FANDOM


سړي د دمې د جوړولو له پاره يوه لويه تيږه خوښه کړه، په ځير يې د غره په ټټر کې ولاړو تېرو پرښو او لويو ډبرو ته وکتل، ديد يې د غره تر څوکې پورې ورسېد. خو هلته د لمر وړانگو د ده وړې او چخړنې سترگې  څار ته پرې نه ښودې.
دى ډاډه و، چې د غره تر پيڅکې پورې په پله پسې سم راغلى و، خو پورته يې د پله دورکولو ټوله ملامتي د غره پر ډبرو او تېرو پرښو ورتپله. د سړي ستمى خوت، خو وخت د دمې د جوړولو ملگرتيا نه ورسره کوله. ځکه له تيږې پورته شو، څو ستړي گامونه يې واخيستل، خو ډېر ژر يې خوار ولي د کوټې په اندازه يوې تورې ډبرې ته ولگول، يو ځل يې بيا په نااميدۍ د غره چاک او چولې ترسترگو تېرې کړې، يو ناڅاپه نېغ ودرېد، ده دوه_ دوه نيم شله گامه هاخوا د لويو تيږو ترمنځ په يوه چوله کې يو روان بنيادم ليدلى و، سړي چغه کړه:
"ودرېږه!"
له دې سره يې منډه واخيسته. د ده په چغو ترهېدلو کربوړو نژدې سوړو او بوټو ته پناه يووړه، يو دوولس کلن هلک په چټکۍ سره د يوې اووه_ اته گزۍ پرښې سر ته وخوت، خو ډېر ژر له خپلې دې خوښې کړې لارې څخه پښيمانه شو. د ده په وړاندې د پرښې پر سره
 راغلې يو نيم_ دوه گزه نرۍ څوکه پل ايښوول د زمري زړه غوښت، ها خوا بيا د پرښې پلن سر د تېښتې وړ و، سړي له لاندې چغه کړه:
"سرکوزې کله دې پرېږدم".
هلک د خپلې زړې سدرۍ ( واسکټ )
 په راوتلي جېب خپلې نرۍ گوتي ټينگې کړې، وړې شونډې يې وخوځېدې:
"نه، نه، زه به د خپلې مور غاړه گۍ چا ته ورنه کړم".
تېز باد، د ده دا ورو غږ له ځان سره ونغښت.
سړي چغې وهلې، سپکې سپورې! يې
 تر خولې راوتې،  گواښونه يې کول، خو هلک له لوړې راکښته نه شو.
وروسته يې د عجز او خواست پاڼه راواړوله. عذر او زارۍ يې وکړې، خالي اورلگيت يې په هوا کې وښوراوه چې له ترياکو تش و. دا يې هم وويل چې له پرونه راهيسې يې د ترياکو د نه څکولو له امله پر ټول وجود درد حاکم دى.
هلک ته يې د نويو جامو داخيستلو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې نور به هېڅکله د ده مور ونه ډبوي.
هلک له پاسه په ژړغوني غږ وويل:
"ته دروغ وايې، تا د ترياکو د اخيستلو لپاره د کور هرڅه وپلورل، زما د مور ډيډې (غوږوالي )
 دي خرڅ کړل، د هغې د سر پرار (ټپ) لا نه و سره ورغلى، چې نن سهار دې بيا وينې پرې راماتې کړې، زه به هېڅکله د مور غاړه گۍ تا ته درنه کړم..."
سړي په زوره وخندل، دې خندا دده وېروونکې څېره نوره هم وحشتناکه کړه، يو ناڅاپه يې پر ژېړو غاښونو پاسنۍ خړه شونډه راپرېوته. په خوشکه ( غوسه )
 يې وويل:
"دا ته نه يې، دا دې هغه ورسته مور ده، چې دا خبرې يې ستا په خوله کې ايښې دي. زه به ورسره گورم..."
وروسته يې کريږه کړه:
"اى د شيطان بچيه! غاړه گۍ راکوې او که نه؟"
کله چې د هلک په جېب کې ايښې غاړه گۍ پر خپل حال پاتې شوه، نو سړي په کاوړ(قهر) پورته د ختو په نيت، د پرښې په لمن کې پر يوې راوتلې تيږه پښه کښېښودله، پورته يې وکتل، يوناڅاپه يې بدن پړک واخيست، سترگې يې رډې راوختلې، خوله يې وازه شوه، دى يوه شېبه ودرېد، ده زيار وايست، چې يوڅه ووايي، خو رېږدېدلې شونډې يې يوازې سره وخوځېدې، دا ځل يې په بېسېکه وجود کې پاته ټول قوت د يوې چيغې لپاره سره راټول کړ:
"زويه!"
له دې سره په پوړېدلو(رېږدېدلو) گامونو تر پرښې راتاو شو، د هلک سر يې له وړو ډبرو جگ کړ او په غېږ کې يې ونيو، د ده پر ټول وجود يې وارخطا گوتې وتپولې، سړي ته د خپل زوى وجود په ظاهره روغ ښکاره شوه، خو کله چې يې د بېسده هلک سر پر ټټر پورې جوخت کړ، نو د سړي راوتلو پښتيو تود لوندوالى احساس کړ، په بيړه يې د هلک پر گاړگوتي ويښتو کې گوتې تېرې کړې، لاس ته يې وکتل، په وينو سور و، وروسته يې د لېونيانو غوندې د هلک په گريوان
 گوتې ټينگې کړې، د هغه ټټر يې په شدت سره وخوځاوه. د هلک سترگې نيمکښه شوې اوپه داسې يوه غږ چې ډېر ځگېروي ته ورته و وويل:
"پلاره! قول راکړه چې نور به هېڅکله زما مور نه وهې او دا غاړه گۍ به زما خور ته د هغې په واده کې ورکوې. دا مې د مور ارمان دى..."
سړى سونگېده، ده د سر په اشاره هلک ته مثبت ځواب ورکړ، يوه شېبه د هلک په رنگ الوتي څېره کې د نوي ژوند نخښه ښکاره شوه، خو وروسته يې سترگې پټې شوې.

سړي د مرستې په هيله شا و خوا نااميده سترگې واړولې. لويو ډبرو او هسکو پرښو په چوپه خوله ورته کتل، د سړي وجدان ده ته پرله پسې ويل:
"ته يو حيوان يې..."
وروسته يې بې اختياره چغه کړه:
"ته يو حيوان يې!"
له چغې سره په غره کې انگازې شوې:
"ته يو حيوان يې...ته يو حيوان يې...ته...."

 

پای

 

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki