FANDOM


چې هغه به څنګه په کوڅه کې د « جوما ت خیرات را وړئ خد ا ی مو وبښه ! » غږ وکړ نو پلا ربه مې را ته د وا ره وویل چې : هله جما لیه بچیه ، د را ضي کا کا نه د ې یووا ر نصواررا وړه ! ما به زرد کوڅې د روا زې ته ورمنډ ې کړې او کا کا به هم لګیا ود د بلي نه به یې نصوا ر د خپلې بونډ ې ګوتې په نوک را کرول . جوما تي کا کا خوله مخکې نه په د ې پوهید وچې زه به اوس په نصوا رو پسې ورځم . هغه به هره ورځ د خپل د بلې نه یو یو وا ر نصوار را کول او ما به سمد ستي پلا رته رسول .
پلا رمې نصوا ري و، خو د ومره پوخ نصوا ري هم نه و چې د ځا ن سره د نصوا رو د بلی وګرځوي . هغه نه غوښتل چې هروخت په نصوارو با ند ې خپله شونډ ه وسوځوي . که د بلی ورسره په جب کې ډ ک وي نو بیا خوترې د سړي زړه نه صبریږي او په هرو څو میلټونو کې به یې تې زر زر را توګي .
راضي کا کا د یوبل قا م سړی و چې د سین دپورې غا ړې د یوکلي نه زمونږ کلي ته را کډ وا ل شوی ؤ . په د ې کلي کې یې نور خپلوا ن او قا میا ن نه وو، خو زمونږ د کورنۍ سره یې خپلوي وه . هغه ته زمونږ د پلا رد خپلوا نو لور نا سته وه . څلور زا من او پینځه نو ڼه خدای ورکړې وې . ټول غول په غول ( پله پسې ) یو په بل پسې زیږید لي ووچې مشره لوریې ا یله د یا رلس کلنه وه . په د ې کلي کې یې زمونږ په کند ي ( قا م ) پورې ځا ن تړلی و او ملک یې هم د ا زمونږ د کند ي ملک و .
دلته په د ې سیمه کې چې د لومړي ځل د پا ره د حکومت له خوا خلکوته تذ کرې ورکول کید ې نو د ه هم په خپله تذ کره کې زمونږ د کند ي نوم ولیکو . نن سبا پې په دې کلي کې ډ یره موده تیره شوی وه او هیچا د ا پیکرنه کا وه چې ګوندې هغه له بل ځا ی نه را غلی د ی . کا کا اوس د د ې کلي یو خواریکښ کلیوا ل و . د هرچا سره به یې لا س اړاوه. که د چا غوبل به واو یا به یې د کروند ې ځمکه شود یا ره کوله . که د چا به د نوې کلا خټې وې او یا به یې شا لیزا رې ته « سره » چلوله . که چا به د غره د لرګو د پا ره یو زیا ت شمیر خره له کلیوا لونه وغوښتل او په ا شر به یې څو تنه هم ورسره ولیږل نو د ی به په کې خا مخا یو ا شرګرند ی ؤ .
د کا رونوخا وند ا نو به هم کله کله ده ته څه نا څه ورکول . ځینو به یوه سترۍ د وه غنم ، ځینو به چا رک نیم وړه او ځینو ځینو به بیا لږې شا نته نغد ې پیسې هم ورکولې . بس په د ې منډ و را منډ و اویونیم وخت د بیې په مزد ورۍ یې خپله کورنۍ سا تله . ختا رسا به په ټل چپه کې هم لا ړو او تر جلا ل ا با ده به یې په چپکښۍ کې
د ومره پیسې ورسید ې چې د کورنۍ یوه نیم غړي ته جا مې او یا د کور نور ټکه ټوکه شیا ن وا خلي . که کله کله به پې کوم د ځمکې خا وند خدای مهربا نه کړ نو د هغه اوي پټي به یې په نیمکا ره ( د ریمه برخه ) د هقا نۍ وکرل او څه نا څه غله به یې په کند و کې پریوته . بس خپله ګوزا ره یې روا نه کړی وه . *****
د ورځونه یوه ورځ مې ورته پلا ر مشوره ورکړه چې را شه د ا د خپل کند ي جوما ت ونیسه !
د جوما ت نیول دا ما نا لري چې د ژمي به ورته د غره نه لرګي راوړې او نغری به یې ګرموې . د دغې جوما ت ټول کورونه هره ورځ د وه وخته ، غرمه او ما ښا م یوه یوه قتره ( کتره ) ډ وډ ۍ او یا سوکړک ورکوي . د ا سړی چې جوما ت ته لرګي راوړي او ټول ژ می یې ګرم سا تي زمونږ په کلي کې ورته
« جوما تي » او د سین نه پورې غا ړه کلیو کې ورته « لربه » وا یي .
زمونږ د کلي خلک چې هر څومره نیستمن او د پولۍ ټق ته کیني نو کوز ملک ته د مزد ورۍ د پا ره ځي ، خو د جوما تي یا لربه نوم یې په ځا ن نه پیرزو کیږي . ځکه هغوی ته شرم ښکا ري چې څنګه د یوه خپل کلیوا ل یا تربور دروا زې ته غږوکړي چې « جوما ت خیرات را وړئ خدای مو وبښه ! » ، خو راضي کا کا یوبې پروا او زړور سړی و. د ې خبرې پې کوم تا ثیر نه کاوه . زما د پلار سلا یې ومنله او دهمد ې خپل کند ي جوما ت یې ونیو . ټول ژ می یې بچي په ګیډ ه ښه ما ړه وو او پلا رته مې د وا کوله .
په کوڅه کې په تیره تیره د ژمي په موسم کې ډ یر نور خیراتیا ن د « خیرات راوړئ خدای مووبښه ! » چغې وهي ، خوهغوی ته څوک یوه قتره سوکړک ـ ډ وډ ۍ ورکوي او څوک یې نه ورکوي . لیکین د جوما تي قتره په هر کور یوه ضروري خبره او یوه منل شوې تړه ( قا نون ) ده .
را ضي کا کا هم ښه ټینګه ملا تړلې وه . د غره د بر سر نه به یې د وچو وچو څیړیو لرګو ښه کوټلی ګیډ ی ما زیګر لوړجوما ت ته ور ننویستو ، ډ یره په کراره به یې په ځمکه ډ ډه ووهله او ګیدی به یې له شا نه کوزکړ . په غرب یې ځکه نه غورځا وه چې هغه په دې عقید ه و ، که د جوما ت په ځمکه درانه څه ولویږي نوخوږیږي او بیا به ورته دا ځمکه ښیرې کوي . د ګید ې دورو ایښود لو بل لا مل د ا و چې د ده په پیکر که په جوما ت کې څوک د ما زیګر د ما نځه نه د مخکې وخت په نفلو ولا ړ وي نو نه به ټکني کیږي .
چې د لرګو ګیډ ی به یې را ورسا وه نو لومړی خوبه یې د جوما ت په نغري کې ترې زر زر اور بل کړاو بیا به یې د ژمي یخ سیند ته ور غر وا ل او اود س به یې تا زه کړ .
له جمې نه وروسته به یې یوه ښه غیږه نري نري لرګي د ملک کا کا اوجرې ته یوړل او د جوما ت ا ما م صا حب ته به یې په اونۍ ( هفته ) کې دغسې یوه غیږه ورغورځوله .
چی کله به یې د لرګو زیرمه ( ذ خیره) زیا ته شوه نو بیا به یې زمونږ کره هم ښه د سرښا خو یوه لویه غیږه را وړله .
*****
څوژمي یې پله پسې خپل جوما ت په ډ یره ښه توګه وچلا وه . هیڅکله ورته څوک په د ې ونه ګورید ل چې ولې د ې جوما ت ښه نه د ی ګرم کړی او یا د ې ولې شنه لر ګي بل کړي د ي ؟ که لرګي یې شنه وي نو د خلکو له سترګو نه بیا ، یو خو اوښې د ارې وهي اوبل ټول لمونځ کوونکي د ټوخي دلاسه د اسې تک شنه وي چې ډ وغا رویې جوما ت په سر ا خستی وي . هغه چې به د څیړۍ یوه لویه ګرګه هم په نغري کیښوده نو لوګی به یې نه کا وه . ځکه چې وچه به وه او ترسها ره به یې سکروټو سور رڼوځی کا وه . یره : که ریشتیا ووا یونو د را ضي کا کا د جوما ت ټول خلک ، ښه ترې را ضي وو . *****
د ژمي خو یې جوما ت ګرما وه او په بد ل کې یې « جوما ت خیرا ت » ټولا وه ، لیکین په اوړي کې به بیا بیکا ره و . او چې بیکاره و نود جومات خیرات ( یوې قترې سوکړک ) حق یې هم پا ی ته رسید و . په اوړي کې به يې بیا له مجبورۍ نورې نورې مزدوریا نې پسې لټولې . هرڅوکا له چې یې جوما تیتوب وکړ ، په د ې ټوله موده کې ترې د کند ي خلک دومره خوشاله ووچې د واګا نې به یې ورته کولې .
*****
د ورځونه یوه ورځ یې را له پلا رته وویل :
لا لا ! یوه خبره مې کو له ، خو نه پوهیږم چې سمه به وي که نه ؟
ــ وایه وایه په زړه تڼا کې مه پرید ه . هرڅه چې کوې په سلا او مسلا ت به ښه وي .
ــ وا یم لا لا دا د جوما ت خو ډ یر زبردسته کا رد ی . یو مې ثوا ب کیږي او بل مې بچي په سختو څلو کې په ګیډه د ومره ما ړه وي چې د شپې یې ان ارګي خسا وي ، خو خبره دا ده چې یوا ځې د ژمي کا رد ی . اوړی بیا وزګا ریو اوزمونږ هم غریبي ده ، څه وکړو بله چا ره مونه شته . د نیستۍ د ې رنګ ورک شي ، کله کله سړی مجبوریږي چې د ثوا ب کا رونه ترې پا تې شي . ما ویل که کم بل کا رته لا س واچوم چې ستا به څنګه خوښه وي ؟
پلا رمې چې ترې د بل کا رتپوس وکړ نو جوما تي کا کا ورته د ترکستا ن د تګ خبره وکړه . وې ویل :
لا لا هغه د کوز کلي سردارخا ن را ته وا یي چې را ځه زما سره ترکستا ن ته لاړ شه . وا یي هلته ښې ښې مزد وریا نې او د هقا نیا نې پید ا کیږي . خدای به دې مخې له سمه را ولي او د ښه ژوند خا وند به شې . دا یې هم یا ده کړه چې د د ې خوا نه به د لا رۍ د کرا نه خلا ص یې .
سردارخا ن ته حکومت په ترکستا ن کې نوې ځمکه ورکړې ده او د نا قلینو په ډ له کې هلته د ټولې کورنۍ اوبچو سره کډ ن روا ن د ی .
ــ وا یم ما ته که دغسې وړیا ځمکه خدای را کړې وی نوزه به هم د بچو سره هلته ډ یر په منډه تللی وا ی . وا یي :
« د خوارو برخه خوا ره وي » . دغسې شته یې زمونږ په برخه کې نه دي لیکلي . حکومت یې هم هرچا ته د ومره په ا سا نۍ او بې رشوته نه ورکوي . بله چا ره مې نه شته . بس خپل سر به د ډ ا ګې ډ ا ګې وهو او خدای به یا دووچې خپلو« زاړوبووارو» ( یوه پګړه بچو ) ته حلا له نفقه پید ا کړو .
پلا رمې ورسره هم د تګ مخا لفت ونه کړ . څو ورځې وروسته را ضي کا کا د سردارخا ن سره په یوه لا رۍ کې چې هغه د خپلې کډ ې او کالو د پاره ان تر ترکستا نه کرا کړې وه روا ن شو . هغه زمونږ د ټولې کورنۍ له خوا نه ښه په د وا سلا رسخت شو .
تنکی پسرلی و. له د ې سیمې نه به تل په همد ې سیزن (موسم) کې د نا قلینو کډ ې ترکستا ن ته تلې او زمونږ د ځا ی جینکوبه دا لوبه ډ یره ورپسې شا ته ویله :
نوی پسرلی د ی ، لا رئ چلیږي *** ترکستا ن له کډ ې ځینه ***
خا نه نوی پسرلی د ی ،لارئ چلیږي *** . . .
*****
راضي کا کا په ترکستا ن کې څو ورځې دسردا رخا ن سره یوځا ی تیرې کړې او هغه د یوه « با ی » (خا ن ) سره مزد ورکړ . د با ی کا رونه ټول د ځمکو کرل ، ریبل او د دهقا نۍ نور کا رونه وو . د کا کا سره د با ی په کروند ه کې نورو بزګر ا نو هم یو ځا ی زا ره چا ود ي کا رونه کول ، خو د کا رډ یر زور ځکه په همد ه با ند ې وچې هلته نوی ورغلی و . د ی خو په کا رونو کې را لوی شوی و او یوه کا رته یې هم سا ( سا ه ) نه خپه کید ه ، لیکین یوا ځې د بیلچې کا ربه ورله برزې شنې کولې او هغه د چا خبره د زړه کرسپې ( رګونه ) به یې ورله غوڅولې . دا کا ر یې کله نه وکړی . د ځمکې شود یا ره کول ، لوټې ما تول ، ما له کول ، کرل ، ریبل ، غوبل ، با د ول ،خره کول او د بوسو بوسا ړه تړل ، هرڅه ورته عا دي وو . وا له (ویا له) ایستل ورته ځکه ګرا ن وو چې یوخو په ترکستا ن کې وا له ترا ند ا زې زیا ته ژوره وي او له ډ یر لا ند ې نه به یې خټې پورته را غورځولې . بل به یې بیلچه ډ یره پلنه وه نو د ده ملا به یې ځکه کړوپه کړې وه . خو سړی څه وکړي ؟ وایي : « که ګور ګرا ن د ی د مړي نا کا م د ی » . بس د دې کا ل د وه فصلونه یې پوره هلته تیر کړل او د ژمي د موسم د پا ی ته رسید و په وخت کې بیرته خپل کلي ته راغی . چې هغه څنګه خپلې کوڅې ته را ورسید و نو مونږ کوشنیا ن (ما شوما ن) هم ډ یر خوشا له وو. کورته ورسره یوځا ی لاړو او ښا یسته ښه وخت په د ې تمه ووچې اوس به جب ته لاس کوي او اوس به لاس کوي . . . څه سنترې منترې ، پتا سې متا سې به را وبا سي او په مونږ به یې ویشي . ښه پوره سا ت چې تیر شو نو هغه څه چې زمونږ په زړه کې وو، کا کا ریشتیا جب ته لا س کړاو په یوه خیرن شا نته د وسما لګي کې تا وشوې غوټکۍ یې خپلې میرمنې ته ونیوله . هغې دغه غوټکۍ لومړې په خپله لمنه کې پټه کړه اوبیا پا څیده کوټې ته ننوته . چې بیرته را ووته نولا سونه یې خا لي وو . زمونږ هم تمه غوڅه شوه چې کا کا څه نه د ي را وړي . کید ا ی شي چې په هغه غوټه کې به یې د کا ل د مزد ورۍ پیسې وې او یا به بل څه وو .
ما ښا م زما پلا ر میلمه کړاو هغه ورته د ټول کا ل او ټولې دهقا نۍ کیسې وکړې . په ا خیر کې یې زما پلا رته وویل چې : لا لا بس د ا کا ر مې ښه د ی . ځکه که په ما هرڅه تیریږي ، خو خپلې خیلخا نې ( کورنۍ ) ته د کا ل نفقه په کې برا برولا ی شم .
ــ پلا رمې ترې تپوس وکړ چې اوس هلته څه موسم و ، ایا د کار وخت دې نه و چې د لته راغلې او بیا به بیرته کله ځې ؟
ــ د ه ورته په ځواب کې وویل چې : لا لا هلته ا وس با د ا م ګل شوي او د لته هم چې ما ولید ل با دام ګل دي . بس هلته او د لته دواړو ځا یونو کې یو شا ن موسم دی . زه به د خیره سره که د خدای رضا وي ، میا شت نیمه د لته یمه او چې د کا ر وخت شروکیږي بیرته به ځا ن ور رسوم .
را ضي کا کا ټیک په خپل وخت د با ی دهقا نۍ ته ځا ن ور ورسا وه .
کله . . . کله ، که به یو څوک له ترکستا نه دې خواته را پیښ شو نو دده د روغ رنځورا حوال به یې هم راوړ . له هغه سړي نه به مې پلا ر پوره پوره ما لوما ت وا خستل او بیا به یې ورله میرمنه اوبچي هم ترې خبرکړل .
خدای په خپلو کا رونو ښه پو هیږي . وا یي : « ته کوه یوڅه ، درپیښه به کړم بل څه ! » . د دې کا ل د مني وروستئ شپې ورځې به وې چې تور کا رغه یې ، هغه د چا خبره په د یوا ل « ټا ټا » وکړه او سرد ار خا ن پرته د مخکیني خبر نه ، د راضي کا کا د وصیت سره سم د هغه ځنا ځه راوړه . کا کا د ورپیښې نا روغۍ له کبله د خپلو بچو او میرمنې سره له لرې خدای پا ما ني کړې وه او د تل د پا ره یې سترګې پټې شوې وې .
*****
مړی یې زمونږ د کورنۍ او د کند ي د خلکو په مرسته په ښه قد راو عزت خا وروته وسپارل شو . ختمونه او خیراتونه یې هم ورپسې وکړل او په ډ یر د رنا وي یې وزرونه (فاتحې) سرته ورسید ل.
د راضي جوما تي مړی که په ښه برم او د رنا وي وپا لـل شو ، خو میرمن او بچي خوا ران یې په
« چولي بیا با ن » پا تې شول . هغوی لکه د پلا رپه شا ن دغره نه لرګي نه شول را وړای چې جوما ت یې نیولی وی اونه یې په کلي کې کومه بله مزدوري کولا ی شوه . بس لکه د نورو« خیرا تیا نو » په شا ن د خدای په جا ت ( د خدای د نا مې ) خیرات ته کینا ستل . دغه ډول خیراتیا نوته د کلي او کوڅې زیا ت کورونه
چند ا نې پــــــــا م هم نه کوي . کله یوه قتره سوکړک ورکړي اوکله نــــــــه . « پا ی »