FANDOM


ددوبي د یـوې تــودې اوغــلي ورځې دونــیمې بجې وې چې « ټیم راجرز » ستړی اوستومانه راوګرځیده او دمـــیز په سر یې دڅیښلو بوتلونو ته په ځیرځیر وکتل .

دیوه سر یې بیرته کړ.او په سر یې واړاوه خو یوازې څیښلو نه شوای کولای دهغه ستونزه اواره کړې . باید بل فکر یې کړی وای ، نور یې نوحوصله نه لرله. خپلې لاسې ګړۍ ته یې وکتل. له ځانه سره وغړمبیده :مونرو تاته وایم :هغه مکزیکي سړي خو تلیفون نه کړی ، ولي؟ ټیم لاپه غوصه شو«په دغه لعنتي ملک کې هیڅ یو کار په خپل وخت نه ترسره کیږي »په دغه مهال دتلیفو ن غـــږ پورته شو ، ځوان دتلیفون غــوږۍ پـوته کړه ... له هغه لوري یو دروند غـږ واوریدل شو:داغـږ دهغه دمالک « جک باتلر» و. تیم واوسیلـل وویې ویل: زه یم په خپله ټیم .څه خبره ده؟ هیڅ! لاتراوسه پورې یې تلیفون نه دی کړی . جکه نوستونزه څه ده؟ هغه بیا ورته وویل : ته هما لته اوسه .موږ اوس یوازې همدا کار کولای شو.زه له دو ورځو راهیسې دلته په دغې کوټه کې بندي یم او ورته سترګې په لاره یم !باتلروخندل . ته کولای شي له دې ورسته په هوټل کې هم دهغه تلیفون او پته تر لاسه کړې !ایا په دې نه پوهیدې؟ایا داعقیده سمه نه ده ؟ البته ډیره سمه نه ده.څوک باید شک ونکړې . ستا په مقصد پوه نه شوم. ددې تر څنګ باید درته ووایم چې مونرو درسره اړیکه نیسې . خو ته به هغه ونه وینې یو څوک به درته را شی او یو څه به راوړې .که هغه یو ړوندهم و چې حیران نه شي .


دادهغه دکارډول ده. او له داسې چا چې سخت پيسو ته اړتیا ولري کار اخلې .او په څو پیسو کولای شی په ځیرکتیا سره خطر ناک کارونه په هغه وکړې .دغه ماهرانه کارونو تر اوسه ښه نتیجه هم ورکړي.او هغه ته ډیر ګواښ هم متوجې نه وې.هغه ډیراحتیاط کوي . داهم لیرې نه ده چې هالته به ماسم کسان او ډلې وې .ښایې هالته به اوضاع هم سمه نه وې ، نوته پخپل ځای کې اوسه صبر وکړه چې په څه لاس پورې نه کړې .داچې د «  بالتر » دتلیفون اړیکه پرې شوه ، ټيم یوشیبه ارام کینوست اوله ځان سره وغـړمبیده :هوکې بیړه مه کوه صبر وکړه. .. خو دا هرڅه په ما تیږي !خو « بالتر » په خپله لږ لیرې دهوټل په کوټه کې خوندي ناست و. سخت او ستونزمن کار یې رښتیا هم په غاړه نه هغه څه نه کول . خو دعملیاتو مشري یې په غاړه وه. بالتر دپیسو غلام و،ټیم یو ځل بیا بوتل په سر واړاوه ، خو داځل یې ډیرپیاوړي څه وڅښل ، بیا یې بل غـړپ پسیې په سر واړاوه او بوتل ته یې وکتل...اوس یې نو له مکزیکې اوبو څخه څلرمه برخه څیښلې وې، په دغه وخت کې ځوان بیا ساړه واوسیلل . دتلیفون غـوږۍ یې پورته کـړه او دهوټل له میلمه پال څخه یې تلیفون ته ټول راغلې وغوښتل.بیا له هوټل څخه ووت .دهوټل څلرم پوړ تیاره و دهغه دپوټونو تړق اوتړوق پورته کیده . په تن یې دڅښلو اوبو اعیز ورو ورو ښکاریده ...سریې یوې اوبلې خواته کیده ، ټیم په لوړ غـږ وویل: ژوندی دي وې مکزیک! بیا یې دلیفت تنۍ کیښکله دهوټل دنڅا خونه ډیره لویه وه او په شنه اوبرنګه رڼا باندې روښانه شوې وه ...شاوخوا ته یې ګڼه ګوڼه وه داسپانیویانو نامفهومو اوازونو هغه لویه خونه په سر اخیستې وه . اوس نو «ټیم» ځان پردی نه باله . هغه په کټ کې اوږد وغزیده . داچې نشه و نوپریکړه یې کړي وه چې څه به نه خوري  !دهوټل میلمه پال ورته دسر په ټیټولو سره وویل: ښاغلیه څه راوړم ، ټیم بیا هم بیر راوغوښتل . څو غړپه یېه وڅښل او له ځانه سره یې وویل نن به مونر و رانه شي اونه به هم تلیفون وکړي . بیا له هوټله ووت ، او هالته په کوچني میدان کې چې ددوبي تر تودوخې لاندې ارام اوپکې چوپتیا خوره وه اوږد وعزیده سترګې یې پټې کړي سریې لاهم یوه اوبله خوا کیده خو کله یې چې سترګې پرانیستلې نږدې یې یو تو ر اولمر سوځولی سړی چې سپین غاښونه یې ځلیدل ولید.هغه ورته وخندل بیا یې ترې وپوښتل ایا غواړۍ چې چکرو وهۍ ؟ چیرته؟ هغه سړي ژر ژر ورته په ښار او دهغه دننه کې دهغو په زړه پوروځا یــو نـو او ودانیو نوم لــړ راویوست کوم چې د ګــرځندویانو له پاره دپام وړ دي .خو ټیم ورته سر دنه په دود وښوراوه.ایــا ته نه غواړي چې دښا ر ښکلي ځایونه ووینې.یه یه که وغواړم نو بیا له تا پرته هم کولای شم چې داځایونه ووینم . خوراته ووایه دلیدلو ښه ځای چیرته دی چې څو شیبې هالته لوبه وکړم.هغه سړي وخندل او ویې ویل هو کې داسې ځای شته .چې تاورته ورولم ، له څو لنډو شیبو ورسته دواړه یوه ارام او له ګڼې ګوڼې تش واټ ته ورسیدل هالته یوې داسې ودانۍ ته چې یو پوړ یې درلوداو ددیوالونو رنګ یې هم الوتی و.ودریدل . ټیم له ګا ډي راکوز شواوهغه مکزیکي سړي ورته کارت په لاس کې کیښود بیا یې ورته وویل : ته هم دلته انتظار اوسه ؟ــ هوکې موږ سره پوستې ډبر صبرناک خلک یو .ټیم هغه ځای ته ننوت کارت یې هغه چاغ سړي ته چې دمیز شاته ناست و وړاندې کړ .هغه ورته ښه راغلاست ووایه : او لوی میزته په اشارې سره چې هالته لوبه روانه وه.ټیم ته لارښونه وکړه ټیم په سالون کې راوګرځیده او بیا هغه میز ته چې هالته دولس تنه په لوبه بوخت ول ودریده...درۍ ګړۍ وروسته ټیم له هغه ځایه راووت . مکزیکي ګاډی چلونکی لا هم ورته ولاړ و.داچې هغه یې ولید ورته موسکی شو او بیا یې زیاته کړه ایا ښه یاست ؟ ژریې ځواب ورکړ هوکي . خو حال یې ښه نه و. هغه ډیر څښلي و او بده یې هم لادا وه چې ډیر څه یې بایللي هم وو،چلونکې دهوټل په لورې حرکت وکړ ، ټیم ډیر خواشنی واوهم پیښمان چې دایې څه بد کار وکړ.هغه یوازې خپلې پیسې نه بلکې د «با تلر» سل زره ډالر هم چې ورته یې دنیشه یې توکو له پاره ورکړي وې هم بایللې وې ټیم هڅه کوله ځان وغولوي چې لایې هر څه له لاسه نه دې تللې اوددې تر څنګ مونرو هم لا ور سره اړیکه نه ده نیولې. هغه انګیرله چې ښایې هیڅ وخت به هم اړیکه ونه نیسي...خو نه دې ډول سوچونو څه ګټه نه لرله ، که هغه معا مله هم نه وای کړي باید خپل مالک ته یې ځــواب ویلای وای .ځکه سل زره ډالر لږ څه نه وو. او« بالتر» هم ورڅخه تیریدونکی نه و،نو ښه داسې وه چې له مونرو سره جوړ جاړی وکړي په هر ډول چې کیدای شوای باید هیرویین یې ځینې ترلاسه کړې وای.خو داڅنګه شونې وه. ځکه هیڅ دنیشه یې توکو کاروباریان او قاچاقیان حا ضر نه و، چې خپل څه له لاسه ورکړې . بلکې دا کار یوازې دپیسو او یاهم دوسلې له لارې شونی و. وسله ! وسله...داټکی دټیم په مغزو کې تاو راتاو شو. کله چې هوټل ته ورسیدل نو چلونکی یې هم ورسره هوټل ته ورسره بوت هالته یې ورڅخه دڅښلو دوه بوتلونه راوغوښتل . په دغه وخت کې دهوټل میلمه پال ټيم ته ور نارې کړې راشه او په تلیفون کې وغــږیږه .ټیم په حیرانۍ سره دتلیفون خونې ته ورغی . که چیرته مونرو وای نو دده کار ویجاړ و.خو دهغه په ځای یې« د با لتر» غـږپه غـوږونو کې تاوراتاو شوهغه ترې وپوښتل څه خبره ده؟ هیڅ! ــ نو ښه به دا وې چې موږځان ګوښه کړو او له یو بل چا څخه داتوکې ترګوتو کړو. او داکار له سره پيل کړو. زه دا دوه ورځي کیږي چې انتظار یم خولې تویوم .ته مونرو ته څه وخت ورکړه...او ټیم نور تر دې زیات نه شوای کولای چې دوخت غوښتنه وکړي .نه نه تر سبا سهاره پورې کولای شو ورته انتظار وباسو. ټیم ښه پوهیده چې دزیات وخت غوښتنه څه ګټه نه لري میز ته را وګرځیده څه وخت یې درلود تر څو فکروکړي . خو کله به یې چې دبالتر په اړه فکر کاوه نو تن به یې په ریږدیدو شو. هغه ډیر بې رحمه سړی و. مکزیکي ګادی چلونکی میزته ناست و. ټیم په سختۍ سره وموسل او بیا یې بوتلونه را وغـــوښتل .بیا یې پام شو چې دبوتلونو پیسې هم په جیب کې نه لرې . له چلونکی یې وغــوښتل چې پيسې ورکړي کله چې هغوۍ له هوټله راووتل نو چلونکي ته یې وویل : زه درته ډیر پـړیم تا ته باید څومره پیسې درکړم ؟ «سینیور» ته باید ماته سل پزو راکړې . ښه ده خو ته اوس باید صبر وکړي زه له تا سره نور کار هم لرم کله چې مو بیا سره ولیدل زه به درته ستا پیسې دروسپارم . بیا ژر هوټل ته ستون شو او په چپر کټ اوږد وغزیده له غزیدو سره سم خوب یووړ. څو ساعته وروسته بیا دتلیفون زنګ وشرنګیده . ټیم په ډیر کړاو سره وکولای شول چې دتلیفون غوږۍ پورته کړي . له هغه لوري په ټیټ غږ ورته وویل شول « ‎راجرز» زه مونرو یم تاته مونرو زحمت درکوم زه هیله من یم ماوبښې تاسو مې ډیر وخت په انتظار کې کړاست ، زما مامور د« دګوادلوپ» په کلی کې تاسو ته سترګې په لاره ده هالته چې کلیسا ته مخامخ یو ستر میدان ده هغه به درته ولاړ وې . دکوڅې په پای کې به ورسره خبرې وکړې . همدا چې تلیفون پرې شونو ټیم خپله تومانچه ورسره راواخیسته . هغه یې یو دوه ځلې وازمویله بیا یې څنګ ته واچوله .وروسته یې « جک بالتر » ته زنګ وواهه هغه یې هم خبر کړاو له دې سره له هوټله راکوز شو.

٭٭٭

هغه مکزیکې ګاډی چلونکی دهوټل وره ته مخامخ دپلیو په لاره کې ولاړ و. ټیم چې لږ وړاندې لاړ په هغه یې سترګې ولګیدې . لاس یې ورته وښوراوه . هغه ورته مخکې راغی ویې ویل: ښاغلی«سینیور» ته چیرته ځې ؟ ټیم هغه ځای چې دی ور روان و په ګوته کړ.یو پاو وروسته دوۍ له ښاره ووتل اوبیاپه دښته کې له تورې تیارې سره مخامخ شوو. د واړه چوپه خوله ناست وو« ټیم » چوپتیا ماته کړه او ویې ویل  : رښتیا زه باید تاته څومره پیسې درکړم ؟ دنن ورځې خو سل پزو کیږي او نور هم شل پزو. یعنې یوسل اودولس پزو . ایا داډیرې نه دې ؟ خو که غواړې چې زر پزو درته درکړم نو ما« ګواد لوپ» ته ورسوه . خو داهم درته وایم چې خوله به دې دتل له پاره تړې ! نو ته زر پزو زمالپاره ځکه راکوې چې پټه خوله اوسم ؟ ټیم راجرزله پوښه تمانچه راویسته اوویې ویل: کیدای شی داړتیا په وخت کې ترې کار واخلم. نو اوس څنګه کوي ؟مکزیکي سړي تومانچې ته وکتل زیاته یې کړه زه دې ړومره پیسو له پاره نه خوله لرم نه غوږونه اونهم سترګې. ټیم تومانچه بیرته په پوښ کې کیښوده دکلي میدان ته ورسیدل هالته زوړ سړی ناست و. له هغه پرته نورڅوک نه وو. ګاډی په میدان کې راوګرځیده اوبیا په تنګه کوڅه کې وردننه شو ، په کوڅه کې وروستي کورته ودریده ټیم نه غوښتل چې هغې له خښتو جوړې ودانۍ ته چې دیوالونه یې هم چاک چاک وو ور دننه شي . خو چاره یې نه وه . نو یې تومانچه یې راویسته او له ګاډي راکوز شو . هغه زاړه کورته دننه شو.هغه ځای دومره تیاره نه و .ټیم لویې خونې ته دننه شو هالته هم څوک نه وو. هغه داسې وانګیرله چې تیروتی ده . او ددام په لومه کې تپ اوبند شوی . ناڅاپه یې له شا یو کمزوری غــږ واوریده.راوګرځيده. ګوري چې دمکزیکې سړی په لاس کې تومانچه او ده ته مخامخ ولاړ ده . ټیم ورته وغړمبیده . ته څه کوې ؟ راجرز تومانچه دې وغورځوه . کله یې چې امر ومنل شو، هغه یو ګام رادمخه شو نو وسله یې راواخیسته او په خپل کمر بند کې یې ووهله . راجرز بیا وپوښتل دا ته څه کوې ؟ ګرانه ته نه پوهیږي ؟ ایا ته مونرو یې ! نه نه زه هغه هم پیژنم ! هغه څوک چې تا باید دلته ورسره خبرې کړې وای ! راجرز هک پک شو ، زړه یې وو چې چیغه کړې، خو له ستونې یې غږ نه راوت . له لږ ځنډ وروسته یې لکه ډار شوی کس کوکه کړه او دسړي په لورې یې ورمنډه کړه چې ناڅاپه له نیشه یې توکو سره دمبارزې مامور په یوه ګړندې حرکت سره دهغه لاس وروتړل ترڅو یې له« مونرو» او«جک بالتر» سره یوځای کړې

پاسګاه نعمت اباد خیابان ال احمد تهران

۱۳۸۵-۱-۱)

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki