FANDOM


ډ ېر پخوا پخوا مو په کلي کې توره غوا درلوده ، خو اوس چې په ښار کې اوسيږو او هغه هم د کابل په ښار کې ، په چّهلستون کې اوسيږو نو مور مې دا ځل توره چرګه ساتلی ده . زمونږ به اسې بدقسمتي وي چې تور څاروی او يا تور الوتونکي مو په نصيب کيږي . ښه دی چې توره پيشو مو نه ده سا تلې که نه نو دا هر څه بدبختئ چې را پيښيدلې ، خلکو به داسې ا نګیرلی او ويلی به يې چې دا هر څه د تورې پيشو له کبله ورپيښيږي . چرګه مو ښه مړه ، پټه سا تله . هروخت به مې ورله مور ډوډۍ په شکروټې کې ميده کولې او پوټي کولې او په سر به يې ورله کاسه يا قاب ايښودوچې پستې پاتې شي . چې کله به يې خواته را نژدې شوه نو پوټي شوی ډوډۍ به يې وروشندله .
رښتيا چې مړه خو پوره مړه وه او پټه ځکه وه چې مور مې ورله د خټو کوډګۍ جوړه کړی وه اود يخنۍ نه په امان وه .
څه به دې سر خوږوم نو که لنډه يې درته ووايم : زمونږ دا توره چرګه به مې مور داسی ساتله ، هغه د چا خبره لکه خوږ ګوته .
د چرکې دې هم کور ودان وی ، او که داسې ووايو چې په چرګه دې هم اپرين ( افرين ) وی . اوړی ، ژمی د هګيو اچولو نه ، نه ودريده . بس هګئ وې چې خوړې به مو او خوړې به مو .
کله کله به ما هم په خپل وار ورته د چهلستون د پټو نه ريشکه را شوکوله او ورته اچوله به مې . چا راته ويلی وو چې چرګوله ريشکه ډېره ښه ده . رشکه چې وخوري ډېرې هګئ اچوي او هيڅکله له هګيو اچولو نه ، نه ودريږي .
مونږ او زمونږ توره چرګه هغه وخت له ډېرې لويې ستونزې سره مخامخ شوو چې زمونږ خپلوان له خپله کوره را و شړلو . مونږ ددې خپلوان په کور کې د دوه درې کالو راهيسی اوسيدلو . په لومړی سر کې چې هغوی د دوی کور ته د ورتګ د پاره و هڅولو نو راته وې ويل چې :
بس يو څو زره افغانئ چې راکړئ چې زمونږ د حويلۍ په يوه کونج کې درته يوه کوټه واچوو، نور خپل خپلوان يو ، بس د خوشالۍ ژوند به کوو .
خدای ( ج ) پوهيږی چې ولی دوی زمونږ پيسو ته اړ شول ؟ ځکه چې هغوی خو ډېرې پيسې لرلې او د کور مشر خو لا هماغسی په يو داسی ځای کې مقرر ؤ چې ډېرې پيسې لاس ته ورتلې . يا به دا خبره وه چې خلکو ته ځان داسی وښيي چې ګوندې پيسې نه لری نو ځکه يې د کور يوه برخه ګرو کړی ده او يا به دا لامل ؤ چې په دې وختونو کې به يې په (( دام )) مرغئ نه کيناستلې .
مونږ هم چې څه زوګه بوګه مو را ټوله کړی وه ټوله مو هغه خپلوان ته ورکړه . ټول ټال به دولس ديارلس زره افغانئ وې . په هغه وخت کې په دومره پيسو يوه کوټه جوړيدای شوه . ښايسته ښه لويه کوټه يې راته جوړه کړه ، خو چې کله تياره شوه او ميرمنې يې وليده نو په سترګو يې ورته شپه شوه او همدا غټه کوټه چې زمونږ په پيسو او زمونږ په نوم جوړه شوی وه هغې د ځان د پاره ونيوله او مونږ ته يې د خپلو زړو کوټو په منځ کې يوه وړه غوندې کوټه ګۍ راکړه ، خو بيا هم شپې ورځې هلته بدې نه وې او خپله ګوزاره مو کوله . چرګه مو هم خوشاله وه او د هغوی د چرګانو سره به ازاده او ايله ګرځیده . کله کله چې به د کور خاوندکوم ځای نوی سيمټ کړی ؤ او د چرګې د پښو منډونه ( پلونه ) به پې وليدل شول نو هغه به سمدلاسه زمونږ په چرګه دعوه کوله چې لوند سيمټی ځای را له ستا سو چرګې خراپ کړی دی . مور ته به مې تل ګوريدو او ډونګیدو او دا به يې لا هم ويل چې ستاسو دا توراڼه چرګه ډېره ډېره نازولی ده . مونږ به هم د چرګې د دغه رنګه کړنو او غلطيو په خاطر هر ځل بښنه ترې غوښته .
په دې وروستيو شپو ورځو کې چې له چرګې نه هم مونږ ته ډېر په قار وو نو زمونږ دولس ديارلس زره روپئ يې ميرمنی په دروازه کې راته تيری راګوزار کړی وې او ويلی وو چې : دا مو څو روپاټی ! نور مو خوښه چې اوسيږئ او که بل ځای کې ځانله ځای ګورئ ! توبه توبه ډېر زړه لړزوونکی غږ ؤ. څو څووا رې مومخکې هم د ا سې غږ اورید لا ی و .
کرۍ شپه مونږ مور او زوی دواړو په سودا او چرتونو تيره کړه . سهار وختی د ګاونډی کورته ورغلم . د هغه د کور نه په دې ورځو کې کرايي کډه وتلی وه او د کور دغه برخه يې خالي شوی وه . هغه مو په کرايه ونيوله او ډ ېر زر په هماغه ورځ مو کالي ور وچلول . د کور خاوند چې زمونږه چرګه وليد له نو سمد لاسه يې را باندې غږ وکړ او د ا بنديز يې را باندې ولګاوه چې :
چرګه به ګوره بنده سا تئ ! ځکه چې کور مو نا ولی کوی .
زمونږ هم خوښيده چې کور مو پاک وی ، خو دې ته چروت وړی وم چې دا د دوی پنځوس شپيته چرګان چې اوس يې په کور کې د شولو غوبل جوړ کړی دی ، دا به کور نه نا ولی کوي ؟
ورځ تيره شوه ، مازيګر شو ، ماښام شو . چرګان ورو ورو په کټ کټ خپل ټاکلی ځای ته چې د کوټې په ډول جوړ ؤ ورننوتل او دکور د خاوند دويمې ښځې ور پسې دروازه پورې او بند يې کړل . ما چې ورته له ورايه کتل د هغوی په بندولو خوشاله شوم چې چرګان خوښه دی په موقتی ډول ايله وو او دادی بيرته بند شول .
سبا سهار وختی هماغی دويمې ښځې د چرګانو د کوټې دروازه بيرته کړه او د چرګانو پړق پړوق جوړ شو .
ټول راووتل او په کور کې خواره واره شول .
د کور خاوند درې ميرمنې درلودې چې مشره يې په يوه دولتی دوتر ( دفتر ) کې ماموره وه . هر سهار به خپلې وظيفې ته تله او مازيګر به ستړی ستومانه کور ته راتله . هغې بس همدومره کار سرته رسولی شو . دويمه به ټوله ورځ د کور په کارونو کې بوخته وه او دريمه يا نوی ميرمن به يې شپه او ورځ د دويم پوړ په بنګلې ( پيټک ) کې غوريده . « په پيښور کې پيټک اوجرې ته وايی او بنګله ښکلی خونې ته وايی . خو زمونږ په ځای کې ، پيټک ، بنګله ، شينګرۍ او سراچه څلور واړه يوی اوچتې کوټې ته وايی چې ښکلی او اواګيره جوړه شوی وي »
دريمې ښځې به د شپې خوب د ورځې پوره کاوه او کله ....کله به بهر راووتله که نه ، نوره به هماغلته د ننه په تخت ناسته وه او توده سړه به ټوله د کټ سر ته ورتله . د يوه متبره (معتبره) سړی دريمه يا نوی ښځه بايد چې همداسی وی.
سهار سهار چې به د هغوی چرګان را ايله شول ، مور به مې هم ورو غوندې د هغی کوډګۍ د خولې نه تخته لری کړه چې د شپې به يې په کې زمونږ چرګه بنده کړی وه . د چرګانو دغه وړه کوډګۍ تياره هغو خلکو جوړه کړی وه چې مخکی د کور په دې برخه کې په کرايه اوسيدل . زمونږ د هغه بل کور د مخکينۍ کوډګۍ سره يې توپير داؤ چې دې کوډګۍ ته لمر نه مخامخ کيدو او هم يې مخې ته داسې ځای نه و چې په جالۍ بند وی او چرګه په کې دهغې مخې ته وګرځي راوګرځي . يانی يا بايد د ننه په تورتم کې وي او يا ايله وګرځي .
مور مې فکر کاوه چې ښايی دا چرګان به دوی څو ورځی همداسې ايله پريږدي ، نو ددې چرګه به هم ورسره ګرځي او چې کله د کور خاوند خپل چرګان بند کړل بيا به يې يا د کوډګۍ خولې ته جالۍ وګرځوي او يا به يې پښه په پړي وتړي .
په دې کې ډېرې ورځې تيری شوې . زمونږ چرګه به هم د نورو چرګانو په منځ کې ګرځیده راګرځیده او چې ماښام به شو نو د خپلی کوډګۍ مخی ته به ولاړه وه . چې مور به مې څنګه وليده نو ور ننويستله به يې او تخته به يې ورپسی ودروله .
خدای پوهيږی چې د کور د خاوند د دويمې ميرمنې زمونږ چرګې ته پام نه و او که ځان يې زمونږ په خاطر غلی نيولی ؤ ، ځکه چې هغی موږ ته تر دې ورځې پورې څه نه وو ويلی چې چرګه مو مه را ايله کوئ .
د کور خاوند به هم سهار وختی له کوره وتو او ماښام خړه کې به راتلو . په دې ورځ خدای پوهيږې چې په کور کې يې څه کار ؤ چې د ورځې له خوا کورته راغی . کورته د راننوتو سره سم يې زمونږ په چرګه سترګې ولګید ې . په لوړ آواز يې چغې چغلبې جوړی کړې . د جمعې مبارکې ورځ وه . زيات سړی په کورونو کې وو . ټولو ګاونډ يا نو شور ماشور واوريدو . مونږ هم حيران شو چې څه پيښه ده . له کوټی چې راووتو پوه شولو چې خبره زمونږ په چرګه کې ده ، زمونږ په خدای خواره کړی توره چرګه کې ده . د کور خاوند راته په قار قار کتل او په ستغه سپوره لهجه ( ګړدود ) يې وويل چې ولې مو دا چرګه ايله کړی ده ؟ ولی زمونږ د چرګانو په منځ کې ګرځی را ګرځی ؟
مور مې ورته وويل : خودا دی ستاسو هم پنځوس شپيته چرګان ايله ګرځی . موږ په دې فکر يو چې ستاسو چرګان هر کله د ورځې له خوا بند شول نو مونږ به هم خپله چرګه بندوو. هغه په داسې حال کې چې له خولې يې سپين سپین ځګونه شندل کيدل وويل :
نه داسی نه ده . زمونږ خو خپل کور دی . چرګان مو ټول عمر ايله او آزاد ګرځی ، خو ستاسو چرګې ته د ايله ګرځیدو اجازه نه شته . بس له همدې ګړۍ نه زمونږ په توره چرګه ، زمونږ په خدای خواره کړی توره چرګه د « ګرځ بند یز او کوټه قلفۍ قيد وخوت » .
« پا ی »

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki