FANDOM


- وبخښه ښه خبر درته نه لرم.

- اممممممم

- معاینات دې داسې ښيي چې سرطان لرې.

- څه؟

- سرطان

- څومره وخت به ژوندی یم؟

- څوک څه نه شي ویلی، ځینې خلک ډير پايي.

- میاشتې

- شاید.

کلونه پخوا مې نیا د سرطان په ناورغۍ مړه شوې وه. د ډاکټر له تشخیص وروسته یې په درو میاشتو کې پور پرې کړ. د هغو دریو میاشتو اوله یې ښه وه دوه نورې یې په کټ کې تیرې کړې. ډاکټر راته وویل:

- روغتون ته لیک لیکم چې وړانګې درکړي.

- نه یې غواړم.

ترې پورته شوم. د چایو په یوه دوکان کې کښېناستم. یوې پیغلې چای راته راووړ. راته موسکۍ شوه. دروغجنه موسکا وه. په چایو مین یم خو دا پیاله داسې راولګېده لکه د دوبي په یوه ټکنده غرمه کې تودې اوبه. پورته شوم.نیغ دفتر ته ولاړم. د ریس د دفتر دروازه مې ونه ټکوله. مخامخ ورننوتم. سړی حیران شو. مخامخ ورته کښېناستم. ومې ویل:

- استعفی کوم.

- ولې؟

- بس ژوند لنډ تنګ دی، تر کله کار؟

عینکې یې له سترګو لیرې کړې. داسې یې راته وکتل لکه لوی بنده چې د ماشوم یوې نادودې ته حیرانه شوی وي. له خولې مې ووتل:

- ډاکټر راته وویل سرطان یم.

- اوووووو وبخښه.

- خدای دې وبخښه خو لطفآ چا ته مه وایه، مېرمن ته مې نه وایم هغه نه خبروم.

- په سترګو، خو استعفی مه کوه.

- کار خو نور والله که وکړم.

- مه یې کوه، کالنۍ رخصتي به درکړم، مه کوه چې …

ریس مهرباني وکړه. ویل یې که استعفی ورکړم نو سبا به مې مېرمن ډيرې پیسې ونه مومي خو که په کار کې مې پښې وغځولې نو هغې ته به یو څه پاتې شي. ومې منل. ترې ووتم.

مېرمن مې یوه رستورانت ته وبلله. ډوډۍ مې راوغوښته. خورا خوشحاله وه. ویل یې:

- افرین، له ژونده باید خوند واخلو.

- خوند په کې شته؟

- هو ډير شته خو که ته سر خلاص کړې.

دې خبرې کولې. ما سر ښوراوه خو نه مې اورېده. ومې وپوښتله:

- زه څرنګه سړی یم؟

پوښتنه مې ناڅاپي وه. راته موسکۍ شوه، مخامخ یې زما سترګو ته کتل لکه د پوښتنې تر ښا رازونه چې یې پسې غوښتل. هوښیاره راته ښکاره شوه. تر اوسه مې د دې په باب داسې فکر نه و کړی. ورسره اوسېدلی وم خو فکر مې نه و پرې کړی. ځواب یې لا نه و راکړی ورته ومې ویل:

- غواړم خپلې خاطرې ولیکم.

- ویې لیکه.

- د چا به خوښې شي؟

هغې ځواب رانه کړ. ماښام کمپیوټر ته کښېناستم. راسره ومې ویل چې ټولې خبرې او ټول رازونه به سپړم. د مینې کیسه مې پیل کړه.

نوریه مو ګاونډۍ وه. دا په نهم ټولګي کې وه زه په دولسم کې وم. سهار به ښوونځي ته د تګ پر وخت مخامخېدو. له وړې موسکا خبره تر خطونو ورسېده. بیا مو د شهر نو په پارک سره ولیدل. زما پر مینې شکمنه وه. شک ورکول اسانه نه و. د مور د سرو زرو ګوتمۍ مې پټه کړه. د دې په ګوتو غټه وه خو وایې خیسته. خوشاله شوم. په کور کې غم جوړ شو. مور مې ژړل. پلار مې غصه و. زه غلی وم.

نوریې ایس کریم غوښت. ما پیسې نه درلودې. د پلار له کورتۍ مې سلګون پټ کړ. ایس کریم مو وخوړ. نوریه خوشحاله شوه. خو په کور کې مو د مور و پلار ترمنځ وضعیت خراب شو. پلار مې مور ملامتوله او مور مې پلار بې غمه باله. زه غلی وم. د دوی چې به جنجال شو ما به د ښوونځي کتاب راواخیست.

نوریې منتو غوښت. نه مې د پلار په کورتۍ کې پیسې وې او نه په کور کې بل ځای څه و چې د منتو پور یې پرې کړی وای. مور مې له بازاره سودا وغوښته. ما پیسې پټې کړې. کورته تش لاس راغلم. ما ویل چا مې جېب وواهه. مور مې قاریان راخبر کړل. په کور کې یې ختم وکړ. ډوډۍ پخه شوه.

د شهر نو په پارک کې مې له نوریې سره منتو خوړ چې کاکا مې ولیدم. راغی. نوریې ته یې برګ برګ وکتل زه یې له لاسه ونیولم. راپورته یې کړم. نور مو څه سره ونه ویل. سره پوی شو. په کور کې یې ووهلم. زما او د نوریې عشق پای ته ورسېد. خو ګټه یې راته وکړه. کله چې لندن ته راغلم سیاسي پناه مې د نوریې په کیسه وغوښته. دعوه مې وکړه چې د نوریې کورنۍ هغه ووژله اوس ما هم وژني. راسره ویې نه منل خو ویزه یې راکړه. له نوریې نه یم خبر چې چیرې به وي.

ساعت ته مې وکتل. د سهار اووه بجې وې. زه لا ویښ وم. خوب راڅخه لاړ. ځان مې قانع کړ چې خوب ته به ډير وخت ولرم. اوس باید له ژونده خوند واخلم.

مېرمن مې راوېښه شوه. په خوبوړو سترګو یې راته وکتل:

- کار ته نه ځې؟

- نه.

- ولې؟

- بس دی څومره کار.

زما خبره ټوکه ورښکاره شوه. څه یې ونه ویل. نهه بجې د ډاکټر له کتنځي زنګ راغی. ویل یې عاجل ورشم. زړه مې نه کېده. مېرمن مې شله شوه. ویل یې باید ورشم. په نه زړه ورغلم. ډاکټر دروازه پورې کړه. راته موسکی موسکی کېده. داسې راښکاره شو لکه چاپلوسي چې راته کوي.

- ښه خبر درته لرم.

- ته او ښه خبر؟

ویې خندل. لاسونه یې سره ومروړل لکه کومه شیطاني چې یې په نیت کې وي. عینکې یې پر میز کېښودې.

- نو ښه خبر نه غواړې؟

- څه مانا لري؟

- ډیره زیاته مانا لري.

- ښه نو وایه ، څه خبره ده؟

- ستا نتایج مو بیا وکتل، ته سرطان نه یې.

- نو څه شی یم؟

- تېروتنه شوې وه، د بل چا نتیجه یې ستا په نامه رالیږلې وه.

خندا راغله. باور مې نه کېده. ومې پوښت:

- رښتیا وایې؟

- هو هو بخښنه غواړم چې تېروتنه شوې وه.

- بخښنه غواړې چې روغ یم؟

- نه مطلب مې دا نه و، مطلب مې دا دی چې بې ځایه وځورېدې.

- اوس مې په ځای ځوروې؟

ډاکټر وخندل. ترې پورته شوم. کور ته ولاړم. مېرمن مې زما خاطرې لوستې وې. موسکۍ وه.

- نوریه څرنګه ده؟

- څوک؟

- هغه چې زما د خواښې ګوتمې دې ورکړې وه.

- ته ولې زما لیکنې لولې؟

- درواغ دې معلوموم.

- معلوم به یې نه کړې، روغ رمټ یم، نور یې نه لیکم.

دا پوه نه شوه. ما تلویزیون روښانه کړ. لا مې څه نه و لیدلي چې خوب راغی.

د جولای ۱۸ مه ، ۲۰۱۳

سوت رایسلپ د ماپښین ۱۳:۳۵ بجې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki