FANDOM


دلوی اختر په دوهمه ورځ مې غوښتل چې د سردارمحمد داود خان روغتون ته ولاړ شم له ځان سره می و پتیله چې یو څو تنه نور افسران هم له ځان سره بوځم ملګرو ته می زنګ وواهه دری تنه راغلل دی روغتون په لور راهي شو په روغتون کی زمونږ زیات شمیر سرتیری ناروغ او ټپیان ول له ټولو سره مو ولیدل یو څه پیسی او نوری مرستی مو ور سره وکړ ی دهر ټپی په لیدلو به ډیر سخت خفه کیدلو زمونږ سر تیری ددښمن سره په جګړه کی ټپیان شوی وه اویا هم په بمی چاودنه کی ېی خپل لاس یا پښه له لاسه ورکړې وه داسی سرتیری هم وه چې دواړه سترګو یی ددی نړی له لیدلو محرومه وی ددی په لیدلو د هر بااحساسه انسان له سترګو اوښکې راتللی خو ما او زما ملګرو دخپل سرتیرو د مورال لپاره خپلی اوښکې پخپلو سترګو کی ساتلی وې په خونو ګرځیدو چی په یوه خونه کی مو سترګی په یوه ځلمی ولږیدی چې نور نوزمااو زما د ملګرو په سترګو کی اوښکی تم نه شوې له خولی می یوه چغه ووتله پښومی وس له لاسه ورکړ پخپل ځای ودریدم دمخکی تللو جرات پکی نه وه په ډیر مشکل یی تر خوا ولاړم په بستر یی ورسره کیناستلم په سرمی لاس ور تیر کړ ډآډګیرنه مو ورکړه ځوان خپل سر زما په زنګون کیښوده لکه یو ماشوم چی د خپل مور په غیږ کی پروت وې په خونه کی چوبه چوپتیا حاکمه وه ځوان زما په لور را وکتلی اوما یی هم بیا په سر د مهربانی لاس ور تیر کړ د ځوان له سترګو دا سی اوښکی روانی وه تا به ویل چې د کنړ سیند مستۍ پسی اخستلی وی ځوان خپله کیسه راته پیل کړه ویلی چې زه دمور یواځنی ځوی یمه بل ورور یا خور هم نلرم پلار می هم دقدرت تږو را شهید کړ زه ډیر کوچنی وه دښونځی په دوهم ټولګی کی مې در س ویلی کور مو هم وسوځیده زه او مور می دماما کره ولاړ و تر اتم ټولګی مې ښونځی ولوست خو زموږ اقتصاد دومره کمزوری وه چې ما وړاندی لوست ونه شوه کولی ماما می ډیر وویلې چې ته درس ووایه خو زما وجدان داخبره ونه منله چې تر اخره دی دبل ډوډې ته اختیاج وسم غریبی وه کله یوکار او کله بل کار یوه ورځ مو په کلی کی داردو سرتیری ولیدل ددوی په لیدلو زه ډیر خوښ شوم ددوی نظم را باندی خوږ ولږیده له مور سره می سلاوکړه مور می ډیره خوشحاله شوه اجازه ېي راکړه زه او زماڅو نور کلیوال دولسوالی په لور وخوځیدوتر لارښونی وروسته مو ځای پیدا کړزمونږ نومونه یی ولیکل او موږ ته یی اجازه راکړه چی کور ته ولاړ شو او په سبا ېی بیا ورشو سبا چی کله له کوره روانیدلم په کوڅه کې مې خپله کوژدنه هم ولیده خدای پامانی مو وکړه او ټاکل شوی ځای ته ورغلو تر دری میاشتوتعلیم وروسته می دنده دقندهار په ولایت کی پیل شوه دری کاله می په قندهار کی تیر کړل بیا مزار شریف ته ولاړم له هغه ځایه د هلمندولایت ته ولاړم یوورځ زه او زما دوه تنه ملګری له خپل پوستی څخه د ګزمه په موخه روان وه چې د یو ځا ي په ځای شوي ماین مو په موټر وچاوده نور زه پر خپل ځان نه یم پوه شوی یو وخت مې چې سترګی پرانستی نو پوه شوم چې زما دواړه پښې او لاسونه قطع شوی هغه وخت زه په بل روغتون کی وه په کور کی هم څوک خبر نه وه دا یو میاشت کیږی چې زه ېی دلته راوستلی یم تیره اونی مې مور او کوژدنه دواړه راغلی وه ډیره ډاډګیرنه ېی راکړه او کوژدنی خومی وداده خبره هم کوله خو قوماندان صاحب دا هر څه ماته د منلو نه دی زه اوس یو مجبور او دنورو داوږو بار یم زه نه غواړم چې دهغه نجلۍ ژوند خراب کړم کومه نجلۍ چې به داسی حال کې هم ماسره د واده کولو هوډ لری زه له تا نه یوه وروستی هیله لرم که پوره یې کړی ما هم له خپل سرتیری سره وعده وکړه چی ستا وروستۍ هیله به ضرور پوره کوم د ځلمی سرتیری له سترګو اوښکې راروانی وی او خپله هیله ېی په دا څو ټکو داسی بیان کړه ته خو قوماندان ېی او تفنګچه هم لرې يو څو ډزه مې وولې او له دي رنځ او غذاب نه مې خلاص کړی دا به ستا مهربانی وی جګړن محمد هارون ناصری
215میوند قول ارد و هلمند

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki