FANDOM


د پيښور جيل کې څه دوه زره قيديان وو ـ خو په ټولو کې ښکاره يو ښکلی ځوان افغان قيدي وۀ ـ چې د جيل هرې احاطې ، بارک ، لنګر ، کارخانې ، بي کلاس او پانسي ګهاټ ته ورتلی شو ـ او لکه د نورو قيديانو دده په ګرځيدو راګرځيدو هيڅ بنديز نه وۀ ـ دغه شان دده نه هيڅ مشقت هم نه اخستی کيده ـ بلکې د جيل د سپرټينډنټ (رئيس) نه واخلې تر هر سپاهي او هر قيدي ، هر چا به دده سره ټوقې ويشتې کولې هر چا چې به ليدو ، غږ به يې پرې اوکړ لاليشکو! څنګه يې؟ او لاليشکو به په غوږ لاس کيښو ، په کندهاري طرز کې به يې يوه ښکلې ټپه پورته کړه او بيا به په ګډا شو او په مخه به يوی خوا ته لاړو.


لاليشکو سور سپين او ښائيسته زلمی و . په تندي يې شين خال و ، سترګې ئې د پوزې نه ښايئسته وې او پوزه يی د سترګو نه ، ډال تندی او ډک اننګي ، په قد ميانه ، نه دنګ نه مندری ، په وجود ښه مزی او په خوی بوی څوک ښه خانداني ، خو دسر نه تر پښو بربنډ ، صرف فرض يې پټ او په ژوند ژواک ليونی پاګل. په غاړه به يې تر زنګنونو پورې اوږد زرچيړ وۀ . د سيګرټو د خالي ډبو او الا بلا امېل غوندې اچولی و ، بل يې د جيل ټکټ هم په غاړه کې اويزان کړی و، په اوږه به يې يوه شليدلې بورۍ کې کاغذونه ماغذونه او ترخ کې د شليدلو جامو غوټه ، په سر د اونو د پاڼو تاج او لاس کې يوه د غوړو خالي ډبه چې ده به غږوله او کوچۍ سندرې به يی ورسره ويلې ـ دا وو لاليشکو!

اجمل خټک

خو په دې حالت کې دومره عجيبه سړی و ، چې جيل کې داسې کس نه و چې هغه به د لاليشکو سره ګپ لګولو نه خوند نه اخست ، سره ددې چې ددې ليوني په خبرو کې هيڅ ترتيب ، تسلسل يا څه خاص مضمون يا موضوع هيچا ته نه معلوميده ، خو دده اوتو بوتو ، هغه دغه ، يو غر بل غر او کله ناکله متلونه ، مصرعې او ورسره حرکات د هر چا خوښيدل . او هر چا به غوښتل چې دی ورسره کيښني ، ګډې وډې اووايې او خندا او ګډا اوکړي . خو لاليشکو د هيچا سره نه کيښناست ، نه ايساريد او نه مشغوليد. ټوله ورځ به اخوا ديخوا بې نيازه او بې پروا ګرځيد، او د شپې به کوزه حوالات کې لسم لمبر بارک ته د هغه حوالاتيانو سره بنديده چې د پيښور ښار نه په جوارۍ ، نشه ، غلا، جيب وهلو ، پڼې يا څپلۍ پټولو يا بل ډير بدنام جرم کې راوستي شوي وو . خو وايې چې لاليشکو به هغه بارک ته صرف ويدۀ کيدو لپاره تللو او د بارک د بنديدو سره به تر لمر خاتۀ اودۀ و . ځکه چې ټوله ورځ به په نڅا او ګرځيدو ښه ستړی شوی و. ماته يوه ورځ د هسپتال ډاکټر وويل چې ُ ُ لاليشکو ليونی دی خو غرق خوب يې د ليونو نه دی ـ ‘‘ عجيبه دا وه چې بغير د لنګر د ملازمانو او مشقتيانو نه بل چا ته معلومه نه وه چې دی څه خوري او کله خوري .ځکه چې دۀ هيچرته د چا سره خوړل څښل نه کول . چې چا به ورته اوويل ، راشه څه اوخوره يا اوڅښکه ، نو دۀ به چيغه کړه ؛ لاليشکو - الا - الا - الا؛ او په منډه منډه به د هغه ځايه اوتښتيد. لاليشکو به هر سحر د جيل لويې دروازې سره ولاړ و او چې آزاد شوي قيديان به کور ته تلل ، نو ده به ورته خندا ، ګډا او ټپه کوله . چې هغوۍ به ووتل نو ده به په دواړه لاسه د جيل تورې تمبې ډبول پيل کړل او چغه به يې کړه ـ ُ ُ يه صيب! چې دا ټول کور ته ليږې نو يوه ورځ لاليشکو هم اوليږه کنه ـ ‘‘ زه چې يی پيښور جيل ته بوتلم ـ څه وخت مې تير کړ او کتابونه مې پيدا کړل نو د خپلې چکۍ (اتلسمې) په وړاندې به مې کمبل واچوله، په کمبل به ناست وم کتاب به مې لوست . دغه ورځو کې لاليشکو جيل کې ښه مشهور شوی و . د ورځې به څو څو ځله مخامخ پانسي ګاټ ته د پانسۍ قيديانو ته راتلو. هغوۍ يو يو ته به خنديد او نڅيد . ما اول ځل دی دلته اوليد چې خپل د ټيم ډبلی يې ښه په سور غږاوه ، دا ټپه يی کوله په بلۍ رو ځه ګله رو ځه باد دې د زلفو بويي راوړي تازه پرې يمه -- په بلۍ رو ځه او ددې ټپې سره ډير په خوند خوند داسې ګډيد لکه فنکار. ما چې ورته اوکتل نو سړی په ټول کړه وړه ليونی دی خو د ډبلي ساز او ګډا ، دا منظم ښکلی انداز يې د روغو ښکاري ـ فکر ورته ويوړم . او په تماشه يی شوم. لاليشکو لږ وخت هلته تير کړ او بيا زما لوري ته راراوان شو. چې ما ته راورسيد نو مخامخ را اودريد. يوه شيبه يې ماته کتل . نوی قيدي ورته ښکاره شوم . نو زما جاج يی اخست او زر يی ډبلي ته ټنګ ورکړ . په ګډا شو او بيا يی دا ټپه وويله يو د سالو په نولس ګله بل دې زيړي چارګل ته بنګ ورکړي دينه ددې نه پس زه لاليشکو ته متوجه شوم . او هر چيرته چې به په نظر راغی نو ښه به مې څاره . او هر حرکت به يې ما تاله . تر دې چې ورو ورو مې ځان سره بلد کړ. خو صرف دومره چې ما سره يی تګ راتګ د نورو قيديانو نه ډير شو . او بل چا سره به نه کيښناست ، ما سره به کيښناست. او د خپل ترخ د پنډوکي نه به يې ګډ وډ کاغذونه را ايستل او يو يو به يې هسې ليده بيا به يې پنډوکي کې سمبالولوـ ما به ورته ددۀ د خوشالولو لپاره د افغانستان د تاريخ ، ښارونو ، شاعرانو او مشهورو شخصيتونو خبرې کولې . دومره پوهيدم چې خبرې مې اوري خو څه تاثر پرې نه ښايي . صرف يوه ورځ يې د خلې نه اوختل : ُ ُ خوشال خټکه! په درنو درون په سپکو سپکه ـ ‘‘ دده دې وينا زما دا اندازه پخه کړه چې لاليشکو ليونی نه دی. دوه درې مياشتې پس چې اوړی ( د ګرمۍ موسم ) راتلو نو لاليشکو ماته اويل چې : ُ ُ اغا! ماته نکريزې را اوغواړه ـ ‘‘ ما ورته وويل چې نکريزې څه کوې؟ هغه وويل چې په ځان يې تپم چې څرمن مې سخته شي . د ګرمۍ مقابله اوکړي . ما چې دا خبره واوريده نو خوشحال شوم چې د لاليشکو راسره يارانه جوړه شوه .ځکه چې ده نه تر اوسه د چا نه څه غوښتي وو ، نه څه اخستي وو. بله دا چې خبره کې يې ليونتوب نه و ، دا په ما اعتماد و . ده دا خبره کوله چې ماته دوه قيديان راغلل او ددې سره دی پاڅيد ، په ګډا شواو په کوچي طرز کې يې دا لنډۍ وويله : راځه راځه چې لنډۍ وايو لنډۍ لاښې وي د زړه غم غلطوينه په دغه ورځو کې د جيل سپرنټنډنټ شيخ صاحب و . د شيخ صاحب ځوان زلمی زوی ناڅاپه وفات شو. نو دی ډير خپه شو. د زوی د مرګ غم ډير اودړدولو ، نو زړه یې هم نرم شو او رحم پکې زيات شو. يوه ورځ چې په ګشت راغی او ماسره يې لاليشکو ناست اوليد او لاليشکو ورته پاڅيد ، سلام يی ورته اوکړ او ورته يی وويل : ُ ُ پلاره! يه پلاره! په ما به کله رحم کوې؟ په غاړه کې يې اويزان د جيل خانې ټکټ يې ورته وړاندی کړ. يه پلاره! جار دې شم .دلته امضاء (دستخط) اوکړه کنه . ما ايله کړه چې ځم کورته لاړشم . بال بچ ته به دې ټول عمر دعا کوم .‘‘ شيخ صاحب لاليشکو ته لاندې باندې په زير زير وکتل او يو سوړ اسويلی يې وکړ. روان شو. په تلو تلو کې يې څو ځله لاليشکو ته مخ راواړوه . زه پوه شوم چې د لاليشکو پلاره ، پلاره کولو او بال بچ ته د دعا خبرې شيخ صيب ته خپل نزدې مړ شوی زوی راياد کړ او ودرديد او اوغميده . چې شيخ صيب د ګشت نه واپس خپل دفتر ته اورسيد نو ما پسې يې اردلي راوليږۀ او دفتر ته يې راوبللم . چې زه دفتر ته ورننوتم نو شيخ صيب مې په کرسۍ ډير زهير داسې ناست اوليد چې دواړه څنګلې يې په ميز ايښې وې . خپل مخ يې په دواړو لاسونو کې نيولی و ، فکرژن او غمژن ناست و. زما په ليدو يې سر راپورته کړ. په هغې کرسۍ باندی يې راته د کيښناستو اشاره اوکړه چې ده ته مخامخ د ميز خواته پرته وه . او بيا يې رانه تپوس اوکړ چې دې جيل کې بل کوچی قيدي شته کنه ، بس دی يواځې دی؟ ما ورته ويل چې صيب! ددې نه خو به د چکر جمه دار خبر وي خو چې زه څومره معلومات لرم ، نو بل داسې افغان نشته . ددې ځواب په اوريدو شيخ بيا فکر کې ډوب شو. يوه لحظه غلی و بيا يې ماته وويل چې نن دريمه ورځ ده .دلته د جيل نه باهر يوه کوچۍ پيغله ناسته ده . چې زه کور ته ځم راځم نو دا ناسته وي او ځان يی په څادر کې ښه کلک نغښتی وي . موږ ډير کوشش وکړ چې دا ددې ځايه پاڅوو ، خو هغه نه پاڅيږي . که زور ورسره کوو نو ښځه ذات ده ښه خبره نه ده .زما خپل زړه د بچي په مرګ ژوبل ژوبل دی ددې جينۍ سره زه زياتی هم نه شم کولی ، رحميږم او ورته زهيريږم ، خپه کيږم . موږ ټول افسران حېران يو چې دا څوک ده؟ څه وائي؟ څه غواړي؟ او ولې دلته ناسته ده؟ موږ ډير کوشش وکړ خو د خلې نه يې هيڅ خبره نه را اووځي . زما پرې ډير زړه سوزي خو حېران يم چې څه ورسره وکړم؟ زما کور والا هم د زوی په غم غمژنه چې ددې نه خبر شويده نو ورته راغلې وه . کوشش يې کړيدی چې کور ته يې بوځي خو دا له دې ځايه نه خوځي . زما پرې ترس راځي نو وايم چې دلته ناسته وي نو ناسته دې وي خو يو ملازم مې ورته څوکيدار ودرولی دی . زما کور والا د زوۍ په اروا حلوا ، پلاؤ ، پراټه او څه پاخه کړي نو دې ته يې را اوليږي . خو ددې سره پراته وي . د شپې ترې لږه څښکه اوکړي او بس . ته څه وائې؟ دا څه کيسه کيدی شي؟ ما چې د شيخ صاحب په نرمه او دردناکه لهجه دده دا خبره واوريده نو زه فکر واخيستم . د ډير سوچ نه پس ماسره دا پوښتنه پيدا شوه چې دا پيغله د لاليشکو سره څه تعلق خو نه لري؟ او د هغه تکل کې خو نه ده راغلې؟ نو شيخ صاحب ته مې وويل چې داسې نه وي چې ددې کوچۍ د لاليشکو سره کار وي؟ شيخ صيب سمدستي ځواب راکړ ُ ُ ما چې وختي لاليشکو اوليد او دا جينۍ مې په ذهن کې وه نو ما ته مې دې زړه ويل چې شوي ناشوي ددې کوچۍ په دې کوچي کې څه غرض دی . ما چې د شيخ صيب د زخمي جذباتو اندازه ولګوله او دده زړه کې د رحم د جوش جاج مې واخست نو ښه موقعه راته ښکاره شوه چې که د باهر ناستې مسافرې جونې او د جيل دننه ليوني زلمي تر مينځه که څه وي نو د شيخ صيب د نرم زړه په وجه معلوميدی شي ـ ما شيخ صيب ته وويل ؛ شيخ صيب! زما زړه ته يوه خبره راغله . ويې کړم؟ هغه وويل هو هو ، ضرور يې اوکړه . ما ورته اوويل چې شيخ صيب! ماته معلومه ده چې خپل ځوان او زلمي زوی پسې څومره زهير يې .دغه شان که دا دواړه خپلو کې څه وي نو دوۍ به هم يو بل پسې څومره دردمن وي؟ کۀ ته دا دواړه مخامخ کړې او دوۍ د يو بل په ليدو لږه تسله شي! ما دومره ويلي و چې د شيخ صاحب باڼه لامده شول . او ما ته يې وويل چې ته کوشش اوکړه ،لاليشکو زما دفتر ته راوله . او زه چکر جمعدار دغه کوچۍ پسې ليږم . ما لاليشکو په چکر کې د اونې لاندې د لنګر په مشقتيانو کې په ګډا او خندا پيدا کړ. او په چل ول مې ورته وويل چې ټکټ راکړه . چې صيب ته يې يوسم او درته معافي واخلم . هغه دستخط اوکړي . او ته ايله شې ، چې کور ته لاړ شې . او په دې بهانه چې صيب درسره ښه کوي ، او تا کور ته ليږي ، نو داسې بربنډ مه ورځه . دا د هغه بې ادبي او بې عزتي ده . راشه ! زما جامې واچوه او ماسره دفتر ته لاړ شه . او پټ غوندې مې ورته غوږ کې ويل چې څوک کوچۍ پيغله راغليده . زموږ اندازه ده چې ستا څوک ده ليونی کيږه مه ، راځه هغه به تا وويني او ته به هغه ووينې . که واقعي ستا څوک وي نو ملاقات به اوشي . لاليشکو چې دا واوريدل نو اول يې هيڅ نه منل ، اوس هر څه منلو ته تيار شو . او ماسره د صيب دفتر ته لاړ . په دفتر کې هغوۍ پيغله هم په دغه ډول خبرو اترو آماده کړې وه . او د صيب دفتر کې په ځمکه ديوال ته مخ کړې ناسته وه ، چې زه او لاليشکو په دفتر ورننوتوو ، او پيغلې د تور څادر نه په يو سترګه لاليشکو وليدۀ او د لاليشکو نظر په هغې پريوت نو دواړه بې اختياره يو بل ته غاړه وتل . مونږ چې دا تماشه اوليده نو ورو ورو ټول دفتر نه باهر ته ووتلو او هغوۍ دواړه مو دننه پريښول . لږه شېبه پس پيغلې د دفتر ور لرې کړ ، او د لاليشکو سره را ووته ـ او جلته جلته باهرنۍ دروازې ته اورسيده . د صيب په وينا دروازه پرانستی شوه . او کوچۍ په بيړه د جيل او د جيل د علاقې نه باهر ووته چې څنګه يې د راتللو نه موږ نه وو خبر ، چې څنګه راغلې وه ، دغه شان يې د تللو نه هم مونږه خبر نه شو. چې څه شوه او کوم خوا لاړه . لاليشکو د جيل باهرنۍ دروازې پورې دننه ولاړ پاتې شو. بيا راروان شو. او د تورې دروازې په تمبړۍ لوی جيل ته ورننوت . خو ددې نه پس هغه بربنډ ليونی ، ګډيدونکی ، خنديدونکی ، سندرغاړی او ګډ وډ لاليشکو نه و . سنجيده ، خاموش ، فکرونو کې ډوب لږ ماسره ، ډير د پهانسۍ د قيديانو سره او د هغې نه ډير لائيبريرۍ کې ناست و . نه يې چاسره خبرې کولې ، نه ډير ګرځيد . لاليشکو بدل شو .لاليشکو پاتې نه شو . يو نولجن افغان قيدي پاتې شو. د جيل فضا يې د خندا ، نڅا او ټپو نه خالي کړه .د زړه او ذهن زخمونو او د اغونو سره مشغول شو. زه تر اوسه نه شم پوهيدی چې شيخ صيب په کوم قانون او کوم ترتيب لاره جوړه کړه او څو ورځې پس يې لاليشکو ته د حکومت نه حکم راواخست چې د جيل نه دې بهر شي ، د افغانستان پولې ته دې ورسول شي او هلته دې ايلۀ شي . مالا سحر ورزش کاوه چې جيلر راغی ، ماته ې وويل چې لاليشکو چيرته دی؟ پوليس ورپسې راغلي دي ، بوځي يې ـ او هغه ليونی به چيرته ګډيږي يا خنديږي ، په دې کې هغه راښکاره شو. خپلې زړې افغانۍ جامې يې اغوستي دي . او په پانسي ګاټ راشورو شوی دی ، د يو يو قيدي نه اجازت اخلي . چکر جمعدار ورسره دی. هغه يې راديکه کوي او دی هر يو ته سلام کوي، لاس هم ورکوي ، د رهايې دعا هم ورته کوي . چې ما وليد نو زه او جيلر ور روان شو او هغه تر ما را رسيدو نه وړاندې زه ور ورسيدم ، ورغاړې وتم . د رهاکيدو مبارکي مې ورکړه او په مخه ښه مې ورته وويل . هغه يوه لحظه ماسره خاموش ولاړ و . بيا ما ته په په دويم ځل راغاړه ووت ، او چې راراوان شو نو ويې وېل اے د زمانې باده ـ ځه په خپله لاره ځه ځه ځه په قلاره ځه ـ مه چيړه ، ما مه چيړه اوس پوه شوم چې لاليشکو څوک تعليم يافته ځوان دی ، زما اشعار يې لوستي دي , او ما پيژني ، نو ځکه د نورو مقابله کې ما ته نزدې نزدې کيد او ما سره به کيښناست . زه هم د جيلر ، د چکر جمعدار سره دده په جلب کې تر ګيټ پوری ورغلم چې لاليشکو د تورې لويې سپيرې دروازې نه په وړه تنګه تمبړۍ وووت نو په ټول جيل يې نظر اوغورځاوه او دا ټپه يې وکړه او لاړ . د جيلخانې د مينځ چناره مولا دې ګل کړه چې قيديان دې بويوينه خبره زر زر کيږي او وخت ورو ورو تيريږي ـ په دې واقعاتو څه شل کالۀ شوي و . زه افغانستان کې ووم . موږ د کابل نه کندهار ته روان و ، قلات غلزي کې مو موټر کې تېل اچول غوښتل چې د پټرولو په پمپ کې اودريدو . زموږ نه مخکې يو موټر تېل اچول . زموږ په ليدو د موټر نه يو ښکلی زلمی راکوز شو او نيغ مونږ ته راغی او پر ما يې ډير په مينه سلام واچاوه . زه هم د ګاډي نه راکوز شوم لاس مې ورکړ او عليک سليک مې ورسره اوکړل . سړي ښه يورپي دريشي (سوټ) اچولی وۀ ، ښه سور سپين ، د پوخ عمر يو تندرست پښتون دی . ماته مخامخ ولاړ دی ، نيغ نيغ راته ګوري ، سترګې يې ځليږي او شونډې يې داسې رپيږي غوندې چې زه پرې سم نه پوهيږم ، چې موسيدو ته جوړيږي که راپاريدلي جذبات قابو کوي ، کۀ څه ويل غواړي خو ويلی يې نه شي . زه يې کړه وړه او دې حالت ته حيران يم چې دا څوک دی؟ او ولې داسې عجيبه خاموشۍ کې ډوب ولاړ دی؟ اخر يې څه لږه لحظه پس خلۀ پرانسته او ما ته يې وويل : ُ ُ خټک صيب! زه دې وپيژندم؟ دده په وينا ما نور هم په غور ، زير او حيرت ده ده کتل شورو کړل . سترګې مې پرې ډيرې خوږيږي خو ذهن ته مې نه راځي . په دې وخت کې مې د هغه په تندي تت شوے خال په نظر راغے ـ او چې نور مې په فکر فکر د هغه وروځو او پوزې ته اوکتل ، نو د پيښور جيل ليونے لاليشکو راياد شوـ او ددې سره مې هغه ته اوويل ؛ ته لاليشکو خو نه يې؟ هغه راغاړه ووت او سينې سره يې جوخت زور راکړ. راته يې وويل ؛ د پيښور جيل لاليشکو او ددې ځاېې حسن؛ او ددې وينا سره يې موټر کې ناستې بي بي ته اواز ورکړو. ُ ُ يه پشمينی! زر راشه ! دادی هغه خټک صيب! او ددې اواز اوريدو سره موټر کې ناسته زنانه راکوزه شوه ، او په منډه منډه تر ما را ورسيده ، او د راتلو سره سمه زما په پښو پريوتۀ . چې ما ورته اوکتل نو هم هغه کوچۍ وه ، چې د پيښور جيل د شيخ صيب دفتر کې مې ليدلې وه ـ خو هغسې غوټۍ نه وه ، وخت غوړولې وه . رښتيا وايي چې غر په غر نه ورځي ، سړی په سړي پيښيږي . حسن (لاليشکو) او پشمينه (کوچۍ) هم دې ملاقات ته حېران وو. او خوشحال ولاړ وو . زه هم ددوی په ليدو خوشحال او د خدای کارونو ته حېران ولاړ وم او ماسره د قلات ګورنر او زما ملګري هم يو بل ته ګوري ، چې دا څه معامله ده؟ حسن ما ته ويل چې په اطريش (ويانا) کې فوځي اتاشي يم . او دا هغه مسافره کوچۍ ده ، چې اوس زما ميرمن ده . زه هلته خبر شوی وم چې تاسو افغانستان ته راغلي يې زه اوس سردار داؤد خان رابللی يم او ډير زر اطريش ته او هلته نه فرانسې ته روان يم . راتکونکو مياشتو کې به دلته وزارت خارجه کې وظيفه راکوي .بيا راځم نو کابل کې به سره زړې نوې وايو. زه به درته خپله کيسه کوم چې څنګه د پيښور جيل ته رسيدلی وم .پشمينه به درته خپل حال وايي چې په کوم ډول زما نه خبر شوې او پيښور جيل ته راغلې وه او ته به راته خپل بيان کوې چې څه وو او څه اوشول؟ څنګه افغانستان ته راغلې او څنګه به واپس ځې؟ يوه شيبه هلته ولاړ و . د يو بل په ليدو نه مړيدو. خو اخر هغه د کابل په لور او موږ کندهار ته روان شو. په دې ارمان جدا شو چې کابل کې به ډير زر وينو ګورو . ولې افسوس چې هغه د کابل وزارت خارجه ته رانغی . ځکه چې لږې ورځې پس داؤد خان ومړ . او په افغانستان کې حزبيان حکمرانان شول . د حسن خان په شان د داؤد خان دوستان د ملک نه باهر پاتې شول . تير کال زه د افغانستان نه راغلی ، په خپله حجره کې ناست وم چې يو ښايئسته موټر راغلی زه ورپاڅيدم ، ګورم چې مشر خو د کشرانو نه زيات جوړ جوړولی سړی او يو ورسره لکه پيځلس کلن شهزاده زلمی ، چې دا فرق نه کيده ، چې پښتون دی که يورپي؟ تر ښکته راکوز شول . خو چې دغه مشر سړی ماسره غاړه غټۍ کيدو نه پس هغه ته وويل چې ؛ځويه! دادې کاکا خټک اجمل دی او هغه زما غيږ ته رانزدې شو. او وی ويل ؛ کاکا جان! زما ډير ارمان و ، چې تا ووينم نو زه پوه شوم ، چې په يورپ کې لوئ شوی پښتون زلمی دی . تندی مې ورته ښکل کړ او ځان ته مې راجوخت کړ. ولې سوچ کووم چې دا څوک دي؟ خو ښه ده چې د حسن پوزې ، سترګو او تندي زما کار اسان کړ او دوباره له دې وينا سره ورغاړه وتم چې ؛ لاليشکو!؛ زما کور ته په خير راغلې! او دغه شان زما د څلويښتو کالو زوړ يار ، د پيښور جيل ليونی لاليشکو زما کلي ، حجره او کټ کې ما سره کيښناست . چې خدايی يې کوي ، نو هغه کارونه هم اوشي چې عقل ته ګران ښکاري . حسن خان چې دمه شو نو ماته يې وويل چې زه د ډير لږ ساعت لپاره راغلی يم . او زر به درنه ځم . زه نن سبا د خپلې کورنۍ سره په سوئيزر لينډ کې اوسيږم . څه د ګوزارې کاروبار کوم . دا مې زوئ دی دده وادۀ مې تيار کړی ، خو دی زړه راته ووې چې لاليشکو! تا خو سوګند کړی وو چې نکاح به هله تړم چې د خوشال بابا د قبر شناخته ښکل کړم . ولی د خوشال بابا د قبر پر ځای يې د بندي خانو شکنجو او د پيښور جيل ته اورسيدې . راشه د سوګند اوس داسې پوره کړه ، چې دا زوی دې د سوئيزرلينډ په پاسپورټ خټکو ته بوځه . چې د بابا د قبر تيږې ښکل کړي . بيا به ورته وادۀ وکړې . که زه شوم که هغه ، ما نور ايسار نه کړی شو. او ورسره د اسيوړ او چشمۍ مينځ کې زړه هديره کې پروت د خوشال بابا قبر ته لاړم . هلته پلار او زوی په قبر لاس کيښودل . تيږې يې ښکل کړې .دعا يې ورته وکړه . د بابا د ګنبت د څنګ نه يې ښي لاس ته ليرې بهيدونکي اباسين ، مخامخ وريځو کې پټ کړه مار غر ، او ګس لاس ته د خيبر غرونه او د تاترې سر او د هغه مقام نه چاپيره د خټکو شاړه ميره او شاته د پلوڅو ځنګل او د چشمۍ غر اوليد. هلته مو عکسونه هم وويستل او بيا راروان شوو. زه کور ته راغلم ، هغوي سوئيزر لينډ تللو دپاره اسلام آباد ته لاړل . ارمان چې حسن هغه عکسونه ماته راليږلی وی ، چې نن ما ددې ليک سره دلته شامل کړی وی! چې تاسو هم د ډپلوميټ حسن خان په يورپي دريشۍ کې د پيښور جيل ليونی لاليشکو ليدلی وی .او د پيښور جيل د هغه وخت قيديانو هم ، نو هر يو ته به د ليوني دا خوږه سندره او په خيال خيال کې مسته ګډا ياده شوې وی چې : په لويو لارو کې غاټول شيندلي دينه - مورې ما - ما ايلبند ته بوځه! ُ ُ مورې ما - ما ايلبند ته بوځه!

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki