FANDOM


شپونکي ورته د ملا نه دستر خان را ايله کړ او په کې تاوشوې ډوډۍ يې ورته را برسيره کړه .
ماما واخله ! لږه کلکه غوندې ده خو په دې لرې پرته کرونده کې ورته د سړی ښه اشتيا راځي .
شپونکی دا څو ورځی پله پسی خپله رمه لومړی ددې کلي په غره کې څروي او له غرمې وروسته د کروندې خوا ته را کوزيږی . په کرونده کې دا وخت د غنمو پټي ريبل شوی او يو نيم لا ريبل کيږي . په داسې حالت کې په (( وټونو )) ( ريبل شويو پټيو ) کې ښه واښه وي او د ګډو ( ميږو ) ګوره ورشو وي .
هغوی دواړو وچه ډوډۍ کړپوله ( په کړپا کړپا يې خوړله ) او خپلې مشخولتيا ته يې دوام ورکړ . له کروندې نه نژدې غرونه ډېر ښايسته ښکاريدل . غرونه ډېر اوچت نه وو . پاسته پاسته او په ځنګلو نو پټ وو. د نښترو او جلغوزو او نورې ونې په کې په خوند ولاړې وې . که لږ به ورنژدې شوې نو د مرغيو او حتا د ځنګلی حيواناتو اوازونه به په کې هم اوريدل کیدل . په ناوونو کې يې د چينو د اوبو شراری د هر چا په غوږونو ښه لګیدو . او به يې له بره ښکته خوا ته په شړق روانې وې . کله کله به د اوبو د دغه شور نه يوچا د بل چا خبره هم نه شوه اوريدای .تر ټولو چينو يې خلکو ته د تورې تيګی چينه ډېره په زړه پوری ده . په دې غرونو کې خو د ټولو چينو اوبه خوږې ، پاکې او خلکو ته خوند ورکوي ، خو د تورې تيګي د چينې ښه والی په دې کې دی چې : چينه د تيګی په څوکه کې را خوټکیدلی او يوه لويشت پورته اوبه غورځوي . بيله دې چې لاس ورته ونيسی د اوبود نل ( بمبې ) غوندې ورته خوله پاس خوا ته نيول کيږي ، او پرته له ستونزې اوبه څښل کيږی .
همدارنګه د دغو درو او د تپو د څوکو نه د هغو شپانانو د شپيليو غږونه او د غرنيو سندرو او ټپو ( لنډيو ) انګازې اوريدل کيږی چې شپه او ورځ په هماغه درو کې پراته وي . هغوی هلته ځانله بانډې جوړې کړې وي او د خوراک څښاک او د شودو ( شيدو ) مستو د سمبالولو لوښي لرګي هم ورسره وي .
پيره کي ( پير محمد ) او ميرک ( ميرګل ) يو بل سره نه پيژندل ، خو دا چې پيره کی د چوپان خوا ته راورسيدو او له سلام اچولو نه وروسته لږ پښه نيولی غوندې شو . غوښتل يې چې د هغه سره دمه وکړی نو خپله خولۍ يې له سرنه لږه اواګيره کړه او د سر په ګرولو يې پيل وکړ . په خبرو خبرو کې شپونکی ( ميرک ) ورته د دمې اشاره وکړه او پيره کی ماما هم ورسره کيناستو .
هغوی اوس دومره په مشخولتيا کې کيوتي وو چې ته به وايې د کلونو کلونو را هيسی يو بل سره پيژني . دوی يو بل سره نه پيژندل ، ځکه چې ميرک ټول عمر په چوپانۍ کې په غرونو کې تير کړی ؤ او
پيره کی ماما به تل په کلي کې په دعوو او دنګلو کې بوخت ؤ . د دوی دواړو کلي سره دومره لرې نه وو، خو يو بل يې سره نه پيژندل . پير محمد په خپل کلي کې په پيره کی ماما او ميرګل په خپل کلي کې په ميرک مشهور وو .
پيره کي ماما چې د ميرک دومره لويه رمه وليده نو لړزې ورته نيولی ؤ . هغه دې ته اريان ( حيران ) و چې څه وکړي ؟ څنګه به کومه ګډه ګډوری ترې اپلو کړي ؟ هر څومره چرتونه چې يې ووهل هيڅ لاره چاره يې پيدا نه کړه . ځکه چې لا رڼا ورځ وه او اوار ( هوار ) پټي وو. که ميږه يې د ځان سره روانوله نو شپون ته هرڅه ښکاره کیدل او چې د رمې نه تش لاس تلو نو دا يې هم نه پيرزو کیدله .
سره ددې چې پيره کی ماما په کلی کې ښه ياد سړی ؤ . کله کله به يې د خلکو مامیلې ( معاملې ) هم ورخلاصولې . جرګو ته به هم تلو . د روغ رنځور پوښتنې ته به هم ور روان و. په کلي کې يې کور هم له ډېرو کورنيو نه ښه ؤ . يوه اندازه ځمکه او جايداد يې هم درلود . زوی يې هم په يو ښه ځای کې مامور ؤ . ددې ټولو خبرو سره سره بيا هم يوه نيمه پټه غوټه به يې کوله . کله به يې د چا جوار د شپې ريبلي وو . کله به يې د چا په پاليز يرغل وروړ او هندوانې يا کدوان او يا پياز به يې ترې غلا کول ـ او کله کله به يې د چا کنډر واهه او له کندوانونه به يې ترې غنم جوار پټول . هغه ته غلا داسې وه لکه سړی چې يو مرض او امل ( عمل ) ولري . دغه ناروغتيا يې اوس د رمې په ليدلو ډېره را پسخیدلې وه ( راپاريدلې وه ) .
پيره کي په شپونکي غږ وکړ : ترورزيه !
د مازديګر د مانځه وخت نژدې دی . مانځه ته به د خيره ځان برابره وو . څو پورې چې ځانونه چمتو کوود آزان وخت را رسيږی . پيره کي د شپانه ، نه ډوډۍ وکړپوله او د « دبکي » يخې اوبه يې تری وسکلې ( وڅښلې ) او د لښتي په لور وخوځید .
شپونکی لومړی د ساراګش ( ډکو متيازو ) په طرف لاړو او بيا بيرته له پوره ځنډ نه د پيره کي خوا ته د لښتي لور ته راوګرځيدو . له اودسونو نه وروسته دواړو د پټی په پوله څادرونه وغوړول او مونځونه يې وکړل . د مانځه نه وروسته يې لاسونه جګ کړل او دواګانې ( دوعاګانی ) يې وکړې . پيره کې د دوا په اخير کې وويل : خدايه ! د اخيرت له سختې مو وساتې ، د دوزخ له اوره مو په امان کړې ، او کړي ګوناوونه ( ګناهونه ) را ته وبښی .
پس له مانځه نه دواړو دومره ډېرې خبرې ونه کړې ، ځکه چې پيره کی ماما په ويره کې و چې د کلی او کور تپوس ترې ونه کړی . شپانان خو بيله دی هم دومره ډېرې خبری نه کوی او نه دومره علاقه لری چې د چا د کور او کلی نه ځان خبر کړي . هغوی نه چیرته د تلو تمه لري او نه يې دا په خيال کې ګرځی چې په سفر کې به کله په چا ميلمه شي . بس هر څوک چې يې خوا ته راغله ښه روغبړ ورسره کوی اود خپلې تر ملاتړلې ډوډۍ ست سلا نه وروسته د دبکی يخی اوبه ورته نيسي .
پيره کی ماما چې د ميرک نه رسختيدو ( رخصتيدو ) نو دا ځل يې ورته د ترورزی په ځای د خوريي غږ وکړ : خورينه لاړو درنه ، مشخولتيا دې خوږه وه ، د خدای پامان .
ميرک هم بيله دې چې وپوهيږی چې هغه په کلي کې په ماما ( پيره کی ماما ) مشهور دی ، په ځواب کې ورته وويل :
ماما په مخه دې ښه ! دوا را ته کوه !
د خدای پامانۍ نه وروسته پيره کی ماما څوڅوځلې شا ته وکتل او د ميرک سره يې سترګې مخامخ شوې . ميرک هم ورته ځير شو او په فکر کې ولويد چې ماما څنګه زر زر شا ته مخ را اړوي ؟ ميرک بيله دې نه هم هر څوک چې يا دده خوا ته را نژدې کيږی او يا د رمې څنګ ته تيريږی د نظر لاندې ساتي ، او د خپلې رمې په فکر کې وي چې څوک ترې کوم ګډوری مډوری ( وری ) او يا ترې کومه ګډه مډه ( ميږه ) په څنګ نه کړی . په دې وخت کې پسرلني ګډوري ( وري ) او ګډې ( ميږی ) يو ځای څريږي .
ميرک تر يو ځای پورې پيره کی ماما څارو خو چې يو څو پټی له څو لښتو ( لښتيو ) نه واوښتو نو د رمې نه لږ لری او په څنګ شو . نور نو ميرک دومره نه ويريدو ، ځکه چې ميږه خو ژوندی څاروی دی څوک يې تری په جيب کې نه شی اچولی . خو دې خبرې لږ په وسواس کې واچاوه چې يره ماما له دوه دريو لښتيو د اوښتو نه وروسته څه شی په لاس کې نيولی وو او داسی ښکاره کيدو لکه يوه د لاس غوټه چې ورسره وي .
ده فکر کاوه چې هغه سره خو د راتګ په وخت کې څه شی په لاس کې نه وو ، نو چې دا به څه وي ؟ بيا يې ځان په خپله قانی ( قانع ) کړ چې کيدای شی له پټی نه به يې څه واښه ماښه را شوکولي وي او يا به يې تيار مندلي وي او د ځان سره به يې اخيستلي وي . ډېر سر يې ور پسی ونه ګرځاوه او هغه يې ورو ورو له سترګو پناه شو . له رمې نه اخوا ديخوا تاو را تاو شو او بيا بيرته په پوله کيناستو .
لږه شيبه وروسته يې ورو ورو د رمې په را ټولولو لاس پورې کړ . څو چې د ماښام خړه لګیده نو ده هم رمه د کلي لارې ته برابروله . د رمې يو سر چې لارې ته ورسيدو نو يو شمير ورکيو رمباړې جوړې کړی او ګډو ( ميږو ) ورسره هم بدرګه کړې . په لاره کې يې د پښو د سويو له کبله دوړې او ګردونه شروع شول ، خو درمې بل سر لا په پټو کې ؤ . ميږې له وټونو ( ريبل شويو پټو ) نه په پله پسی وتلې . يوې نيمی به له لږو لوړو پولو نه ټوپونه وهل او ځانونه به يې لارې ته سمول . ميرک هم د رمې تر شا روان ؤ او پټو ته يې کتل چې کومه ميږه يا وری ترې په څر بوخت پاتې نه شی . لږ ور اپلو په يوه ژور پټي کې يې په يوه ګډه ( ميږه ) سترګې ولګیدې . اريان شو چې په دی وخت کې ولی يوه ګډه يا ګډوری پروت دی . په دې وخت کې خو ټول ټوپونه وهی او ځانونه لارې ته رسوی چې زر کور ته ورسيږی . کله کله يوه نيمه په څر ( څړ ) لګيا وی او کور ته د تګ فکر يې نه وي ، خو بيا هم چې رمه وګوري چې د کور په لور خوځيدلی ده ، نو ناڅاپه تند لس وخوري او په منډو شرو ( شروع ) وکړی .
ميرک د ځان سره وويل : نه پوهيږم چې دا به ناروغه وي که څنګه ؟ ولی نه پاڅي ؟ هغه ورنژدې شو . څو غږونه يې پې وکړل . ډری ، ډری ـ هله هله پاڅه ! ناوخته دی ، بيا هم ميږه نه خوځیده . داسی غلې وه لکه مړه چې وي . مړه نه وه خو د مړې نه بتره ( بدتره ) وه .
ميرک ورنژدې شو . لاس يې پې تير کړ . مينه يې ورسره وکړه . په خواږه اواز يې ورته وويل : ولې بچۍ ؟ څه در باندې شوي دی ؟ ګر چاپير تې تاو را تاو شو . ګوری چې د ګډې لم غوڅ شوی دی .
پيره کی ماما د ګډې ټول لم په خپله هغه تيره چاړه چې کله کله پې ږيره خروي او د ځان سره يې تل ګرځوی ، غوڅ کړی او په دومره سټه کې يې وهلی چې ان غوښې ته يې چاړه رسيدلی ده . له ميږې نه ښه پوره وينه تللی او په خوا کې يې ډنډ شوی ده . هغه نوره د خوځيدو نه وه .
ميرک خپله تر ټولو ډېره ګرانه ميږه چې تل به يې دوه دوه غبرګوني لمور بچي راوړل ، په غيږ کې جګه کړه او کور ته يې ورسوله ، خو د رسيدو سره سم يې پې چوړکۍ را کش کړه او الله اکبر يې پې ووايه .
ميرک چې خلکو ته ، د ده خوا ته د ورغلی سړی څیره انځور کړه او د هغه نښی نښانې يې ورته وويلی نو ټولو ويل چې : په خدای که پرته له پيره کي ماما بل څوک لا وي . ټولو پې د خدای نالتونه ( لعنتونه ) ويل . « پا ی »