FANDOM


ماشومتوب د آرلد نيکويست د لنډؤ کيسو يوه ټولګه ده . پدې کتاب کې ليکوال خپل د ماشومتوب د بېلا بېلوپړاوونو کېسې په يوې ډېرې په زړه پورې توګه څرګندې کړي دي. پدغه ادبي اثر کې د ليکوال د ٣ کلنۍ نه تر ١٢ کلنۍ پورې او د هغه نه وروسته په دوهمې نړېوالې جګړه کې سويډن ته د هغه د مهاجرت ټولې پېښې د هغه د قلم په خوږه ژبه بيان شوي. پدغه لاندينۍ کيسه کې د ليکوال عمر د ٣ او ٤ کلونو تر مينځ دی ..


ژباړه: احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل

خدائ دې ګوري

دا د ټيليفون تر څنګ پرتې وې. يوه پنځه ويشت پولۍ چې پکې سوری وه او تر دې دوه وارې غټه يوه پنځوس پولۍ. ما دا راواخيستې او په لاس کې مې ونيولې. هو همدا پېسې. ښه مې احساسولې او زړه مې غوښته چې همداسې مې په لاس کې نيولې وي. په تېره بيا پېسې يو ډېر قيمتي شی، چې يواځې د مشرانو په جيبونو او د هغوي په بټوؤ کې وي، ډېر عجيبه راته ښکارېدې چې پدغو باندې څنګه شيان اخيستل کېږي لکه عينکې ، چاکلېټ او مالټې... هو پېسې. پېسې لا زما په لاس کې وې او د ځان سره مې ويل چې: - دا دچا پېسې دي؟ -د پلار پېسې او که د مور مې؟ او يا کېدائ شي چې دا پېسې پخپله له اسمان نه راولېدلي وي او د ټيليفون تر څنګ يې ځائ نيولئ وه. - کېدائ شي چې د هېچا پېيسې به نه وي. دا به يواځې زما د ليدؤ لپاره او زما د اخيستو لپاره ولېدلي وي؟ ذهن مې بېرته ماته ځواب راکړ چې: - نه پېسې خو پخپله داسې هېڅکله نشي کولای چې د يو ځائ نه راپېدا شي حتماً چا به هلته ايښې وي... - خو چا؟ ناڅاپه مې ځانته پام شو چې لاسونه او مخ مې ګرم وه او زړه مې په زوره زوره درب درب کاوه. ما وغوښتل چې پېسې راواخلم، غوښتل مې چې پېسې غلا کم، په لاس کې يې پټې ونيسم او د کوټې پلو ورمنډه کم. هو پېسې همدا پېسې! مور مې په پخلنځي کې ولاړه وه او لوښي يې پرېولل. ما يې د لوښو د يو په بل باندې وهلو او د اوبو د توئېدلو غږونه اورېدل. پېسې مې را واخيستې ، په موټ کې مې ټينګې ونيولې او خپلې کوټې ته مې ورمنډه کړه. هېچا نه وم ليدلئ چې ما پېسې اخيستې وې. نه هېچا نه وم ليدلئ. په کوټه کې زه يواځې وم او نور څوک نه وه. په کوم موټ کې مې چې پېسې نيولي وې هغه مې ورو ورو پرانيسته او پېسو ته مې په زير زير وکتل. - واه څه ښکلې پېسې دي، زما پېسې، پټې او تورې پېسې. لا تر اوسه مې د زړه درزاء نه وه بنده چې بل چُرت راته پېدا شو او د ځان سره مې وويل چې: - ښه اوس نو دا پېسې چېرته وساتم؟ په ذهن کې مې د پيسو د پټولو لپاره ډير تجويزونه پېدا شوه خو زه ورباندې نه ډاډه کېدم. يو ځل مې فکر کاوه چې خپل جېب کې يې وساتم او هره ورځ ورباندې لاس ووهم. او کله ناکله چې څوک نه وي نو له جېب نه يې هم راوباسم خو بيا به يوه بله خبره پکې راغله هغه دا چې که چېرته مې مور او پلار وي نو زه خو بيا نشم کولائ چې په سمه توګه هم ورباندې لاس ووهم. دا ددې له امله چې پدې کې به هغوی ته پوښتنه پېدا شي چې زما په جېب کې څه راز پروت دی. او هسې خو هم پېسې زما نه دي. بيا به مې ځانته وويل چې: -نه دا به ښه وي چې همدلته يې د ځان سره چېرته پټې کړم چې هېڅوک پرې خبر نه وي. -خو چېرته؟ پيسو ته د ځای پېدا کولو په لټه کې مې خپل شاؤ خوا ته ښه وکتل او د پيسو د پټولو نورې چارې مې په سر کې پېدا شوې. -د بالښت لاندې څنګه؟ لږ شېبه مې د بالښت لاندې کېښودلې او بيا به هغه ځای راته ډاډمن ښکاره نه شو. -نه دلته نه په يو بل ځائ کې. -يو ډېر پټ ځائ کې. بيا مې د سترنجۍ لاندې کېښودلې او ډير ژر مې په ذهن کې وګرځېدل چې: -څه کوې؟ -دلته هم نه، په يو بل ځائ کې. -دا څومره بده سترنجۍ ده چې هر وخت له خپل ځائ نه بېځايه وي. يو بل ځائ کې يې کېده ، يو ډېر پټ ځائ کې. پېسې مې د سترنجۍ له لاندې راوويستلې او بيا مې پېسې د خپل په يوه بوټ کې کېښودلې او تر ډېره وخته مې ورته وکتل. بيا مې بوټ راپورته کړ او ومې څانډه چې پېسې ورنه ولېږي او که نه. کله مې چې وليده چې پېسې ورنه وغورځېدلې نو بيا مې خپل ځان سره په فکرونو کې ويل: -نه دلته هم نه دلته يې هم بايد چې کېنږدم. - پېسې ورنه ولېدلای شي. هر کله چې زما پلار ماته بوټونه راپه پښو کوي او زما سره زما د بوټو د تڼيو په تړلو کې مرسته کوي، نو پېسې به هغه وخت مخامخ زما د پلار په لاس کې و لوېږي او بيا به..... -نه په يو بل ځائ کې يې بايد پټې کم، په يو ډېر پټ ځائ کې او يو ډېر ښه ځائ کې، داسې يو ځائ چې چا نه وي ليدلی او څوک يې و نه شي کولائ پېدا يې کړي. -نو چېرته؟ د ځای په لټه کې وم چې ذهن ته مې شو: -په ليکپاکټ کې! او د هغه ليکپاکټ په منځ کې چې پوستې مې پکې ايښې دي. -هغه ليکپاکټ چې انا مې راکړی دی. -بايد چې پېسې هلته خوندي کم. او بيا به يې هېڅوک نشي پېداکولئ. يواځې ماته به معلومې وي. هو هماغه ښه ځائ دی. د مېز لاندينۍ جعبې نه مې ليکپاکټ راواخيست او دواړه ښکلې تورې پېسې مې د پوستو سره يوځای کېښودلې او ليکپاکټ مې د ټولو شيانو لاندې، د ځلېدونکي انځورونو او د رنګينې بڼکې تر لاندې کېښود او بيا مې خپل د لوبو موټرونه ددغو ټولو ترمخه کېښودل او د ميز جعبه مې وتړله. دا هغه ځای وه چې ماته ډاډمن ښکارېده. په ډېر ې ویسایۍ مې ځانته وويل: -اوس هېڅوک نه پوهېږي چې زما پيسې چېرې دي اوس هېڅوګ نشي کولائ چې دغه ځای پېدا کړي او زما هم هر وخت چې زړه وي، هغه رااخيستلائ شم او په لاس کې يې نيولې شم او خپل پټ پلانونه ورباندې ترسره کولائ شم.

د ميز په جعبه کې د پيسو د ايښودلو نه ډېره شيبه نه وه تېره چې بيا مې يوځل د خدائ په هکله فکر بدل شو، او يو نوی چُرت راته پېدا شو چې: -آيا خدائ کولائ شي هغه وويني؟ ماري د خدائ په هکله ماته څو څو ځلې ويلي وه چې خدائ پاس په اسمانونو کې اوسېږي او هر څه ليدلۍ شي. خپل چُرت ته د ځواب په لټه کې مې ډېرې خبرې په ذهن کې پېدا شوې. بيا مې ځانته وويل: -نه؟ -نه خدائ نشي کولائ چې هغه پېسې وويني، دا بلکل ناشونی ده. -هغه څنګه کولائ شي چې د چت ترلاندې بيا د ميز په جعبه کې او د ټولو هغو شيانو تر لاندې، زما د لوبو د سامانو او د ځلېدونکي انځورونو لاندې په ليکپاکټ کې چې تر هرڅه لاندې پروت دی د هغه په مينځ کې پېسې وويني؟ -نه دا بلکل ناشونی ده. بلکل ناشونی. داسې هېڅکله نشي کېدائ. خو بيا راته د ماري خبره را په ياد شوه چې ماته يې کړې وه. هغې ويلي وه چې خدای هر چېرته دی او هر ځای ليدلئ شي. زما سره دا فکر پېدا شو چې نه ددې ټولو شيانو سربېره هم خدائ کولائ شي چې هغه وويني نو هغه خو همدلته زه هم وليدلم چې ما پېسې په ليکپاکټ کې پټې کړې. او بيا مې داسې احساس کړ چې خدائ ددې ټولو شيانو برسېره هر څه ليدلي، هغه د چت تر لاندې د ميز د جعبې په مينځ کې د هغو ټولو لوبو سامانونو لاندې او د رنګينې بڼکې لاندې او بيا زما د پوستو ليکپاکټ کې دننه دوه تورې پيسې ليدلي وې. څومره ډېر مې چې د خدائ د شته والي او پدغه فکر چې زه يې ليدلئ يم فکر کاوه هماغومره زما ګومان په يقين بدلېده. په آخر کې زه بيخي مطمئن وم چې خدائ زه ليدلی وم. او بيا مې ذهن راته وويل: -هغه همدا اوس د دغې کوټې د فرش په مينځ کې زه وليدم.

-آرلده!

زه يواځې ولاړ وم، مخ او لاسونه مې ګرم شوي وه او زړه مې هماغسې په تېزۍ درځېده لکه زما د نيکه جيبي ګړۍ (ساعت). پيسې هماغلته په ليکپاکټ کې پرتې وې. هو ! هغه پېسې زما نه وې ما اخيستي او غلا کړي وې او له نورو نه مې پټې هلته ايښې وې.

-زه يو... يو غل وم. نه…؟ هو!... هو زه يو غل وم! يو غل!

زړه مې له مخکې نه هم زيات درځېده او پدې ډاډه وم چې خدائ هم زما د زړه درځاء د کوټې د چت لاندې اوري او هغه هماغلته پاس په اسمان کې د ورېځو نه پورته ناست وه. بيا مې داسې خيال په سر شو چې خدائ زما سره خبرې کولې او دا مې واورېدل چې راته يې وويل: - “ آرلده، ستا د ميز په جعبه کې څه شی دي؟“ ما وويل: - ”هېڅ هم نه ” ”هېڅ هم نه؟ ” نه هېڅ هم نه.

بيا خدائ راته وويل:

- آرلده، ستا د ميز په جعبه کې خو يو څه شته، هغه څه شی دی؟ -پيسې- زه وبنږېدم او لاندې مې کتل.

-آيا دا ستا پيسې دي؟ هغه وويل

سر مې لږ وخوځېد او بيا مې واورېد چې راته يې ويل:

- آيا دا دې پټې کړي؟ ما وويل: -هو .

خدائ بيا رانه پوښتنه وکړه

-د مور او پلار نه دې پټې کړي؟ اممم ! خدائ څه شی وايي هغه چا ته چې غلا کوي؟ خدائ وويل. - غلا مه کوه غلا مه کوه. زه وبنږېدم. هغه وويل: - آفرين! -بلکل سم او ته پوهېږې چې زه اوس څه وايم؟ زه وايم چې ته بايد پيسې د هغه ځائ نه درسره راواخلې او بېرته يې پخپل اصلي ځائ کې کېږدې..

-همدا اوس يې کېږدم؟ -هو -ښه نو همدا اوس به يې کېږدم. ما د ځان سره وويل

ښه مې اورېده چې راته يې ويل: -د ميز جعبه راخلاصه که او پيسې له ليکپاکټ نه راوباسه او بيا ته لاړ شه د ناستي کوټې ته او له هماغه ځائ نه دې چې راپورته کړي بېرته ئې همالته کېده، زه بيا دې ته نه يم اړ چې تاته وګورم. زه به يوې بلې خوا ته وګورم.

-ښه خدايه! ته همداسې بله خوا ته ګوره او ماته مه ګوره

اوس زما حلق ټول وچ وه. اوږې مې راباندې درنې وې او داسې مې ګومان کاوه چې اوس به مې اوږې له ځانه بېلې شي او لاندې به پرېوزي. ددې برسېره چې خدائ ماته ويلي وه چې هغه ماته نه ګوري، کله چې ما پېسې بېرته ايښودلې تل مې داسې احساساوه چې د هغه ټول پام ماته ده او هغه په خپلو غټو غټو سترګو هلته يواځې ماته ګوري. ما ورو ورو د ميز جعبه راخلاصه کړه، خپل لاس مې دننه جعبې ته وروړاندې کړ د لوبو د سامان نه اخوا د رنګينې بڼکې لاندې د ټولو لوبو موټرونو او د ځلېدؤنکي انځورونو لاندې ور وغزاوه. دا ماته يو ډېر ستونزمن کار وه، يو ډېر ناوړه او کرکجن. ليکپاکټ هماغلته وه. زما لاس ورباندې بر شو، اُف ډير يو ناوړه کار وه. هغه مې راپورته کړ او په ډېر احتياط مې سر ورته خلاص کړ. خدائ ټول وخت هماغلته وه. په لاس کې د پيسو نيول راته يو ډيره ګران کار وه کله مې چې پېسې په لاس کې ونيولې نو لاسونه راباندې ډير درانه شوي وه لکه يو دروند شئ چې پيسو پورې تړل شوی وي.خو په زور مې ګوتې ورنه راتاؤ کړې او په موټ کې مې ونيولې او د ناستي کوټې پلو مې منډه کړه. ما ډير ښه اورېدل چې مور مې د لوښو له پرېولو خلاصه شوې وه او لوښي ئې يو د بل د پاسه ايښودل. ما په ډېره بېړه ځان د ټيليفون تر څنګ ورساوه او پېسې مې بېرته همالته، چېرته چې پخوا پرتې وې کېښودلې. هماغه پېسې، يوه توره پنځه ويشت پېسيزه چې سورئ ئې هم درلود او د هغه دوه برابره لويه او توره پنځوس پيسيزه چې پدې کې هم سورئ وه. دوه ښکلې پېسې د مور او پلار پېسې اوس هغه دواړې په خپل پخواني ځائ کې پرتې وې، په هماغه ځائ کې چې، دمخه پرتې وې او هلته داسې ښکارېدې لکه هېچا چې لاس هم نه وي ورنژدې کړئ. وروسته له دې چې مې پېسې هلته کېښودلې، په ډېر وياړ سره مې خدای ته وويل: -خدايه اوس مې پېسې بېرته هماغلته کېښودلې. خدائ راته وويل: -زه يې وينم -ته يو ډېر ښه هلک يې او پدې ښه پوهېږې چې دا دې د مور او پلار پېسې دي. ته بايد چې د نورو شئ چې ستا نه وي وانخلې. په ډېر منښت مې وويل: -نه ! نه ئې اخلم بيا خدائ رانه يو دم لاړ او هغه مې د پخوا په شان د ځان سره په خبرو بوخت احساس نکړ. ډېر ژر مې لاسونه سپک شول او ځان مې هوسا احساساوه، هغه غټه تيږه مې چې په زړه پرته وه هغه هم ورکه شوه. د زړه درزاء مې دومره تېزه او چټکه نه وه، اوس يواځې ما پخپله د خپل د زړه درزا اورېدله. په همدې حال کې وم چې مور مې کوټې ته راننوتله او وې ويل: آرلده ته دلته ناست ئې؟ -هو زه دلته ناست يم او د کړکۍ نه بهربڼ ته ګورم، او زه هغو پېسو ته چې هلته د ټيليفون خوا ته پرتې دي هم ګورم بيا مې ورنه پوښتنه وکړه چې: -دا د ټيليفون پېسې دي؟ د مور د ځواب نه مخکې مې ورته وويل: -زه ئې نه اخلم بيا هغې راته وويل: -هو زه پدې ښه پوهېږم چې ته ئې نه اخلې، نو ددې پخاطر ما هلته ايښې دي. زه پدې پوه يم چې آرلد غلا نکوي. آيا ته يوه پېسه غواړې؟ په حېرانتيا سره مې وويل: -څه مور مې بيا خپله پوښتنه وکړه: -آيا د هغو پېسو نه يوه پېسه غواړې چې درته ئې درکړم؟ ته کولائ شې چې هغه ښکلې، توره پنځويشت پېسيزه واخلې، هغه هم که ستا خوښه وي، او بيا يې وساتې ترڅو چې يوه ورځ بازار ته تلو، او بيا به په بازار کې ځانته ورباندې يو شی واخلې.

- ما وويل آيا زه کولائ شم چې دا واخلم؟

مور مې موسکۍ شوه او بيا يې راته وويل: -هو مهرباني وکړه د مننې په کولو سره مې هماغه پنځويشت پېسيزه راپورته کړه. د پخوا پشان اوس هم په لاس کې د پېسو نيولو خوند راکاوه، خو ددې خوند تر شا هېڅ کوم ډار نه ؤ او يو بل ډول خوند او احساس ورسره مل ؤ. دا ځل دومره د خطر نه ډک نه ؤ او لکه د مخکې په شان دومره پارېدلئ نه وم او زړه مې په نورماله توګه حرکت کاوه، د زړه درزا مې بلکل آرامه شوې وه او ماته هېڅ داسې احساس نه کېده چې زما زړه به هلته زما په سينه کې هم وي. پېسې مې د ځان سره خپلې کوټې ته يووړلې، غوښتل مې چې خدائ ئې هم وګوري او زما سره په خبرؤ شي. خدائ زه وليدم او ماته ئې وويل:

-آرلده، له تا سره پېسې دي؟

- ما ورته وويل هو خدايه دا پېسه زما سره ده.

- خدائ راته وويل آيا دا پېسه دې پټه کړي ده؟

-نه خدايه دا مې نه دي پټې کړي، دا مې مور راته راکړي

-آيا په رښتياء دې مور درته درکړي؟ خدائ وپوښتل

-آيا دا رښتياء ده؟

-هو خدايه، دا مې مور راته راکړي او هغې راته وويل چې وې ساته چې يوه ورځ به بازار ته ځو....

بيا خدائ وويل: - وګوره، که چېرته ته غلا ونه کړې، بيا هم پېسې تر لاسه کولائ شې.

- ما ورته وويل هو خدايه ما هم همداسې ترلاسه کړي.

ددې لپاره چې پېسې مې تل په لاس کې نه وي نيولې، نو د ميز هماغه پخوانۍ جعبه مې راخلاسه کړه او پنځويشت پېسيزه مې هلته کېښوده. خو داځل مې لکه د پخوا پشان پېسې د موټرونو او د نورو لوبو سامانو ترلاندې پټې نه وې ايښې. ښه مې يادېږي چې د پېسو د ايښودلو نه وروسته څو څو ځلې به خپلې کوټې ته ورتلم او پېسې به مې را اخيستلې او په لاس کې به مې نيولې او بيا به مې بېرته ايښودلې. تل مې د پېسو په هکله فکر کاوه، هماغه توره پنځويشت پېسيزه چې يو سوری هم پکې وه. اوس هغه زما وه او هر څه مې چې غوښتل ورسره مې کولائ شوه پرته د کومې اندېښنې نه او پرته ددې نه چې خدائ راته څه ووايي. خدائ اوس کولای شي چې همالته پاس له اسمانونو نه ټوله ورځ ماته وګوري او زما څارنه وکړي. هغه دې دومره وګوري څومره ئې چې خوښه وي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki