FANDOM


هلک چی تبه یی درلوده له درده اړک پړک کیده خو دارو او درمل یی نه درلودل مور یی په خوا کی ناسته په یو لاس کی دسمال نیولی وو او پری یی خپلی اوښکی او پوزه پاکوله او بل لاس یی د هلک د سر لاندی ایښی او ورو ورو یی ښوځوه. پلار یی په دوا پسی بیرون وتی وو. دوه دری ساعته کیده چی پلار یی له کوره وتی وو خو د دوا او دارو درک یی معلوم نه وو. که څه هم د هلک پلار په دی ښار کی ډیر دوستان درلودل خو د چا چی ورور په درد ونه لګی نو له ملګرو، لری او نږدی دوستانو څه ګیله.
مور هلک په بل اړخ واړ چی ټوخی یی آرام شی او صحیح سا وباسی خو بیا هم د هلک به کله ستونه بنده شوه او او توخی به ونیو او کله به له تبی داسی وریږدید چی تا به ویل د ولی ونه ده او باد یی ښوروی. د مور یی نور طاقت ونه شو او بیرون ووته او په جګ آواز یی ژړا ته پیل وکړ خو بیا هم د ګاوندیو له ویره چی بیا به پری شور پیل کړی او وایی به ؛چی لویولای نه شې او د دارو او درمل پیسی یی نه لری نو ولی یی زیږوی، بیرته کوټی ته ننوته او د میړه په انتظار په کو ټه کی کښیناسته.
***
که د خدای رحم پری شوای وای او ماشوم ژوندی پاتی وای به غیر له دی نه یی هیڅ علاج نه وو او که کیدلای نو د هلک پلار به ښکته او پورته د هر چا دروازی ته نه دریده چی پیسی راکړه. بی وزلې وه... د خدای له خوا راغلی وه او علاج یی هم د هغه په لاس کی وه . دا شپه هم په تیریدو وه خو د هلک مور دا ګمان نه کړ چی زوی به یی تر سهاره ژوندی پاتی شی. یو نه یو وخت ټول مرو خو په مساپری کی مرګ هم مزه نه کوی. هغه هم د بی وزلی او بی کسی مرګ هغه پخوانو به ویل ؛ مرګ دی وی خو په ماړه نس؛ موړ نس د چا وو. دا د وږو ښار دی. هغه نږدی سړی نه به دی چی پور وغوښت نو بیا به یی درته د نن او سبا پلمی کولی.
د هلک دا پنځمه ورځ وه چی تبی به یی کولی او توخی هم ورسره مل وو خو تبه یی ډیره کلکه وه هیڅ یی نه پریښوده او کله به چی پری زوره شوه نو هلک به په پرتو هم پیل وکړ، او په پرتوکی به یی د باغچو او ګلانو خبری کولی. مور به یی دا ګمان کاو چی زوی یی جنت په خوب کی وینی خو څوک یی په خبرو هم نه پوهیده . کله کله به یی په پرتو کی ویل چی هغه دی ما هم له ځان سره وړی...چیری می وړی... زه پیچکاری نه کووم ما ډاکتر ته مه وړی او داسی نور...
***
د هلک پلار وروسته له یو دوه ساعتو کور ته راغی او چی کله به یی زوی ته کتلی نو داسی یی ګمان کیده چی زوی به یی له دی ناروغی ژوندی ونه ووځی... د هلک په لیدو یی سترګی له اوښکو ډکی شوی او له کوټی بهر ووت. ښځه بیرون ووته چی له سړی سره وغږیږی خو چی د سړی سترګی یی له اوښکو ډکی ولیدی نو نور یی طاقت ونه شو او مخ یی دیوال ته واړاو او په ژړا یی پيل وکړ. له څو دقیقو ژړا وروسته یی نور طاقت ونه شو او له سړی یی وپوښتل
؛څنګه شو سړیه پيسی دی پيدا کړی که نه؛
سړی چی حیران پاتی وو څه ځواب ورکړی یوه شیبه چّپ کښیناست او بیا یی ښځی ته داسی وواييل
؛نه له هرچا می چی وپوښتل د نه ځواب یی راکړ نور می په پښو کی هم طاقت پاتی نه شو او بیرته کور ته راغلم؛
؛نو اوس به څنګه کوو؛
؛د الله په هیله ... وګورو چی د هغه څه رضا ده؛
؛یو روغتون ته به دی وړای وای، ګوندی ښه شوای وای؛
؛ داکتر ته مو و ښود او درمل یی هم ولیکل خو چی پیسی نه وی نو څنګه به کړو...؛
دوی سره خبری کولی چی د هلک آواز چی موری موری یی ویل جګ شو. ښځه له ځایه حرکت وکړ او کوټی ته ننوته د ننوتو سره د هلک په خوا کی کښیناسته او په اوچولی یی لاس کیښود وچولی یی ومښه او قربان څه وایی ... قربان څه وایی په ویلو یی پيل وکړ.
لا یی یو دقیقه وتی نه وه چی د هلک ځان سوړ شو. مور یی پوهه شوه چی هلک یی له لاسه وتی دی او بیا یی په ژړا پیل وکړ خو دا ځل یی که غوښتل یا نه غوښتل غږ له ستونی ونه وت.
پای
موری ته می هیره نه یی خو افسوس چی له یوه بله ډیر لری یو او لاس دی هم مچولای نه شم د غویی د میاشتی۱۹، ۱۳۹۰ کال
سمیع الله خالد سهاک
کالیفورنیا، د امریکی متحده ایالات

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki