FANDOM


سراسره شنه جلګه وه. یو لویشت ځمکه هم وچه نه معلومیده. اوږده د سل هاوو جریبو ځمکه چی د لاله او رنګارنګ ‏نور ګلانو سره پوښوول شوی وه. هرډول بویونه آما پاکه او سُتره هوا د دی دښتی ښکارندویه وه.‏

زیرک چی هره ورځ به یی خپل شپږ اوه پسونه مخکی کړی او مړیدو لپاره د شنی جلګی لور ته روان کړی وو، ډیر ‏خوشحاله معلومیده. دده د خوښی سبب یو خو شنه کبله او رڼی اوبه د ده د پسونو لپاره وو او بل سبب یی د نوی ‏ښوونځی د جوړیدو خبر وو چی دی یی خوشحاله کړی وو.‏

زیرک چی بعد له کلونو مکتب ته ته، د خپلو همزولو سره یو ځای ښوونځی ته تګ، درس ویل او لوبی کولو لپاره ‏ډيره تلوسه درلوده او همیشه به یی له خپل پلار او خویندو ورونو سره د معلمینو او هم صنفیانو په باره کښی خبری ‏اتری کولی. ‏

‏***‏
زیرک چی هره ورځ به دا دښتی ته تلو، نن یی زړه وغوښت چی پسونه کور کی پریږدی او خپل کوچنی سپی سره ‏هغی چینی ته لاړ شی چی د غره په بیخ کښی وه. که څه هم چی لاره ډیره اوږده وه آما د هغه تلوسه د چینی د لیدو ‏لپاره هره ورځ زیاتیده او کوښښ یی کاوه چي وخت پیدا کړی او چینی ته لاړ شی.‏

د زیرک کوچنی پاپی ډوله سپی چی سپین او تور رنګ یی درلوده د دوو کالونو وو او زیرک له هغه سره دیره مینه ‏درلوده. او هیڅ وخت یی له ځانه نه جدا کاوو. یو د ښوونځی وخت کی چی سپی به کور کی پاتی کیده نور به همیش ‏له زیرک سره وو. ‏

پدا ورځ کوچنی سپی چی ډیر یی هم خوښیده له هغه سره د غره لور ته روان شو. هغی خوا او دیخوا به یی منډی ‏وهلی او لوبی به یی کولی. خو کله به چی زیرک پری په قاریده او هغه به یی ځان ته نږدی کیدو ته اړ ایست، نو په ‏منډه به هغه ته نږدی شو. اما هر وخت خو به یی د هفه خبره نه منله.‏

څوک څه پوهیده شاید د خپل د خاوند پهره داری یی کوله او ها خوا دیخوا یی منډی وهلی چی هغه له خطرونو بچ ‏کړی او یا هغه خبر وو چی پدا دښته کښی له کلونو راهیسی، په سل هاوو ماینونه هم ښخ شوی دي. ‏
د کلونو په تیریدو په سل هاوو مظلوم او نا خبره مسلمانان پدی لاره د ماین له امله ژوند او یا د وجود اعضاوی له ‏لاسه ورکړی وو.‏