FANDOM


                                                  ژباړن: ساير ځلاند


په چمن کې چې څه ګلونه وو ټول باغيان شو، د ګلاب په سينه کې د بغاوت اورؤ د ګلاب رګ رګ د دې سوې جذبې په اور کي وريتيده .

يوه ورځ هغه خپل د ازغو نه ډک وجود پورته کړو او بغير د څه غور او فكر نه يې خپلو ملګرو ته داسې وويل، هيڅوک دا حق نه لري، چې زموږ له وينې او خولې د خپل ځان د عيش و نوش لپاره کار واخلې زموږ د ژوند سپرلې بايد زموږ وې موږ نور په دې کې د چا دخل او ګډون نه شو زغملې

د ګلاب د خولې نه لمبې ختلې او سرى نرمې نازکې پاڼې يې رژيدلې د چامبيلو په تل کې چې ټولو تنکيو غوټيو دا شور واوريدو نو ټول ورته غوږ غوږ شو، هر يو د بل خوله بوى کوله چې دې وخت کې د ګلاب باغيانه اواز بيا پورته شو

((هر زيروح ته د خپل حق د ساتلو پوره پوره حق حاصل دې او ګلونه هم د دې حق نه بې برخې نه دي زموږ زړونه ډير نازک او حساس دي

د تودې هوا يوه څپه هم زمونږ د رنګينو، خوشحالو او خندا ګانو دا ډک چمن په دوزخ او وير بدلولې شې او د شبنم ًيوه بې مقصده قطره زمونږ تنده ماتولى هم شې موږ دهغه تور مالي زيږ اوشډل لاسونه زغملې شو، چې په هغې د موسم د بدلون هيڅ اثر هم نه وي موتيا ګلونو په يو ځل ځواب ورکړ .نا .نا هيڅکله نه د دې سترګې هم د وينو ډکى شوې او وى ويل د ده د ظلم نه زما سينه داغ داغ ده زه هغه وړومبى ګل يم چې د دى جلا د په ضد د بغاوت سور بيرغ پورته کوم .


د چامبيلو غوټۍ حيرانى وې چې دا څه شور دې يوه غوټۍ ډيره په ناز د ګلاب بوټې ته نزدې شوه او ورته يې وويل چې تا خو زما خوب حرام کړ آخر دا دومره شور دې څه له جوړ کړې

ګل سوسن چې لرې ولاړ وه او د ګلاب بوټې ته نزدى په خندانه تقدير يې غور کوو وويل ، قطره ، قطره چې سره يو شې نو درياب ترې جوړ شې او که دغسې مونږ هم ټول يو شو نو دا ګرانه نه ده چې مونږ د خپلو دښمنانو ارادى خاورى کړو . زمونږ نرمې او تنکۍ پاڼې که خوشبو پيداکوې نو دا زهر يله ګيسونه هم پيداکولې شې د ګلاب ملګرتيا وکړۍ او راځۍ ټول يو موټې شۍ.

دايې وويل او هريو ګل ته يې د ملاتړ او وروالۍ په جذبه اوکتل ګلاب ځان څه وينا ته جوړوه چې په دې کې د چامبيل تنکۍ غوټۍ په خپل مرمرين بند کې يې څه حرکت پيداکړو او ګلاب ته يې وويل

ګلابه ! دا څه بې کاره خبرې دې راځه ..... ماته ښکلې ښايسته ښايسته شعرونه ووايه زه ستا په نرمه غيږ کې خوب غواړم ته شاعر يې راځه .. ... راځه، راځه زما دلداره راځه ... راځه د سپرلې دا سندريزى ورځې په داسې بې کاره خبرو مه ضايع کوه .

راځه چې د خوبونو دنيا ته ولاړ شو ، د پرکيفه خوبونو دنيا ته دې خبرو سره د ګلاب په زړه کې د جذباتو يو طوفان ګډ شو

دهغه د نبض رفتار تيز شو هغه داسې ګڼله لکه چې د تيارى ژور کوهې ته غورځيږي هغه د چامبيل د خبرو اثر ختمول غوښتل .

ويې ويل : نا اوس ما د جنګ ميدان ته د تللو قسم کړې دې اوس ما يو رومان او يو عشق هم د دې لارى نه نشې په څنګ کولې د چامبيل تنکۍ غوټۍ خپل نازک بدن لږ لږ څنګزن کړو او په خوبولې اواز يې وويل " آه زما ګلابه "نه داسې مه وايه چې زه د څوارلسمې سپوږمۍ د رومانې او نورانې فوارې لاندي لامبم نو ستا ځما د اننګى په ما ډير خواږه لږې دا بې خونده خبرې پريږده راځه ... راځه زما زړه غواړې چې دواړه د يوبل په څنګل سرونه کيږدو او اوده شو .

او بيا د چامبيل نازک ادا غوټۍ د ګلاب په مهين مخ د لګيدو سره اوده شوه ، ګلاب هم مدهوشه شو ترڅو وخته خو د نوروګلونو ګنګوسې راته خو ګلاب ويښ نه شو، ټوله شپه هم دغسې مخموره وو سحر وختې مالې راغې هغه چې په چمن کې د ګلاب د ډنډر سره د چامبيل تنکۍ غوټۍ جخته پرته وليده ... نو خپل زيږ او شډل لاس يې وړاندۍ کړو او دواړه يې وشوکول.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki