FANDOM


د مور مړونه

" توبه مي دي وي خدايه. د اخير عمر د خواريو مووساتي، چي نور لا څه را کوي . دغه اوس خو د بل په غولو کي ښويدلي يو. ګوره چي څنګه به سي . ته را سه ګز پر کښيږده. زموږ په بالا ملک کي خو تر اوسه لا زموږ د زرګونو کالو پخوا دود او رواج چليږي. يو څو کسه که سواد ولري نور ټوله انسانان مو بې سواده دي . د ملا مو خط نه دۍ زده او دغه عيب هم نه دۍ. وايي هغوي خو په علم الدين پوهيږي. خط څه کوي. اوس مو دغه دي امير هم خپل سرۍ سو . که داسي خبر واي ولله که په عمر له هندوستانه راغلۍ واي .... " ښوونکي يې خبره ونيوله ويې ويل: " مساپر کاکو خداي دي خير کوي . کله چي امير خپل سرۍ او د ګردي دنيا سره ښکر په ښکر سوۍ و، نو ما به ويل زياتي د خير څخه لاس پر سر کي . ولله که سمه ورځ ووينۍ. خو هغه امیرددې زمانې پر ضد خپلو کارونو ته نوره هم زور ورکړ. امير ته د ليريو او نيژدې ملکونو پاچا هانو ډير نصيحتونه وکړه، خو د امير چرګ يوه پښه درلوده. د ډيرو ملکو د پاچاهانو زموږ د امير له کارو څخه ښه نه کيدل او د خپلو ملکو په تاوان يې بلل. دا خو په دې چي زموږ بالا ملک په داسي ځاي کي پروت دۍ چي د ډيرو ملکو رودونو زموږ له غرونو څخه سرچينه اخلي. نوموږ د ډيرو ملکونواوبه خټي کولاي سو. له همدې کبله د بالا ملک لويشت، لويشت خاوره د سرو زرو سره برابره ده . ځکه نو د ټولوملکو پاچاهانو زموږ د امير پر ضد سلا سره يوه کړ. څرنګه چي زموږ د ملک سره ټولو غرضي ملکونو علاقه لرله، نو يوه يا څو وطنو نسواي کولاي چي بالا ملک لاندي کړي . ځکه نو د حريفو ملکونو سلا پر دې شوه چي ټوله غښتلي به په يوه سلا او يو ځل زموږ په خاوره را ننوزي. هماغسي يې وکړه چي هيچا د چا سره نه وه کړي. " مساپر کاکو ورته وويل : " ستا په ټولو خبرو پوهيږم . خو امير ولي داسي کوله ، په ګردو يې کله زور رسيدۍ. هغه دۍ وتښتيدۍ او وطن ته مو د ګردو ملکولښکري ننوتلې. د هر ملک لښکرو د خپل توان په اندازه د بالا ملک خاوره ونيوله. اوس نو راسه د دې ناتار غزلو ته غوږ و نيسه. اوس خو هغه دۍ وينې د هر ملک سر لښکر خپلواکشاه او د خپل سر پاچا سو...."په دغه دخت کي در وازه وټکيدله او ښوونکۍ ور ولاړ سو. د ځان سره يې وويل لکه چي مامدو دۍ. محمدو یې ماومد تلفظ کاوه . دوي د مساپر کاکو په کوټه کي ناست وه. هغه انډيوال يې راغلۍ چي په سودا پسي يې استولۍ و. ښونکي ور پرانيستۍ او له مامدو څحه يې پوښتنه وکړه چي ولي يې ډير عمر وکړ، خيريت خو و. مامدو ور ته وويل: " په پاټکو د داخليانو غالمغال و، لاره يې بنده کړې وه، ما لاره بدله کړه پر نورو کوڅو را غلم." سودايې کښيښوله . د ديګ په کار پسې سو. مساپر تر دوکانچې لاندي د کوترو د کوډلي غوندي يو ځاي جوړ کړی و او په هغه کي يې د خټو ديګدانونه وه . ددغه ځايه څخه يې د پخلنځي کار اخستۍ. مساپر پر مامدو ږغ وکۍ : " اول يو چاي کښيږده." مامدو په خپلو اوږدو پښو يو دوه ګامه د څاه خوا ته واخستل، اوبه يې را وکښلې، لوښي يې ډک کړل ، په يوه توره چايجوشه کي يې د لرګو پر اور اوبه کښيښولې . پټاټي يې پريولې او پوستیدلو ته يې کښينسۍ. مساپر ور ته وويل، تا ويل د پاټکو داخليانو...." مامدو يې خبره ونيوله: " هو، ګوره پر څشي يې سره غالمغال و ، زه ورته ونه دريدلم...." مساپر ښوونکي ته مخ واړاوه او د خپلو خبرو په ادامه يې وويل: " ها وګوره هر خپلواکشاه د خپلو لويو او کوچنيو لښکرو او عملې او فعلې سر بيره زموږ له سړو څخه سپايا، ماموران، جاسوسان ، او نور ونيول او د کورو مخ ته یې په پاټکو کی کښینول. هر يوه د خپل ملک پيسې زموږ په پيسو اړولي دي او په دواړو لاسو يې بې غرضه مصرفوي. خلګ دغه کورني مزدوران داخليان بولي " معلم صاحب ورته وويل، " هو تا ول پيسې بي غرضه مصرفوي . نابللو ميلمنو د پخواني امير کار نه و تمام کړۍ هغه دي بيرته پر را وګرځيدل اوس دي نو ځان ورته ټينګ کي" مساپر کاکو ورته وويل : " اوو، خارجيان خو نود زياتو مځکو په لاندي کولو او د بالا ملک د خلګو په نوکر کولواخته سول . د هر ملک خپلوا کشا لګيادي وطني نوکرانو ته خپله ژبه ور زده کوي ." ځوان انډويوال ديګ پوخ کړي و او راغۍ له دوي سره کښينستۍ. دوي چاي خوړلې . ځوان ځان ته چاي واچولې. څو غړپه يې وکړه . ستړيا يې رفعه سوې وه . پوښتنه يې وکړه، دغه خارجيان لکه چي سره مخالف سوي دي، چي پاټکان يې جنګونه سره کوي، که څنګه ؟" معلم ورته وويل : " نه بابا ، هغوي څنګه جنګ سره کوي. جنګ هم د هغوي په پاټک کي زموږ خلګ کوي. هو، د خارجيانو په منځ کي به خامخا کومه نازک نارنجي سره راسي، خو متل يې کړۍ دۍ، د سپو کور پر کور بدي وي ، خو ملنګ ته يې سلا يوه وي ." ځوان وويل: " نن په بازار کي ډير بير و بار و، ترافيکان يې لا وارختا کړي وه . ولله که مو په دې ښار کي ارامه ورځ ليدلۍ وي. " مساپر کاکو ورته وويل: دغه هم ددې خپلواک شاهيو وروسته دغسي سوه که نه. پخوا په پايتخت کي لوي او پاک سړکان ، کوچني او غټ د مالونو ډک دوکانونه وه. د دوکانو مخي ته په راستو او سړکانو کي لږ لارويان تيريدل چي ارام، ارام به په يوه کار پسي روان وه . زياترو خلګو يو له بله سره پيژندل او تر منځ يې خپلوۍ او شناختونه موجود وه. زياتره خلګ چي به په ښار کي سره مخامخ سول، نو به يې يو بل ته سلام اچوۍ او د حال احوال پوښتني به يې سره کولې. د ترافيکو او پوليسانو به په ښار کي داسي دبدبه پرته وه، چي هر شی به په خپله قاعده کي روان و. هلکانو او نجوني به مکتبونو ته تلل او يو پاک او ارام ښار و. ته خو په هغه وخت په خپل کلي کي وې. کله چي دغه لښکري راغلې ، نو يې په مرکز کي ځاي ونيوۍ، ځکه چي دلته يې ښه ګزاره کيدله . په اطرافو کي يې امنيت نه سو نيولاي او برق او پاکي، صافي اوبه هم نه وې. هغه و، چي کلي غلو او لوټمارو ونيول زياتي نو هلته نه حکومت و او نه د خلګو پوښتنه. د خلکو مال او ناموس دواړه په خطر کي سول. خود نو خلګ د خپلو کليو او بانډو څخه ښارونو ته را مات سول. په دغه نو د ښارونو په تيره بيا د پايتخت نفوس ديرش، څلويښت واره زيات شوۍ .دلته په ښارو کي تر کليو امنيت او ژوند يو څه ښه و او د خارجيانو او وطني بډايانو او مامورانو مزدوري هم پيدا کيدلې." ځوانکي وويل ، خير بې غواړو. ته ودریږه چي لا څنګه کيږي. کاکو ډوډۍ را واخلم؟ ". درې سره موسکي سول. ځوان ولاړ سو او د کوټي له کونج يې سترخان چي يو خړ رنګۍ ټوګر و ، را واخست . ښوونکي له بدنۍ څخه په دستشوي کي د ملنګ پر لاسو اوبه ورواچولې او هغه په بسم الله لاسونه پريولل. پټاټې يې په يوه رويي کاسه کي د ستر خان پر منځ کيښولې . ښوونکي وويل: " په دونه ځواني کي ولله، غير له کاکو تر هر چا ښه کچالو پخوې. " محمدو، پوهيدۍ چي ولي ښه خوند کوي، نو يې وويل: " د غوړيو زور دي . اوس مي هم ډيري پيسې پر روغن مصرف کړي دي." مسافر وويل: " دغه خبره خو سمه ده ، لاکن بيا هم په کار کي دي لاس صاف سوۍ دي، هر شی چي پخوې خوند کوي. وګوري څنګه ژړي پټاټې دي. ښې دي سرې کړي هم دي. " ښونکي وويل: " څه ښه وختونه وه . ته وګوره پخوا به په دغوندي پيسو چي د پټاټو کتغ مو په وکۍ، ورجي غوښي کيدلې." مسافر کاکو ورته وويل: " پخوا د پخوا سره ولاړۍ اوس وګوره د شريکانو په دغه پاچاهي کي د کليو او بانډو خلګو ښار ته مخه وکړه . بازارونه داسي معلوميږ لکه د خلګو رود چي پکښي بهيږي . د ګردو خلګو سترګي رډي، رډي را ختلي دې. ټوله په يوه ګوله ډوډۍ پيدا کولو پسي ځغلي. هر چا ته چي ګورې تلوار يې وي. په بازار کي روان خلګ ګرده سره بيګانه دي ، هیڅوک ، هيڅوک نه پيژني. دغه زه او يا نور کسان چي په دغه ښار کي بلد و اوس ټول خلګ را ته بيګانه دي . ټوله خلګ، نور خلګ دي. ښار هم داسي را ته ايسي لکه بلا او مصيبت چي وهلۍ وي . ولله اوس ټوله خلګ بې سيده را ته ايسې . نه چا ته ګوري ، نه څه واي ، بس خپله لاره وهي ، په هيچا او هيڅشي کي ری هم نه وهي. لاري هم ولله که پخووانۍ وي. هر څه بدل سوي دي. هر څه بيګانه را ته ايسي ...." معلم خپله پکول له سره ليرۍ کي ، له وريښتو پاک سر يې ګرم سوۍ و. خوله يې موسکې وه خو تندی يې تيرو و. لکه زړه چي يې له داسي غمه ډک وي چي د ويلو وړ نه وي . خو ويې ويل: " کله چي د ديرشو، څلويښتو پاچهيولښکري په خاوره را ننوتې، نو ټوله يو د بله سره بيريدل . نو ټولوپه پايتخت کي اوړه واچول. يو د بله بيرييږي ،وايي که دی اطرافو ته ولاړ سي نور به په مرکز کي ټوله پاچهي غړپ وهي. څلويښتو پاچاهيو په پايتخت کي مرکزونه ونيول او پر ځانو يې سيميټي سنګرونه را وګرزول. په بازارو کي د پوليسو او ترافيکو پلار نظم نه سي ځني جوړولاي ...." محمدو وخندل ويې، پر سړکانو په دقيقه کي لسګوني ډول ،ډول موټران تيز رفتاران، لارۍ، ټانکونه، د لاس، خرو او اسانو کراچۍ، بايسکلان او د ښار ټوله خلګ تيريږي. زموږ ترافيک خو در معلوم دي چي ددغو ټولو موټرانو د سمولو پر ځاي هغوي ګډوډ وي . بيا نو چي پيښه وسي د دوي کار په جوړيږي . کاکو جانه هغه ستا د پخوانيو پاکو سړکانواو پلي لارو پر ځاي يو بل ډول بازار جوړ سو." مساپر کاکو څنګ اچولۍ و او ځوانکي ته يې وويل چي نوري چاي کښيږدي . بيا يې نو مخ ښوونکي ته واړوۍ: " پلي لاري خو د شناخته وتلي دي. پخوا خو داسي نه وې. پوليسانو څوک نه پريښوول چي دوکانونه راستې ته را اوږه کړي اوس خو دوکاندارانو د خپلو دکانو مخي ته تختونه ايښي دي . هغه يې خپلو دوستا نو او اشنايانو ته ورکړۍ او يا يې کرايه والا پر کښينولۍ دي . هغوي مالونه پر خرڅوي . معلم جانه پر خپلو سترګو مي باور نه راځي چي په هره راسته کي د دوکانو مخي ته او د چرۍ پر غاړه دوه قطاره دستګر دانان چي موږ و تاسي د سيارو دوکاندارانو نوم پر ايښي دۍ، ناست وي . په تبنګ، کپه او ټوکر کي يې مالونه اوډلي وي او خرڅوي يې. خلګ خواران د راستي په منځ کي د لاس پلورونکو د مالونو تر منځ پر پاتي نرۍ لاره په زحمت تيريږي. تر راستي هغي خوا ته خو چرۍ يا نري والې وې... " محمدو يې خبره ونيوله ويې ويل: " چري خو موږ بخارۍ بولو. " ښوونکي ورته وويل، دغه فرقونه سته، موږ هم راسته، پلي لاره بولو او دغه د مسافر کاکو چرۍ موږ کوچنۍ واله بولو. ..." مساپر خپلو خبرو ته ادامه ورکړه ويې ويل: " تر چرۍ هغي خوا ته پر عمومي سړک دوه قطاره لاس پلورونکي ناست وي. دلته هم د لاس پلورونکو د قطارونو په منځ کي د پلي لارويانو د پاره يوه نري لاره پريښول کيږي . پر عمومي سړک تر دغو دوو قطارونو او يوې نرۍ لاري وروسته نو پر پاتي سړک ، ډول، ډول موټران او ټانکان تيريږي ." معلم ورته وويل: " ترافيک او پوليس ولي هغه بازارونه، نه جوړوي لکه تا چي وويل ارامه ارامي به سي او ...." کاکو يې خبره ونيول ويې ويل: " تاسي ته خو معلومه ده چي موږ هر يو اجاره دار ته پيسې ورکوو، خو اجاره دار دغه مځکه له ترافيکانو څخه په اجاره اخلي او هر ماځګر هغوي ته خپل حق ورکوي ." معلم ورته وويل: " موږ هم مجبوره يو ددغي مځکي پيسې ورکو. خو بل هيڅ کار نسته . په کلي کي خو خپلي مځکي د اشرارو د لاسه را څخه پاته سوې. دغه دۍ دلته راغللو، خارجيانو هم دلته يوازي توپکونه او ټانکونه را وړي دي . کارخانه و د کار و کسب هيڅ لاره يې نه ده جوړه کړې. دغه دۍ موږ ټوله سيار پلورونکي سوو ...." محمدو وويل: " مساپر کاکو پخوا دي څه کار کاوه ؟ " د کاکو پر ځاي ښوونکي وويل: مساپر کاکو د ډيرعمر سړی دۍ، خداي دي يې لري. عمر يې په مساپري کي تير سوۍ دۍ. يوازي يې پنځلس کاله کلينري کړې ده بيا يې نو يو عمر په ټوله دنيا کي موټرواني کړې ده ." محمدو وخندل او ويې ويل: " څه وايې په پنځلس کاله خو تياره واني زده کيږي. ته وايې...." خو مساپر کاکو چي پر خپله تکه سپينه وړوکې ږيره او غونډو باړخوګانو يې لاس تيراوه، د خبره خبره ونيوله : " ته خو به نو خود وايې ته نو په پخوا څه خبر يې . خبره داسي ده چي پخوا ټوله سړکان اومه وه . يوازي به د لويو ښارو او ځني ولايتونو تر منځ سړکان په خاورو او شګو پاخه کړه سوي وه . پر سړک به يې خاوري اوارولې او بيا به يې اوبه پر اچولې ، موټران او لنګر به يې پر تيروۍ. بيا به يې شګي پر اچولې . بيا لنګر، بيا اوبه تر څو چي ښه به کلک او سخت سو . دغه نو د هغه وخت پوخ سړک و. خو د پسرلي بارانونه او سيلۍ چي به پر راغلې نو به بيا لکه د چیچکي یا کورکوري سړي مخ غري وري سو. خو بيا هم ښه و ، موټر نه پکښي بنديدۍ . خو موټر وانان به په ډير احتياط پر تلل . په هغه وخت کي نو ښه موټروان په يوه شواروز کي سل، يو نيم سل کيلومتره لاره وهلاي سوه . خو په پسرلي او ژمي کي چي به پلونه او پلچکان اوبو وړي وه ، د شيلو او ماندواوبو به سړکان خراب کړي وه، نو به موټران کتار ورته ولاړ وه او په ګډه به يې سړک جوړاوه . نو په ژمي او پسرلي کي به يوه ښه موټروان د ورځي ديرش، څلويښت کيلومتره لاره وهل. " توبه، توبه که به د يو چا موټر خراپ سوۍ واي. په دښت او سارا، په غره او ځنګله کي به له کلينر سره يوازي پاته و. دلته به نو چي موټر هر ډول عوارض او خرابي درلودلاي بايد چاره يې کړي واي که نه همالته پاتي او له لوږي يا ساړو مړه کيدۍ او يا شرمښانو خوړۍ . هر کال ډير موټر وانان او کلينران په دښتونو او غرونو کي مړه کيدل . موټر وان مجبوره وچي ځان په هر څه پوه کي او هر ډول خراپي تر ميم کي او بيا نو موټرواني وکي ، که نه په هر سفر کي يې د مرګ خطر و . په هغه وخت کي نو زموږ د ملک موټر وانان د نورو ملکو د ماسټر ميخانکانو غوندي وه . په هر څه به پوهيدۍ. موټروان به دغه ټوله کارونه په کلينري هم زده کړي وه . نو خود به يې لس، پنځلس کاله کلينري کوله تر څو چي ماسټر ميخانيک سي.... " معلم د چايو پياله ډکه کړې وه ، کاکو ته يې ورکړه .د هغه خبره يې ونيوله او مخ يې محمدو ته واړوۍ: " مساپر کاکو په خپل وطن او ګاونډي هيوادونو کي په کلونو موټر واني کړي ده . اردو يې زده ده په هر ملک کي يې ګزاره کولاي سوه . مساپر وويل: " خو اوس نو سپين ږيرۍ يم . له موټر وانۍ لويدلۍ يم خو د کاره نه يم لويدلۍ. د واده وخت مي نه کي پيدا . پر مساپري مين وم ، څه خوندونه مي واخستل او څونه ملکونه مي وليدل. اولاد، مولاد مې نه درلود، د کور او ماينې په ژوند نه وم خبر. ټوله وخت مې په خوښي او خوشالي تير کړۍ دۍ. په وروستنيو کلونو کي چي له سپرونوستړي سوم نو مې د موټر کار نه سو کولاي او هغه مې پري يښۍ. په خپل ښار کي مې دغه دۍ ځان ته يو کار پيدا کړيدۍ او ورځ مې ښه تيريږي . خپل ابايې کور مې وينۍ داسي جوړ کړي دۍ چي يوه کوټه مې ځانته را ګرزولي او سراچه مې ځني جوړه کړې ده په هغې کي اوسيږم . دوي خوني مې په کرايه ورکړي دې. ګزاره خو مې کيدله خو بيکاره نه سوم کښينستلاي . پخواني ياران او اشنايان خو مي ټوله وفات سوي دي ، خداي دي يې وبخښي . اوس دغه دۍ شکر تاسي مي ياران ياست "

مساپر به تل له دغو ځوانو انډيوالانو سره يو ځاي کار ته تلۍ او هلته به هم نيژدې سره کښينستل او د يو بل سره به يې مرسته هم کوله . يوه ورځ مساپر کاکو د يوه دوکان له اړخه خپل ځغلند دوکان چي دوي سيار دوکان هم باله، پرانيستۍ و . دوکان يې له يوه پنډ خړ ټوکر څخه عبارت و ، چي پر څلورو کونجونو يې اته کړۍ ګنډلي وې، په کړيو کي به يې يو تناو اچولۍ و . کله چي به يې دوکان خلاصوۍ نو به يې د مځکي يوه ټوټه پاکه کړه او خپل خړ کړۍ لرونکۍ ټوکر به يې پر هوار کۍ. پر خلګو به يې ږغ وکړ او د ځان سره يې په ورو اواز ويل ، " هلکو پام کوي لو مغازه، د ميلو مغازه ، د عمرو مغازه خلاصيږي . په نوبت ودريږۍ ، هر چا ته هر څه رسيږي . نوي مالونه، ارزانه مالونه او د هر چا د کار مالونه مي راوړي دي . چور مه جوړوۍ . " په دغو خبرو کي به يې هغه خړ ټوکر پر مځکه هوار کۍ او پر هغه به يې جراپي، د جيب دسمالونه، رنګارنک رخچيني، د کالو کنډلو څرخيان، د کوچنيانو پلاستکي چپلکي او نور داسي شيان چي ژرنه خراپيدل او نه ماتيدل، و اوډل . ورو ، ورو به يې نارې وهلې، " واخلۍ، خوارو غريبه ارزانه مي را وړي دي ارزاني يې خرڅوم ." چا به چپلکه ، چا به دسمال واخست. په دغه ورځ هم د ځنو نورو ورځو په شان پر سپايانو زور راغلۍ ، کوم مشر راغلۍ و يا ښايي د غټانو موټر تيريدۍ او يا به د اجاره دارانو او ترافيکو تر مشتريانو پرته د نورو کسانو شمير زيات سوۍ او بيخي به يې سړک بند کړۍ و، نو سپايانو په سيارودوکاندارانو پسي سوټۍ را اخستۍ و ، پر هغوي يې نارې وهلي او د لارو څخه يې ليري کول. خو ځغلندو دوکاندارانو ځانونه مستحق ګڼل او له سپايانوسره يې سپيني سترګي کوله . ځکه پيسې يې ورکولې . نو پوليسان مجبوره وه هغوي په سوټيانو ووهي. خو څرنګه چي زياتره دغه کسان يې مشتريان وه ، نو يې څوک نه خوږول او د هغوي پر غوټو يې واري کول. خو ځغلند دوکانداران تر وهلو د شيانو په ماتيدلد خوابدي کيدل . نو يې خپلي غوټي په شا کړي وي او د سترګو په رپ کي له ساحې ووتل . خو کله چي مشر يا د هغه موټر تير سو ، نو ټول ځغلند دوکانداران هماغسي د سترګو په رپ کي را وګرځيدل او خپل، خپل ځايونه يې اشغال کړل. خو دغو دوکاندارانو په دغه ترڅ کي يو دوه، درې مشتریان د لاسه ورکړي وه . ځکه هغوي خو هم ځغلند مشتريان وه . خو د مساپر کاکو کار داسي نه و. کله چي د دوکاندارانو ږغ پورته سو چي پوليسان راغله ، پوليسان دي ، ټولو نورو خو خپلي غوټي په تلوار ټولي کړې او لکه ماته لښکر له ميدانه وتلي وه ، خو مساپرد خپلي غوټي هغه په کړيو پييلۍ تناو کش کۍ ، غوټه يې اټوماټ بنده سوه او دۍ د يوه ستړي سپينږيري غوندي د هماغه ګاونډي دوکان له اړخه ناست و. غوټه يې په غيږ کي نيولې او په پټو کۍ يې پټه کړې وه . چي پوليسان ولاړه مسافر کاکو ځاي پر ځاي خپله غوټه خلاصه او نارې يې شرو کړي چي واخلۍ ارزانه دي. زياتره وخت به يې په دغه فرصت کي چي ميدان به لا خالي و، يو دوه شيان وپلورل . خو په دغه ماځيګر ساحې ته کوم بې عقل پوليس را غلۍ و ، کله چي په پوليسانو هله، هله ګډه سوه نو دغه بې عقل هم په سيارو دوکاندارانو پسي سوټی را اخستۍ ؤ. په کار بلد نه و، خلګ يې په سوټيانو وهل . په دغه وخت کي مساپر د خپلي غوټي په ټولولو اخته وه چي د بي عقل سپايي سوټی يې پر سر ولګيدۍ او د وينو شور سو . مساپر پر خپل تندي پټو ونيوۍ او له ميدانه ووتۍ. خو محمدوځان ور ورسيوۍ او د هغه تندی يې ور وتړۍ . په کار نا بلده پوليس ډير کسان خوږ او شوکي پوکي کړل . د يو شمير کسانو پزي ويني او د ډيرو پر سر او اوږو سوټی لګيدلۍ وه . دغو کسانو د مساپر په شمول کارته ادامه ورنه کړاي سوه او ولاړل چي خپلي ويني پاکي او ځانونه کورونو ته ورسوي. مساپر او د کار انډوالان يې دده سراچې ته ولاړل . مساپر کاکو له با زاره څو دانې بادرنګ هم له ځانه سره را اخيستي وه . کله چي کور ته ورسيدل نو محمدو وويل ، چي دی به چاي جوړي کي. مساپر د ښوونکي سره پر دوکانچه ټغر او توشکه اواروله. کښنستل د ټولو له خولې ساړه اسويلي وتله . مساپر کاکو ډير ستړۍ او خوږ سوۍ و . خو ځان يې ټينګ نيولۍ و او نورو ته يې ډاډ ورکاوه چي هيڅ خبره نه وه په کار کي داسي خبري پيښيږي. ښوونکي له کوټې يو غاب را ايستلۍ و او بادرنګ يې سپين کړي او په غاب کي يې ايښي وه . يارو چايجوشه او پيالې را وړي . بادرنک و خوړل سول. ښوونکۍ او محمدو پوهيدل چي مساپر کاکو هم خوږ سوۍ دۍ، نو يې په هغه ډيره خوا بده وه. ښوونکۍ وويل، " ياره نن مو ښه په سويه لتونه وخوړل. ولله ، حقوق بشر يې ښه پوره را پر ځاي کړه. پر داسي بلا اوښتي و چي د مساپر کاکو څخه يې هم حيا ونه کړه" محمدو وويل: " وهل خو موږ ټولو وخوړل، زموږ خو حق دۍ، يو خو ځوانان يو او بل لاس پلورنکي . اما د کاکو خوږولو ډير زور را کۍ. څه مو هم نه سواي کولاي ، عجب وخت ته را ووتلو." ځوان پياله له چايو ډکه کړه او مساپر کاکو ته يې په لاس کي ورکړه . وروسته يې نصوار واچول او ويې ويل: " څه ووايو کلونه وسوه چي نابلده خلګ را غالي دي او پر موږ پاچايي کوي . يو پاچا هم نه دۍ څو شلي پاچاهۍ مو په وطن کي جوړي سوې." ښوونکي هم خوږ و، تندی يې شين و . په داسي حال کي چي د تندي پړسيدلي ځاي يې په خيرن لاس معاينه کاوه ويې ويل: " کور مو خراپ سه ، دوي چي اول راغلي وه موږ ويل د بډايو ملکونو په پاچاهيو کي شريک سو، انشاه الله ژوند به مو ښه سي، خو ورځ په ورځ بيکاري ، غلاوي او بې ناموسي زياتيږي. تر دې خوولله هغه شمالي ګاونډی ښه و . په نس خو ماړه و، په ښارو کي خو امنيت و . اوس څنګه سوه ، ها، مساپر کاوکو دا به څنګه سي ؟ د کاکو طبعت سم سوۍ و. پخپله يې يو څه چاي ور واچولې او ويې ويل: "ووايه ، ووايه معلم ګُله . زړه دي خالي که بيا به نو زه هم يوه خبره درته و کم . چي ونه واياست چي مساپر نن خپه دۍ . معلم چي تل يې ډيري خبري کولې ويې ويل: " ولله کاکو جانه تر دغو خو هغه د توري ارجاع حکومت ښه و . که يې يوه خوا خراپه وه ، دغه اصلي خوا وي يې ولله که بده وه. آوو . ولله داسي امنيت و چي ولله که مو په عمر ليدلۍ و . د شپې او ورځي يې داسي امنيت را وستلي و چي غلو ته دي د زمري زړه ورکړۍ واۍ ولله که يې د چا مال ته لاس ورړۍ واي. لاس يې ور پرې کاوه . هغه سارايان لا ولله په دغه پوهيدل که بازار کانترول نه کي ګراني را ځي، خرابي راځي. خو اوس وګوره . په سپينه ورځ کورونه او دوکانو نه وهل کيږي، د خلکو زامن او لوڼي تښتول کيږي. که څنګه مساپرکاکو غلطه خبره خو به مي نه وي کړې. " مساپرموسکۍ سو. ګوتي يې د ږمونځ په شان په ږيره کي تيرولې . لوړ کښينستۍ او ورو،ورو يې خبري شرو کړې: " ګورۍ غوږ ونيسۍ . معلم ګله زما په خبرو کي به خر نه ګوډوې. " ټولو وخندل، ښوونکي وويل: " کاکو جانه،خر څه کوم چي ګوډوم يې. نن زه پخپله نيژدي ګوډ سوۍ واي." بيا خندا وسوه ، مساپر وويل: " ما کيسه لا شرو کړې نه ده تا بيا يو خر ګوډ کۍ. کيسه مي په نيپال کي اوريدلې ده . په هندوستان کي مي لارۍ موټر چلاوه . تجارتي مالونه مو د هندو ستان څخه نيپال ته وړل. نيپال پاچا هي ملک دۍ، تر هندوستان پورته دۍ او لوړ د هيماليا د غرو په غيز کي پروت دۍ. هماليه داسي غر دۍ چي په ټوله دنيا کي تر دغه لوړ غر نسته . د هندوستان او نيپال تر مينځ هر څوک موټرواني نه سي کولاي. ټوله لار يې غر او کوتل دۍ. ټوله لار چړاياني او اوتراي ګاني دي ، سمه لاره هيڅ نسته . هر چا دغي لاري ته ځان نه سواي ټينګولاي. موږ هم يوازي نه تلو. د موټرانو قطار به وتړل سو او په ګډه به تلو. که به د چا موټر خراپ سو د ترميم ورکشاپ را سره و . نيپال ته چي به ورسيدلو ، نو به ستړي هلاک و . مال والا به زموږ په انتظار وه چي ور وبه رسيدلو زياتي نو زموږ ميله وه . معاشونه مو په هندوستان کي اخستل خو جيب خرڅونه د موټرانو ناظرانو را کوله چي زموږ سره به يې سپر کاوه . هلته په نيپال کي ډير ښه کاروان سرايونه وه . ناظرانو به په څلورو پنځو کسو يوه کوټه را ونيوله . سهار به يې د خرڅ پيسې را کړې. د هري کوټې موټروانانو به انداز سره واچاوه او ديګونه به يې کوله . موټر وانانو ته د نيپال د بازاري ډوډۍ خوند نه ورکاوه. کاروان سراي نو لکه يو کوچنی کلۍ غوندي و. دوکانونه او سماوارونه پکښې وه . نو به په کاروان سراي کي يوه لويه ميله وه . زياتي به نو ديګونه باندي وه هره خوا به ريکاټونه او ربابونه وهل کيدل . قمارونه او چلمونه به وهل کيدل او مجلسونه به وه، چاي او شيدې به چيښل کيدلې. تر څو چي مالکانو به د موټرانو د بارولو کارونه خلاصوله . بيا به نو اوږد او سخت سپر و . زموږ سره به هغو نيپالي سراي وانانو، موټر وانانو، دوکاندارانو او نورو چي هندي به يې زده وه مجلسونه کول. يوه ورځ مو د کاروان سراي په منځ کي تر ونو لاندي پر يوه دوکانچه مجلسونه کوله . نيپاليان هم را سره ناست وه .د هري خوا مجلسونه کيدل، خو که رشتيا درته ووايم موږ موټروانانو ته تر هر بل مجلس شيرين بحث خوند را کاوه...." محمدو له ښوونکي څخه پوښتنه وکړه او بيرته خړ کښينستۍ چي کاکو ورته ونه وايي چي خر يې ګوډ کۍ. خو مساپر ورته وويل: " د نجونو او ښځو خبرو خوند را کاوه . په تيره بيا د هندوستانيانوسره . ځکه هغوي د خپل محل او ان د خپلو ښځو کيسې هم کولې. په دغه ورځ خبره تر د ودونو او رواجونو ورسيدله . هندوستانيانو ته دغه ډيره عجبه خبره وه چي يو څوک دوې ماينې لري. د ځينو خو يې د درو او څلورو ماينو خبره بيخي زړه ته نه لويدله. خو زموږ د وطن خلګ چي په کلونو يې په هندوستان کي کارونه او موټروانۍ کړي وې، د هندوانو د رواجونو سره بلد وه . موږ په دغه خبرو پوهيدلو چي په پخوا زمانو کي چي به د يوې هندواڼۍ ميړه مړ سو نو به يې دا خواره ژوندۍ ورسره ښخوله. خو په دغو وختو کي چي موږ هلته ژوند کاوه په ښارونو او زياتو ولايتونو کي دغه دود له منځه تللۍ و. خو د هغه رواج پر ځاي بل راغلۍ و هغه دا چي که به يوه هندواڼۍ کونډه سوه نو يې بل ميړه نه سو کولاي، پيشن يې هم نه سو کولاي ، ځان يې هم نه سو جوړولاي او تل به سپيره، ميره ګرځيده او سپين کالي به يې اغوستل او د (هولۍ) د میلې په وړځ به هم نه سواي را وتلا . ځګه په دغه ورځ هندوان پر يوه بل رنګونه پاشي. پر کونډي چا رنګ نه سو پا شلاي . "عيسوي هندوستانيان بيا داسي نه وه . هغوي هم لکه هندوان يوه ښځه یې کوله. خو کله چي به ميړه يا ښځه مړه سو نو ښځي ، ميړه او نارينه، بله ښځه کولاي سوه. ځينو هندوان د دغه اسانتيا لپاره عيسويان کيدل...." د ښوونکي ږغ پورته سو او ويې ويل: " کاکو جانه خر نه ګوډوم، نا حقه خبره نه کوم ، يوه پوښتنه راپيدا سوه، نو که هندو خپل دين پريږدي، نور هندوان څه نه ورته وايي. په مسلمانانوکي خو چي څوک له دينه واوړي، ملايان وايي مرګ يې روا دۍ. نو پر نوي کافر سوي کس، يو نه بل مسلمان ځان غازي کوي." مساپر کاکو وخندل ، ويې ويل: " ولله که يا سوال در پيدا سوۍ وي يا شی، خرګوډولو ته دي پلمه جوړوله." ټولو وخندل خو مساپر ژر خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او نور څوک يې پري نه ښول چي خرې پکښي ګوډي کړي. " په همدغه ورځ مي د کاروان سراي په مجلس کي د يوه بل ډول واده په باره کي عجبه خبري واوريدۍ ، چي ورښتان مي شخ، شخ ودريدل . هغه داسي و چي زموږ سره يو زوړ هندو و . دوي شام چاچا باله . ده عمرونه په خپل وطن او شاو خوا ملکونو کي موټروانۍ کړي وې. ډير پوخ ميخانيک او زموږ د ملک د پخوانيو موټروانانو غوندي ماسټر ميخانيک و . هندوستاني موټروانانو يې ډير عزت کاوه. په دغه ورځ د هندوانو کوم جشن و . ښه ميله يې جوړه کړي وه . ډيري بنګي يې زدولي وې. په موږ ټولو يې بنګي وخوړلي. د شپې ناوخته و . د پخوا په شان مو د ښځو شيرين بحثونه کول. تر زياتو خبرو او ټوکو وروسته د شام چاچا يوه انډيوال هغه ته وويل چي هغه د تيبت د واده کيسه وکي. شام چاچا، نا و نې وکړه ، خو په پاي کي يې وويل: " د ودونو په باره کي تاسي ډيري کيسې وکړې. دغه شان ودونه موږ و تاسو ته د منلو وړ دي . خو دغه واده چي ماليدلۍ دۍ عجبه واده و . زه وايم تاسي يوه به داسي واده نه وي ليدلۍ. کيسه داسي وه چي په ځواني کي تيبت ته تللۍ وم . مالونه مي وړي وه . هلته ډير وخت پاتي سوۍ وم. وروسته يوه بل کوچني ښار ته ولاړم . هلته مي خپلوان وه . ما به کله، کله هلته ډيري شپې کولې. يوه شپه د هغوي کور ته يو ميلمه راغلۍ و . کله چي د شپې د کور خلګ سره ولاړ سول نو زه ا و دغه ميلمه يوازي سره پاتي سوو. ما له هغه څخه پوښتنه وکړه چي مجرد دۍ که يې واده کړۍ دۍ. دی د ډير عمر زوړ سړی په نظر را تۍ خو ده وويل په دغو نيژدي وروځو کي يي واده کړۍ دۍ. ما ورته وويل، چي ولي يې دومره ناوخته واده کړۍ دۍ . دغه دومره عمر يې څنګه تيروۍ، ده وخندل او خپله کيسه يې را ته وکړه . ويل يې چي موږ د غرونو په منځونو کي لږ مځکه لرو. دوه وروڼه مي د واده وه خو درې نور وروڼه مي لا کوچنيان وه . پلار مي مسکين و نو يې واده نه سو را کولۍ او ويل يې ودريږه چي دغه دوه نور وروڼه دي هم پر کال بل کال ځوانان سي واده درکوم . د نجلۍ د پلار سره مي خبري هم کړي دي. ما ورته وويل چي ستا واده يې نورو ورڼو ته معطل کړۍ و . ده ويل ته غوږ ونيسه ټوله کيسه واوره. ما هم څه ونه ويل ، ده خپلي خبري اوږدې کړې ويل يې.کله چي مي ټوله وروڼه ځونان سول نو يې هغه نجلۍ را وغوښته . داسي واده مو وکۍ چۍ ټوله کلي په خوشاله و . زه يې په خبره نه سوم پوه، نو مي پوښتنه ځني وکړه، چي ستا واده و که د هغه بل چي نوۍ پر ځواني را غلۍ و . دی پوه سو چي زه د دوي په دودونو او رواجونو نه يم خبر. نو يې وخندل او را ته ويې ويل. هغه نجلۍ يې موږ شپږو وروڼو ته را وده کړې وه . ما څنګ اچولۍ و را پورته سوم . بيا مي پوښتنه وکړه چي نجلۍ يې کوم ورور ته واده کړه . ده بيا را ته وويل موږ شپږو وروڼو ته يې را وده کړه . ما وخندل او ورته ومي ويل، ته ټوکي پريږده ، خو ده وويل چي ټوکي نه کوم . ما ورته وويل ، ته څه وايې يوه ښځه يې څنګه شپږو کسانو ته واده کيږي. ده وويل دغه زموږ رواج دۍ. دغه شان ودونه د عمرو راهيسي زموږ په ټول وطن ګي رواج وه ، خو اوس زياترو خلګو خپل دودونه او رواجونه پرايښي دي او د نورو په شان هر يوه بيل، بيل واده کوي. زموږ ګډ واده ډيري فايدې درلودې. ته پخپله فکر وکه ، که موږ شپږو وروڼو جلا، جلا ودونه کړۍ واي، اول به موڅونه خرڅونه کيدله ، چي په عمر مو يې پورونه، نه سواي ادا کولاي او بله خبره لا دا ده .کله چي د هر ورور اولادونه پيدا سوي واي نو خو دغه مځکه مو نه بس کيدله . ځکه هري ښځي اووه، اته يا زيات اولادونه زيږولاي سول.نو د شپږو وروڼو خو به څلويښت، پنځوس اولاده واي . زموږ مځکه د دونه کسانو نه بس کيدله . اوس چي زموږ ميرمن ډير اولادونه وزيږولاي سي، نو به شپږ، اووه اولاده وي. چي دغه مځکه مو بس کيدلاي سي او که موږ شپږ وروڼه په اتفاق ژوند سره وکړو نوره مځکه هم رانيولاي سو. ما پوښتنه ځني وکړه، چي له ښځي سره ټوله يو ځاي پري وزۍ. ده وخندل ، ويې ويل، نه، نه يو ځاي نه پريوزو . نوبت لرو . يوه شپه د يوه او بله شپه د بل سره وي. ما پوښتنه ځني وکړه ، چي زامن نو د چا دي. هغه وويل زموږ د ټولو ګډ زامن دي." مساپر وخندل . له جيبه يې د نصوارو کډو را وايستۍ او ښوونکي ته يې وويل: " په دغه وخت ما د شام چاچا په کيسه کي خر ورګوډ کۍ ور ته ومي ويل ، چاچا ددغو کوچنيانو مور نو په رشتيا څو مړونه لري، چاچا وخندل ، هو، هو يې را ته وويل " ښوونکي سر ښوراوه او توبې يې کښلې، پر دوو ګوتو کښينستۍ او ويې ويل: " ولله ،کاکو جانه ښې ټوکي يې درسره کړي دي ." مساپر سر کښته اچولۍ و، ګوره چي څه چورت يې واهه. ښايي بيخي به يې پياد نه وه چي د ورځي يې وهل خوړلي دي ، اوس خپلو انډيوالانو ته د ځوانۍ يادونه وايې. ځکه يې نو د ښوونکي خبره اوريدلي هم نه وه او همداسي ناست او سر يې کښته اچولۍ و . په يوه لاس يې کمبله ګروله او د بل لاس ګوتي يې په ږيره کي منډلي وي . د محمدو ور ته پام سو چي چورت اخستۍ دۍ. ځکه هغه هم د مساپر کاکو پر خبرو شکي و. نه پوهيدۍ چي هغه هندستاني بوډا چاچا ټوکي ور سره کړي دي که په دنيا کی رشتیا دغه شان خلګ سته . نو يې مساپر کاکو مخاطب کړ ويې ويل: " مساپر کاکو! معلم جان وايي چاچا ولله ښې ټوکي درسره کړي دي.هغه مسخرې کولې؟" مساپر ته درد ورغۍ . ويې ويل: " تاسي خو پوهيږۍ چي زه د ځانه کيسې نه جوړوم. په هغه وخت کي چي مي د چاچا کيسه واوريدله نو ما هم فکر کاوه چي ټوکي را سره کوي، خو ما دغه خبره له ډيرو نورو کسانو څخه وپوښتنله. دغه رشتيا وه چي د تبت په ځنو قبيلو کي تر اوسه هم څو کسه په ګډه د يوې ښځي سره شريکي واده کوي. دغه رنګه چي تاسي ته د څو نارينه و سره د يوې ښځي واده کول د نه منلو کار دۍ. په پخوا زمانو کي د هندوانو او عيسو يانو دپاره د دوو، درو او څلورو ښځو لرل يوه عجبه خبره وه . ليکن زه به يوه خبره درته وکم تاسي ښه چورت پکښي ووهۍ. تاسي خو پوهيږۍ چي الله و تعلي بابا ادم علي السلام له خاورو څخه جوړ کړۍ دۍ. نو هر څوک چي هر ځاي اوسي د هغه وطن خاوره يې مور ده . د هر انسان خو خپله مور هغه ده چي دی يې زيږولۍ دۍ . نو هر څوک دوې ميندي لري ، خپل وطن او خپله مور . په تبت کي د هغو کوچنيانو مور خو شپږ مړونه درلودل ، تاسي يې نه منۍ، موږ وګوره چي دغه خارجيان مو د مور ديرش، څلويښت مړونه دۍ. سرونه به مو خود ماتيږي . (پاي) ٣\ ١٢\ ٢٠٠٨

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki