FANDOM


څنګه چې له ستوريو ډكه شپه په هغه تور اس چې د زرو په رنګ زين يې درلود په بېړه وتښتيده او اسمان د خداى پاماني د نښې په توګه خپله سهارنۍ پرخه تويې كړه، د اسمان په ختيځو لمنو كې سهارنى په زړه پورې رڼايې راښكاره شوه. رڼا ورو- ورو د غرونو له شا څخه پورته شوه او خپل زرين وزر يې په داسې څوكو خواره كړل چې پاس په سپينو واورو پوښلى وې؛ خو لمنې يې په شنو ورشوګانو ښايسته ښكاريدې. د دغه غرونو د ځينو برخو ډبرين جوړښتونه تل د ځايي او مساپرو مرغانو كوربانه وو. په دغه سهار هم د راز - راز مرغانو غږونه د هغه سيندګي د اوبو له غږ سره يو ځاى كېدل چې د درې په مينځ كې روانې وې. لاندې كلي هم له خوبه راويښيدل او په هر شي كې د ژوند ساه پو كېدله.

په دغسې يوه ښكلي سهار كې د مرغانو جارچي ټول مرغان خبر كړل چې د چينې اړخ ته راټول شي چې د ستر ليږد په هكله وروستۍ خبرې وشي. لږ شيبه وروسته په سلګونو كوچني او لوى مرغان هلته راټول شول.

يو ځوان مرغه لومړى لمر ته وكتل او بيا يې وويل:

- دوستانو او ملګرو، لكه چې تاسي خبر ياست زموږ ځينو خپلوانو او همزولو پرېكړه كړې چې له دې ځايه ولاړشي. د تلونكې ډلې مشر په دې اند دى چې ژوند دلته ډېر بې خونده دى، د ى وايي چې موږ بايد يو ستر هدف ولرو، هسې الوتل، د دې وړوكې سيمې په غرونو تاويدل، لږ خوراك او اوږده - اوږده خوبونه هغه څه دي چې دى يې خپه كړى. دى وايي چې موږ مرغان كېداى شي چې د مارغه زرين په نامه يو مشر ولرو، دى فكر كوي چې د مارغه زرين ليدل د ده له پاره يوه ستره نېكمرغي ده. دى وايي چې هغه يو خپلواكه، زړه ور او په ښكلا مين مارغه دى چې له دې ځايه ډېر ليرې، د طبيعت په ښكلې غيږ كې له خپلو ملګرو او بچيانو سره اوسي او ډېر نيكمرغه مارغه يې بللى شو.

ځوان مارغه خپلې خبرې لنډې كړې:

- اوس نو ده پرېكړه كړې چې له خپلو ډېرو ملګرو سره د رڼا د غره په لور او د مارغه زرين د موندلو په لټه له دې ځايه لاړشي. په مياشتو - مياشتو والوزي او خپل ارمان پوره كړي. هر هغه څوك چې غواړي په دې ستر لېږد او اوږده سفر كې ملګري وي، خپل وزر دې وخوځوي.

يو څو كورنۍ كوترې اونورې وړې مرغۍ سمدلاسه والوتې اوهلته ليرې د غره په ډبرو كيناستې. دوى نه غوښتل چې په دې ښكلې دره كې خپل خوږ ژوند له لاسه وركړي. يوې كوترې نورو ته وويل:

- موږ يو له بل سره ښه نيكمرغه ژوند لرو. دانه شته، اوبه شته، د خوب ځايونه شته، دخلكو كورونو ته ورځو، الوتلاى شو، ځالې لرو، چوچيان زيږوو؛ نو څه غواړو؟ دا مرغان ليونيان شوې دي چې په نيكمرغې پسې ليرو- ليرو ځايونو ته ځي او ډېرې ستونزې ګالي. وږي به شي، تږي به شي او له ښكارځنو سره به مخامخ شي...

د كوترې خبرې كاغيو واوريدې، د كاغيو ډله له اوله هم جلا ناسته وه او د مرغانو په ستره غونډه كې يې برخه نه وه اخيستې. يوه كارغه وويل:

- دا مرغان ليونيان شوي دي، ځانونه لږ غټ او زورور ورته ښكاري، اوس غټې- غټې خبرې كوي. ژوند همدا دى چې موږ يې لرو. بله خبره پكې نشته.

هلته د مرغانو په ستره غونډه كې د تلونكې ډلې مشر چې ګوربت بلل كيده نورو ته وويل:

- موږ د رڼا او ښكلا د غره په لور الوځو. دا چې هغه څومره ليرې دي زه هم سم نه پوهېږم ؛خو دومره مې اوريدلې دي چې د مياشتو مزل دى. له غرونو، ډاګونو، ځنګلونو، سيندونو او... څخه به ډېر ليرې كېږې او بيا به مارغه زرين ويني!

يو څو مرغانو د لارو په ستونزو خپګان ښكاره كړ او له ډلې څخه والوتل.

ګوربت وويل:

- هو ملګرو دا د نازولو سفر نه دى، دا د هوډياليو سفر دى، هغه چې په هدف ايمان لري، ژوند ستر بولي، د ژوند ارمانونه ورته سپيڅلي ښكاري او يوازې په خوړلو، څښلو، پريوتلواو لنډو- لنډو الوتلو بسيا نه كوي، دا د هغو سفر د ى چې د اوږدو مزلونو مينه لري، په خپلواكۍ پسې ګرځي، خپلواكۍ غواړي، د خپلواكۍ له ليلا سره مينه كوي او دعزت او برم مرګ غواړي.

ګوربت له دې خبرو وروسته لږ وړاندې والوت او په نورو يې غږ وكړ چې تلونكې ډله دې په ده پسې ليكه شي.

كله چې په سوونو لوى او كوچني مرغان په ګوربت پسې كتار شول، ګوربت خپلو شااو خوا غرونو، پاسنيو واورو،لاندنيو شنو ورشوګانو، د درې د مينځ اوبو او خپلو ټولو دوستانو،همزولو اوملګرو ته په ځيره وكتل، وزر يې وخوځول او والوت. په ده پسې په سلګونو نور مرغان هم والوتل او يوه ستره ډله د رڼا او د ښكلا د افسانوي غره په لور والوته چې مارغه زرين ومومي.

مرغان وايي چې د پسرلي يوه روځ عبث تېره شي، لكه ټول پسرلى چې له لاسه وتلى وي!

ګوربت په پاڅېدو كې خپلو همزولو ته دا خبره وكړه او دوى ته يې د دې تګ له امله مباركې وويله، دوې يې زړور وبلل او هيله يې ښكاره كړه چې د رڼا او ښكلا غره ته به رسي او مارغه زرين به مومي!

د لمر وړانګې لور په لور خورې شوې وې چې د مرغانو ستره ډله له خپلې سيمې څخه تېره شوه. غرونه، كلي، كورونه او ورشوګانې يې شا ته پرېښودل. د ډېرو زړونه د مارغه زرين د لېدلو په مينه ډك وو، دوى هوا څېروله او ورو- ورو پاس ختل.

ګوربت خپلو نژدې ملګرو ته ويل:

- موږ د رڼا او ښكلا د غره په لور ځو، دا ډېره اوږده لار ده، ما اوريدلي چې د رڼا او ښكلا غر، ډېر جګ، ډېر پلن او ډېر اوږد دى او خورا ستر برم لري. موږ به هله نيكمرغه يو چې هلته ورسيږو. په ژوند كې بايد يو ستر هدف پروت وي، دې هدف ته رسيدنګ ژوند دى. موږ اوس له يوې وړې او تياره سيمې څخه د لويوالي، پراخوالي، ستروالي، رڼا او ښكلا په لور ځو!

په لومړي تمځاى كې ځينې كوچني مرغان ستومان او زړه نازړه ښكاريدل. ګوربت دې ډلې ته لنډې خبرې وكړي:

- تاسو لا دغه سفر ته تيار نه ياست. ستاسو عمرونه او تجربه لا دومره نه ده چې د رڼا او ښكلا د غره او مارغه زرين د لېدلو په هڅه كې ګډون وكړي. تاسو لا ډېر وخت لرئ، ځئ او بېرته ستانه شئ. ما خو هملته هم غږ كړى و چې اوږد سفر ستر هوډ او كلكه اراده غواړي!

يوه ډله كوچني او يو څو غټ مرغان والوتل او بېرته د خپل ټا ټوبي په لور لاړل. په دې مينځ كې يوه مارغه نورو ته وويل:

- دا ليونتوب دى. خپل كور او كلي پريږده، لوږه وګاله، تنده وګاله، ستړيا وكاږه، خوب مه كوه او سل نورې ستونزې ومنه چې زه مارغه زرين لټوم ! مارغه زرين دى ورك شي او نوم يې دې ورك شي!

ها خوا تلونكى ډله بيا والوته. لاندې په سلګونو كلي يو په بل پسې له سترګو الونيه كېدل او ډېر وړوكې ښكاريدل. د ګوربت ملګرو كلك هوډ كړى وو چې دا هرڅه به پريږدي او د رڼا او ښكلا غره ته به ځي او هلته به د مارغانو خيالي پاچا مارغه زرين ويني. هغه چې ډېر زړور دى، لوړ الوت كوي، خپلواكه دى او نورهم خپلواكۍ ته وربولي!

يوه روځ وروسته دا ډله بيا د اوبو د يوې ښايسته چينې څنګ ته كوزه شوه چې يو څه وخوري او يو څه وڅښي. ګوربت وليدل چې د لارې يو څو انډيوالان بېرته ګرځيدلي او يو څو نور ډېر ستومانه ښكاري. په تېره بيا ځينې ډېر تنكي او كوچني مرغان خو دومره ستومانه وو چې په سترګو كې د اوښكو څاڅكي له ورايه بريښيدل.

ګوربت دوى ته په ځيره وكتل او وې ويل :

- ګورئ ملګرو، دا لاره ډېره اوږده ده. ډېرې ستوماني په مخ كې دي. لوږې به وينئ، تندي به زغمئ، له ډاګونو سره به مخامخ كيږئ، وريځې به راځي، توپانونه به الوزي، ورښتونه او تودوخې به وي، يخني به مو ډاډه كړي. زه خو دا ستړى مزل هرومرو وهم. ستاسي خوښه چې ملګرتيا كوئ كه نه؟ ستونزمني روځې شپې په مخكې دي هر هغه څوك چې نه غواړي لاړ شي په مخه يې ښه. هر هغه څوك چې ځان ستومانه ورته ښكاري بېرته دې وګرځي. هر هغه څوك چې ډېرې ستونزې نه شي زغملى اوس دې لاره بېله كړي. زه په دې نه خپه كېږم. اوس د بېرته تګ لار شته؛ خو يو څو روځې وروسته د بېرته ګرځېدو امكان هم نشته او بيا به هرومرو په مخ ځو!

كله چې مياشت نوې شوه او د مرغانو ډلې دمه جوړه كړه، ګوربت پاڅېد، خپله مښوكه يې په سرو گلانو كې پاكه كړه او ملګرو ته يې وويل:

- زموږ ډله كمكۍ شوې ده ، په تېره يوه مياشت كې ځينې تلونكي له ستړيا، لوږې او تندې څخه مړه شول، ځني د لمر تودوخې بې سيكه كړل او پاتې شول. ځينې د مزله سختيو وډار كړل او بېرته وګرځېدل. ځينې تنكې زلميان وو او لا د خپلواكۍ په ستونزو نه پوهېدل او خپلو هوسونو بېرته تګ ته وهڅول؛ خو ډېر لا تكړه دي او تګ ته هوډمن ښكاري؛ نو راځئ چې سبا سهار د لمر په لور پورته شو او ډاډه شو چې د رڼا او ښكلا ښايسته غره ته ورسو، هغه غر چې ټوله رڼا ده، ټوله ښكلا ده، د ټولې نړۍ ښايست پكې پروت دى، د لمر وړانګې تل ځليدونكې وي او لنډه دا چې د سترو اميدونو او ارمانونو د رسېدو او ځليدو تلپاتې ټاټوبى دى.

په شنه سهار كې د مرغانو ډله والوته. لږ پاس د لمر نوې وړانګې د دوى په رنګارنګ بڼكو ولګېدې، د ځينو مرغانو وزر د سمندر د كراره څپو په شان ورو- ورو خوځيدل او خپل- خپل كسان يې د رڼا، لمر او زرينو وړانګو په لور پورته كول.

په لاره كې د كارغانو يوه ډله د وچو ونو په سپېرو څانګو ناسته وه. يوه كارغه چې د رڼا په لور د تلونكو مرغانو ډله وليده وې ويل:

- سلام. .. ستړي مه شئ. ډېر ستومانه ښكارئ! پردې ښكارئ او لكه چې له ليرې ځايه راغلي يئ. ډېره موده كېږي چې ښايسته مرغان مونه دې ليدلي!

ګوربت ځواب وركړ:

- هو موږ د ليرې ځايو پرديسيان يو. ستومانه به ښكارو؛ خو هوډ مو ډېر پوخ دى. غواړو چې د رڼا او ښكلا غره ته ورسو، مارغه زرين وګورو او ځانونه د خپل واك وبولو!

يوه كارغه ورته وويل:

- پخوا هم نورو دا خبرې كړې؛ خو مارغه زرين نشته او داسې غر هم نه دى ليدل شوى.

ګوربت ځواب وركړ:

- تر څو پورې چې رڼا ژوندى وي او د خلكو مينه پې راځي او ترڅو پورې چې ښكلا ستايل كېږي او د خپلواكۍ د ناوې سپينې جامې ښايسته ښكاري، د رڼآ او ښكلا غر به هم هسكه غاړه ولاړ وي او مينان به ځانونه ورسوي.

ګوربت دا وويل او پورته شو. شااوخوا وزرې وغوړېدې او د مرغانو سيل هوا ډكه كړه.

په لاره كې ګوربت خپلو ملګرو ته ويل:

- كله - كله داسې پېښيږي چې د لارې ستونزې ډېرې وي ؛خو هدف ډېر ستر دى. موږ د رڼا په لور ځو، ښكلا ستايو او وړانګې لټوو؛ نو وزرې پراخه كړئ او هوډ پياوړى و لرئ!

له دې ځايه وروسته لاندې هېڅ شين ټكى نه ښكارېده. ستر او پراخه ډاګونه په مخ كې وو او د لمر تودوخې بڼكې سوځولې.

ګوربت فكر كاوه. ځان او خپلو پچيانو ته ډوډۍ پيدا كېږي، ځاله به هم تياره وي، شا او خوا به دانې هم پرتې وي، هلته ليرې به وياله هم بهيږي؛ خو دا ډېر واړه ارمانونه دي. زه بايد ستر- ستر ارمانونه وروزم ، په دنيا كې د ننګياليو همدا كار دى. په غونډيو به نه ايسارېږو، موږ بايد د جګو غرونو شهبازان شو!

په بل دمه ځاى كې ځينو مرغانو ګوربت ته وويل:

- وګوره ځينې مرغان د ځالې او خوړو له پاره ځغلي، خپل بچي روزي، ښه خوري او شه څښي. لكه چې دوى پوره خپلواكه دي!

ګوربت ځواب وركړ:

- دا منم چې ځينې داسې دي ؛خو ما يو وخت د يوه وړوكي كب كيسه لوستې وه چې په يوه لويشت ځاى كې تګ او راتګ خپه كړى و او غوښتل يې چې په وياله كې ښكته پورته وګرځي، لويه نړۍ ووينې او د ويالې پاى ومومي!

وايي چې د وړوكې كب مور، پلار، مشرانو او خپلوانو ډېر ورته ويلي و چې وياله پاى نه لري او نړۍ همغه ځايګى دى چې موږ پكې اوسو؛خو وړوكى كب دا نه منله او ټول وجود يې دى ارمان په سر اخيستى و چې د ويالې پاى ته لاړ شي او وګوري چې په نورو ځايونو كې څه خبري دي؟

زه هم اوس غواړم چې هغه ځايګې پريږدم چې زه پكې الوتم. هغه ټوله دنيا نه وه. هغه ځاى نور د ما له پاره وړوكى ښكاريده. تاسو هم دا خبره راسره ومنله... اوس به ځو او د رڼا او ښكلا غره ته به رسو او د مرغانو پاچا مارغه زرين به وينو.

داسې ښكارېده چې ځنې تلونكې د تګ نه وو او ځانونه يې بېرته ستنېدو ته چمتو كول؛ خو ګوربت پورته شو او په ملګرو يې د تګ غږ وكړ.

په سپېرو ډاګونو د الوتلو څوومه روځ وه، مرغان د لوږې او تندې له لاسه ساتنګي شوي وو، روځې ډېرې اوږدې اود لمر وړانګې سوزونكې وې.

د ګوربت په سترګو كې ستوماني له ورايه ښكارېده او وزر يې پيكه شوى غوندې و.شا ته يې وكتل،د مرغانو شمېرډېر كم شوى وو او په لاس شمارل كېدل.

مياشت بيا راپورته شوې وه چې مرغان شنو ځنګلو ته ورسېدل. له دې مخكې دوى د وريځو له يوه ستر سمندر او ورښت سره مخامخ شوي وو؛ خو گوربت ورته ويلي و چې وزر گړندي كړې او له وريځې پورته وخېژئ! له دې ستر ازمويښت څخه وروسته مرغان په ونو كې ښكته شول او د اوبو څنډې ته كېناستل. دوى لا ډېر وخت نه و تېر كړى چې ګلانو خبرې پيل كړې:

- تاسي ښايسته؛ خو ستومانه مرغان چېرې ځئ؟

يوه مارغه ورته وويل:

- موږ ځو چې د رڼا او ښكلا غر ووينو او د مرغانو پاچا مرغه زرين ومومو. هغه موږ ته سپېڅلى ښكاري، لكه چې ډېر باتور، زړور، ښايسته او لوى مارغه دى!

ګلانو ورته وويل:

- مارغه زرين نه پېژنو؛ خو دا د رڼا او ښكلا د غره مو اورېدلى دى، ډېر لېرې دى...

ګوربت چې دا خبره واورېده په خپلو ملګرو يې غږ وكړ!

- چې داسې ده؛ نو ځنډ مه كوئ، ځئ چې وخوځو.

او د مرغانو كمكۍ ډله پورته شوه.


روځې او شپې تلې او راتلې؛ خو د مرغانو كمكۍ ډلې لار وهله. كله په تودوخه وه او كله به ډېره يخني شوه؛ خو دا مرغان لا هم الوتل. كله به وږي او تږي وو او كله به يې لږ څه وموندل؛ خو دوى لا هم په مخ روان وو او د رڼا او ښكلا د غره كيسې يې كولې، د هغه غره چې تياره نه پېژني او ټول وړانګې - وړانګې دى او څنګ ته يې د مرغانو پاچا مارغه زرين الوځي!


مارغان چې اوس نو د ګوتو په شمار پاتې وو، له ډېرو مزلو وروسته د رڼا او ښكلا هسك پرتمين او ښايسته غره ته نژدې شول. ډېر خوشاله شول او هڅه يې وكړه چې د كيناستو له پاره يو سم ځاى ومومي.


لاندې ګوربت خپلو انډيوالانو ته وويل:

- د رڼا او ښكلا غره ته په خير راغلئ، ستړي مه شئ، په هوډ مو بركت! اوس نو راځئ چې دمه وكړو او مارغه زرين ته ورشو.


مرغان يوه اونۍ دغره په شا او خوا والوتل، ډېر څه يې وليدل؛ خو په مارغه زرين يې سترګې ونه لګېدې. مارغه زرين نه و.


نا څاپه ګوربت ته يو فكر پيدا شو او خپلو ملګرو ته يې وويل:

- دا مارغه زرين څوك دى؟ څه شى دى؟ څه كولاى شي چې موږ يې نه شو كولاى؟ د كوم ستر ارمان له پاره چې موږ را پاڅيدلي وو، د كوم فكر له پاره چې موږ هوسېدو، د كوم نه كېدونكي كار له پاره چې موږ مټې راونغښتلې، څومره مزلونه چې موږ ووهل، څومره لوږې، تندې، تودوخې او يخني چې موږ ولېدې؛ څومره قرباني چې موږ وركړې؛ نو دا مارغه زرين څوك دى چې موږ نه ياستو!

او چيغې يې كړې:

- ملګرو همدا موږ ياستو. زه خپله مارغه زرين يم. بل مارغه زرين نشته، تاسو خپله ياستئ. تاسو په اتلانو واوښتئ، څوك چې خپل ارمان ته ورسې، هغه هم ستر ارمان ته لكه موږ چې درلود، دا اتلتوب دى. دا ومنئ چې بل مارغه زرين نشته موږ خپله ياستو. زموږ دې مبارك وي! زما دې مبارك وي!


او بيا يې خپلو ملګرو ته وويل

- ښه دمه وكړئ، په غره كې ډېر وګرځئ او خپل وزر له وړانګو ډك كړي او ځئ چې نورو ته د رڼا اوښكلا د غره د وړانګو او د مارغه زرين د زيږيدو زيرى ورسو!

پاى

۲۵|۱۲|۲۰۰۹

دوتنخيم - هالند

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki