FANDOM


جما ل خا ن راته کړل ( کیسه یې کوله ) :
په هغه وخت کې چې مونږ لا واړه هلکا ن وو نو زمونږ په کلي کې « سوبت » ډ یر د و د ؤ . د هرې کوڅې هلکا نو به په خپل مینځ کې پیسې را ټولې کړې او د سوبت میله به یې جوړه کړه . ښا یسته ښې ډ یرې غوړې زیړې به یې په کې وخوړلې او یوه رنګینه د جشن شپه به یې جوړه کړې وه .
زمونږ د لویې دروا زې په کوڅه کې چې د قلا ګۍ (کلا ګۍ) د کوڅې په نا مه یا دید له ، د وه چمه ( برچم او کوز چم) ا با د وو. د چمونو برسرونه یې بند او کوز سرونه یې دروازې ته را وتلي وو . د د ې کوڅې هلکا نو به ټولو په ګد ه اویو ځا ی دسوبت میله جوړوله . دومره مې په یا د دي چې : په هغه وخت کې به مونږه ایله په ایله د ونه پیسې را ټولې کړې چې یواځې نرئ وریژي (وریجې ) او د پخلي غوړي یې پې کید ل . د چا په کورکې چې به مو پخولې نو یو یو لرګی به موهم د هغوی کورته وروړو . مونږ چې به دغه نرئ وریجې وخوړې نو د اختر ورځ به وه را با ند ې . ځکه چې د کلي د ژوند په هغه وختونو کې خو به مونږ یوا ځې د ا ختر په ورځ دغه ډ ول وریجې خوړلې .
چې د وریجو سره نور خوا ړه لکه چرګ ، غوښه ، قورمه ، د ا ل اونور نه وي نو هغې پولا و ته زمونږ په کلي کې « سوټه پولا و » وا یي . مونږ به دغه سوټه پولا و د ومره مست کړي ووچې ترسها ره به نه ا و د ه کید واو یوه غټه میله به مو جوړه کړې وه . په لوبو لکه : پټوونی ، ټک ټکا نی ، ړند ه خره ، خریټۍ ، انګۍ ، مرغۍ وا ولوته ، شوړشوړا ن مند ا خړپ او نورو چې به ستړي شو نو بیا به مو بملۍ ( زیربغلي ) او د یرا ل ته لا س کړ او تر سها ره به مو بې وا ره بی وا ره ډ بول د رزول . شا وخوا خلک مو ټوله شپه خوب ته نه پریښو د ل ، خو یره : هغوی مونږ ته په د ې شپه کله هم قا راوغوسه نه ده کړې .
زمونږ نه چې په عمرونو کې لږ لوي وونو هغوی به د وریجو سره چرګ هم ا لا لا وه ( حلا لا وه ) او د سوبت مزه به یې خا مخا ډ یره وه . چې دهغوی نه به هم لږ لوي وو نو یا به یې ښه ډ یره غوښه ورسره اخیستله او یا به یې ا رزا نه شا ن ورغمی (مرغومی) یا ګډ وری ورسره سوبت کا وه .
غټا نو چې به کله سوبت کا وه نو خا مخا به یې ورسره لمورګډ ی ( وری ـ پسه) الا لا وه .
خد ا ی پوهیږي چې اوس به هم زمونږ په کلي کې د سوبت روا ج وي که نه ، خو د کونړد « با ډ یل » په د ره کې په دې وروستیو وختونو کې د ښوونځي هلکا نو یوه ډ یره په زړه پورې د سوبت میله جوړه کړې وه . هغوی په ښوونځي کې ژبه (ژمنه) کړې وه چې د را تلونکې جومې (جمعې ) مبا رکې په ورځ به د ما سپیښیم د ما نځه نه وروسته د کلا م خا ن د وی په کلا کې را ټولیږي او د شپې د ډ وډ ۍ د پا ره به د سوبت میله جوړوي د خیره . دا یې هم ویلي ووچې شپه به د همد وی په اوجره (بیټک) کې تیروي او تر سها ره به لوبې او سا تیرئ کوي .
کلا م خا ن او ا کرم خا ن دواړه د شیرګل ما ما زا من د ي چې لومړنی یې مشر او د ویم یې کشر د ی . مشر دا ووم او کشر د پینځم ټولګي زد ه کوونکی د ی .
شیرګل ما ما ته خد ا ی د ومره لوی زړه ورکړای د ی چې د خپلو د وه زا منو د همزولو او ا نډ یوا لا نو په تګ را تګ او راشه درشه هیڅکله نه ستوما نه کیږي . د هلکا نو ننني سوبت ته یې ښه پوره تیا ري نیولې وه .
د ورغمي ، وریجو او غوړو پیسې خو د هلکا نو له خوا را ټولې شوې وې لیکین نور هرڅه د لرګو نه نیولې تر مرچو او مسا لې پورې ټول شیا ن ( د ضرورت وړ څیزونه ) د شیرګل ما ما میرمنې چمتو کړي وو. شیرګل ما ما هم یوه ورځ مخکې د برې کلا د میرا جا ن د بزو د رمې نه یو غټ ورغمی ډ یرارزا نه ا خستلی ؤ . ارزانه خو ځکه وچې په دې سیمه کې شیرګل ما ما ته ټو لو د ره وا لو ډ یر درنا وی کا وه او څه چې به یې را نیول هغه به هغه د چا خبره په نیمه بیه وو . د هلکا نو د سوبت د ا ورغمی ، ورغمی نه و ؛ بلکې ښه غټ او سلا مت سیر لی (وزګوړی ـ په کونړکې ورته پسه هم وا یي ـ ا ود پیښورو په ژبه چیلی ، د چیلۍ بچی چې ښه غټ شي ) و . د جومې مبا رکې د ما نځه نه چې هغه را وګرځید و نو سیرلی یې ا لا ل کړ او د پخولو د یګونه با ر شول . هلکا ن هم وار په وار د د وی کلا ته را رسید ل او د ننه اوجرې ته ننوتل . یوه غټه میله جوړه شوه . چا پتې ( پرې ، تا ش ، قطعې ) کولې ، چا ټا یپ چا لا ن کړی و او چا بیا سیتا رونه ترنګول . د سوبت میله ښه په زړه پورې ګرمه او ډ یرجمو جوش و .
د د رې خلک چې به د کلا مخې ته تیرید ل نود څآ روي (سیرلي) وینه چې د لویې د روازې څنګ ته تو ی شوې وه ، لید له او د هلکا نو د شور ما شور ښکا لو به یې هم او رید له . چې ما ښا م نیژ دې کید و نو د غوښو او نریو وریجو بو یونو د لا رې لا رویا ن ښه پوره سرسا مول او هغه د چا خبره ا یشتیا به یې د ومره زیا تید له چې د خولو نه به یې اوبه روا نید لې .
*******
د کونړ د با ډ یل په د ره کې لکه د څو نورو د رو په شا ن د سا پو قا م پروت د ی . خلک یې ډ یر زړور ، سپیڅلي او پا ک نفسه د ي . چې د چا سره یې نا سته ولاړه او د وستي شي نو ډ یره ټینګه یې پا لي . څه نا څه ځمکه او د څا روو روزنه یې د ژوند لومړنئ ا ړتیا وې تا مینوي او نور نوبیا په خپله غریبۍ خوا رۍ پسې ورک وي .
د کونړ سا پو یو ځل پخوا د خپل وخت د حکومت په مقا بل کې پا څون کړې ؤ او په دغه جګړه کې یې ډ یره زړورتیا ښو د لې وه . وایي چې سا پي به د وخت د حکو مت په ټا نکونو یا په تش لا س ورختل او یا به یې د تیګو (ډ برو ) ، ډ انګو او شغلو لنډ و ټوپکونو سره پې ترپلې کولې .
د ځوا کونو د نا ا نډ ولۍ له مخې خوبه جګړه خا مخا د حکومت په ګټه پا ی ته رسید ه ، لیکین د سا پیود زړورتیا کیسې او سند رې لا اوس هم ژوند ئ د ي . یوه لوبه یې د اسې ویل کیږي :
د میملې غلا ما مد ه با ډ یل ته مه ځه *** سا پو ډ یر وژلي دینه ، د میملې غلا ما مد ه (غلا م محمد ه ) . . .
او د دغې جګړې د نا کا مۍ نه وروسته د ا ټپه ډ یره د خلکو په ژ به وه :
د سا پو هلته کمبختی ؤ *** چې په لنډ ي ټو پک یې جنګ ونښلا ونه
*******
د با ډ یل د د رې د سا پیو د قا م په سیمه کې ، دغو تنکیو ځوا نا نو د سوبت غوښې ا وپولا وونه په مزه مزه وخوړل او د شپې تر نا وخته پورې یې بیلې بیلې لوبې او سا تیرئ وکړې . چربا نګ چربا نګ همد ې د کلا م خا ن او ا کرم خا ن د وی په اوجره ( بیټک ) کې اود ه شول . د اسې بید ه شول چې را پا څید ل نو اروا ګا نې یې پا س اووم آ سما ن ته ختلې وې . ټوله اوجره اوپه اوجره کې اود ه هلکا ن یې کیمه (کوفته) شوي وو.
د لمر د څیرې سره سم ا مریکنیا نو چې په افغا نستا ن کې د « سوله سا تی ځوا کونو » مشري کوي ا علا م کړه چې : یو ز یا ت شمیر طا لبا ن یې د کونړ د با ډ یل په د ره کې ټــــــــکو لــــــــــــــي د ي .
د سیمې خلکو حکومتي چا روا کوته د د غو تنکیو ځوا نا نو نومونه ، د پلرونو نومونه ، د ښوونځي ټولګي او دهغوی
عمر و نه وروښود ل او د ټولې د رې ولسونو په ګډه ورته وویل چې د وی طا لبا ن نه ؛ بلکې د ښوونځي زده کوونکي وو.


              • د شیرګل ما ما د ا وجرې (حجرې) د ګڼې ګو ڼې رپوټ ا مریکا یا نو ته خا مخا کوم پوخ او سیا ڼه (هوښیا ر) رپو ټچي ورکړی د ی . دغه رپوټچي د ا مریکا یا نو سره د اړیکو په بنسټ ځکه پوخ اوسیا ڼه رپوټچي دی چې : یو خو یې د وسله وا لو طا لبا نو د پا خه سنګر د قیق ما لوما ت ورکړي وو او هغه یې پې د طا لبا نو« ! ؟ » سره یوځا ی خچ پچ کړ او بل دا چې د کونړ نه با رو بار ، د بل ولا یت نه یې جګړه ما رې ا مریکنئ ا لوتکې د بمبا رۍ د پا ره را غوښتلې وې .
                که کوم وخت د آ سما ن نه د نا لتونو( لعنتونو) با را ن را شي نو هو بهو به په دغه ډ ول رپوټچي او د د ا سې رپوټ په عملي کوونکو را ور یږ ي ! « پا ی »