FANDOM




سيما د خپل مېړه په ليدو، چې په دوو چګسونو، په ډېرې خوارۍ ستړى، ستومانه او اوتر پر دروازه راننوت، په منډه د كور د خاوندې له كوټې د هغه مخې ته ووته، هغه يې له لاسه ونيو او كرار كرار خپلې كوټې ته وخوځېدل.

په تګ تګ كې سيما له ځانه سره لګيا شوه:(( ښه شو، هغه دې په دار كړي، زجر كشه دې كړي.))

مېړه يې ځاى په ځاى ودرېد:(( څوك ښيې، د چا خبره كوې، كه د هغه ظالم خبره كوې، هغه څوك په دار كولای نه شي. زه خو اوس هم حيران يمه، چې هغه وخت څنګه ونيول شو او بندي شو.))

د خاوند له دې خبرې سره، د څو شېبو مخكې خوشالي يې يو دم په غم بدله شوه، په سترګو كې يې اوښكې ډنډ شوې او داسې ورو ورو د كوټې په لور وخوځېده، ته وا ډېر دروند پېټى پر ولو وړي.

د كوټې په يو كنج كې غلې كېناسته او په ژړا سر شوه. خاوند يې هم نږدې ورسره كېناست او ويې ويل: (( ژاړه مه، مه خپه كېږه، هسې ناپامۍ كې مې دا خبره له خولې ووته. ما ته خپل سوګند په ياد دى، زه بيا هيڅكله هغه خبره نه در په يادوم، خو تا څه داسې خبره وكړه، چې ما ويل د هغه خنځير زاني خبره كوې.))

سيما، چې د خپل خاوند زرګل په څېره كې د خپګان نښې ولېدې، خپلې اوښكې يې پاكې كړې: ((نه! ما د هغه خبره نه كوله.))

- نو د چا خبره دې كوله، څه شوي دي؟

سيما سره له دې، چې غم او خپګان يې په څېره كې ښكاريدل، په يو څه خوشالي يې وويل: (( د كور خاوندې ويل، چې يو چا په بل ځاى كې يوه وړه نجلۍ بې عزته كړې او رئيس جمهور حكم كړى، چې هغه زاني ژر ونيول شي. كاش، چې اعدام يې كړي، كاش نور د ژوند هيڅ  څكه ونه كړي.))

سيما تر څه شېبې چوپتيا وروسته، ورغبرګه کړه: (( د كور خاوندې ويل، چې رئيس جمهور ډېر په غوسه دى، خپل حكومتيان يې، چې په دې خبره چپ پاتې وو، له وظيفې ايستلي دي.))

خاوند يې يو سوړ اسويلی وکېښ: ((ډېر يې ښه کړي، خو ...))

ـ هو! ډېر يې ښه كړي، وايي، هغه زاني د پارلمان د وکيل زوى دى، د چا وس پرې بر نه دى، خو خداى رئيس جمهور  پرې بر كړ، كاشكې تل همداسې بر واوسي.

خاوند يې هم، چې ساړه ساړه اسويلي کښل، لاسونه په دعا پورته كړل:(( خدايه! ته دا ظالمان نيست و نابود كړې. له نورو نه مې خو تمه پرې ده. اوس به څه کوو.)) دا وروستۍ جمله يې تر شونډو لاندې ووې.

له دې دعا سره، چې اوښكې يې په سترګو كې رغړېدې، ها خوا ديخوا وكتل او له سيما نه يې وپوښتل: (( لښته چېرې؟))

- هغه د كور له خاوندې سره كالي مينځي. خداى دې خير وركړي، ډېره ښه ښځه ده، موږ په زوره په كار كې ورسره لاس كوو.

- ښه كوئ، خداى دې ورسره ښه وكړي، كه دوى ځاى نه واى راكړى څه به مو كول، زما د لاسه خو هيڅ نه كيږي، د جوارو د پوليو په خرڅولو خو ژوند سخت دی.

سيما ته لکه، چې څه ورپه ياد شوي وي، له خپل خاوند نه يې وپوښتل: (( رښتيا خيريت خو و، چې نن دومره ډېر د وخته راغلې؟))

خاوند يې له ځان سره راوړې غوټه شاته کېښوده او تر  څه سوچ وروسته يې وويل: (( خير و خيريت دی. څه خبره نه شته، د جوارو پولۍ خرڅې شوې، زه هم راغلم.))

سيما غوټې ته په کتلو چورتي غوندې شوه، غوښتل يې څه وپوښتي، خو خاوند يې ورته وويل، چې چای ورته دم کړي. هغه همداسې چورتي له کوټې ووته. د هغې له وتلو سره زرګل په سوچ کې لاړ او له ځانه سره لګيا شو: (( خدايه! ته ورحمېږي؛ دا خواره هسې اسره کوي.))

د ماسختن تر لمانځه وروسته همدا، چې تياره ښه په خورېدو شوه او ټول خپلو بسترو ته لاړل، سيما بيا دعا ګانې شروع كړې: (( خدايه! زموږ مشر، زموږ پاچا ته نور زيات قوت هم وركړې، دومره قوت، چې داسې زانيان او ظالمان له تېغه تېر كړي.))

له همدې دعا ګانو سره د دوو كلو مخكې پېښې يې زړه ولړزاوه او هغه شېبه يې ورياده شوه، چې د سيمې قوماندان مازيګر مهال له خپلو څلورو ټوپكوالو سره د دوى پر كور راننوت او همدا چې د دې پر څوارلس كلنې لور لښتې د هغه نظر پرېوت، خپل يو ټوپكوال يې په اوږه وټپاوه او ورته يې وويل، چې ډېر بد يې، رښتيا دې ويلي وو، نجلۍ ډېره ښايسته ده، د ګلو لښته ده، لښته. او كله يې، چې دې ته وكتل ورغبرګه يې كړه: ((خود به ښايسته وي، چې مور يې ښکلې ده.))

د دې شېبې په يادېدو سره ورېږدېده، لړزې ونيوه، سترګې يې رډې رډې راووتې او د نه نه! مه كوئ! په ويلو سره يې هغه شېبه په سترګو كې انځور شوه، چې قوماندان د دې لور لښتې ته ورلنډ شو، غېږه يې ترې چاپېره كړه او هغې كوټې ته يې، چې پلار يې شل و شوټ او زبون وهلى ناست و، ننويسته. خو همدا چې پر توشكه يې څملوله، دې پرې ور ټوپ كړه، خو د قوماندان ساتونكو راكلكه كړه. قوماندان خپلو ساتونكو ته مخ ورواړاوه او ويې ويل: ((دا يې ستاسو، خپلې مزې وكړئ!))

 دوى ډېرې چيغې وكړې خو چا يې مرستې ته راونه دانګل.  قوماندان د کوڅې سر او اخر کې خپل ټوپکول درولي وو.

هغې ته ورياد شول، چې خاوند يې په يو كنج كې ناست و، دا هر څه يې كتل او ژړل يې. يوه پلا يې سره له دې، چې له ځايه نه شوى پاڅېدى، لږ څه وخوځېد، خو يوه ټوپكمار د ټوپك په کنداغ وواهه او په سر يې وينې راماتې كړې.

هغې ته دا هم ور په ياد شول، چې په سبا يې سل زړونه يو كړل او پر قوماندان يې عريضه وكړه. له ډېرو منډو ترړو وروسته يې غږ واورېدل شو او قوماندان سره له خپلو ټوپكيانو ونيول شو. د زړه اور يې هغه وخت لږ سوړ شو، چې په قوماندان دولس كاله بند وخوت،  خو دغه خوشالي يې يوازې هماغه ورځ او هماغه د محاكمې شېبه وه. ځكه له محكمې نه  تر راستنېدو سمدستي وروسته په كلي او كوڅه كې خلكو ورته په بل نظر كتل او ځمكې ځاى نه وركاوه. اخر مجبوره شول، چې خپله كډه بار او ډېر لرې لاړ شي.

دې ته هغه شېبه هم ورياده شوه، چې له خپل كلي نه د وتو په شپه كې يې كوښښ وكړ، چې خپل ځان او خپله لور ووژني، خو خاوند يې په عذرونو عذرونو له ځان وژنې منع كړلې او ورته يې وويل، چې له دې كلي څخه به ووځي، ډېر لرې به ولاړ شي او هېڅكله به دا پېښه سره نه يادوي.

سيما ټوله شپه په اوښلنو سترګو په دعاګانو سبا كړه. د ملا له اذان سره له خپلې بسترې راولاړه شوه، اودس يې وكړ او تر لمانځه وروسته يې خپل لاسونه لپه كړل: (( خدايه! ته زموږ مشر ته ډېر قوت او زور وركړې، دومره زور او قوت، چې هيڅ زاني او ظالم ژوندى پرې نږدې.))

كله چې يې جاى نماز راټول كړ، غوښتل يې د چايو بندوبست وكړي، خو خوب پرې غلبه وروړه او خپلې بسترې ته لاړه. دم شېبه كې يې سترګې سره ورغلې. خوب كې يې د قوماندان د محكمې ورځ وليده، چې تر محاكمې وروسته يې پر دې سترګې رابرګې كړې او ويې ويل: ((زه بېرته راګرځم، بيا به ګورو. يو به هم د ژوند څكه رانه ونه كړئ. تاسې درې واړه به له تېغه تېر كړم. بد مې وكړل، چې په هماغه ورځ مې ختم نه كړئ.))

سيما په بل اړخ واوښته او ويې ليدل، چې قوماندان له بنده خلاص شوى، په لټه لټه كې يې د دوى پته لګولې او پر كور يې راننوځي، يوه تېره توره يې په لاس كې ده او مخامخ د كوټې بركنج ته د دې د مېړه په لور ځي، توره پورته كوي، لومړى ښي لاس او بيا يې چپ لاس له بېخه پرې كوي. دا چيغه كوي او له چيغې سره نېغه پر خپل ځاى كيني. خاوند يې ترې پوښتي: (( څه خبره ده، لكه چې كوم بد خوب دې وليد.))

سيما څه ونه ويل، له خپله ځايه راولاړه شوه، حويلۍ ته ووته، څو شېبې هاخوا ديخوا وګرځېده، چې لږه ستړې شوه، د خپلې كوټې ترڅنګ نغري ته كېناسته، اور يې بل كړ او بيا مخ په قبلې ودرېده او لاسونه يې لپه كړل:(( خدايه! راپېښ كړې، هغه ظالم دې ټول عمر په زندان كې وي، كه راخوشې شي، موږ به درې واړه له تېغه تېر كړي.))

له دې سره اوتره شوه، خو ژر په ځان كابو شوه: (( نه، نه! هغه به تل په زندان كې وي، اوس خو زموږ مشر داسې كسانو ته په غوسه دى، هغه نه پرېږدي، نه يې خوشې كوي.))

دې فكر يو څه زړه وركړ، چاى يې دم كړ او كوټې ته ننوته. زرګل خپل څادر په ولو كړ، خو ژر يې بېرته خطا کړ او پر دېوال تکيه شو. شېبه په شېبه پريشانۍ پسې اخيسته. د زرګل له دې حالت سره سيما وارخطا شوه: (( څه شوي؟ څه خبره ده، له پرونه ساز نه ښکارې؟))

زرګل، څو ځلې خوله جوړه كړه، چې څه ووايي، خو ژر به پښېمانه شو. لښته هم د هغه تر څنګ كېناستله: (( پلار جانه! څه خبره ده، ولې دومره پرېشانه يې؟))

خو هغه هيڅ هم نه ويل. لښتې او مور يې څو څو ځلې دا پوښتنه تكرار كړه، خو بيا هم هغه څه ونه ويل. سبا سهار، چې له خوبه پاڅېدل، سيما هغه راكلك كړ: (( زړه مې چوي، ولې پرېشانه يې، څه خبره ده، څه شوي، ولې څه نه وايې؟))

هغه تر ډېر ځنډ وروسته، خپله چوپتيا ماته كړه: (( دې ته حيران يمه، چې اوس به چېرته لاړ شو.))

سيما په بېړه وپوښتل: (( ولې، څه شوي، چې له دې ځايه ولاړ شو؟))

هغه يو سوړ اسويلى وكېښ: (( لكه، چې دعاګانې مو بې اثره وې؟))

ـ دا څه وايې، صفا خبره وكړه.

د هغه سترګې اوښلنې شوې: (( پرون په بازار كې خلكو ويل، چې قوماندان د رئيس جمهور په فرمان خوشې شوى.))

۱۸/۶/۱۳۸۷

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki