FANDOM


په شنه آسمان سپين ستوري ځليدل، شنه دښته خوږې هوا نيولې وه.له لري او نژدې څخه دسپيانو انګولا او دليوانو چيغې راتلې. په شنه دښته کې دا وروستى کلى و ،خټين کورونو يې لوى ،لوى ديوالونه درلودل. کوټي تياره وې او دباندي دسپوږمۍ رڼا خوره وه.دکور په انګړ کې دوه سيوري ليدل کيدل، دکلي له منځ څخه دآسونو شڼهارى اوريدل کيده، دانګړ په منځ کي يو سيورى دآخورونو په لور لاړ او آس يې له مېږوي څخه را خلاص کړ، آس يې تر جلب ونيو او ددروازي خوا ته روان شو. دسپوږمۍ رڼا دسراى په غولي برابره شوه ، يوه په تور ټيکري کي پټه ښځه او ځوان معلوميدل . ځوان دآس جلب نيولى و او دروازه يې خلاصه کړه، شاته يې مخ را واړاوو، ښځې ته يې وکتل ، دښځې په سترګوکې اوښکې ډنډې وې، ځوان وموسل ، ويې ويل:تا له ماسره وعده کړې وه چې په خوښۍ به مي رخصتوي." ښځي په ټېکري اوښکې پاکې کړې ،هڅه يې وکړه په شونډو موسکا خوره کړي ،په ژړغوني غږ يې وويل :وېرېږم! ځوان دآس پر شا لاس تير کړ ويې ويل :له څه نه؟ توره مي په کور کې درته پرېښي ده ، ليوان په هغه ګرځوه او ستا ورور ته مي هم ويلي چې پر تا پام کوي ، خو که بيا هم وېرېدې ، دهغوى کره لاړه شه. ښځې وړه سلګۍ وکړه ، ويې ويل:له ليوانو نه وېرېږم ، دبېلتون بلا وېنم. دټيکري پېڅکى يې سترګو ته ونيو ، وې ويل :بيا به کله راځي؟ ځوان سر پورته کړ :چې جګړه ختمه شي. له کلي په پرله پسي توګه دآسونو شڼهاري راتو ، ځوان سپوږمۍ ته وکتل چې دآسمان پر څنډه ځلېده ، ښځې ځوان ته کتل او کوښښ يې کاوو اوښکې تم کړي. ځوان ښځي ته وکتل ويې ويل :که زه رانغلم ، راتلوونکى ماشوم به ښه ساتي ، که هلک و ،نوم نعيم پرې کېږده که نجلۍ وه حفصه . ښځې دهوکې په دود سر وخوځاوو. ځوان په آس سپور شو ، جلب يې ونيو وې ويل : پام! چې په شهادت مې اوښکې تويې نه کړي.دښځې تر خوله کرېږه ووته ، ويې ويل : نه دخداى لپاره داسي مه وايه! ځوان توره په تيکې کې سموله ويې ويل : له جګړې سره هر څه تړلي ،هڅه وکړه ،ماشوم دي ځان يتيم ونه ګڼي، له ماشومتوبه يې په ننګ او مېړانه وروزه ، ددين او وطن دميني له سندرو سره يې په ورڼي کې آشنا کړه ، له بې ننګۍ او وطن پلورني څخه يې اوس لا ذهن واړوه. ښځې سترګو ته ټيکرى نيولى و او سر يې وښوراوو. ځوان دسپوږمۍ په رڼا کې دوروستي ځل لپاره ورته وکتل، آس ته يې متروکه ورکړه او وې ويل :دخداى په آمان . ښځې په ژړا وويل :خداى دى مل او مرستندوى شه! له دې سره يې له سترګو اوښکو داري ووهلي او دکوټې په لوري روانه شوه ، په کوټه کې دځوان توره پرته وه ، هغه يې په غېږ پوري ټېنګه ونيوله او دژړا غږ يې پورته شو.

په پراخ ډګر کې بې شمېره انسانان ، آسونه او اوښان تر سترګو کيدل. دالله اکبر ناري وې او غازيانو دستري حملي تيارى نيوو. دسهار لمر راختلى و او دغره په سر ولاړ و. بل لور ته دخړو درېشيو لښکر ليدل کيده ، له هغوى سره هم آسونه او توپونه ليدل کيدل. د ډول غږ تېز شو او غازيان په آسونو سپاره شول .دستر لښکر مخته په سپين آس سپور يو دمنځني قد خاوند ليدل کيده ، هغه توره په لاس کې نيولي وه او په عقابي نظر يې ددښمن پوځ څاره . دښمنان هم په آسونو سپاره شول ، دتوپخاني مخ يې دغازيانو په لور کړ او دتوپونو ډزې يې شروع کړي، په سپين آس سپور غازي دالله اکبر ناره وويله او لښکري يو په بل کې ننوتې.توري وځلېدې او دجزائيلي ټوپکونو دټک،ټک اوازونه پورته شول. جګړه تر لمر لويدو روانه وه، په پاى کې ددښمن په لښکرو وېره ګډه شوه ، دغازيانو دتوري خرپ ته ټينګ نه شول او پښې يې وښوېدي. غازيان دشپې تر راتلو په پسي وو او چې کله دتورې شپې تيارو هغوى په خپله غېږ کې ونيول ، غازيان بېرته خپلو پړاوونو ته ستانه شول. تر نيمي شپې ټپيان او شهيدان خيمو ته وړل کېدل ، ټپيانو ته خيمې ځانته سوې ، هلته يې په زخمونو پټې تړل کيدي او شهيدان يې دخيمو دننه کتار ، کتار څملول. په زخميانو کې هم هغه ځوان هم و، هغه په سينه ژور زخمونه خوړلي وو او له سينې او چپي اوږې يې وېني څڅېدې. ډاکټر غوښتل په زخمونو يې پټۍ وتړي خو ده يې لاس ونيو ،وې ويل :نه ، نور دې ته ضرورت نشته .داجل قاصد راته په څو قدمۍ کې انتظار کوي. له دې سره يې ګانګې کړي ، تر خوله يې خټه وېنه تويه شوه ،بيايې وويل : ډاکټر صاحب!زما تر شهادت وروسته زما په وېنو سرې جامې قدوس ته ورکړه ، ورته ووايه ترڅو يې زموږ کور ته ورسوي او زما دبچي لپاره زما يادګار وي. ډاکټر خوله خبرو ته جوړوله چې دځوان مغزى يوې خواته کوږ شواو روح يې حقيقي مالک ته وسپاره. ډاکټر يې سترګې ورپټي کړي او "انالله وانا اليه راجعون" يې ووايه.

په شنه ځنګل کې يوه سپور آس ځغلاوو ، له آس او سپور څخه خولې بهېدې ، داسي معلوميده لکه له ډېره ځايه چې په يوه ساه راغلي وي، دځنګله په منځ کې چينې ته آس ودريد ، خوله يې په اوبو کېښوده، سپور هم له آس څخه کوز شو ، په چېنه يې اودس وکړ او په لمانځه ودرېد. له لمانځه وروسته يې تر ډيره لاس په دعا اوچت نيولى و، او اوښکې يې بهولې.دلمر وړانګې دشنو ونو له منځه په اوبو ولګېدې او په اوبو کې دشنه آسمان انځور ښکارېده.سپور ولاړ شو او په آس يې پښه واړوله ، آس چارګام په منډه شو. دځنګله په سر کې دخټين کور په انګړ کې ښځه ناسته وه ، هغې چې دآس غږ واوريد ، په بېړه ولاړه شوه او ددروازې لور ته ولاړه ، دهغې زړه درزېده او شېبه په شېبه يې ناکراري زياتېده. آس سپور دونو له منځه راښکاره شو ، دهغې سترګې ډکې شوې ، داهغه نه و ، لاس يې په دروازه پوري ونيو. ځوان چې دروازې ته راورسيد، له آس څخه کښته شو ، په ټيټ غږ يې وويل :"ډېر افسوس کوم چې تاسو ته مي کوم ښه خبر رانه وړلاى شواى." ښځې غوښتل په چېغو ، چېغو وژاړي خو له ځوان سره کړي وعده ور په زړه شوه ، شونډې يې په غاښونو کې ونيولې او په ديوال پوري يې ځان تکيه کړ، ځوان يوه غوټه ورته ونيوله وې ويل: "دا هغه جامي دي چې دشهادت په وخت کي يې په تن کړې وې ،هغه راته وويل تر څو يې تاته در ورسوم ." له دې سره يې په آس پښه واړوله او بيرته دځنګله په ونو کې له سترګو پناه شو.ښځي جامي ورسره واخستي په سترګو پوري يې وموښلي او کورته ننوته.

ښځې له درده زګېروى کاوو، په تندي يې خولې را ماتي وې، دکوټې يوه سر او بل سرته يې منډي وهلې، يوه او بل ديوال ته به يې ډډه ووهله ، له درده يې سترګي پټې شوې.په دې درد کې يې هم ځوان له ياده ونه ووت ، دهغه تت انځور يې سترګو ته نڅېده ، سترګو يې بيا داوښکو چېنې وکړې او پر ځمکه کېناسته: "پر زرين تخت يو نوراني ځوان ناست وې او په وېنو سرې جامې يې په تن وې، هغه له کړکۍ څخه راشي او دې ته نژدې ودريږي ، دې هغه وپېژاند ، داهمغه ځوان و، غوښتل يې ورمنډه کړې او له هغه سره غاړه غړۍ شي. هغه وويل : ګرانې !ژاړه مه! زه نه مرم ، زه تل ژوندى يم ،خو ته مي نه وېني. چې نن لاړ شم ،سبا بيا راځم ، کله په يوه کله په بل شکل. زه به ترهغو ژوندى يم تر څو دانړۍ وې." له دې سره دنوي زېږيدلي ماشوم چېغو خټين کور په سر واخست

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki