FANDOM


د اوړي ګرمۍ مې ډډې سوزولې په كوټه كې اړخ په اړخ اوښتم چې زنګ راغى له سلام نه وروسته يې په مهربانه ژبه وويل سبا ته راشه خپل كارونه دې خلاص كړه او زه درسره مرسته كوم هسې نه چې كال ته د نوي دولت نوى لايحې رامينځته شي بيا به دې كارونه هېڅ نه كېږي . اواز يې خوږ لګېده ما هم ورته د خپل ورتګ خبر وركړه، خو د دې د شيرين اواز انګازې مې په غوږو كې څپې شيندې.


سهار روان شوم په يو شخصې موټر كې كيناستم د چاريكار سره نژدې د بهرنيو ځواكونو موټر لاره بنده كړې وه د خلكو گڼه گوڼه ډېره وه، له دې سره ما واعده كړې وه، او يو خوا د دې لېدلو ته ليواله وم، بيا يې زنگ راغى زما د ناوختې پوښتنه يې وكړه ما په داسې حال كې ځواب وركړه چې زړه مې درزېده پوره يولس بجې وې چې دفتر ته ورسېدم د دفتر مخ كې د لوړې هسكې ونې، د شنو سترګو، د اورينو شونډو زړه راښكونكې څېره مې وليده ما نه پېژنده د دې له ملګرې نه مې پوښتنه وكړه چې ... چېرته ده ؟ دې مخ راواړه وه او وې ويل ته ... يې ما سر وښوره و، دومره يې وويل زه يو پروګرام ته ځم بېرته زر راځم، زه هك پك او حيران وم چې دا څه ډول بشر دى له دې نه خو ما كركه كوله ... زه په دفتر كې د دې په انتظار وم چې راغله او د ازموينې له پاره يې يوه خونې ته بوتلم چې هيڅوك نه و، فقط همدا ښكلى بشر، يوخوا مې ازموينې ته فكرمند وم بل خوا د دې ښكلي بشر په خيالو كې واخيستم له شرمه مې سترګې ټيټې وې، په ازموينې كې زما د شخصي ژوند په اړه بېلا بيلې پوښتنې كولې او ما ځوابولى په ازموينې كې يې هم مرسته راسره وكړه ، ما غوښتل چې بېرته كابل ته راشم خو دې تم كړم ويل يې موږ سره يوځاى لاړ شه ما هم همداسې وخت له خدايه غوښته په موټر كې مې په پټه – پټه خپلې سترګې د دې په لېدلو ښې مړې كړې، خو كله چې كابل ته ورسېدو نو په زړه مې سم درد ولګېده پوه شوم چې زړه مې په څړيكو شو په ډېره پريشانۍ سره مو خداى پاماني وكړه خو دا مې څو مياشتې ونه لېده خو خيالونو او يادونه يې زما زړه وخوړ له څو مياشتو وروسته مې بيا ولېده بيا مې دزړه جوړ شوي زخمونه تازه شول، ډېر قدر او ناز يې راكوه زما په وينه كې خوره شوه ما هم داسې فكر كوه چې د دې دا مينه به دايمي وي ځكه مې د زړه دروازې ورته ښې پرانيستلې ما فكر كوه چې د خپل ژوند ناوې به يې جوړه كړم ، ځكه څومره ښكلى، څومره شيرينه، څومره نازنينه، څومره گلورينه ده ، ورځ په ورځ مې همدا فكرونه كول دې به هم كله ناكله د شونډو په سروكې يوه خوږه مسكا را كوله په ټوكو ټوكو كې مې ورته وويل چې زه پر تا مين يم ... ستا له پاره راځم..... ستا يادونه مې ژړوي....

دې په كړس كړس وخندل ..... زه خوشاله شوم  لكه چې زړه يې وشو....

ما بيا دا خبرې تكرارولې...

دې بيا وخندل و ليونيه....زه د شپږو اولادو مور يم... او زما مشر زوى له تانه غټ ښكاري....

ما خپل سر ټيټ واچوه، يو اوږ اوسيلى مې وكړ زړه ته مې سپكې سپورې وويلى خو بيا چې به مې د دې ښكلې څېرې ته كتل نو دا فكر مې كوه چې د پنځلسو كالو ځوانه پيغله ده .

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki