FANDOM


نا بللي مېلمانه (د کوچنیانو لپاره په زړه پورې کیسې)

د خدای په نامه
په یوه واړه کلي کې، یوه بوډۍ ښځه اوسېده.
دی ښځې یوه کلا درلوده.
بوډۍ ښځه د ښه او مهربانه زړه لرونکې وه، د کلي په ماشومانو ډېره گرانه وه.
یوه ځل د ورځې په پای کې، کله چې لمر د کلي له مخې مخ په ټولېدو و او کلاگانې تیاره کېدونکی وی، بوډۍ ښځې ډیوه روښانه کړه، او په تاخچه کې یې کېښوده. پړونی یې په سر کړ او له خونې د باندې ووته چې تازه هوا وخوري، کوم خپل وویني چې زړه یې ښه شي.
د کلي ماشومان ورته راټول وه، سره خبرې یې کولی، دانه دانه باران هم پیل شو. له دیوالونو د اخېړ وږم پورته شو.
بوډۍ ښځې ماشومان خپلو کورونو ته رخصت کړه او خپله د خونې پر لور روانه شوه.
باران تېز شو، د غوري بابا غږونو په تاخچه کې اېښي لوښي لړزول.
د بوډۍ ښځې ساړه وشوه، فکر یې وکړ چې څادر لرې کړي او بړستن په ځان را کش کړي چې گرمه شي، مگر په دې وخت کې د ور غږ پورته شو:
ټک، ټک، ټک، ټک.

بوډۍ ښځې له ځانه سره وبوږنېده چې: ((خدایه! په دا بارانۍ شپه څوک ور ټکوي؟)) څادر یې په سر کړ او د ور پر لور په تلوار روانه شوه، د ور شاته ودرېده:
((څوک یې چې دروازه ټکوی؟))
-    ((زه، چینچڼه یم ترورې. باران راگېره کړې یم، ور پرانیزه چې لمدېږم.))
بوډۍ ښځې ور پرانیست او ویې ویل: ((راځه، راځه گرانې چیڼچڼکې.))
د چیڼچڼې له مخوکې اوبه څڅېدی:
چیک چیک چیک.
وزرونه یې په یو بل لگېده:
ټیک، ټیک، ټیک، ټیک.
بوډۍ ښځې چیڼچڼه خپلې خونې ته بوتله، یوه ټوکر یې د هغې په لمدو وزرونو واچاوه.
چیڼچڼې د پښو په نوکانو خپل وزرونه گرول چې په دې وخت کې یو ځل بیا د ور غږ پورته شو:
ټک ټک ټک ټک
بوډۍ ښځې په منډه ځان د ور شاته ورساوه:
((څوک یې دروازی شاته؟))
-    (( د لنډو پښو چرگه یم مهربانه ترورې. باران را گېره کړې یم، لمدېږم، ور خلاص کړه.))
بوډۍ ښځې ور پرانېست او ویې ویل چې:
((ښه ده، راځه دننه.))
د چرگې بڼکې له یوې بلې سره نښتې وی. سترگې یې بې حاله ښکاریدی. بوډۍ ښځې یوه ټوکر په چرگه باندې واچاوه. چرگه هم خونې ته دننه ولاړه، یوه پښه یې په بلې واړوله چې وچه شي.
بوډۍ ښځې له سره پړونی لا نه و کوز کړی چې بیا ځلی دروازه وټکېده:
ټک، ټک، ټک، ټک
بوډۍ ښځه، بې له ځنډه، د ور پر لور منډه کړه، او غږ یې کړ چې:  (( څوک دروازه ټکوي؟))
-    ((زه، کارغه یم. باران را ایسار کړی یم، لومدېږم، دروازه پرانیزه.))
بوډۍ ښځې ور پارنیست او ویې ویل چې: ((ښه، راځه.))
کارغه سر ټیټ کړ او په ټوپونو ټوپونو د کوټې پر لور رهۍ شو. بوډۍ ښځې یوه ټوټه ټوکر د کارغه پر سر واچاوه چې ساړه یې ونه وهي. د اوبو څاڅکي یې له لکۍ څخه په چرگې او چیڼچڼې په سرونو وشیندل شوی، تردې چې غرغر یې پیل کړ...
ټک ټک ټک ټک
بوډۍ ښځې بیا ور ته منډې کړی او ویې پوښتل چې: ((څوک یې چې ور ټکوی؟))
-((زه یم، ترورې، پیشو. باران را ایساره کړې یم، لمدېږم دروازه پرانیزه.))
بوډۍ ور پرانیست او ویې ویل چې ((راځه دننه.))
پیشو کوټې ته په منډه دننه شوه. کله چې د مرغۍ، چرگې او کارغه سترگې په گیدړې ولگېدی، په یو بل کې ننوته او په لړزېدا شوه.
گیدړې په خندا وویل:
((مه ډارېږئ! موږ ټول دلته مېلمانه یو، په یو بل مهربانه یو.))
د هغوي هم لږ چرت سم شو او بیاځلې په چرت کې ولوېده.
بوډۍ ښځې یوه ټوټه ټوکر د گیدړې په ځان هم واچاوه چې لږه گرمه شي.
گیدړې هم خپلې سترگې ځان ته کړی، او د خپل سر و ځان په پاکۍ لگیا شوه.
بوډۍ ښځه پورته شوه چې د کوټې ور یو ځل بیا بند کړي...
ټک ټک ټک ټک ټک ټک
د بوډۍ ښځې کار نور معلوم و، څادر یې پر سر کړ او نېغه د ور پر لور روانه شوه، ویې پوښتل: ((څوک دروازه ټکوئ؟))
-((زه یم، ساتندوی سپی. باران راگېر کړی یم، لمدېږم، ور راته پرانیزه.))
بوډۍ ترور ور پارنیست او ویې ویل: ((راځه دننه.))
د سپي ښاغونه یو بل سره لگېدل او کړپا یې پورته کېده.
بوډۍ ښځې هغه کوټې ته بوت. د غاړې یو شال یې پری واچاوه او د کوټې په گوټ کې یې څملاوه.  سپی ورو ورو گرمېدو او خپل غوږ یې گراوه چې یو ځل بیا د ور ټکا شوه:
ټک ټک ټک ټک ټک ټک
بوډۍ ښځې چې پوهېده بل مېلمه هم باران را ایسار کړی، د ور څنگ ته یې ځان ورساوه او ویې پوښتل چې: ((څوک یې د ور شاته؟))
-((زه یم تروری، خره یم. باران را ایساره کړې یم، لمدېږم، مهرباني وکړه ور راته پرانیزه.))
بوډۍ ته خندا ورغله، ور یې پرانیست او ویې ویل: ((راځه، راځه.))
خره له ډېرې خوشالۍ په ځان نه پوهېده، په جفتو جفتو پښو یې ټوپونه پیل او د کوټې پر لور سم په الوتو شوه.
بوډۍ ښځې خهر کوټې ته دننه کړ. یوه بړستن یې خرې ته راوړه چې ساړه یې ونه وهي. خرې هم د کوټې بل گوټ کې ځان اوږد وغزاوه.
دا ځل د ور غږ له بل هر ځل څخه په لوړ غږ تر غوږو شو.
ټک ټک ټک ټک ټک ټک
بوډۍ ښځې یو ځل بیا ځان تر وره ورساوه، ویې پوښتل: ((څوک یې دروازې شاته؟))
-((زه یم، توره غوا. باران راگېره کړې یم، لمدېږم، ور راته پرانیزه.))
بوډۍ ښځې ور پرانیست او ویل یې چې: ((ډېر ښه، راځه دننه.))
تورې غوا لومړی خپل ښکرونه د کلا له ور دننه کړه، بیا یې خپل ستر هیکل رادننه کړ.
کله چې مېلمانو توره غوا ولیده، نو هک پک شول. چیڼچڼه په خندا شوه.
غوا یوه ټوخله وکړه، او د کوټې یو بل گوټ ته یې ځان ورساوه. بوډۍ یو ټغر راووړ او په غوا یې اوار کړ.
بوډۍ مخ مېلمنو ته کړ او ویې ویل:
((ښه مېلمنو، اوس مهال ټول په ارامه توگه خوب وکړئ، کله چې سهار شو، نو هر یو په خپل کار پسې ولاړ شئ.))
چیڼچڼې، چرگې او کارغه د تاخچو پر لور الوت وکړ او هر یو ځانته ځانته د خوب ځای ونیو.
بوډۍ ښځې هم، چې ډېره ستړې شوې وه، خپله بستره د کوټې په منځ کې خپره کړه، بړستن یې راواخېسته او په ځان یې راکاږله.
سهار بوډۍ ښځې ددې لامله چې تېره شپه ډېره ستړې وه، له خوبه ناوخته راویښه شوه، مگر کله چې یې سترگې پرانیستې، څه گوري چې نه گوري په کور کې یې شور ماشور دی:
خرې سماوار کې اوبه اچولي او اور یې په کې بل کړی.
پیشو هم د سهار چای دموي. سپي جارو راخېستې او حویلۍ جارو کوي.
کارغه له دښتې لرگي راوړي.
غوا هم په بام ختلې او د بام مات گوډ ځایونه اخېړوي، چې په دې کار کې ورسره چرگه هم مرسته کوي.
بوډۍ ښځه په کور کې له جوړ شور و ځوږه خوښي څرگندوي. څادر یې په سر کړ او ډوډۍ لپاره بهر ووتله. بېرته راغله، په دسترخوان یې ټول مېلمانه راټول او له سماوار یې ورباندې گرمه نمه ډوډۍ او چای وڅښو. گُل خبرې یې وکړی، او گُل خبرې یې واورېدی.
کله چې مېلمنو خپل تریخ چای هم وڅښو، نو خرې وویل: ((پرون شپه باران ورېده، موږ هم ځای ځایگی نه درلود، نو اوس باید موږ هم په بوډۍ ترور زحمت کم کړو او باید ولاړ شو!))
ټولو مېلمنو چې د بوډۍ ښځې مهرباني لیدلې وه، د تگ په مسئله، خپه غوندې شول. بوډۍ ترور وویل: ((که زما له زړه پوښتئ، نو غواړم چې ټول همدلته پاتې شئ، مگر زما په حوېلۍ کې د اخور لپاره ځای نه لرم. که چېرې چیڼچڼه ترور پاتې کېدل وغواړي، نو کولای شي. آغلې غوا کولای شي ولاړه شي.))
غوا په چرتونو کې ډوبه شوه، بوډۍ ښځې ته یې مخ کړ او ویې ویل:
((زه چې امبا امبا کوم درته، فصلونه درته لَو کومه، درمنونه درته راټولومه؟))
بوډۍ ښځه ددې لپاره چې غوا یې ځورولې وه، زړه یې نرم شو او ویې ویل:
((د ځای د تنگي له وجې، زما څنگ ته پاتې شوه.))
چیڼچڼه د شونډو لاندې، چېک، چېک وکړ او ویې ویل:
((بوډۍ جانې!
زه چې چڼ چڼ کوم درته،
کوشنۍ کوشنۍ هگۍ اچوم درته،
مگر مجبورا ولاړه به شم.))
بوډۍ ښځه په خندا وویل:
((ته چې ډېر ځای نه نیسې، نو له ما سره پاتې شه.))
خرې سر اخوا دېخوا و څرخاوه او په اریانتیا یې وویل:
((ښه، بوډۍ ترور، زه چې عَر، عَر کوم درته، گاونډي خبروم درته، شولې و جوار وړم راوړم درته او غنم اوړه کوم درته، نو مجبورا ولاړه شم.))
بوډۍ ولیده چې خره خپه شوې، نو ویې ویل:
((سمه ده، ته هم پاتې شه.))
پیشو هم خپله لکۍ جنډه (نېغه) او په غوسه یې وویل:
((زه چې میو میو کوم درته، موږکان چپه و راسته کوم درته، مجبوره یم چې لاړه شم؟))
بوډۍ ښځې وویل: ((پیشو جانې، مه غوصه کېږه... ته هم پاتې شه.))
کارغه چې ولیده هر یو پاتې کېږي، په چغو یې پیل وکړ او ویې ویل:
((پوه نشوم!
زه چې قار و قار کوم درته،
ټول له خوبه راویښوم درته،
مجبورا ولاړ شم؟!))
بوډۍ وویل: (( ښاغليه کارغه، شیطاني مه کوه! ته هم پاتې شه.))
چرگې وویل:
((زه چې کوټ کوټ کوم درته،
سترې سترې هگۍ اچوم درته،
مجبورا ولاړه شم درنه؟))
بوډۍ ښځې وویل: ((ته هم پاتې شه.))
سپي هم چې ولیدل ټول پاتې کېدونکي دي، ویې ویل: ((زه چې غو غو کوم درته،
په شپه کې اوڅار کوم درته،
غله او دوښمنان ډاروم درته،
مجبورا ولاړ شم درنه؟))
بوډۍ ښځې وویل: ((څه خبره نه ده، ته هم پاتې شه.))
بوډۍ ښځې خپل مهربانه نظر په هر مېلمه واچاوه او ویې ویل:
((اوس چې مو زړه غواړي له ما سره پاتې شئ، باید په ډلییزه توگه مرسته وکړئ او خپلو ځانو لپاره خونې جوړې کړئ، چې ټول په ارامۍ او هوسایۍ سره ژوند وکړو!))
ټول له دسترخوانه پورته شوه، گېلاسونه و لوښي یې ټول کړه او خپلو کارونو پسې رهۍ شول. له هغې وروسته، د کلونو کلونو لپاره د یو بل سره په خوښۍ او خوشالۍ په گډه سره ژوند وکړ.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki