FANDOM


تر اوسه کله هم دهغوى کور ته دکلي دومره ډېرې ښځې نه وې راغلي ، له ډېرې خوښۍ نه حيرانه وه او په جامو کې نه ځايېده ، هغې په خپل اولس کلن عمر کې او بيا چې کله دا په ښه او بده پوهېدلې وه نو هېڅکله هم دکلي ښځو او ددې همزولو ددوى کور ته د ورتلو لپاره زړه نه ښه کاوه ، دومره مېلمانه ايله هغه وخت يو ځل ورکره راغلي وو چې کله دلومړي ځل لپاره ورته له څلورو خويندو وروسته خداى تعالى يو ورور ورکړ .

خو هلته هم ددوى د ناستې دغه کوټه تر نيمايي ډکه وه او ټولو يې پلار ته مبارکي ورکوله ، ددې ورور ته يې نومونه انتخابول خو دهغې نه وروسته بيا هېڅکله هم ددوى په کاله کې دومره ګڼه ګوڼه رانغله ، حتى په اختر کې به هم خلک د ډوډۍ او مبارکۍ لپاره دومره نه ورتلل، لکه دنورو کليوالو کورونو ته به چې په شور او خوښۍ سره ور روان وو .

چا به ويل په کور کې څه نه لري ، مور يې ناروغه ده او دزرۍ به لا څه سرشته او دېګ وي ، چى دوى دې په ورتلو دبل چا له ډوډۍ نه ځان وباسي ، خپله زرلښته هم په دې پوهېده چې څوک يې دلاس خواړه هومره په مينه نه خوري ، دې که هرڅومره کوښښ کاوه چې خواړه او کړه وړه يې دنورو کليوالو ښځو غوندې منظم او ستره وي ، او دغه نوم له کورنۍ نه لرې کړي خو کله هم بريالۍ نه شوه او اوس يې هېڅ هم نه شول کولاى ، بس نو مور يې ورته دغه نوم پرېښى و ، چې نظافت ته پام نه کوي .

څوکليوالو يې په خواړو کې وېښته ليدلي وو ، حتى يو ځل خو يې دوريجو په لوى دېګ کې دوړوکې خور بوټ هم راوخوت چې ځينې کليوالو به يې تر ژبو لاندې کيسې کولې .

زرلښته چې دخپلو همزولو ترمينځ په زرۍ مشهوره وه ، نن دې نندارې ته بيخي حيرانه وه ، له ټولو ښځو يې په خپل نظر کې مننه کوله او کله کله به يې په زړه کې ترې بلا ګيلې درېدلې وې ، چې په نورو شپو ورځو کې يې په زاريو هم کور ته نه راتلې ، خو نن يې چې کابل ته ددوى دکډې تلو خبره واورېده ، ټولې له يوې مخې راماتې وې ، په همدې اړه يې ورسره خبرې کولې ، وړې او زړې پسې خپه وې .

له ټولو نور دخداى پامانۍ او دتګ د علت پوښتنه هېره وه ، نن يې په پوره مزه سره دزرلښتې په لاس تيار شوي چايونه څښل ، زرلښتې په ټولو دچايو پيالې وېشلې او پوښتنو ته به يې ځوابونه ورکول، مور يې هم په کونج کې له څو ښځو سره ناسته وه او کابل ته يې دخپل تګ په مجبوريت خبرې کولې او ويل يې چې زوى ته يې تګ راتګ سخت دى او سبق ترې پاتې کېږي .

زرلښته هم د وره خواته ورغله او دخپلو دريو ګاونډيو پېغلو همزولو سره کېناسته، په څېره يې دخپګان نښې خورې وې او غوښتل يې چې په خپلو ملګرو او کلي پسې ځان خپه وښيي ، يوې همزولې يې پياله په ځمکه کېښوده او دې ته يې وکتل

زرلښتې ! اوس سبا مو کډه ريښتيا ځي ؟

زرلښتې سوړ غوندې اوسيلى وکړ

هو شبنم خورجانې ، پلار جان خو مې تاته ښه معلوم دى ، چې سر زوري يې په ټول کلي کې نوم لري ، نه ګورې چې په انکړ کې مو کالي ټول راغونډ کړي ، بس نو سبا وختي ځو ، پلار مې وايي چې هلته مو ښکلى کور پيدا کړى ، چې د ورورک مښتب (مکتب ) ته مې نږدې دى او موږ به ټول ورسره ارام وو ، هلته به لږ اسري (عصري)شو ، هرڅوک به په خوښۍ زموږ کور ته راځي ، هر څه به مو پاک ستره وي ، تاسې به هم خداى يوه ورځ مجبور کړي چې هلته راپېښ شي .

له ځان سره يې وخندل او خبرو ته يې دوام ورکړ

دلته مو ځمکه او باغ هسې هم مخ په وچېدو دى ، دکارېز اوبه ورځ تر ورځې کمېږي ، هلته به کوم يو دکان جوړوو له خيره ، زه چې هر ځل دلته له کاکا دوى کره راځم تاسې ته به هم توهپې (تحفې) راوړم ، تاسې خو مې نه هېرېږى، بېګاه مې هم له ځان سره په تاسې پسې ژړل .

په همدې کې څو نورې ښځې هم کوټې ته راننوتې او دزرلښتې مور يې ستړي مشي ته ورپاڅېده .

خو زرلښتې زر خپل مړوند ته لاس کړ ، شپږ بنګري يې راويستل او دوه دوه يې دريو واړو ته ورکړل او بيايې له ګوتې خپلې درې واړه ګوتې هم راويستې

واخلئ ! داهم زما دلاس نښه بل څه نشته راسره ، بل چاته يې نه ورکوم ، ګورئ دا به تر مرګه درسره ساتئ ، اوس بل څه نشته راسره.

همزولو يې يو بل ته وکتل موسکې شوې ، زرلښته له همدې خبرې سره پاڅېده او نوو راغلو ښځو ته يې دچايو پيالې ډکې کړې ، بيايې مخې ته کېناسته .

+++++

سهار وختي يې دکور مخې ته مازدا موټر هارنډ وکړ او دوى زر زر په تياره کې دکوټې خواره واره څېزونه چې ورته ضرورت و او د وروستۍ شپې تېرولو لپاره يې پرېښي وو ؛ سره راټول کړل.

زرلښته تر ټولو وړاندې کوټې ته ننوته، يوازې پلاستيکي سترنجي او درې څلور توشکي چې بېګا دوى پرې شپه کړې وه پاتې وې ، لومړى يې د دروازې دڅنګ دبخملي پوښ توشکه را اوچته کړه او په تياره کې يې څه تر پښه لاندې شول ، لاس يې ټيټ کړ را اوچت يې کړل ، په ترږمۍ کې کړکۍ ته نږدې ورغله ، ددريو ګوتو غمي وځلېدل او دبنګړيو څو ټوټې يې په منګلو کې را اوچتې کړې وې، سر پرې وګرځېد ، حيرانه شوه ، خو دموټر بل هارنډ يې دفکرونو لړۍ پرې کړه او زر زر دتوشکو په راټولولو بوخته شوه .

٢٠١١ نومبر ٣٠ کابل

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki