FANDOM


شمشه دين ټول هغه صفتونه لرل چې په يوه ‘‘ښه سړي‘‘ کې موندل کېږي، لمونځ ګوزاره، صادق، بې بدو، کاريګر. ده زمونږ د باغ مېوې په نيمايي نيولې وې، مڼې، مندتې، شفتالان او يو ډول آلوچې خلکو نه پوهېږم ولې ورته دمب روبا ويل، هغه به يې په کجاوه کې بازار ته وړل او چې بېګا به راغی، ماته به يې ويل، ‘‘مکتبيه، راځه چې سره ويې ګڼو!‘‘ د ملا نه به يې بټوه پرانسته او شپاړس پولۍ او غېرانونه ټنګې به يې په ټغر خرې کړې. بيا به مو سره شمېرلې او دوه دلۍ به مو ترې جوړې کړې. شمشه دين په حساب چنديانې نه پوهېده او تل به يې ويل: ‘‘ دا مې خدای په جات تاته درکړه. زما دې خدای ته پاتې وي، چې د ده راباندې پاتې نشي.‘‘ دی پروسږکال د خورد کابل نه راغلی و. د شمشه دين ښځه، دورانۍ، بله آشا وه، يږه، دنګه، غنم رنګې، کږ وروځې، پلن پېزوان يې په نرۍ پوزه وهلی او د شمشه دين سره يې يوځای د مازيګری د چرسو چيلم څکه. د دورانۍ سترګو، په تېره چې به يې چرس وڅکل، خوړل کول او يوه وړه چوکچوکه يې په کلي کې پېدا کړې وه. مېړه اورتې زمونږ په باغ کې کوډله وهلې وه او کله به چې دورانۍ د سابو دپاره د باغ نه بهر ووتله نو د دهقانانو سترګو به ورته لار کوله. د شمشه دين اولاد نه و.

نوره ګناه يې نه وه، خو لږ ټيټ قدی او چوخ مخی و. زه هغه وخت په دومره پتنو (فتنو) او پساتو (فسادونو) نه پوهېدم خو دورانۍ مې څو ځلې وليده چې شمشه دين به بازار ته مېوه وړې وه او دا به د لر او بر دهقانانو سره چې د اوبو د نوبت او بندونو د څارلو پسې د نهر په غاړه تلل راتلل ولاړه وه. کله به لا په خبرو خبرو کې، چې دې کوز په پټي کې سابه کول او دهقانان به د پولې په سر ورسره روان و، ناڅاپه به دهقان ورکوز شو او ساعت پس به د جوارو د پټي د هغه بل سر نه، بېل بېل راووتل. دورانۍ به په نخرو باغ ته روانه شوه. د لونګو هار به يې ټالۍ خوړلې او د ګلدار صندوف کميس به يې شړقا کوله. د مني يو ښکلی مازيګر و، ثناالله کاکا به تل ويل چې خدای دې د خان آباد ژمی ووهي چې نه يې وچه څيله معلومه ده او نه لمده، باران د واورې سره ګډ ورېږي او چې کوټه لږه توده شي نو بيا څاڅي. د خان آباد پسرلی دې هم ورک شي چې دومره لنډ وي لکه د ژرنده ګړي پاينده خان د بوچۍ خرې لکۍ. خو د خان آباد د مني نه جار چې د خټکو، ناکو، بهي، لاندي او هندواڼو پرېماني وي. په درمنځای کې د شولو رشه ولاړه وي، چې دا زمونږ د ټول کال د زاره چاودون مېوه ده. هغه پسونه چې په پسرلي مو د لاندي دپاره اخيستي، دومره څاربه شي چې ايله خپل لم وړی شي او د شپې خو لاځينو ته د لم کېښودو دپاره جګه د خښتو څوکۍ ودروي. مالونه لر او بر په مځکو کې ګرځي او څوک يې نه لکۍ پرې کوي او نه يې خاوند ته ښکنځل کوي، ځکه ټول پسل (فصل) رېبدل شوی وي او لکه زړې ښځې چې په کرار کرار په پټيو کې وږي ټولوي څاروي هم په نخرو نخرو څري. بزګران د تېر شوي کال په پسل، پخپلو سهوو او راتلونکو پلانونو تبصرې کوي، د جومات د دېواله پيتاوي ته ناست وي او په لورونو هغه هندواڼې څيري چې که دوی د مېلوې (بيارې يا جالُغ) سره نه وای راشکولي نو څاروو خوړل. د درمن يوې خوا ته د شولو پروړه دلۍ پرته دي او چنچڼې په کې وځي ننوځي، او د ثناالله کاکا خبر په پروړه کې تخۍ کوي. له لېرې د آوجوازونو (پايکوګانو) غرنجهار راځي، چې د کوم بختور شولې ټکوي. سخ د هغه دهقان چې شولې د واورې تر لوېدو پخوا وريژې کړي. د هېڅ بل پسل معامله د شولې په شان اوږده او کړکېچنه نه وي. غنم خو وکره، ويې رېبه، ويې ټکوه، په کندوانو کې يې واچوه. ثناالله کاکا به ويل چې دا خو هسې بېځايه خبر نه ده چې خلک چې ښېراه کوي نو وايي، شولې! لولپه شې! اول به د زغلي پټی ډنډوې، بيا به سل دوه سوه وريته شوتله يا رشقه په کې اچوې، چې هغه په اوبو کې خوسا شي او ډډوزي يې وخېژي بيا به په کې شولې ګڼې کرې. دا شو زغلی. څلوېښت شپې به ورته ګورې چې زغلی راشين شي او چې توربخون شو نو بيا به يې له ريښې راوباسې او په شا به يې هغو پټو ته چې پخوا دې يوه کړي، ماله کړي او پڼه کړي وي وړې. هلته به يې په ټول پټي کې ټوپه کۍ ټوپه کۍ اچوې. بيا به نو نيالګر هر ټوپه کۍ رااخلي او د شنو پيازو د قودې په اندازه به هغه قوده قوده کوي او په مځکه به يې چوکه کوي، يعنې نيالوي به يې. بزګرانو د همدې پسې بدله جوړه کړې وه چې: ‘‘ سر ښکته، ... پورته، .... زانګي بې مجاله، مېرمن دې .... نهاله. بيا به يې نو شپه او ورځ څارې چې د ثناالله کاکا خبر دا ماهي درنه بې اوبو نشي. تل به يې خېشاوه او خسمانه کوې. چې شولو وږي وکړل بيا نو د مارغانو سېلونه پرې راشېوه شي چې ته به يې د توپک، شوقان او داخول (څېرې) په زور او کله لا هم په تعويزونو او ټوټکو ساتې. چې شولې پخې شي او ودې رېبدلې، بيا به يې په درمن کې ټکوې، او سمدلاسه به يې د اوبو نه ډک ډنډ ته اچوې. چې شل دېرش شپې ورباندې تېرې شي او پوټکی يې ډډ شي. بيا به يې هم هغلته په درمنځای کې په بټۍ کې وريتوې. وروسته به يې په يوه هواره مځکه چې پخوا تر پخوا اخېړ شوې وي هواروې او هر ساعت به يې په پښو اړوې چې شوله ماته نشي. هله به يې نو پايکو يا آوجواز ته چلوې. هلته به نوبت اخلې او شپه او ورځ به پرې پروت يې چې د نورو خلکو د شولو سره ګډې نشي او هم څوک ماره په کې و نه کړي. چې نوبت دې راغی بيا به يې خور ته اچوې. هر آوجواز دوه پايکوګانې او دوه خورونه لري چې د ژرندې د پل په شان په اوبو خوزي. اوبه څرخ ګرځوي او څرخ بيا پايکو ته چې د لوی لرګين څټک په شان وي چې په سر کې يې د اوسپنې زخې وي اړم شي او هغه جګ کړي او بېرته يې راپرېږدي چې د شولو په دلۍ راپرېوځي. معمول دا دی چې يو خروار شولې په يوه شواروز کې وريژې کوي. خو د آوجواز خاوند هم د ژرنده ګړي په شان، چې ګڼه ګوڼه وويني نو يو چل کوي چې پايکو ژر ژر خو سپکه راپرېوځي او وريژې حلالې مردارې او لواړې د شولو سره ګډې راووځي. ددې زور نو بيا هغه وخت معلومېږي چې وريژې منډه يي ته لاړې شي، او پېرودونکی يې په موټې کې واخلي او په ورغوي کې يې دانه دانه په ګوته اړوي. چې څومره کسکر لري او بيا نو سپک درنه پاڅېږي او بلې خرۍ ته ودرېږي. شرم، غوسه، بېوزلي او نااميندګي، دا ټول په دهقان راشي، لکه د کال ټوله خواري يې چې هسې اوبو وړي وي. په آوجواز کې يوې خوا ته چجګر وربوز تړلی ناست وي او ټکول شوې وريژې صافوي چې شی ورنه بېل شي. دا کړاو يې بس نه دی چې کله چې وريژې په خرو او آسو کورته راوړل شي، بيا ښځې مټې ونغاړي او هغه غلبېل کړي. چې لواړې، تيږې او شولې ترې بېلې شي. ايله د خټو کندوانو ته د لوېدو شي، ايله د دهقان سوده وشي. دا ټول کار بايد پخوا د واورې تر لوېدو وشي او که نه نو بيا خواري توی ځي. لنډه دا چې تر ورتېدو وروسته چې هرکله او هر پړاو کې شوله او وريژه لمده شوه، لاړې چې لاړې. د همدغسې مني يو زېړی مازديګر و او مونږ د جومات پيتاوي ته ناست و او هندواڼې مو خوړلې چې د پاينده خان پام شو چې دده سپی په غوښو شخوند وهي او لګيا دی هډوکی يې په دواړو پښو نيولی، غوښه ترې شکوي. خپل زوم ته يې کړه چې ‘‘ ميرزا ورشه وګوره چې بيا يې د کوم کمبخت چرګه داړلې ده‘‘ ميرزا ورغی او په خپلې لکړې يې د سپي له خولې هډوکی واېست، ناڅاپه يې غږ کړ، ‘‘يه بسلمانو دا خو د بنيادم خپړ ده.‘‘ ټولو ورمنډه کړه، په رښتيا چې خپړ وه او د ګوتو ځينې بندونه لا ورپورې وو. قادر ماما غږ کړ، ‘‘هلۍ وګورۍ چې سپی په کومه ځي.‘‘ سپی مو ليده چې مخ په باغ په منډه و. موږ هلکان ورپسې لاړو. سپی نېغ د شمشه دين کوډلې ته روان و. څه نور سپي هم هماغلته لګيا وو. چې لاړو ګورو چې د شمشه دين مړی ټوک ټوک پروت دی، لکه چې چا په تښځ (تېشه) ونډی کړی وي. د دورانۍ درک .نه و. زه په منډه کور ته لاړم، هلته هم نه وه. په هغه شپه ټول کليوال تر ناوخته ويښ وو. د شمشه دين اندامونه مو څه چې پاتې وو. په جوال کې واچول او شپې يې کليوالو جنازه وکړه او د کلي په هديرې کې مو ښخ کړ. دا زمونږ لومړنی شهيد و. په همدې شپه کليوالو آمنا وکړه چې حکومت دې نه خبرول کېږي خو پخپله کلیوال دې د هغه قاتل پيدا کړي. په بله ورځ پلټنه شروع شوه. هر چا ته يو کلی ورکړ شو چې دورانۍ ولټوي، ځکه دا ټولو منلې وه چې هر چا چې شمشه دين وژلی، د دورانۍ په خوښه يې وژلی دی او هغه هم ورسره تښتېدلې ده. په درېمه ورځ پته ولګېده چې دورانۍ د اسحاق سره چې د کړوخېلو د کلي مشهور بدماش و او څو ځلې خلکو ليدلی و چې د باغ شاوخوا ته لر و بر کېده، تالقانو ته تښتېدلې وه. اته کسه د کلي زلميان د آسونو سره تالقان ته روان شول. هلته د اسحاق پيدا کول آسان و ځکه يو څو کوره پښتانه وو او باقي ازبک. هفته لا نه وه تېره چې دواړه يې سوټ بوټ شا په شا تړلي کلي ته راوستل. دوی د پاينده خان په ژرنده کې بنديان شول او د موچڼې ميرزا يې توپک په لاس پېره کوله. شمشه دين د لوګر د نمونياز و او زړه مور يې د يوه معيوب ورور سره لا هم همالته و.

حسين باچا پخپله خوښه په يوه چکړه لارۍ کې چې هغه وخت هندوانو چلوله ورپسې لاړ، او د ژمي د وچې په آخرو شپو کې يې هغوی دواړه راوستل. هغه شپه بوډۍ زمونږ کره وه او زوی يې د جومات په حجره کې و. بوډۍ درسته شپه زما د مور سره د زوی وير کاوه. په سبا يې خلکو دورانۍ او اسحاق درمندځي ته تړلي راوستل، لکه د ګډورو په شان يې د پروړې په سر وغځول. د شمشه دين مور هم راووته قادر ماما ورته ويل: ‘‘ ادې، دغه سړي ستا زوی وژلی او خدای دې ګواه وي چې موږ خپله پښتو پوره کړه. دغه دی امانت دې در واخله، چې هر څه پرې کوې.‘‘ بيا نو قادر ماما يوه تېره تشوه (قمه يا پېش قبضه) له ترخ نه وايسته او د شمشه دين مور ته يې ورکړه. د شمشه دين مور په وياله چاراندام اودس وکړ او بيا راغله، د اسحاق او دورانۍ په سر ودرېده او په نري رنځېدلي غږ يې وويل: ‘‘ اسحاقه، راته حال ووايه چې زوی ګی مې دې څنګه وواژه، چې تا تښځ ورباندې جګوله ده څه ويل؟ زارۍ يې کولې، خدای يې ياداوه، که يې ادکې مور يادوله؟ دی خو په يوه ګوزار مړ نه شو، څه سوالونه يې کول؟‘‘ خو اسحاق زبون وهلی و او ژبه يې په تالو کې وچه وه. دورانۍ غږ کړ، ‘‘ زه به يې درته ووايم. شمشه دين په ځان هېڅ پوه نه شو. ما په چای کې پرېمانه اپيم ورکړي وو. ادې جانې، موږ وبښه، ځواني وه، ناپويه وو.‘‘ بوډۍ لا هم اسحاق ته کتل، ‘‘ زه زهيره بوډۍ يم او د چا د حلالولو نه يم، خو يو ځلې به چاړه ستا په مرۍ تېره کړم چې شرعي شرط پوره شي.‘‘ او د همدې سره مو کتل چې هغه بوډۍ نه وه بلکې لکه بړانګه داسې پرې راغله او د سترګو په رپ کې يې چاړه په داسې قوت د اسحاق په مرۍ راښکله چې د وينو دارې يې ددې د سر نه لاجګې شوې او د اسحاق وچه مرۍ مو ليده چې يوه لوېشته به د ورمېږ نه راووته او له خرهار نه وروسته به بېرته په ورمېږ ورننوتله. خو اسحاق داسې ټينګ تړل شوی و چې د نور حرکت امکان نه و، بس دې خوا ها خوا به رغښته. د شمشه دين ورور چاړه د مور نه واخيسته او همداسې ګوډ ګوډ په دورانۍ ورغی او چاړه يې په دومره قوت د دورانۍ په مرۍ راښکله چې سر يې نژدې د تنې نه شکېدلی و. دواړه لکه حلال کړي چرګان ډېر وخت په ترپکو وو او د شمشه دين ورور ميرګي نيولی و، لږ لرې بېحاله پروت و. کليوال يې په لاسو او پښو ناست وو چې ځان ژوبل نه کړي. د شمشه دين بوره مور بلې خوا ته بېحاله پرته وه او ښی لاس يې په وينو سور و.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki