FANDOM



خندانی گډ وډ غږونه اوريدل. ژړاگونه خنداوی ، ځگيروی او د لوبو چغی ، مستی او

غمجنی سندری ....

کاږه واږه انځورونه يی سترگو ته کيدل : پيغلی په نڅاوو د دوړو او وينو گردچاپير

څرخی ، ماشومان په منډو رالويږی پورته کيږی، ديوا لونه نړيږی ، دوړی د ديگونو

د لوگی سره تاويږی او توری وريځی ورنه جوړيږی او هوا ته پورته کيږی .

خندانی د خپلی مور څيری ته ځير کيږی، ځير کيږی خو نه يی (تشخيصوی-) پيژنی .

ويښتان يی پر مخ خواره دی . کالی يی نه سره دی نه تور.....

خندانه هڅه کوی نور هم وړاندی شی او د مور څيری ته ځير شی خو سر يی دروند

دی . نه پورته کيږی . چا ويلی وو بمونه درانه دی. نه چی په سر کی يی چا بم ايښی

وی ؟

يو کونج خلاصوی سترگی يی هم درنی دی خو خندانه يی په خواريو :

کفنونه دی . دريدلی کفنونه . خوځيږی . خندانه نو رهم هڅه کوی سترگی خلاصی

کړی .

نرسانی دی . يوه يی خارجی ده . جگه ،نری . خندانه رنگونه وينی : سپين غاښونه ،

شنی سترگی ، طلايی ويښتان . سپين ،زرغون ، ژيړ.

کوی خندانه سرنږدی .

مه خوځيږه !

غږ د بلی خوا نه راځی . خندانه د غږ خواته سترگه خلاصوی :

په سر خاکستری ټکری د تورو ويښتو .

غږونه لری کيږی :

-

هو خوارکی ناوی ده .

-

-

بی لاس و پښی ناوی .

-

-

بيا نو خبری اوری خو نه پری پوهيږی .

-

-

د خندانی سترگی پټيږی .

-

-

««««««««««««

-

-

د ميرويس روغتون په دهليزونو کی نن خلک نه ښکاری . يو نيم وارخطا سپيره

مخونه د دروازو تر شا ليدل کيږی . د هری ورڅی د پايوازانو د گڼه گوڼی ؛څرک

نه لگيږی . خو ډاکتران او نرسان دی چی د يوی کوټی ته بلی ته منډی وهی او

غږونه يی په دهليزونو کی انگازی کوی :

-

-

شو مړ .

-

مړ دی .

-

لاسونه يی پريکړه .

-

پښه يی پريکړه.

بيگا شپه د مشرخان د زوی په واده کی امريکاييانو بمباری کړی ده . کوروالا او ميلمانه

کابو ټول مړه دی . يو نيم پکی ژوبل پاتی دی . مړی د دوړو او خاورو لاندی دی او

زخميان يی ميرويس روغتون ته راوستی دی .

خندانه هم ژوبله ده . او د همدی دهليزونو په يوه کوټه کی بستره ده .

امريکايی نرسه يی خوا ته ولاړه ده . او افغانه ترجمانه يی ورته د خندانی د واده کيسه

کوی .

-

څومره ځوانه او ښکلی ده . زر به بيا واده وکړی که څنګّه ؟

-

يه . محترمی !

-

- ه کونډه خو هسی هم څوک نه ودوی څو چی ددی بدبختی غوندی بی طالع او بيسواد

وی خو بيخی يی څوک نه کوی . اوس خو يی چی ښی لاس هم ورته پری شی نو

بيخی بيکاره گرڅی .

-

امريکايی نرسه د خندان پر تړلی لاس، لاس کاږی :

-

-

- جالبه ده . ستاسو ناوی د واده په شپه کی رنگه کالی اغوندی . موږ سپينی جامی

اغوندو. تاسی لاسونه هم سره کوی . ولی ؟ دا د څه شی سمبول دی ؟

-

چپ ترجمانه د خندانی

-

-

لاس ته گوری :

-

--- هو تاسی رښتيا واياست. ددی لاسونه په نکريزو سره دی او جامی يی هم ټول رنگه

. ډير شه پام مو ورته شوی . تاسی ډير ځيرک ياست .

خو له دی وروسته به تک تور اغوندی .

ترجمانه خاندی .

خندانه نوره هم ښکته کيږی . په يوه ژوره څاه کی ښکته او ښکته او ښکته لويږی . د

ترجمانی د خندا غږ د ډير لری نه اوری :

هماغسی چی په ماشومتوب کی يی د خپلی خنداغږ د غره نه اوريده .

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki