FANDOM


نويد ګله! د مارچ د مياشتې مجله راورسيدۀ - دا ځل مې چې پرانسته نو اول نظر مې د غازي سيال په نظم د بنو مازيګر باندې پريوت- غازي سيال زموږ ددې وخت په هغه نامتو شاعرانو کې دے چې د فن نزاکت او ښکلا او د ژوندانه خواږه تراخۀ د شعر په رنګينو کې په مهارت سره بيانولے شي - او د خوږ آواز ، خپل مخصوص ترنم ، او د بنوه سر کې خپل کلام په ساحرانه انداز اورولو په لحاظ ممتاز مقام لري - د پير ګوهر د ښکلي آواز او ځانګړي وزن د کمال او د رحمت شاه د منفرد رنګين طرز او حسين انداز د اثر سره سره چې دده په خپل خوند او رنګ اشعار د پښتو مشاعرو نه په اولس کې خوريږي ، نو وينه کې ګرمي ، ذهن کې رڼا ، فکر کې جدت او ددې دور د ادب د پاره د فخر اواز اؤ سرمايه پيدا کوي - او پښتون هر څوک ، هر ځايېې چې وي ، تل به پرې مست وي -

درويشت کاله اوشول چې ما بنو نه دے ليدلے - په بنو تير شوے يم ، خو چې څنګه به ما ليدو هغه شان مې ليدلے نه دے - ځکه چې زه بر هيواد کې ووم - او چې بيا راغلے يم نو لا تر اوسه موقع په لاس نه ده راغلې - ګني نو که دلته يم ، که هلته پاس ووم ، بنو او د بنو ډير څه مې ياديدل او ياديږي - او بيا د سيال خبره چې مازيګر خو يې مازيګر دے - چې چا يو ځل سم په رښتيا ليدلے دے نو هيرولے يې نشي - که هير يې کړي نو ځان دې سوچه پښتون نه بولي - او که چا نه دے ليدلے نو د پښتنو ښار يې نه دے ليدلے - البته که چا قندهار ليدلے وي او د قندهار مازيګر يې ليدلے وي نو هغه ددی شرط نه باهر دے - زه چې هلته ووم او قندهار ته به لاړم نو بنو به راياد شو - يره! هغه مازيګر به د بنو د مازيګري نه ډير زيات مست وو - خو دا د هغه وخت خبره ده چې په کابل کې محمد ظاهر شاه خان وو ، يا سردار محمد داؤد خان- د هغوۍ نه پس يو بل دور شورو شو او بيا د پاسه پرې يو بل شان دور راغلو - چې د قندهار په نوم ښار خو شته ، خدايی دې يې لري ، خو دا هغه قندهار نه دے کوم چې ؤ - خدايې پاکه بيا د ميرويس او احمد شاه قندهار ، د ميلو ، سيالو ، تماشو ، سيلونو ، رونقونو ، مستيو او پښتو قندهار ، قندهار کړه - او نوے قندهار د پښتو په پت او خوند رنګ زوړ خو د نوې دنيا د جدت ، تعمير ، ترقۍ او اولس خوشالۍ نوے - د دنيا په سيالو ښارونو کې سيال قندهار! سيال صيب خو د فن په ژبه ډير په استاذۍ سره د بنو د شوقيانو ، يارانو ، حسن او حسن پرستو ، ډلې ډلې بنوڅو هارونه په غاړه ګلانو ذکر داسې کړيدے چې هر څه يې ويلي هم دي او ستايلي هم لکه راغونډ د کلي کلي --- نازبين او نازولي --- زما د بنوښکلي لړۍ لړۍ ګلونه --- جدا جدا رنګونه --- پيرلي امبيلونه وغيره وغيره او د بنو په بازارونو کې د يو سر نه تر بله سره ، چوک کې ، دروازو کې ، پارک کې ، د پارک په لارو کې ، او د بنو د ښار په څنګ و څټ په سرکونو رنګينۍ ، ښکلا ، زندګۍ ، شوخۍ او مستۍ چې يې ليدلي وي نو تش يی دومره اوويل - دا څومره ښايسته يې راته مه شی نه نظره - د بنو مازيګره که ده د قندهار بازارونو ، سردې باغ ، ارغنداؤ ، بابايې ولي کې د درانو او غلجو پښتنو د غرور و مستۍ نه ډکو زلمو په خيال خيال ګرځيدل ، د ګلانو نزاکتونه ، د رقيبانو ډلو يو بل پسې شپيلۍ وهل او ډول ډول آوازونه کول ، ميلې ، تماشې ، مستۍ ، او نخرې ليدلے وے نو د شعر قلم به يې غورزولے وے ، د تخيل د نيلي نه به راکوز شوے وے -د احتياط زنځيرونه به يې شلولے وے - يا به په بازار کې هک دک ولاړ وے چې کوم خوا چا ته اوګوري؟ يا به د باغونو په ميلو کې د کندهار د مستو ځوانانو په شوخۍ ليونے شوے وے او د شعر په ځايی به يی د قندهار قندهار چغې وهلے - د قندهار انار او انګور دي او د بنو وريشم (حلوا) ده - مقابله يې سره نه کيږي - چې هغه خورې نه وايې به چې که جنت کې دا نه وي نو نور به څه وي پکې؟ او چې دا خورې نو وايي به چې چا ژوند کې دا اوريشه يا حلوا نه وي ليدلې نو هغه به څه ليدلي وي - او بيا د بنوڅو لپاره خو هر مازيګر وريشه وي - موږ د بلوچستان د مچ خوني جيل کې قيد وو ، موږ سره دبنومشران لکه رحمزاد خان ، ميرداد خان او سالار يعقوب خان او نور هم وو - نو دوۍ به سړې ډوډۍ جمع کولې او د هغې نه به يې وريشه پخوله - بيا به يې خپله هم خوړه او په موږ به يې هم خوروله - د بنو او قندهار به کومه کومه خبره ياده ووم - چې يو ياد يې رانيسم نو شل نور يې راته مخې ته ګډيږي - لکه دغه دے د بنو د بازار د مسالې دوکاندار راياد شو - هغه مساله چې د خوشال خان کاکاجي زوۍ ګل جنان خټک په کراچۍ کو د (مولانا کا مساله) په نوم خرڅوله - نو هغه پرې د کراچۍ د ناته خان ګوټ د خاورو کورکي (پښتو کور) نه د بنګلو مالک شو - زه يوه ورځ د بنو بازار کې د يو مسالې والا ملګري سره د هغه په دوکان کې ناست ووم - نو هغه د بنو د مسالې صفتونه شورو کړل - ويل يې - خټک صيب! د هوتي نواب ته به هره مياشت د هغه د خاص لنګر دپاره نارنګي (نارتګ چند سيټهـ) د دلته نه ددې مسالې بورۍ ليږله - ډاکټر خان صيب به سپيشل سړے د بنو مسالې پسې راليږلو - او د کالا باغ نواب به بله مساله خپله لنګر خانه کې نه پريښوه - بغير د بنو د مسالې نه - او خټک صيب! د هندوستان راجګانو او نوابانو ته به چا ګرانه تخفه وړل غوښتل نو د بنو مساله به يې ورته وړله - دوکاندار په يو ساه د بنو د مسالې دومره صفتونه اوکړل چې دومره به د لکنهؤ مرزاګانو د خپلو بلبلو او د ډاکې جولاګانو د خپل ململ نه کولو - چې يو به ويل چې ثابت تهان د ماچسو يو ډبلي کې راځي - او بل به ويل چې ثابت تهان د يوې ګوتې د ګوتۍ نه تيريدلے شي - خو چې ددې مقابله مې د قندهار د بازار د غمي دوکاندار نه د هغه د کرک (مړز) د جنګ صفتونو او د هغه د تور تارؤ د نعرو قصيدی او د تيتر (تنزري) د خاروګانو د ګوزار قيصې رايادې شي او دا مې راياد شي چې راته يې وييل - پشوريه! لالا جانه! قربان دې شم- زموږ خان ته د خيرپور نواب يو بانګي (چرګ) راليږلے وو هغه چې د شير سرخ د خان سره په جنګ واچولو ، نو درې ورځې دواړه مرغانو يو بل تيکه تيکه کړل - ولې اخر د هغه خان چرګ اوتښتيدو - او زموږ د خان چرګ ولاړ پاتې شو - خو لړه لحظه پس راپريوتو او د زخمونو نه مړ شو - مړ شو خو اونه تښتيدو- دا خبرې څومره رښتيا دي ، څومره مبالغه يا څومره دروغ دي؟ زموږ ددی سره کار نشته - خو په دې کې يوه خبره ښکاره ده - چې هغه د بنو او قندهار د خپل فخر او لويۍ په خوند خوند قيصې کولې - د پښتنو د سيالۍ د لويېۍ د روحيې او د تاريخي افتخاراتو د باو شوي نفسياتو اظهار کمی نه خوښول د خيرن پټکي شمله هم جګه ساتل ، خپل خړ سر د بل زرين تاج ته ټيټ نه برداشت کول ، د فريد خان (شيرشاه) د هندوستان د شهنشاه بهلول لودهي په دسترخوان د پښتني بې نيازۍ او نشې په غرور په غوښې پسې خنجر راويستل ، د ايران د شهنشاه دربار کې چې د سرو زرو د کمر بندونو ، د جواهراتو د بازوبندونو او د ريښمو د قباګانو زور وو ، او د پارس شهزادګانو او اميرانو سرونه ښکته او سترګې ټيټې وې ، د ميرويس ، په کورنۍ خامتا تړلې ملا ، سر پورته ، څټ نيغ او سترګې اوچتې وې - هو! دا د پښتني هوډ او ملي غرور ، د سرې سوچه وينې د جوش او مستۍ رنګ دے - هو ، هو ، هو پښتنې هوډ ، ملي غرور آه ، آه ، آه پښتنی هوډ او ملي غرور - واي چې دا د تاريخ مست ليوني داسې په خپل هوډ غاوره وو چې د زور او زر خاوند به که خپل ورور وو که پردے ، ده پرې چرت نه وهلو - قندهار کې مشهوره تاريخي خبره ده - وايي چې احمدشاه بابا ډيلے فتح کړو - او واپس راتلو - نو چې قندهار ته ډير په شان او شوکت ، فاتخانه رعب داب ، خوشالۍ اومستۍ ، د ډولونو په ګډا ، د سرناګانو په سازونو کې په زور شور رانـنوتلو او د قندهار چوک ته را رسيدلو نو دغه وخت دلته څو پښتانۀ زلمي ناست وو - لوبې يې کولې - بيجلۍ يا مردکي (بلورۍ) يې کولې - او په هغې کې مشعول وو - چا اوويل چې داسې مست ډول غږيږي - دا څه چل دے؟ هغويې ورته اوويل چې څه چل دے ، خو وايي چې د زرغونې زوئے راراوان دے - څه يې کړي دي -چې داسې په ډولونو مست راروان دے - خو ايله يې ډيلے فتح کړے دے - نور يې څه کړي دي؟ کوۍ خپلې بيچلۍ کوۍ - کوي به هغه خپل کار-

دې ته چې څوک هر څه وايي ، اويې دې - خو حقه خبره داده چې دا هم هغه ملي روحيه ده چې خپله پښتونخوا راياده شي نو د ډيلي تخت ته لته ورکوي - او ترې را روانيږي - دا هغه ملي روحيه ده چې د کور نه په غريبۍ پسې ورک سور سپين پښتون ته يو تور تپلے بابو پښه په جولۍ کې ايښې وي او دا د خيبر د جولۍ او تاترې د سر بچے لګيا وي ، هغه ته بوټ پالش کوي - په دې مزدورۍ نه شرميږي او نه غصه کيږي - خو چې چا معتبر نه معتبر سړي دده پښتو خو پريږده ، ننګ خو پريږده ، مشر کشر هم خير دے پريږده ، هغه خو لويه خيره ده ، په هغې خو سر ورکوي ، خو که دده د نسوارو ډبي ته چا سپک اوکتل نو که دے ځوان وي نو سترګې او مټې به ورته اوښايي او که کشر هلک وي نو لکه د مچۍ به ورپورې اونخلي - خو دا هم واوره! يو وخت چې مولانا عبدالحميد بهاشاني د نني بنګله ديش او پخواني مشرقي پاکستان اوسيدونکے او د نيشنل عوامي پارټۍ پاکستان صدر وۀ ، د خپلو ديرشو ملګرو ليډرانو سره پښتونخوا ته راغلے وو - باچا خان هغوۍ بنو ته روان کړل - د بنو نه باهر د دوۍ مخې (استقبال) ته لوۍ جلوس راوتلے وو - په هغې کې د بې شميره پښتنو د بهير په سر کې څه دولس درانۀ درانۀ ډولونه غږيدل - او لښتۍ (هلکان) ګډيدلې - ښاغلو بنوڅو ځوانانو ډول ډول چغې وهلې او د غربين ډزونه يې کول - يو بې مثال عوامي جذبه ، زور ، شور ، قوت او ولوله وه - که زوړ وو که ځوان وو ، هر يو ببر لښکر وو - بهاشاني چې دا هر څه اوليدل نو هغه هم را اولړزيدو - او ملګري يې هم مست شول - دوۍ هم کله لاسونه وهل او کله شورول شورو کړل - په دې دوران کې مولانا صاحب بابا ته ويل چې ته دا قوت لرې او ون يونټ درباندې لا قايم دے؟ بابا هغه ته مسکے شو ، ځواب يې ورنکړو - ځکه چې دا د ځواب وخت نه وو - د جوش جذبې او قوت د نندارې وخت وو ګني نو هغه ورته ويلے شول چې تاته خو ددې پښتنو يو صفت ښکاري خو هغه بل صفت دې نه دے ليدلے چې هغه تربورولي او بې اتفاقي هم ده - هم ددی جلوس دوه مشران وو - يو صدر رحمزاد خان ، بل سالار يعقوب خان - دواړه په دی جلوس کې يو ځايې راراوان وو - خو د يو بل مخالف وو د يو بل په عزت خپه کيدل ، د يو بل پښې به يې وهلې - تر دې چې دواړه لاړل وفات شول -خو بې اتفاقي ترې اونه وتله - نو پښتانۀ به هر څه هر څه وي او هر څه به کولے شي ، که د بنو دی او که د قندهار ، خو تر هغې پورې هيڅ نه دي او هيڅ نشي کولے تر څو چې پکې ملي اتفاق پيدا نشي - اتفاق په پښتانۀ کې پيدا نه شو ---- ګني ما به د مغل ګريبان پاره کړ (خوشال بابا) دريم مارچ کال ١٩٩٤

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki