FANDOM


عسکر آغا نن بیا لګیاؤدخپل وطن په صفتو نه مړیده ،سم کتارورته جوړ ؤاو د محلې ټولو اوسیدونکو به له ده سودا اخیسته ،له مرچ او مسالې رانیولې ترتازه سبزیانو اوفلمونو پورې لنډه داچې هر څه چې دې زړه غوښتل دده په دوکان کې موجود وواو د دروغزن خبره دمرغۍپۍ هم پکې پیداکیدلې ډیر مشتریان ېې داسې وو چې په میاشتو میاشتو به ېې پیسې نه ورکولې بیابه ېې یوځاي ورکړې . ده به پرته له کوم احسانه ، په ډیر ورین تندي خپل پور په ځار او قربان سره ترلاسه کړ .

دمحلې په خلکو ډیر ګران ؤداځکه چې دی لیسانس او تعلیم یافته کس ؤاوله خپل وطن سره ېې بې سارې مینه وه.

زه دلومړي ځل لپاره دکور مالکې دده دوکان ته وروستم او راته وېې ویل که دې له لاسه نه کیدل دی یو مزدور هم لري ټلفون ورته کوه ټوله سودا به کور ته دروړي حتي په قرض هم سودا کولاي شې .درې کاله وشول چې زه ترې سودا اخلم او کله چې له خپلې سیمې لرې لاړه شم او یو قوطی بیسکټ مې هم په کار وي په آسانه ېې له بل ځایه نه اخلم او ځان دده دوکان ته رارسوم ښا يي دده دښواخلاقو علت وي ریښتیایې ویلې چې تاجر باید ښه خوي ولري که ګران ېې هم درباندې خرڅ کړي خیال به کوې چې ځانته دې ګټه رسولې نه تاوان .

نن چې زه دیوه شي داخیستو لپاره ورغلم زما دسلام ځواب ېې رانه کړ اوسوکه ېې څه وویل چې زه پوه نه شوم او دامې هم مناسبه نه ګڼله چې ترې پوښنه وکړم ځکه چې له ورایه معلومیده چې سړی ډیر په کاوړ کې دی ما چې خپله سودا وکړه اوپیسې مې ورکړې نو بې موجبه ېې رانه پوښتنه وکړه ستا دزوي نوم څه دی ؟ زه لومړۍ حیرانه شوم چې څنګه ېې دغه پوښتنه رانه وکړه . ورپسې یې زیاته کړه ز ه به خپلې ټولې اولادې ته داوصیت کوم چې عربي نوم کښی نه ږدي زما دلورنوم (رها)ده چې سوچه ایرانی نوم دی او معنی ېې آزاد دی ده ته خو دایران هر شی ډیرښکلی ښکاریده ماپاکټي شیدې ترې واخیستې چې درې برخې اوبه او یوه برخه شیدې وي نودی به ېې دڅه صفت وکړي دده خوعمل ګرځیدلی ؤچې کله به یې دایرانۍ شامپو او کله به ېې دصابون او ...........صفتوهه کول خبره به ېې یوړه راوړه او دخپل وطن صفت ته به ېې بهانه پیداکړه که به آسمان له دوده ډک هم ؤ ده به ویل چې زمونږ دوطن آب وهوا چیرته نه پیدا کیږي . له دې ټولولاپوشاپوسره سره ېې زما دده دوطن پرستۍ احساس ډیر خوښ ؤ بیا ېې بې له مقدمې او له کاوړه په ډک ژغ کې ووېل زماخوله عربي نومونو ډیر بد راځي دعربو خو دې بیځ ووځي چې راغلل مونږ ېې په زوره مسلمانان کړواوله هرڅه ېې وروسته پريښودوما وورته ووخندل او ومې ویل دوبۍ ته خووګوره چې په دې څو لسیزو کې څومره ورسیده اوس عربوپه تاسو څه کړي مسلمانان ېې کړئ نورخو تاسوپه خپله دلاس او پښو نه یاست نهه بجې لا نه وي چې ستادوکان بیا بند وي منم چې تیل لرئ او ښه پريمانه خو دکار خلک نه یاست .که به مې دزرو تومنو سودا هم اخیستله نو لږ ترلږه به مې شل دقیقې دده له خولې د ایران دخوراک، هوا ،صادراتو .میلمه پالنې ........... صفتونه اوریدل یوه ورځ مې ورته وویل  :

مونږ یو متل لرو چې هرچاته خپل وطن کشمیر دی ده وخندل او راته وویې ویل تاسو په بل وطن کې یاست او کشمیر یې بولئ زه خو دوطن په زړه کې ناست یم او وایم وطنه ځار له تانه ځار .........

زه هم ترې کمه نه وم دخبرې ځواب مې ورکړ :

ماته دخپل وطن نوم او ژوندپه وطن کې خوندراکوي خو روزي به مې خداي اوس ددې ځاي کړي وي عسکر آغا په خندا وویل ولا ډیرکوشش مې وکړ چې لا مجرد وم ځان بهرته وباسم او اروپا ته ولاړ شم چې دژوند په خوند او کیفیت پوه شم ماورته وویل زه چې هر ایرانی وینم دا خبرې کوي ولې ستاسې وطن کې خو نه ناامني شته نه جنګ ، ته خوپه خپله افغانان ګورې چې دلته ورسره څنګه وضعه کیږي ده وویل په ځان به یې لوریږي زمونږ خوهغې ورځې ته سترګې ووتې چې امریکایان دلته راشي

ملت پارک - تهران - ایران 

۱۳۸۶ /۱/ ۱۱

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki