FANDOM


حيا جانه چې د پلار د قبر نه راپاڅېده او خپل دواړه وروڼه يې له ګوتې ونيول نو د هغې په سترګو تياره راغله، مزکه پرې وګرځېده او دومره پوه شوه چې د وينې قی يې وکړو او بيا د خپلو وړو وروڼو د ورانو چغو يوه چپه يې تر غوږه شوه او چې دې بيا سترګې غړولې نو په کټ ورته خپل دواړه ماشومان وروڼه ناست وو. ددې تر سترګو د هغوی سترګې خوږې راغلې. هغې دواړه وروڼه زر په خپله سينه راوغورزول او هغه لا د هغوی په ښکلولو مړه شوې نه وه چې چا ترېنه هغه يو ورور راکښلو او دې چې ورته کتل نو هغه بل ورور ترېنه هم راکښلی شو، او دغه وخت هغې ته د يو اوږد کوټ ښځه مخې ته ودرېده دې په خپل ذهن زور واچولو، چې دا څوک ده؟

ولې هېڅ يې په ياد کې رانغلل. بيا يې رو غوندې يوه پښه او بيا بله پښه وخوزوله لکه چې دا وخت هغې ته دا خيال پيدا شوی و چې زه جوړ خوب وينم. په خوا کې ولاړه ښځه هم لکه چې پرې پوه شوه. هغې ددې لاس ونيو او ورته يې په خوږه ژبه وويل: ‘‘ خورې! فکر مه کوه، بچ به شې. شکر دی چې په وخت هسپتال ته راورسولی شوې ګنې نو د بچ کېدو امکان دې نه و. نن به دې اېکسرې ووېستی شي. ټول حال به معلوم شي. خو اوس دا بيماري ډېره خطرناکه ده. ته دې وروڼه په سينه مه اچوه. ځکه چې دې سره ستا پړپوس ته زور ورځي او زخمونه يې نور هم زياتېږي.‘‘ دغه خبرې نرسې په يومخ وکړې. بيا يې ترماميټر هغې ته په خوله کې کېښود، د تبې د معلومولو نه پس يې په چارټ څه ليکل کول او هغې ته يې د ډېر ارام مشوره ورکوله. د نرسې د تلو نه پس دې بيا خپل وروڼه څنګ ته نژدې کړه. ښکل يې کړه او ورته يې وويل چې زه هسپتال کې نه ايسارېږم. بس لږ وخت پس به کور ته ځو.

د حيا جانې د مور د مرګ نه پس نری رنځ شوی و، خو صحبت خان يې ډېر ښه علاج کولو. څه موده مخکې هم په هسپتال کې وه. هغه وخت لا پېرنګيان دلته وو، د حياجانې ټول علاج په هسپتال کې مفت کېدو. چې کلي ته لاړه نو هم علاج په هسپتال و، په مياشت کې به دوه کرت هسپتال ته راتله. که چېرته صحبت خان د بابړی په ګولو کې شهيد شوی نه وی او دغه درد ورته نه وی رسېدلی نو د حيا جانې زخمونه به جوړ شوي وو، ولې د پلار مرګ يې بيا زخمونه تازه کړه ځکه خو يې بيا د وينې قيونه کول. هغې لا خپلو وروڼو سره د مينې او تسلۍ خبرې اترې کولې چې په دې کې ډاکټر او ورسره هغه نرسه او يو څو نور کسان راغله. يو سړی په کې ددې تر نظره ډېر بدرنګه راغلو ځکه چې هغه به هر وخت د تاڼې نه راتلو او ددې د پلار تپوسونه به يې کول. چې دوی په تورمخي مخبر مشهور کړی و. دې زر خپله لوپټه مخې ته ونيوه. ولې په يو شړق ددې د مخ نه لوپټه راکښلې شوه او ډاکټر په ډېره سخته ژبه کې دې ته وويل: ‘‘ ته د صحبت چند لور يې؟‘‘

هغه حېرانه غوندې شوه. ددې ټول علاج همدغه ډاکټر کړی و. دغه ډاکټر ددې د پلار سره ډېر ښه راشه درشه وه. ولې نن هماغه ډاکټر و چې دې ته د يو سخت مزاجه تاڼه دار غوندې ښکاره شو. ددې په زړه د ډاکټر دا خبره د لړم د لشې ولګېده ځکه چې ددې نن د ډاکټر نه د پخوا په نسبت د ډېرې همدردۍ طمع وه. نن دا بلکل بې اسرې، نن ددې د تپوس هېڅوک نه وو. نن دا د داسې مظلوم شهيد لور وه چې چا ټول عمر د ملک د آزادې د پاره د پېرنګيانو په قيدونو کې تېر کړي. نن دا د آزاد او اسلامي ملک په هسپتال کې وه. نن ددې هسپتال واکداران مسلمانان وو، نن دې دا خپل هسپتال ګڼلو، ددې دغه وخت بيا دا خپل راغله چې جوړ زه اوده يم. ولې هغه وخت يې په خپله ويښه يقين راغلو چې دې دوه درې ناترسه څپېړې په مخ وخوړې. دواړه ماشومان وروڼه ورپورې ونښتل خو چې دا پوهېده نو دا بيا د هسپتال نه بهر د سړک په غاړه پرته وه. دواړه ماشومانو وروڼو يې د چغو په ځای تشې سلګۍ وهلې.

دې ګير چاپېره وکتل. ددې تر نظره ټول خلک لکه د خزان زپلي زېړ ښکارېدل. دې ته د هرچا په سترګو کې اوښکې ښکارېدې. دې ته د هرچا اواز په مرۍ کې نښتی معلومېدو. دې ته د هرچا شونډې داسې وچې او زېړې ښکارېدې لکه چې ټولو د وينو قيونه کړي وي. دې ته د هرچا په پړسېدلو سترګو کې د خپل ځان د پاره بې انتها مينه ښکارېده، ولې بيا هم دې ته څوک نژدې نه راتلل. دا چا په کټګي نه اچوله ددې وروڼه چا په خپل غېږ پورې نه نيول.

ناڅاپي خلک يو خوا بل خوا شو، يو څو د شنو جامو کسان په غصه په خلکو ورغلل يو سړی په کې بې اختياره لکه د ټپوس ددې په وړو وروڼو راغوټه شو. ددې د خولې نه بې اختياره يوه چيغه وخته او چې لږ ساعت تېرېدو نو يوه پېغله په خپلو وينو کې جب جوب د سړک په خوا کې پرته وه، دوه وړو ماشومانو په ژړا کې راپورته کوله، ولې هغه اوس چېرته راپورته کېدی شوه. هغې خپل پلار ته د آزاد ملک د مسلمانانو په سر شکايت وړی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki