FANDOM


دا هم يوه عجيبه ښار دى، دلته ټوله ورځ د مرګ كيسې كېږي او ډېر داسې بې تفاوته مرګونه پېښيږي، چې څوك ووژل شي يواځې خلك د خولې په څك څك د هغه د مرګ د افسوس اظهار وكړي...

نور پټه خوله پاتې شي... ځكه هرڅوك د خپل مرګ په اننظار ناست دى... څوك به راشي... څوك به يې مړي كړي... خو څوك، ولې او څله يې وژني، دا پوښتنې به تر قيامته د وخت په ستوني كې بې ځوابه پاتې وي...

دلته يواځې د خبرونو سرټكى په كار ده... په داسې ښار كې به ژوند څنګه وي... په تېره بيا د هغه ماشوم ژوند چې ټوله ورځ سپيلني دودوي، هغه په دې نه پوهيږي چې سپيلني د څه لپاره دود كېږي، خو درګرده په وړه ژبه تكراروي، نظرمات، نظرمات، او له دې سره په څنګه كې پخوانى نااشنا د پيريانو خبرې هم كوي، او په دې باور دى چې د ده سپيلني د پيريانو مخه نيولى شي، خو هغه په دې خبر نه دى چې اوس د پيريانو او ښاپيريو كيسې د اسطورو برخه ګرځېدلې او اوس خلك په خپله په همدغه رول كې راڅرګنديږي، په نيمه شپه كورنو ته ورځي، خلك راباسي، ډبوي يې، ګواښي يې او وژني يې...

دې ماشوم په وار وار د چاودونو او ډزو په كړسا كې په منډه، بې له كومې ويرې د خلكو مخ ته پر سكروټو له سپيلنو دودونه پورته كړي، ځكه د هغه په كور كې مور او سپين ږيرى نيكه په كراتو كراتو وږي ويده شوي دي، كه دى ورته څه پيدا نه كړي، نو...

ماشوم هر سهار سپيلني په بوغره كې ورسره وړي او د ښار دوكانونو، هوټلونو، موټرونو او خلكو ته يې دود وي... دا همت ناكه ماشوم ښكنځل شوى، وهل شوى، خو له خپله كاره نه دى مايوسه شوى...

د هغه مخ د وخت د نادودو تريخ انځور وړاندې كوي او زاړه خيرن كالي يې بيا د ژوند ښه رښيتنى انځور دى...

مګر تېره ورځ يې د كاليو د تخرګ څيرېدلو د مور او نيكه زړونه نور هم شنه كړل، خو بخت ورسره بله نادره وكړه.

مور يې دې ته وارخطا ده چې د زوى لپاره نورې جامې نه لري، كه يې دا كالي نور هم وشليږي، بيا به څه كوي كور كې سرګردانه ګرځي ستن يې را پيدا كړه، د نيكه په كوټ كې يې څرخه كړې وه... خو د غريبۍ او بي وسۍ په كور كې يې تار پيدا نه شو، زوى يې په ژړاندو سترګو له كوره را ووتى، مور به مازيګر ته تار پيدا كړي، بيا به د زوى كالي ګنډي...

ماشوم سهار په هغه څېرو كاليو كې ښارته ځي په كوم دوكان كې له بوغرې سپينلي راباسي چې پر سكروټو يې ودودوي، د يو ولاړ كس يې تخرګ ته پام كيږي، خو په حيرانى سره وايي.

دا څه دي؟

هلك په مايوسه لهجه وايي، اغ اغ اغه پرون څير سو نور كالي نه لرم.

خو ځوان ور نېږدې كېږي تر تخرګ لاندې كميس يوې او بلې خواته كوي.

نيم ساعت وروسته د دوكان تر مخ په لسګونو ځوانان راغونډيږي، ماشوم د خلكو په خبرو نه پوهيږي، وارخطا وارخطا يوې او بلې خواته ګورې، خو يو ځوان رامخ ته كېږي له هلكه كميس باسي، ټول چكچكې كوي زنداباد زنداباد.

د ماشوم د سپيلنيو بوغره له پيسو ډكه ده، هغه نه پوهيږي، څه شوي... خلك بدن ته حيران حيران ورګوري، خو بې له دې چې دى سپيلني ورته لوګى كړي يا څه ورته ووايي د ولاړو خلكو لاسونه جيبونو ته لويږي او له هغې خوا د ماشوم په وړاندې سلګون، پنځوسى باد باد لكه د واده د زوم پر مخ را لويږي.

ماښام چې هلك كورته راځي نيكه او مور يې پيسو ته حيرانيږي...الكه غلا دې كړې ده كه څه ټكه ده...

سهار د ښار تر ټولو په لويه او محترمه ماڼۍ كې ځانګړي مراسم نيول شوي، دي خيرن هلك په خيرنو جامو كې د ښار د مشر مخ ته دريږي.

د ښار مشر دهلك نيكه ته وايي: ستا دلمسى پر بدن زموږ د ګران هېواد نقشه ده...

خبريالان ټس ټوس ... پړق پړوق... عكسونه اخلي، د نيكه په سپينه ږيره كې له خوشحالۍ اوښكې را روانې دي، هغه په نخچه نه پوهيږي، خو د مشر له خوا د كور سوغات او د سوداګرو له خوا د پيسو باران ، د ده د ټول ژوند خوبونه رښتيا كړي دي...

هلك لوڅ بدن له ماڼۍ بهر شو، كيڼ لاس يې پورته نيولى... ټولو خلكو يې پر بدن جوړي خدايي نخچې ته ګوته په غاښ نېولي، ګوري...

دخلكو په ګڼه ګوڼه كې دوه ماشومان چې د هلك انډيوالان و او ټول ورځ به يې په ښار كي سپيلني د نظرمات لپاره خلكو ته دودول، د ماشوم خواته رامنډې كړې، د ماشوم مخ ته يې ژر ژر خپل كميسونه وايستل، په مايوسه تنكيو لهجو يې ويل زموږ په بدن كې نچې نسته؟ موږ ته به اوم مځكې او روپۍ راكړي.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki