FANDOM




نبي ګل؛ چې له لرې وليدم، په منډه يې تر ما ځان راورساوه او په سوې ساه يې وويل: ((دوسته! څنګه شوه؟))

 - څه شی؟

-  وئ هغه د كېس خبره.

ما ويل، چې وبه يې ځوروم، هېڅ مې ونه ويل، هغه مې له لاسه ونيو او د هغه د كور پر خوا وخوځيدو. د چاي څښلو پر وخت نبي ګل بيا خوله خبرې ته جوړه كړه: ((دوسته! ودې نه ويل، چې . . . ))

ما خبره په نيمه كې ورغوڅه كړه: ((چې څه مې ونه ويل؟))

-  هغه د كېس خبره دې؟

-  د كوم كېس؟

نبي ګل د چايو پياله پر سر واړوله او ويې ويل: (( ګوره! مه مې ځوروه، كه دې كار كړى وي، بيګاه يوه ښه ميملستيا دركوم.))

ما سترګې پرې وربرګې كړې: ((كه مې نه وي كړى، شړې خو به مې نه؟))

نبي ګل لږ چورتي غوندې شو، په نيولي انداز يې وويل: ((لكه چې نن هم كار ونه شو، خير زما د بخت مرغه له ازله په وزر ټپي دی، نور مه پسې ګرځه، ډير مې سرګردانه كړې. . . ))

نبي ګل لاهغسې له ځانه سره بونګېده، ما يوه پاڼه له جيبه راويستله او ورو ورو مې ولوستله: ((د كابل د كمربند ټولو امنيتي پوستو ته!

د راغلو اطلاعاتو له مخې يو تن د نبي ګل په نامه، چې پلار يې سيد ګل نوميږي، زموږ سر سخت مخالف دى. زموږ په ضد تبليغات كوي، بناء ټولو امنيتي ځايونو او پوستو ته خبر وركوو، كه دغه سړى مو ونيو عاجل يې ګرفتار او زموږ په پته يې راواستوئ.))

نبي ګل يو دم راټوپ كړ. په هوا كې يې کاغذ رانه واخيست او د سپين ږيرو په شان يې دعاګانې راته وكړې: ((كور دې ودان، خداى دې عزت دركړي، خداى دې خوشاله لره.))

له دې سره په خيزكو، ترپكو شو او ځان يې ښه ستړى كړ.  ما پرې غږ وكړ: ((نبي ګله! زه درنه ځم.))

نبي ګل مخامخ راته کېناست او په موسكو شونډو يې وويل: (( ځې!؟ والله كه قدم رانه واخلې، بيګاه به سره ښه ميله جوړوو، نور ياران هم راغواړو. ))

ما نه منله؛ خو ډير راته ټينګ شو، مازيګر مهال له هغه سره ګډ خپل كور ته لاړم. كور كې مې وويل، چې د شپې نه راځم. چې له كوره راووتو، نبي ګل وويل: ((دوسته! ودې نه ويل، چې دا کاغذ دې څنګه واخيست؟))

ـ تا غوندې يو دوست لرم، بلا سړى دى، له ډيرو سركاري خلكو او قوماندانانو سره پيژني، ورغلم. هغه ته مې وويل. هغه راسره د قوماندان قرارګاه ته لاړ. ښه شو، چې په وخت ورغلو كه نه نيم ساعت وروسته به مو هندوستان كې غوښت.

نبي ګل په تادۍ وويل: ((هغه څنګه؟))

ـ هغه داسې، چې قوماندان د علاج لپاره هند ته روان و او ويل يې، چې كيداى شي مياشت دوه هلته پاتې شي. همدا درې په درې سره ناست و، دا کاغذ زما د وست وليكه او قوماندان خپله ټاپه پرې ولګوله.

تير ماښام زموږ دوه دوستان، چې مازيګر مو ورته خبر وركړى و، راغلل، شپه مو په خوشالۍ سره سبا كړه. سهار، چې له نبي ګل نه رخصتيدو، ورته مې وويل: ((پروګرام دې څنګه دى؟))

ـ بس، نن يو څه كارونه پاتې دي، هغه خلاصوم، سباسهار د وخته روانيږم. پېښور كې به مې كار جوړ كم، چې اصلي ځاى ته ورسيدم، ليك به درولېږم.   

څه كم دوې مياشتې ورسته، يوه ورځ، چې دفتر ته ننوتم، ساتونکي راته وويل: ((پرون، چې كله تاسې كور ته لاړئ، يو سړى راغى، ستاسې پوښتنه يې كوله، ويل يې، چې تا ته يې كوم خط راوړى.))

ما په بيړه ترې وپوښتل: ((خط يې راوړى و، د چا خط؟))

ساتونكي وويل: ((ويل يې، چې د نبي ګل خط دی.))

ـ خط يې درنه كړ؟

ـ نه، خو ويل يې، چې نن په لسو بجو بيا راځي.

زه خپلې شعبې ته لاړم، هره شېبه مې خپل ساعت ته كتل. لس، يوولس شوې، خو سړی رامعلوم نه شو. له شعبې ووتم او نيغ د ساتونكي پر خوا ورغلم. ساتونکي، چې زه وليدم زما خواته يې لاس اوږد كړ او هغه سړي ته يې، چې مخامخ ورسره ولاړ و، وويل: ((هغه دی، سبحان خان په خپله راغى.))

سړى زما په لوري رواخوځيد. شعبې ته مې بوته. له كيناستو سره سم يې وويل: ((ستا كور مې ډير ولټاوه، پيدا مې نه كړ. دوې ورځې هاخوا ديخوا وګرځيدم. دا ځای مې هم په ډيرو پوښتنو پيدا كړ.))

له دې خبرو سره سړي له خپله جيبه يو بې پاكټه ليك راويست: ((دا خط نبي ګل راكړى.))                           

ليك مې ترې واخيست، خو دې ته حيران وم، چې خلك له خارجه څنګه بې پاکټه خط راليږي.

چې ليك مې پرانيست، سړى مې وپوښت: ((كېس يې قبول شوى كه نه؟))

داسې يې راته وكتل، لکه چې زما په خبره نه وي پوه شوى. بيا مې پوښتنه وكړه: ((تاسې په خارج كې سره يو ځاى اوسيږئ؟))

هغه بې له ځنډه وويل: ((نه وروره! کوم خارج کې.))

له خپلې پوښتنې پښېمانه شوم، رښتيا د هغه رنګ خارج تلليو ته نه و ورته. ومې ويل: نو...

هغه راغبرګه کړه: (( همدلته ورسره ګډ اوسيدم، په يوه كوټه كې.))

ما ورته وويل: ((دلته څنګه، هغه لا دوه مياشتې مخكې تللى.))

 سړى ډير ستړى ښكاريده، مخامخ يې راته وكتل: ((خط ولوله، هر څه به درمعلوم شي.))

ليك مې ورو ورو له ځانه سره ولوست:

((ګرانه سبحان خانه! سلامونه!

دا مې څلورم ليك دى، چې درليږم يې يا خو نه در رسيږي او يا بې غوره شوى يې. په هغه سهار، چې ما حركت وكړ، د پلچرخي د تلاشۍ په پوسته كې يې له موټره راكښته كړو. خلك يې جيب په جيب لټول، ما له ويرې هغه کاغذ له جيبه راوويست او په موټي كې مې ونيو. دې شېبه كې يو سپاهي راباندې غږ وكړ: ((لاس دې راديخوا كړه، څه دې پټ كړل.))

زه وارخطا شوم، ژبه مې بنده بنده شوه او خولې راباندې ماتې شوې، هغه زما له موټي کاغذ واخست، ښه شېبه يې له ځانه سره ولوست، بيا يې زه ټينګ له مټه ونيولم او خپل قوماندان ته يې وروستلم، قوماندان ته يې وويل: ((صاحب! دښمن مې نيولى. هه دا خط ولوله.))

هغوى تر مازيګره هلته وساتلم، يوڅه وهل يې هم راكړل، بيا يې د هماغه قوماندان بنديخانې ته راوستلم، چې كاغذ يې درته ليكلى و.

دوى هم څو ورځې سر په سر په مړه خيټه ووهلم.

دا دى دوې مياشتې كيږي، چې په بنديخانه كې پروت يم، زه كه هر څه وايم نه يې مني. د قوماندان راتګ ته انتظار دي. دوسته! د خدای په پار  هر څنګه، چې كيږي زما غم وخوره، كه نه . ..))

۱۳۷۵

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki