FANDOM


ريحانې چې له انګړ څخه د خپل پلار ټوخي واورېدل، نو نزدې و چې موبايل يې له لاسه پرېوتى واى، په ډېره بيړه يې موبايل مچې كړ، وار خطا يې وويل،(( بس دى ګرانه! پلار سپېره مړى مې لكه چې راباندې راغى، اوس به مې بې اجله ووژني.

اړيكه پرې شوه او ريحانې هم اوږده اوږده ساه واخيسته، په زړه كې يې خپل ګران پلار ته ښې ډېرې ښېراوې وكړې او بيا يې په همدغه زړه كې د خپل ناليدلي يار انځور اشارې ورته وكړې، هاى لېونيه! د خپلو پستو او خوږو خبرو په څېر به دې د رنګ خواږه څومره په زړه پورې وي؟ كه ومې ليدلې نو روغ به دې وخورم...

په دې شېبه كې يې پلار هم كوټې ته راننوت، يو ځل بيا د ريحانې سايلينټ موبايل سترګې وپړقولې، خو هغې ژر تر پلو لاندې كړ.

د ريحانې پلار عمر جرار د پاخه عمر يو روښانفكره مامور و، خپله يې په ازغيو هم شپه كوله خو اولادونه يې د ورېښمو او د ګل په پاڼو كې رالوى كړي وو، بيا خپله مشره لور ريحانه خو پرې دومره ګرانه وه، چې شېبه به يې ونه ليده نو زړه به يې له درونې ورپسې ټوپونه وهل. نن هم چې څنګه له دفتره كورته راغى نو سيده د ريحانې كوټې ته پسې ورغى.

سلام پلار جانه! څنګه وه ورځ دې؟ بيا يې د خوشامندو په پار ورمنډه كړه او د خپل پړوني په پيڅكه يې د مخ خولې ورپاكې كړې.

ښاده شې لورې، چې څومره درباندې ګران يم... هو ريښتيا هغه مور دې څه شوه؟

پلار جانه! ترور بي بي ناروغه شوې وه، نن د هغې پوښتنې ته ورغلې ده؟

دا خو يې ښه كړي دي لورې! مقصد هسې پوښتنه مې يې كوله. ريښتيا ننۍ ازموينه دې څنګه وه؟

ښه وه پلار جانه! كه خير وي دا ځلې درته له مرواري شيشكې نه نمره نيسم، كه ومې نه نيوه نو بيا خو ونه شوه.

دواړو پلار و لور د يو بل لاس ته ټك وركړ او په خندا شول. په دې شېبه كې به خداى زده د ريحانې موبايل ته څومره زنګونه راغلي وو، خو ريحانې به څرنګه د خپل جانان تېلېفون ځواب كړى و؟ هغه پلار سپېره مړى يې چې بوڅ ورته په كوټه كې ناست و.

+++++

عمر جرار اكا په چم ګاونډ كې ښه منلې څېره وه، په كلي كې هم تر هاغه وخته ښه شمله ور ګڼل كېده، چې لور يې اووم ټولګي ته نه وه رسېدلې، خو كله يې چې خپله ريحانه له لومړني ښوونځي څخه د لېسې په اووم ټولګي كې كېنوله، نو لومړى ډز پرې د خپلو ورونو له خوا وشو. بې شرمه! بې حيا! لور دې غټه چونډۍ شوه او ته يې ښوونځي ته استوې، سبا به دې له خيره سره په كور د لونډانو باران راووري.

جرار اكا هم د خپلې لور د تعليم په لاره كې خپلې كورنۍ او هر چاته لته وركړې وه، دى پوهېده چې زما لور زما شمله ساتلى شي،ريحانه هم د ښوونځي تر ټولو ممتازه زده كوونكې وشمېرل شوه، په يوولسم ټولګي كې ناروغه شوه، ځكه نو دا ځل دوهم نومره شوې وه. هغه به ډېره خفه وه، پلار يې هم د هغې د زړه خوشالولو لپاره يو ښه اعلى موبايل سيټ ورته واخيست، كله نا كله څه چې هره ګړۍ به يې پلار په خپل موبايل باندې احوال اخيست، يوه ورځ وه چې په بدله شمېره باندې زنګ ورته راغى، ريحانې د اوكې تڼۍ كېكاږله، له مقابل لوري تر شاتو خوږ نارينه غږ و.

- سلام اسلمه! چېرته يې؟

- دا خو د اسلم شمېره نه ده، ته سهوه شوى يې.

- ښه نو ډېر وبخښه! بيا به زنګ نه درته وهم.

هيله كوم ر.. ر.. ر...ريحانې چې څو د رور كلمه ورته په خوله راجوړوله اړيكه لا پخوا پرې شوې وه.

لږه شېبه به لا تېره شوې نه وه چې بيا زنګ راغى.

- بلى، درته ومې ويل كنه چې شمېره دې غلطه كړې ده.

- د مرچكي له دكانه راكېوزه، ته ريحانه نه يې!

- اخ! ته څه پوهېږي؟ چې زما نوم ريحانه دى؟

- زه په دې هم پوهېږم، چې ته د عمر جرار نازولې لور يې، غټې غټې د هوسۍ سترګې لرې، دنګه ونه، صراحۍ غاړه، سپين غومبري، سرې نرۍ شونډې، ليوني كاته، ګل ځواني دا هر څه لرې خو بس د دوه شيانو كمى دى، يو دا چې پر سر د شهزادګيو تاج او بل خپل شهزاده نلرې.

ريحانې ته غوسه ورغله! نږدې وه چې كنځا ورته وكړي، خو اړيكه يې ور پرې كړه.

غوسه وه، ډيره غوسه وه، جنكيانو به ورته زياتره ويل ته لېونۍ چې په غوسه شې نو نوره هم ښايسته شې... دا به ورته لا په غوسه شوه ... خو اوس د هغه نابلده غږ له شمېرې راغلي مسېج وخندوله.

ته چې غوسه شې لا ښايسته شې...

ژر لاړه او هېندارې ته ودرېده، هو! د ريحانې غومبري له حيا نه ډكې غوسې سخت ور سره كړي وو، او داسې ښكارېده لكه لكه لكه......

دا ځل نو ريحانې زنګ ور وواهه.

- ته چې هر څوك يې له دې سره زما كار نشته، بيا ماته زنګ ونه وهې، زما پلار د قهر په وخت كې د يزيد زړه لري، ما ته كار مه ګوره او دا زما په اړه معلومات دې له چا څخه اخيستي؟

- داسې فكر مه كوه، چې خداى مكړه زه به تاته كار ګورم، ستا عزت او حيثيت زما دى، په ما د نورو خلكو غوندې ګومان مه كوه، زه دومره سپك نه يم او نه دومره...

- بس بس ما كله درته ويلي دي؟ چې ته سپك سړى يې، خو مازې درته ومې ويل چې ما بيا داسې په عذاب نكړې،زما پلار په ما ډېر باور لري.

- هېڅ خبره نه ده، زه به د شپې درته زنګ وهم او بله دا چې ستا په اړه معلومات ما په خپله راغونډ كړي. تاسره په ټولګي كې زما خور هم ده، له هغې سره مې ليدلې يې او ستا خويونه راته هماغې ويلي دي.

- څه نومېږي دا لېونۍ! چې سبايې ويښتان درته وباسم.

- اوس خو يې بېخي نه درته ښايم، بېګا ته درته زنګ وهم، ويښه اوسه.

+++

ريحانې ته غوسه هم ورتله او يرېدله هم، خو بيا هم د هغه زنګ ته ويښه په خپله كوټه كې ناسته وه، چې زنګ راغى

- سلام ګرانې!

- دومره مه راخوږېږه!

- وايه څه دې ويل؟

- هېڅ مې هم نه ويل، كه ته خپه كېږې نو دغه دى اړيكه به پرې كړم.

- نه نه لېونيه! اړيكه خو مه پرې كوه!

- څه دې وويل زه لېونى يم!؟

- خداى دې نه كړي دا خو بس زه هر چاته وايم... او بيا د دوى ترمنځه د مينې او محبت پټه كيسه پيل شوه .

نن هم چې د ريحانې په كور كې څوك نه وو، نو ريحانې خپل لېوني ته زنګ وهلى و.

ريحانې ته خپل ناليدلى تېليفوني ملګرى تر ځانه هم ګران و، له ځانه سره يې پتېلې وه چې هر څنګه وي نو زما قبول دى.

ريحانه چې هر څومره ښه وه، هماغومره يې په تېلېفون باندې له هغه سره چې دې به ورته له نازه لېونى وايه، ټولې اخلاقي پولې نړولې وې.

پټې پټې ډالۍ هم يو بل ته استول كېدې، د واده پاخه لوظونه هم شوي وو خو لېوني تر اوسه خپل ځان نه و ورته ښودلى. وار تر دې راورسېده چې نن د ريحانې پلار چېرته په سفر تللى و، مور او واړه ورونه يې په يوه كوټه كې وو او په بله كوټه كې ريحانه له خپل لېوني سره بوخته وه.

سهار ملا اذان دواړه په نه زړه سره بيل شول او د ريحانې دوى د كور په انګړ كې د اوبو لوښي هم وكړنګېدل.

لږې ورځې به نه وې شوې چې د رېحانې خوا وګرځېدله، كانګې يې وكړې، رېحانه پويه شوه، په بيګايې لېوني ته وويل، مور دې موږ كره راولېږه.

= د څه لپاره؟

- همدا چې ما تاته وغواړي، ګني بيا به كيسه خړه شي.

- توده مه خوره! لا خو ته هم وړه يې او زه هم كم عمره يم او بيا د مينې خواږه مو هم لا سم څكلي نه دي.

- لېونيه دا خبرې پرېده، دغسې كار شوى...

- چې دا خبره ده نو زه خو له تاسره واده نه كوم!!

- ولې؟؟؟

- تا ته خداى زده له كوم يار څخه درپېښه ده.؟

- دا څه وايې؟ ما خو له تا پرته بل...

- خوله دې دربنده كړه، ما نشې غولولى، ستا ټول كارونه د فاحشې دي. زه به اوس ايله بيله له تاسره واده كوم؟ زما په زړه د جلۍ او واده هېڅ ارمان لا نه دى پاتې.

رېحانې په شټ شټ ژړل

- داسې مه وايه زما ژوندخو به خاورې كړې!

- يوسل ځله دې خاورې شي، ماته بيا زنګ ونه وهې.

له همدې ورځې د لېوني تېلېفون بند شو. ريحانه لكه د خزان د پاڼې زيړه واوښته، نمره يې هم تر ټولو جونو وروسته وه...

نن مازيګر ريحانې ښې پاكې جامې واغوستې، سبا ته روژه وه، پيشمني مهال چې مور راپاڅوله نو غږ يې نه خوت. په زوره يې راكېنوله خو بېرته ړنګه بنګه لاړه، اخۍ! دې لېونۍخو زهر خوړلي وو.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki