سيوری خوځيږي ښه ورته ځيرېږم يو سړی دی ډنگر او ووړ دی او

چټک روان دی يا د شپې له کاره اوس خلاص شوی دکور خوا ته روان

دی او يا يې کار سهار وخته پيليږي ورباندې ناوخته دى

د شاگردۍ وختونه مې په امريکا کې ياديږي چې د رخصتيو په ورځو کې

به مې په يو چېني رستوران کې لوښې مېنځل او گهيځ وخته به ورته روانه

وم رستورانت د لاريو د موټروانانو لپاره و د سهار له پنځه بجو به سبا

ناری پيلېده او تر يولسو بجو پورې به يې دوام درلود ما ته د دوی د

خوراک اندازه د دوی له لويو بشقابونو څخه مالومېده هر يوۀ به درې دانې

هگۍ ، دوه درې پراټې او وچه ډوډۍ له کوچ سره خوړې کله چې به له

اشپز خانې نه رستوارنت ته د لوښو د ټولولو لپاره تلم ، موټروانان به مې

ليدل چې خوراک يې ماته مالوم و ټول چاغ او غټ سړي وو په لاسونو يې

شنه خالونه او رسمونه کښلي وو د لوښو د مېنځلو په وخت به مې کله پاتې

شوئ ډوډی ته زړه کېده

خو دوی چې به مې وليدل زړه به مې ورنه تور شو

هغه ورځې مې نه هيريږي کابو نيمه شپه به چې د ساعت زنگ له خوبه

پاڅولم او په نيمه تياره کې به رستورانت ته روانيدم ، په ځان او په دنيا به

په قار وم او فکر به مې کاوه چې ژوند مې د کار په ځنځيرونو تړلی

دی د خولې خوند به مې تريخ و او خوا به مې گرځيدله همدغسې تياره به

وه سړکونه به همداسې تش و او ما به په زړه کې هغو ته چې خواږه

خوبونه يې کول ښيراوې کولې تا به ويل دا د دوی گناه ده چې زه مجبوره

يم کار وکړم او د خپلو زده کړو پيسې وگټم يو نيم موټر چې به مې د باد په

شان له څنگه تيريده ما به ويل ما ته د خندلو په قصد تيز روان دی له

ټولو نه به مې بد راتلل او ټولو باندې به قا ر وم

اوس مې هم د خولې خوند تريخ دی او له بې خوبۍ نه مې زړه بد بد کېږي

خو موټروان له بيخوبۍ سره روږدی دی او چورت يې نه دی خراب ، په

خبرو لگيا دى

دوبۍ کې هم اوس کار نه پيدا کېږي خو بيا د خدای شکر دی تکسي -

چليږي زما او زما د کور گوزاره ورسره ډيره ښه کېږي لور ته مې د

سرو زرو يو سيټ هم اخيستی چې واده ته يې تيار وي

هوايي ډگر ته رسيږو تکسي دريږي او وار له واره درې څلور کاريگره

د بکسونو د وړلو لپاره د موټر چارچاپيره ولاړ دي

د تکسي موټروان ته پيسې ورکوم څو روپۍ هم بخششي زړه مې ورباندې

سوځي خوارکى پنځه کاله نور هم د کار لپاره مساپري کوي د کاريگرانو

څخه تر ټولو يو ځوان وخته زما بکس په لاس کې اخيستی او د مېدان د

سالون خواته روان دی د دروازې پر سر مې په لوحې سترگې لگيږي

ليکلي يې دي تگ departure

په کاريگر پسې روانيږم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki