FANDOM


كوټه كې ساړه و، يخنې زياته وه

جانان لږ نور هم نغرې ته ورنږدي شو او په خپلو اوږو يې څادر سم كړ،

له اور څخه يې لرگى راپورته كړ او د هغه ناسوزيدلې څنډه يې په اور كې كيښوده

مور يې چې د نغري يوې خواته په زاړه ټغر ملاسته وه نري نري زگيروي كول او دده په زړه كې نامرائي شانته ويره خوريده،شاته يې وكتل د كړكۍ پلاستيك يې له نظره تير كړ

پلاستيك څو ځايه سورى و

د پلاستيك له سوريو څخه كوټي ته سړه هوا راتله او كوټه يې توديدو ته نه پريښوده، نغرى د كوټي په يوه كونج كې له ديوالونو سره په يو يا يو نيم متر واټن كې جوړ شوى و، د دواړو ديوالونه په منځ كې نغري ته نږدي د څيړى لرگي پراته و ،

د لرگيو په خوا كې د پلار د ناستې ځاي و ،او دغه ځاي به تر هغو چې پلار كور ته نه و راستون شوى خالې و ،جانان به كله نا كله د پلار په ځاي ناست و خو د پلار له راتگ سره به له ځايه پورته شو او ځاي به يې خپل پلار ته پريښود،خو اوس يې د پلار ځاي خالې و،


كله چې جانان يو ځل بيا له اور څخه لرگى راپورته او بې ځايه كړ مور يې په ريږديدلي غږ ورته وويل:


بچيه د پلار عادت دې تا ته رسيدلئ دى پلار به دې هم د نغري لرگي زيات خوځول او زما به ورسره پدي خبره تل جنگ و، زما له دې خبرو وروسته به لرگيو يوه شيبه دمه ووهله خو شيبه وروسته به يې بيا دا كار پيل كړ .


دې خبري جانان ته تير يادونه ورپه ياد كړل د پلار په فكر كې ډوب شو ،اسې چې تا به ويل مخامخ ورته ناست دى، د هغه سپينه ږيره، سپينې جامي، د هغه د مخ راوتلي وچ كلك هډوكي،د هغه په لاس كې د لرگې كوچنۍ كوچنۍ اوږدي تسپې چې په نريو او رگونو ډكو گوتو به يې يوه يوه اړاوله...



جانان همداسې په سوچونو كې ډوب و فكر كې ډير لري لاړ هغه ورځ ورياده شوه چې پلار يې د يوه كليوال،سره د اوبو په نوبت باندې شخړه كړي وه او پلار يې پكې وژل شوى و،


مور يې بيا زگيروي شروع كړل د جانان د چورتونو لړى يې وشلوله مور ته يې يوه شيبه وكتل خو بيرته يې د نغري په خوا وكتل نغري په خپل ځاي كې له سكروټو غيږ چاپيره كړې وه

لاټين د كوټي په منځ كې د غوړيو تش ټيم باندې ايښى و چې نغرې په خپلو لمبو د هغه سره د كوټي په روښانه كولو كې مرسته كوله،په خونه كې هماغه هوار ټغر ،هماغه كړكى،هماغه نغرى ...لنډه دا چې ټول شيان په خپل حال او خپل ځاي كې و ،خو يوازې پلار په خپل ځاي كې نه و ،جانان له ځان سره دا جمله وويله :


همدا نن يې نوبت دى.


او له ځايه پاڅيد له خونې ووت ښه شيبه د كور په بله خونه كې ورك و، څو شيبې وروسته

د خپل اوږده ټوپك سره كوټي ته راننوت،جانان د لاټين رڼا ته ټوپك سرسري وكوت

مور يې په ريږديدلي غږ وويل:

زويه د خداي لپاره مه ځه‎، هسې نه چې ستا په جنازه وانه وړم.

جانان د نغري لمبو كې سترگي گنډلي وې، او ښه شيبه وروسته يې شونډي وخوزيدي:

نه موري نن يې حساب كتاب ورخلاصوم.

-زوي مې يې چا به درته دروغ ويلي وي خداي مه كړه، په بل دام كې د بند نه كړې.

-بيغمه شه موري

دا څو ورځي راته پلار سترگو سترگو ته كيږي يا به زه ورشم يا به يې كسات واخلم.

لدې سره يې مور سوړ اسويلى وايست ،

زوي يې ټوپك غاړې ته كړ، غټ څادر يې له ځانه تاو كړ ،او د كور څخه په گړنديو گامونو راووت،ټول كلى چوپ مالوميده

د كلي مخې ته تر ستر سرك پورې شاړه ځمكه پرته وه،

هلته لرې د ستر سرك په سر د موټرونو څراغونه د كلي تر څنگ په شاړه ځمكه كې يوازي ښكاريدل،

جانان هم د زرخان كور ته تلونكې لار باندې د هغه د كور په لور ستر ستر گامونه اخيستل،كله كله به يې گامونو كمزوري كړل شاوخوا سيمه به يې په ځير وڅارله

او بيرته به روان شو څو شيبې يې مزل وكړ د زرخان

د كور څخه لږ څه لرې د جوارو پټيو ته ورسيد،جوار پخيدو ته نږدي و

د جوارو تنې جگې وې او په اسانى څوك پكې نه ښكاريدل

جانان هم د جوارو پټيو ته ننوت او چوپ كيناست

له ځان سره يې وويل:

راځه چې نن د خپل ځاي ته وروليږم...


كلي ته ټولي راغلي لاري د سپوږمۍ رڼا ته ښي ښكاريدي

جانان به كله په جوارو كې يوې خوا او كله بله خوا وڅارله

كله به يې لارې ته وكتل او كله د زرخان لويې كلا ته سترگي ورواړولې او له ځان سره به يې څو جملي تكرار كړي

په تا به هم دا خوږ ژوند خاورې كړم ،د عمر لپاره به دې مسافر كړم...


جانان له ځان سره رنگارنگ فكرونو اخيستى و،څو مياشتي كيدې چې د پلار د غچ اخيستو په هكله يې بيلابيل سوچونو كول،خو پرون يې چې د يو تن گاونډي څخه د زرخان د مسافر زوى د راتلو خبره واوريده نو ايلا يې د ارام ساه واخيسته او له ځان سره يې پريكړه وكړه چې نن يې نوبت دى،څنگه مو چې موږ وژړاولو همداسې به مو ژړاوم،


كلي كې چوپتيا واكمنه وه په كورونو كې څراغونه مړه و،په ستر سرك هم د موټرو غرهارى نه اوريدل كيده،جانان ساعت ته وكتل ستن په لسو بجو ولاړه وه،


ښه شيبه وخت تير شو ،وروسته په ستر سرك د موټر غرهارى شو ،

جانان هم وروكتل د موټر څراغونه د كلي په طرف راتاو شول،

جانان ټوپك له ميل نيولاى و، او د جوارو په پټيو كې ټيټ ټيټ روان شو د جوارو اخيرې پټې ته ورسيد،له دې ځايه د زرخان د كلا لويه دروازه

ښه ښكاريده موټر كرار كرار رانږدي كيده جانان هم ځان برابر كړ، په ټوپك يې گوتي ووهلي او د موټر په طرف يې نښه برابره كړه موټر اوس د كلا مخې ته رسيدلى و، يو تن ترې ښكته شو د سپوږمۍ رڼا ته يې سپيني جامې ښكاريدې د سپينو جامو والا ځوان د موټروان سيټ خواته راتاو شو

موټروان ته يې پيسي وركولي او په څه خبرو ورسره اخته و

جانان هم د ټوپك خولې ته مخامخ سړى په نښه كړ

سترگه يې پرې پټه كړه،

جانان ماشې ته زور وركړ څو پرلپسي ډزونو يې پرې وكړل

سړى په ځمكه راوغورځيد، ډزونو د كلي چوپتيا ماته كړه،

څو شيبې پس چيغي شوي د كور څخه څو تنو كسانو د موټر خوا كې پروت ځوان په خوا رامنډه كړه،خو ځوان د ژوند وروستى سلگى ووهلي او د ژوند بله ډيوه يې د تل لپاره مړه شوه،

جانان هم د جوارو په پټيو كې منډه كړه او په بيړه د كور په طرف روان شو او له ځان سره يې وويل:

د پلار روح به مې اوس خوشاله شوى وې.

جانان څو شيبي وروسته د نغري خوا كې ناست و ،او اوږده اوږده ساه يې اخيسته

جانان بيا د نغري په طرف وكتل په خونه كې چوپتيا خوره وه د لمبو رڼا د هغه سيورى په ديوال ورو ورو خوځول يوازي د مور غلي شان زگيروي اوريدل كيدل جانان په لمبو كې سترگې گنډلي وې لمبو زور اخيستئ و، او لرگي يو په بل پسي په ايرو بدليدل ٠


پاي

اسدافغان، خوست

باك ولسوالې


٢٠١٠~١٠~١٣

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki