FANDOM


ژباړن : بختيار تلاش

روپۍ يې په ډېرې پاملرنې سره جمع کولې، د نورو کلونو په څېر يې سږ کال په ټول کال کې څه وانه خيستل، حتى يو کتاب يې هم وانخيست. خو چې کوم ښه کتاب به يې وليد، نو سمدلاسه به يې د هغه اعلانات او پېژندنه له ځان سره په کتابچه کې نوټ کړه، چې دکال په وروستۍ برخه کې يې بيا د کتابونو په نړيواله ورځ په نندارتونونو کې واخلي.

رښتيا هم دا يو سخت کار و، هره اونۍ به يې پيسې جمع کولې او خپل بانکي حساب کې به يې اچولې، چې بې ځايه ورنه مصرف نه شي. کار او هڅه ده ته کوم ستونزه نه پېښوله، ځکه چې په مخکې يې يو مهم او اړين هدف درلود، چې هغه مهم هدف يې د کتابو اخيستل او د لوستل وو. آخر هغه ورځ را ورسېده، چې ده يې له مودو مودو انتظار کاوه. دا ورځ د کتابونو د نړيوالې ورځې په نامه وه. په دې ورځ د کتابونو نندارتونونو ته ورغى، ډېر حيران و، ده غوښتل چې د کتاب يو کلنه تنده په يو ځل ماته کړي، کله چې نندارتون ته دننه شو، نه پوهېده چې کوم کتاب واخلي، ټولې غرفې يې وليدې، د کتابونو ټول هغه اعلانات يې له نظره تېر کړل ، چې له ځان سره يې نوټ کړي وو. ځېنې کتابونه يې واخيستل او له ځېنو تېر ځکه شو، چې ورسره راوړې روپۍ يې ټولې ولګېدې. کتابونه يې له ځان سره واخيستل او روان شو، کتابونه دومره درانده وو، چې نږدې وو له لاسونه نه يې وغورځېږي. کله چې کور ته ورسېد ؛نو ټول کتابونه يې په ځکه ګوزار کړل، ځکه چې لاسونه يې د کتابونو د درنښت له امله زخمي شوي او بډۍ شوي وو، خو ده بيا هم د لاسونو درد هېر کړى و او خپل هدف پسې وړاندې روان و، چې هغه هدف يې د کتابونو نه ګټه اخيستل وو،چې ټول يې خپل څنګ ته ايښي وو.

دومره وخت يې نه درلود، چې ټول ولولي، د ازموينې ورځې هم په قرار قرار رانږدې کېدې. ټول کتابونه يې راټول کړل او له ځان سره يې هوډ وکړ،چې هغه ټول د اوړي په موسم کې ولولي او مهمې نقطې يې په نښه کړي. پر ده د ازموينې ورځې هم په ډېرې سختۍ تېرې شوې،خو د شوګيرو شپو او ناراحتو ورځو يې يوه ښه پايله لرله. وروسته له ازموينې يې پام شو،چې سترګې يې د پخوا په نسبت ډېرې ضعيفه شوي دي.

د سترګو هغه پخوانى نظر يې نه و پاتې، ډېرې کمزورې شوې وې. ډاکټر ته لاړ، ډاکټر ورنه د علت پوښتنه وکړه،خو ده کوم ځواب نه لاره ، په سلګو سلګو يې وژړل. ډاکټر ورته يو له مهمو دلايلو نه د کتابونو په افراطي ډول مطالعه په ګوته کړه. ده له ځان سره فکر وکړ، چې هر څه يې له لاسه ورکړي دي. حتى خپل هدف يې هم له لاسه ورکړى دى.

د شپې چې کور ته ورسېد ، په حسرت سره يې د کتابونو په لور وکتل او د خپلو ټولو خاورو شويو ارمانونو په فکر کې شو. حتى په ځان کې يې د ژړا توان هم نه لاره

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki