FANDOM



استاد د خپلې کرتۍ له جيبه د اوريدو اله وايسته . په ښي غوږ کې يې کېښوده ٠ ورپسې يې د

کرتۍ له بغل جيبه تور قلم وايست . ښه يې ورته وکتل . سر پوش يې ترې ليری کړ . څو ځله

په لوړ غږ وټوخيد . خپله چوکۍ يې ميز ته ورنژدې کړه .د ميز په سر ايښي کاغذونه يې سره

. واړول راواړول

د استاد ميز زما د ميز تر څنگ و . زموږ دفتر له يوې وړې کوټې جوړ و . پنځه ميزوچوکۍ په

سختی سره پکې ځايدې . لکه چې په دې وړې کوټې هر شی تپل شوي و . په زوره ورنه دفتر

. جوړ شوی و. ميزونه او چوکۍ يو پر بل ايښودل شوې وې

معلم سورگل د خپلې څانگې له ريس سره جنگ کړی و . عمومي ريس ورته په دې کوټه کې

ميز ايښی و . سور گل هيڅکله په خپل ميز نه کښيناست خو هر سهار يې يو دوه کتابه پر ميز

اېښودل . استاد د نوي وزير له خوا د ولايت له رياست څخه د ډير عمر په وجه لری شوی و .

استاد چې ډير په غوسه شوی و بيا نو دی دفتر ته ليږل شوی و . د است اد ميز دروازې ته

مخامخ و . او دروازه په هره دقيقه کې لږ تر لږه يو وار چا خلاصوله . يو نه يو چا به که بل څه

. نه واى نو د کوم بل دفتر پته خو پوښتله

ميلمانه خو مو نام خدا د استاد له برکته بيخي ډير وو . کله به ډله ډله ، کله يو يو راته او د

. سورگل پر چوکۍ باندې به کښيناستل

پاتې نه شو . زما له ورتگ سره په دغه کوټه کې نور ځاى

هر يو به د استاد سلام ته راته . شين چای تيار دم کړی و . د شنو چايو ترموزونه به هر سهار

د مامورينو له راتگه مخکې تيار پر ميزونو ايښي وو . د دفتر پياده گانو به سهار وار له واره

چايونه دمول او بيا به پيتاوي ته يا سيوري ته سره کښيناستل . استاد د خپل ميز په روک کې

چاکليت هم ساته او چاته چې به يې زړه وغوښتل ست به يې هم کاوه . د مليمنو مجلس ماته ورو

.ورو تکراري کېده . اوله کې اوږد روغبړ . زما او د منور صاحب معرفي او صفتونه او چای

»»»»»»

نن سهار چې دفتر ته ننوتم استاد زيری راباندې وکړ چې د دفتر کمپيوتر را رسيدلی . کمپيوتر د

روشان صاحب پر ميز باندې ايښی و . خوشاله شوم چې د چای څکلو تر څنگ به يو څه کار

هم وکړم . خو چې روښاناوۀ مې نو ومې ليدل چې درې ساکته ورته په کار دى . خپه شوم .

استاد او منور صاحب دواړو ډاډ راکړ چې راتلونکې اونۍ چې روشان صاحب دفتر ته راشي

حتما به يې ور يادوي چې درخواست وليکې او د تدارکاتو مديريت ته يې واستوي . د دوی

ډاډگيرنې لا نه وې خلاصې چې د دفتر دروازه خلاصه شوه . د گاونډي دفتر ريس و . زه ور

: معرفي شوم

- . په افغاني ښځو کې ترټولو لايقه ده . استاده ده . د دې ساری د افغانستان په ښځو کې نشته

د چايو پيالې ډکې شوې . استاد u1690 .د ميز له روکه څلور دانې چاکليتونه راويستل . پر سپين کاغذ

.باندې يې کېښودل او ټولو ته يې ست وکړ

ميلمه ما ته د نوي نه نوم زده و او نه پوهيدم چې د څه شي استاد دی . د دی لپاره چې ويې پيژنم

: پوښتنه مې وکړه

- تاسو په کومې پروژې باندې کار کوئ ؟

ته دې پوښتنې لکه چې نوي استاد ته خوند ور نه کړ ، د ځواب پر ځای يې زموږ د دفتراستاد

. وکتل

: استاد چې غوښتل زما د بې ادبۍ جبران وکړځ ، په زوره وخندل

- وۍ ته استاد نه پيژنې ؟ دا خو ټول افغانستان ته ښکاره ده چې د استاد غوندې ساری په ادبياتو

. کې نه شته . دی د ادبياتو استاد او عالم دی

: بيا يې هغۀ استاد ته وکتل ، لکه خواشينى چې وي

ي - . بخښنه غواړم استاد ، زه تاسې په دې ساده الفاظو ادوم . ستاسو قدر خو پر ټولو فرض دی

. نوي استاد ماته مخامخ کتل تر شونډو لاندې يې هيله کوم ، مهرباني مو ده ، ويل

منور صاحب چې د استاد په پرتله کمې خبرې کولې د نوي استاد د صفتونو لړۍ پسې اوږده کړه

.:

بللى شو - دوی خو نو د ادبياتو پلار . موږ ډير بختور يو چې دوی په دی وزارت کې کار

. کوي او بيا زموږ دفتر ته نژدې دي . موږ به د دوی د پوهې او تجربو څخه ډيره گټه واخلو

خپل منور صاحب د صفتونو لړۍ لا هم پسې اوږده کړه او زموږ د خپل دفتر استاد يې هم د

. کار اتل وباله او زه يې د ټولو ښځو قهرمانه ونومولم

د منور صاحب صفت تر اوسه چا نه و کړی . د استاد ژر ور پام شو او دی يې هم د عاميانه

. ادبياتو ستر استاد او کار پوه وباله

خلاصه شوه د چايو او صفتونو مجلس لا نه و خلاص چې بيا دروازه . يوۀ مامور سر را ښکاره

: کړ

- . هله راځئ . ماشونه راغلي دي

منور صاحب او دواړو استادانو د چايو پيالې پر ځاى کېښودي . يو بل ته د مخکې کېدو په ست

. له دفتره ووتل

»»»»»»»»»»»

: استاد چې دفتر ته راغی له ځان سره بونگيده . منور صاحب يې تر شا و

- ډيره بې انصافي ده . عدالت نشته . څوک د علم او پوهې او تجربې په قدر نه پوهيږي . ټول

. بې سوادان دي

. استاد د خپل ميز روک وتاړه . بکس يې ور واخيست

که دا خلک د علم او پوهې په قدر پوهيداى اوس به د وزارت دا حال نه و. که د وطن خاطر

نه وای ، چې زموږ زړه مو پرې خوږيږي . والله که يوه شيبه دلته پاتې شوى واى . زه وايم

. خير دی وطن دی خدمت به يې کوو. خو دوی نه پوهيږي

- . ستاسو قدر د افغانستان ملت ته مالوم دى استاده ، غم مه کوئ . دا چوکۍ تاسو ته ډيره وړه ده

: استاد چې له دفتر نه ووت ، ما د منور صاحب نه و پوښتل

- څه خبره ده منور صاحب ؟ ولې استاد په غوسه و ؟

خلک . هسی ډير حريص دي . د استاد عالم معاش له دوى زيات حواله شوی

په حقيقت کې يو هم د معاش مستحق نه دی . نه استاد عالم په څه پوهيږي او نه دى ، خو هغه

. دى تاسو يې په خپله گورئ . دواړه په واسطو مقرر شوي دي

.منور صاحب دا وويل او ورپسې يې د خپل ځان د ليکنو او تجربو اوږده کېسه شروع کړه