FANDOM


دادجنت کوټ ناول دی، دترخواو رښتونو پېښو انځورګري کوي ، هغه پېښې چې زمونږ سیمه ورسره لاس اوګړیوان ده، دا ناول دهغو اورونو بیانونکی دی چې دهرپښتون په کور اوپه سیمه کې دهراوسیدونکي په کور بل شوی ، داکتاب زماددوکلونو دسترګودلیدلو بیانوونکی دی. هغه مهال ما په پېښورښارکې دیوې نړیوالې راډیو سره کار کولو او هره ورځ ددغو دردونکو صحنو عکاسي مې کوله او ونړیوالوته مې درپوټونوله لارې خپل غږ رساوه. دې ناول کې ټول کردارونه فرضي دي ، په دې هیله چې دناول ترپایه راسره اوسئ، که څه هم کیسه یې دردونکې ده، دلته هم زرغوټۍ چې دیوه وسله وال قوماندان خورده، له دلاورسره مینه کوي ، دلته هم دچړو اوتورو په جنګ کې مینه شته، خولوی پیغام دناول دادی چې ښځه کولی شي دستونزو دهواریدو اودښه ژوند کولو لاره راوباسي . هیله منه یم چې دجنت کوټ سره هم دومره مینه وکړئ کومه چې تاسو دبنګړیوالې سره
وکړه: مننه

خپلې خبرېسمول

قدرمنه لوستونیکه ! دادی جنت کوټ زما له ګوتوڅخه وتلی اوستاترګوتورسیدلی دی ، دجنت کوټ دلیکولومینه له تیرو دووکلونوراپه دې خوازما په زړه کې وه، له هغه وخته چې ماپه پېښورکې دازادۍ راډیولپاره له سیمې نه خبرونه اورپوټونه جوړول ، دپېښور یادونه اودجګړې ویرونکې شپې اوورځې ،هره ورځ یوځان مرګی برید ، اختطاف ، اوګڼ شمیرنورې خبرې چې دسیمې خبریالان يې له ځان سره بوخت ساتلي وو ، اوس هم زما په ذهن کې ژوندي دي ، په جنګي سیمه کې خبریالي هم ویرونکې ده اوهم خوندوره ، خیر خبره به بلې خواته نه وړمه ، د جنت کوټ کیسه د اوسنیو پېښوزیږنده ده، ولې چې هره ورځ به دیوې پېښې څخه وروسته له سیمې نه وسلوالوزما اویاهم زما د ژوند د ملګري ،نجیب عامر په شمېره باندې زنګ وواهه اودپېښې مسولیت به یې په غاړه واخیسته ، کله به چې زه ورسره په ټیليفون برابره شومه نودخپلو معلوماتولپاره به مې خبرې ورسره اوږدې کړې ، ترڅودجنت کوټ په لیکلوکې له ستونزو سره مخامخ نه شم ، خوتل به دمقابل له لوري له ښه برخوردسره مخامخ کیدمه ، ماسره به هغوی په پسته ژبه غږیدل . دهغو له خبرونه ښکاریده چې وسلوال هم دښځوپه مقابل کې له نرمۍ نه کاراخلي ، زما دجنت کوټ داپیغام دی چې ښځې دیوې ټولنې په جوړولوکې لوی لاس لري ، که هغه ښځه په غره کې اوسیږي اویاهم په اواره کې ، دادټولوپښتنوخویندواومیندو دنده ده چې ددې جنګ د تورښامارپه وژلو کې خپله ونډه واخلي . ماخپل جنت کوټ دهغوخویندواومیندو په نوم ډالی کړی چا چې په ځان مرګوبریدونوکې دخپلو زړونو ټوکړې له لاسه ورکړي. زمادجنت کوټ لوی پیغام اولس اونړیوالوته دادی چې په دې توراوبې نومه جګړې کې ترهرچا زیات ښځې متاثره شوي اوکیږي ، دچا زوی چې ځان الوزوي ، هغه هم یوه مور ده، اودچاچې زوی د ځان مرګي برید ښکار ګرځي، هغه هم یوه مورده، دلته دواړه میندې له یوډول دردنه تیریږي ، په دې هیله خپلوخبرې پای ته رسومه چې هیڅ یوه موردې دخپل زوی درداومرګ نورونه ویني .

لومړی څپرکیسمول

زرغوټۍ ټوله شپه خوب نه وکړی ، دجومات ملا، لااذان نه وکړی چې هغه له خوب ځایه پاڅیده اوسیده داورکوټې ته لاړه ، له خټین کندونه یې اوړه په یوه اوسپنیز لوښي کې راتوی کړل . بیا یې له تناره نه دتودو اوبومنګی راوویست ، په یوه لوښي کې یې اوبه ورځینې راواخیستې او، وړه یې لامده کړل .
وروسته یې منګی په اوږه کړ اودکوټې دننه حمام ته یې ویووړ، چې پلار اووروڼه يې دسهار دلمانځه لپاره پرې اودسونه وکړي . هغه بیرته داورکوټې ته راغله ، له بل منګي نه يې دځان لپاره یخې اوبه په یوه پلاستیکي بدنۍ کې راتوی کړې او کلا کې دکوټوشا ته لاړه. هلته یې اودس وکړ ، ساړه یې وشو، موسم دومره سوړ شوی نه و، داوړي وروستۍ شپې او ورځې وې خوداسیمه د نورو قبایلی سیمو په پرتله سړه وه، اوله بلې خوا د افغانستان سره هم په نږدې واټن کې وه .
زرغوټۍ دتناره په سر کښېناسته ترڅوتوده شي . هغې اوس دملا اذان ته انتظارویست . هغې ته براته ورپه زړه شوه. هغې ټوله شپه دبراتې په سوچونوکې سبا کړې وه، بیا دوزیر ګل جګه ځواني کوت کوت پيکی ، شنې بخوندې سترګې،ا رته سینه، لوړه پوزه، سوراوسپین مخ، وچ نری ډنګر وجود چې اوس دهغه اثارهم نه وپاتې په خیال کې ورغلل.
براته دهغې سترګوته ودریده چې تیر ماښام يې څرنګه ژړل اوخواښې یې مرجانې څنګه منډه ورواخیسته، دهغې په خوله یې لاس ورکښېښود او ورته یې وویل :
- مه ژاړه! تربوربه خوښ شي ، پریږده چې دتربور زوی مړ شي ،بس دو مره مې شرموه .
براتې خپل یوکلن زوی ګل مرجان په غیږه کې ټینګ ونیوه ،پرمخ يې خپل څادر راکښته کړ او په مړو ،مړو سترګوو ژړیدله. دکلي ښځې ورټولې شوې وې ،خومرجانې ببو قران کړی و چې یوه اوښکه به هم نه تویوي.هغې ټولو ښځوته شربت راوړ اوخپلې لیور زې ته یې وویل چې حجرې ته تورې چای ورولیږي. دبراتې خسر خان ګل په حجره کې له کلیوالو او طالبانو سره ناست و .
زرغوټۍ دملا له اذان سره له دې چرتونو رابیداره شوې وه. دهغې سترګې هم له اوښکو ډکې وې ، ځکه چې براته دهغې دوړکتوب ملګرې وه . هغې په وړکتوب کې له براتې سره ډیرې چیندرو کړې وه ، تل به یې هغې ته په ( میرګاټو ) کې ماته ورکوله ، اوپه وړو،وړو لاسونوبه يې ورته په مخ څپیړې ورکولې ، خو نن ژوند براتې ته داسې څپيړه په مخ ورکړې وه چې درد به یې هغې ټول عمر لپاره زغملو .
زرغوټۍ دسهار په لمانځه ودریده ، سلام يې وګرځاوه ،هغې لا دعا نه وه خلاصه کړې چې موريې ( ګاڼه ) داور کوټې ته دننه شوه ، هغې داودس لپاره مورته هم اوبه برابرې کړې ، موراو لور دواړه په یوبل باندې پوهیدلې چې دبراتې لپاره خپه دي.
زرغوټۍ سباناری دخپل وړوکي ورورخان مسعود په لاس حجرې ته ورولیږه ،نن هم دتل پشان په حجره کې دڅوبهرنیو مېلمنو په ګډون دکلي څوځوانان هم ناست ول .
دزرغوټۍ پلار ګل دین هم دڅونورو قبایلي مشرانوپشان ښه د ( دبد بې ) ژوند درلوده ، په کورکې ښه ډېره وسله یې درلوده . له کومې ورځې نه چې مشری زوی یې عظیم الله دطالبانو مشري په غاړه اخیستې وه، نودپیسو باران یې په کور وریده . دیوه کال نه راپه دې خوا ګل دین سره له درې واړو زامنو عظیم الله ، رحیم الله اوګل مسعود دپاکستان له پوځ سره وخت ناوخته ښې ډغرې وهلې وې . دشپيتو کالو به و خوپه جوسه باندې دڅلویښتوپه شاوخوا ښکاریده، تل به یې دمسعودو ( زیړ ) رنګې لونګۍ په سر تړله ، پلنه برداره سینه یې درلوده ، غټې ،غټې سترګې یې وې خودومره ښکلې اوزړه راښکونکې نه وې . خپله سپینه ږیره به يې په نکريزو سره کوله ، له خویه ډیر زشت اوغوصه ناکه سړی و ، خو دجرګو اومرکو سړی ګڼل کیدو ، چې کومې جرګې ته به لاړ نوماته به یې نه خوړه ، هغه په مسعودو کې په جرګه مار مشر یادیده .
دڅلوروزامنوترڅنګ ، زرغوټۍ دهغه یوازینۍ لوروه چې ترزامنو ورته ډيره ګرانه وه. زرغوټۍ داولسوکالووه، ترځانه يې درې مشران او یو کشر ورور درلوده ،چې کشری وروريې خان مسعود نومیده . زرغوټۍ جګه نرۍ لکه لښته نازکه اوښکلې ځواني درلوده ، ډیره ښکلا یې له موره اخیستې وه، غونډه ښکلې پوزه، سوراوسپین مخ، شنې بخنې سترګې، خوډېرې شوخې ، ښاسیته داناروپشان سرې شونډې چې بره شونډه یې نازکه اولاندینۍ شونډه یې لږه ډډه وه .ترشونډولاندې په زنه باندې یې دسینګار په ډول یو شین خال هم ویلی و. څومره چې ښکلې وه هومره زړوره هم وه ، کله به چې امریکايې بې پيلوټه جازونو په قبایلو بمبارۍ کولې نوکه دادکورپه کارونوبه بوخته هم وه ترڅوبه یې چې هغه نه و خلاص کړي ، سمڅې ته به نه کوزیده.
له هغې ورځې نه چې دکمانډر عظیم الله ښځه شینکۍ کراچۍ ته په مېلمستیا دپلار کره تللې وه نو هره ورځ به یې په یوازې ځان له لسونیولې تر شلو طالب جنګیالو ته ډوډۍ تیاروله . دکلي ټولو ښځوله پوځیانونه کرکه کوله، خودادهغو په رنګې نه وه ، دهغې به پرې زړه سوزیده ، هغې ته هغه ورځ اوس هم ورپه زړه وه چې کله يې په کورکې بمبه خرابه وه اودې ددلاوردوی له کوره اوبه راوړې، نو په لاره کې دکمره سره خواته یې هغه ژوبل پوځي ته اوبه ورکړې چې له ډزونه راتښتېدلی و، اودې ورته لنډه اوسمه لارهم وروښوله ، خوهغې داخبره پرته له براتې نه بل هیڅ چا ته هم نه وه کړې .
زرغوټۍ له مورسره دتناره خواته داور په کوټه کې ناسته وه، دواړو سباناری کړی و ، زرغوټۍ دچایوګیلاسونه واخیستل، هغه يې په یوستل کې کېښودل چې له نورولوښوسره یې یوځای پری مینځي .
زرغوټۍ دمورخواته ورتاوه شوه چې خان مسعود دحجرې نه دچایو پتنوس راوړو، هغه یې دمورمخې ته په غولي باندې کېښوداوپخپله په دوو پښوباندې خپلې مورته مخامخ کېناست ، زرغوټۍ ته يې وویل :
- براته، دپلارکره لیږي .
- چا وویل ؟
- ابا .........
- ښه ښه !
زرغوټۍ مورته مخ دواره وویل :
- ادې ! ز ه به یوځلې ویرشم وبه یې کسم .
- ولې به ځې؟ پلاربه دې غوسه شي وبه دې ډبوي .

دويم څپرکیسمول

زرغوټۍ دخسو په پلمه دکوربام ته ورجګه شوه ، دبراتې دخسر کور لږڅه وړاندې دژۍ په سرکې و ، زرغوټۍ دبام په سر کراره ناسته وه اودبراتې دکلا په دروازه باندې یې ستر ګې ښخې کړې وې ، ښه شېبه واوښته، وروسته يې سترګې په دوو سړیو ولګیدې چې دلاندې کلي له خوا دهغوی دکور په لوري را روان وو. دواړو سړیو یوازې څادرونه په اوږو اچولي و خوماشین ګڼې ورسره نه وې . هغوی نږدې نه ول اونه معلومیدل چې کلیوال دي اوکه دبراتې له پلارګنۍ نه څوک دي.؟ زرغوټۍ دسړیو په تماشه وه چې له لاندې نه یې مور ورنارې کړې . - میراته شي، راکوزه شه که دې عظیم الله وکسي نوښه به نه وي . هغې څه وچ بوټي په پلو کې راواخیستل اوراکوزه شوه. دتناره غاړې ته لاړه .بوټې يې په تناره کې واچول او دمورکوټې ته ورغله. هغې ورته وویل چې لاړه شي، حجره تشه ده مېلمانه تللي، راجارودې یې کړي. زرغوټۍ دحجرې په ځای دکلا ددروازې په لوري منډه کړه ، هغه يې بنده کړه اوبیرته بام ته وخته . له ختوسره سم يې ولیدل چې هماغه دوه سړي دبراتې دکورنه راووتل او ورپسې براته هم له خپل زوی سره دکلا له دروازې رابهر شوه . براتې هماغه پرونی خیرن ارغواني رنګی دبخمل کمیس اوس هم په ځان کړی و . سړي دمخه اوبراته سره له زويه ورپسې روانه وه . دبراتې دپلارکور اوس په مکین کې نه و ، دهغې پلارپس له هغه نه چې امریکايي جاسوسو جازونودهغه په حجره باندې میزایلې وتوغولې اوپه هغه بم بارۍ کې دبراتې دوه ځلمیان وروڼه اوڅلور عرب جنګیالي ووژل شول ، سرې روغې ته دخسرکره کډه وکړه . زرغوټۍ په براتې پسې ترهغو پورې کتل ترڅوچې هغه د ژۍ نه واوښته اودسرې روغې لارې ته برابره شوه . زرغوټۍ په بام ناسته وه، ځان سره يې ژړل، دبراتې خبرې ورپه زړه کیدې چې څوورځې مخکې دوی کره راغلې وه، هغې په هغه ورځ ګاڼې ته څومره زارۍ وکړي چې عظیم الله دې وزیرګل له ځان مرګي برید نه را منعې کړي . براتې زرغوټۍ ته ویلي وو چې موراوپلاريې هم ورسره ژبه یوه کړې چې ځان دې دخدای درضا لپاره والوزوي ، ((پيتر ))چې په ((پیر )) باندې مشهورو و خان ګل ته یې ویلي وو ، که يې زوی ځان والوزوي نوده اومورته به يې دابراهیم خلیل الله اوهاجرې هومره درجه ورپه برخه شي . خودزرغوټۍ مور په هغه ورځ براتې ته ویلي وو : - اوس اوبه له ورخه اوښتي دي ، که کمانډريې رامنع هم کړي نو،نورطالبان به یې دامریکا دجاسوس په نوم ورباندې سر غوڅ کړي . ددې خبرې په اوریدو براتې ټکان وخوړ، زرغوټۍ ته وریادشول چې یوه ورځ وزیر ګل براتې ته دیوه دوه ویشت کلن سړي کیسه کړې وه چې دطالبانو دشورا نه پس ( غونډي طالب ) څرنګه سر ورباندې پرې کړ . په هغه ورځ وزیر ګل دومره ویریدلی و، چې دوه ورځې یې توده تبه تېره کړه . زرغوټۍ پوهیده چې نن براته دهغه دورور عظیم الله دلاسه کونډه شوه . هغه له بام نه راکوزه شوه، برې کوټې ته لاړه ، له یخنۍ نه لکه پاڼه رپيدله ، توده تبه پرې راغله . موریې ورله د درد ګولۍ ورکړې، په هغې باندې يې کمپله واچوله اوخپله دنغري خواته لاړه، چې دغرمې لپاره ترکاري پخه کړي ،ولې چې عظیم الله سهار ورته ویلي وو چې نن غرمه به ورسره څوتنه عرب حجرې ته راځي. ګاڼه له کټوي پخولو وروسته دزرغوټۍ خواته ورغله، دهغې په تندي يې لاس کښېښود، ویې لیدل چې هماغسې توده ده ، بیرته داورکوټې ته راغله ، په تنورکې یې اوربل کړ، ترڅوډوډۍ پخه کړي. درې تنوره ډوډۍ يې پخه کړې وه اودوه تنوره لا پاتې وه چې امریکايي بې پیلوټه طیارې په کلا باندې تاو راتاوشوې . طیارو دوه دورې وکړې ، ګاڼې دتنورسربندکړ، هغې اوکلیوالوته معلومه وه چې داطیارې دوه ، درې څرخه وهي، بیا وروسته بمونه غورځوي . ګاڼې ورمنډه کړه، زرغوټۍ یې سمڅې ته کښته کړه ، وروسته یې ډوډۍ او دترکارۍ کټوی هم له ځان سره سمڅې ته ویوړل . هغه په بالښت پسې دکوټې په لوري روانه وه چې دسمڅې په خوله کې عظیم الله په مخه ورغی ، او ورته یې وویل : - ادې دننه شه ( بنګنې ) راتاویې شوې،هسې نه چې په نښه مونه کړي، مېلمانه راسره دي . ګاڼه په منډه دزرغوټۍ څنګ ته ورغله اوعظیم الله سره له څلورومېلمنوسمڅې ته راننووت ، له عظیم الله سره دهغه باډي ګارډ دلاورهم دسړوپسې دننه راغی ، عظیم الله ورڅخه پوښتنه وکړه - نورژڼي څه شول ؟ - حجرې کې مې کېنول، ورته مې وویل لږوروسته به سره ګورو . دسمڅې منځ خونه دکمانډر په لاسي څراغ باندې لږ روښانه شوه، دمېلمنوپه زرغوټۍ او دهغې په مورباندې سترګې ولګېدې چې دواړه خواپه خوادسمڅې په برسرکې سره ناستې وې ، اوځانونه يې په خپلو څادرونوکې ښه تاوکړي وو ، مېلمانه هم له هغونه په لږه فاصله کې سره کېناستل . ددلاورپه غږ زرغوټۍ لږ څه رابیداره شوه ، هغې له مخ نه پلو لږ څه لرې کړ ترڅوددلاورننداره وکړي ، دلاورهم په داسې ځای کې کېناست چې زرغوټۍ ته مخامخ وي،ددلاورڅنګ ته بل کس ناست و چې زرغوټۍ تراوسه نه ولیدلی اوددوو نوروسړو خوزرغوټۍ اومورته يې شا وه . دغو دواړو سړو په بله ژبه خبرې کولې ، چې نه یوازې زرغوټۍ اوموريې پرې نه پوهیدل،بلکه دلاوراوکمانډرهم نه پوهیدل . دناستو سړیو په منځ کې غولي باندې یوکاغذپروت و ، داسې ښکاریده چې دکوم ځای نقشه وه اوهغوی پرې خبرې کولې ، ددلاورترڅنګ ناست سړي سره غوندې وړه وړه ږیره په مخ درلوده ، تکې شنې سترګې يې وې، نرۍ پوزه اوتکې سرې شونډې یې وې ، سپین رنګې جامې، خړواسکټ اوپه سر باندې يې پکول ايښی و. هغه هم څه وویل چې په ژبه يې زرغوټۍ اوموريې پوه نه شول، دهغو دریوو سړو چې زرغوټۍ ته يې شا وه،یو یې دوزیرو په ژبه غږیده اوددې دریواړوسړو خبرې یې کمانډرته ترجمه کولې. په دې وخت کې کمانډرله جیب نه څوقطعې تصویرونه راوویستل اوددلاورترڅنګ ناست سړي ته یې ورکړل ، زرغوټۍ اوموریې ځانونه په خپلوڅادرونوکې دومره پيچلي وو، تابه ویل چې په دوه لویومجسموباندې دې څادرونه غوړولي وي، ولې چې دوی دواړو دقبایلي رواجونوپه اساس دنامحرم سړي په مخ کې دغږوچتولوحق نه درلوده ، خونن هغوی له مجبورۍ نه دسمڅې یوه کونج کې ځانونه غلي کړي وو ، دګاڼې خوسم زړه چاودیدو ته رسیدلی و اوزرغوټۍ په یوه سترګه باندې دټیکري له یوې چولې نه ددې مجلس تماشه کوله ، دهغې لپاره جالبه وه دکمانډرلاسي څراغ یوازې ددې پينځوکسانو منځ غولی يي رڼا کړی و نوره په سمڅه کې توره تیاره خوره وه تابه ویل چې سم دم قبردی . ددلاورترڅنګ ناست سړي لاسي څراغ واخیست اوتصویرونه یې ښه له نظره تیرکړل څو،څو وا رې هریوه تصویر په دقت سره ولیده، وروسته يې دتصویرونوله منځ نه دوه تصویرونه رابیل کړل اوکمانډرته يې ورکړل ، عظیم الله تصویرونه واخیستل اودلاورته یې وویل چې عثمان اونقیب الله ته دې نن خبروکړي چې مرکزته ځانونه راورسوي، ولې چې (پیتر ) ورسره ګوري ، دعثمان دنوم په اوریدو دزرغوټۍ په ذهن کې دګاڼې دتره لمسی د( ګل بناتې ) ببو زوی راوګرځیدو چې له تېریوکال نه یې په مدرسه کې سبق لوستلو ، هغه دمور ایکي یوزوی و، پلاريې تیرکال دامریکايي جاسوسوطیارو په بمبارۍ کې وژل شوی و، څلورخویندې يې درلودې ، موریې دمیړه له مرګه وروسته په زوی ډیره ویریده، هغه يې په مدرسې کې داخل کړ چې له مرګونونه په امان شي ، دزرغوټۍ زړه اندېښمن شو چې په عثمان باندې دوی څه کوي ؟، هغې داپوښتنه له عظیم الله څخه نه شوه کولی، خوپه دلاور باندې زوروره وه، ښه شیبه تیره شوه ، چې دبمونودغورځیدو اوازونه په سمڅه کې واوریدل شول ، کمانډروویل : - خدای دې خیرکړي نژدې یې وغورځول . له لږځنډ وروسته هغه دلاورته وویل چې بهرووځي او وګوري چې میزایلې په کوم ځای لګیدلي دي . دلاورله ځایه پورته شو، له سمڅې نه ووت ، کمانډر له مخامخ کس نه وپوښتل چې دوی نه وپوښتي، پیسې به څه وخت رارسیږي دخرچې پیسې نورې خلاصې شوي .هغه لاځواب نه وترلاسه کړی چې دلاور ، وارخطاراغی او وې ویل : - عظیمه ! ( بنګنو )په حجرې میزایلې راویشتې دي شابه زرشئ ... ددې خبرې په اوریدو، کمانډرسره له مېلمنو په منډه له سمڅې نه ووت ، ګاڼه اوزرغوټۍ هم له سمڅې نه راووتل ، موراولوردواړه دسمڅې په خوله کې په ځای حیران پاتې شولې ولې چې حجره اوداباکوټه چې دواړه سره خواپه خواوې لاندې رالویدلې وې، لويه کنده ورځنې جوړه شوې وه ، کلا له سړیونه ډکه وه، شورماشورګډو، دکلا دروازه له بیخه الوتلې وه ، کلیوال سره له کمانډراوګل محسود لګیا ول دخاورولاندې نه یې مړي او زخمیان راویستل . دسړوله منځه یوکس راغی اوګاڼې ته یې وویل : - یوې خوا ته شئ، زرغوټۍ اوموريې دواړه داورکوټې ته ننوتې، چې هغه هم نیمه لاندې راغورځیدلې وه ، مازیګرقضاوچې کیلوالو دشپږوځوانانوترڅنګ درحیم الله جنازه هم په اوږودکلي دهدیرې په لوري وړله ، ګاڼې درحیم الله واسکټ چې په وینولړلی و، په خپلې سینې پورې ټینګ نیولی و، اوپه چیغو، چیغو ژړیده. دکلي لس دولس ښځې دموراولورخواته راغونډې شوې وې اوهغوی ته يې ډاډګیرنې ورکولې خوګاڼې دخپل ځلمي زوي وروستۍ خبرې په ستاینوکې یادولې .

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki