FANDOM



امان خپل نژدې ملگري او همکاران ما ما کره کلي ته بللي و. د ملگرو په ډله کې زه تر ټولو

نا بلده او ښاري ښکاريدم. په ټول مجلس کې يوازينۍ ښځه وم هغه هم وروسته له ډيرو کلونو له

خارجه راغلې وم. همکاران مې ښه خلک و. د ژوند ، ادبياتو، او سياست په باره کې مو يو

نظر درلود او همدې وجې موږ سره نژدې کړي وو. خو د امان د ما ما زامنو او د کلي نورو

. ميلمنو ته شايد زۀ ډيره بل رنگ وم ، ښايې د منلو وړ هم نه وم

په مېلمنو کې يو ۀ پټ خولي سړي پټ پټ ماته کتل . ور پام مې شو. زما چې ورباندې سترگې

لگيدې سترگې به يې ښکته کړې . دى په ټولو کې اصلي کليوال ښکاريدۀ . څېره يې هم د ځيږۀ

پښتانه وه. وتلي باړخوگانو ، ژورو شنو سترگو او تروۀ تندي يې د افغانستان د خلکو پوست

. کارتو نه را په يادول

نسواري پټو يې تر ځان چاپېر کړی و، د کړکۍ دروازی ته يې ډډه وهلې وه. نورو هم پټو

درلود خو د دۀ بل ډول ښکارېدۀ. غلی ناست و . څو وارې مې ورته وکتل . په هر وار يې ما ته

: کتل . له ځانه سره مې ويل

ددۀ په نظر ښځه کم عقله ده ، يوازې به د کور او ماشومانو د ساتنې لپاره مناسبه وي. دى به

ښځو ته ارزښت نه ورکوي . ښځه يې خبره هم نه ده چې ميړه يې چيرې مېلمه دی . ښايې

ډوډۍ ورته پخوي ، منتظره به ورته ناسته وي . دی چې کور ته ځي ښځه يې ترې په ډار ډار

پوښتي چې ډوډۍ تياره کړي که نه ، دی ورته تر ژبې لاندې وايې نه ! ښځه يې چای ورته

تياروي . خو دی ولاړيږي خپل ځای کې پرېوځي . ښځې ډوډۍ نه ده خوړلې ، وږې ده .

ډوډۍ تودوي . دی موړ دی ، زړه يې غواړي مينه وکړي . په ناحقه ټوخيږي . دا يې

ښځې ته نښه ده . ښځه يې راځي څنگ ته يې پرېوځي . څو شېبې وروسته دی ساه ساه

. کيږي ښځې ته شا اړوي . هغه ورو ترې لټيږي

سبا س سهار ړى د لمانځه په وخت پا څيږي ، تشناب ته ځي . تودې اوبه نشته . ښځې ته

قاريږي : اوبه چيرې دي او پدر نالتې ؟

. چورتونه بس کوم . بيا مې سترگې ورسره نښلي

: د ځان په هکله د ده فکرونه راسره سپړم

»»»»»

توبه نعوذ با الله دا څومره بې حيا ښځه ده . نه شرميږي . په نيغو سترگو راته گوري . ښځې

چې خارج ته لاړې شي حيا او ايمان يې ورک شي . د کومې کورنۍ ده ؟ ورور نه لري مېړه

نه لري . د يوې ډلې نارينه و په منځ کې ناسته ده . هر وارې چې ورته گورم د دې سترگې ما

ته برگې وي . زه خو ورته گورم چې وگورم ښځه چې خارج ته ځي څه خېل وي . دا نو ولې

ماته گوري ؟ خامخا دا هم له خارجه د راغلو جينکو په شان بېباکه ده . دين او ايمان يې بايللی .

کله دې نارېنه وو سره کله نورو سره هسې ..... ده . شراب به څکي . له دې ټولو نارينو سره

به مجلسونه کوي . ناڅي به هم . پيسو لپاره به څه کارونه کوي . دا ډول ښځې ميړه نه لري .

څوک يې نه ودوي . دې ته يوازې شتمن سړي ښه ښکاري . موږ کليوال ورته انسانان نه ښکارو

. خدازده څه شي ته دلته راغلې ده ؟

نن سبا به چير دلته ې وي ؟

***

ناوخته دى . ټول راولاړيږو . د امان د ما ما د زامنو او نورو کوربنو کليوالو سره خدای پامانی

کوو . غلی ميلمه د دروازې په څنگ کې ولاړ دی ، راغليو ميملنو سره په لاس مخه ښه کوي .

: زه ورنژدې کېږم . وايم د خدای پامان . دی ښکته گوري ، ورو تر شونډو لاندې وايې

خورې مخې ته دې ښه

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki