FANDOM


هيندو ځان ناگاره اچولی و، بس خپل کمپيوټر ته ځير و او تڼۍ يې کېکاږلې. د کمپيوټر په مخ به شنه تخته راغله، بيا به توره شوه او د هغې په ځای به توره پرده راغله او په هغې کې به ليکونه سپين رنگي وه. ورپسې يوه سپينه ليکه د هغې په مېنځ کې پېدا شوه او په هغې کې هندو کوم شی ټايپ کړ او بيا يې يوه تڼۍ کېکاږله. نور يې شاته په فنرلرونکې، بې بازو چوکۍ تکيه وکړه، لاسونه يې څټ ته ځولۍ کړل او د گوتو نه يې ټکونه وايستل او همداسې په چوکۍ کې زنگېدۀ او له ليرې د کمپيوټر پردې ته ځير و. ما ته يې پاس وکتل، په انگريزي راسره گډ و، په هندي انگرېزۍ چې د (ټي) او (ډي) نه يې ډېر شد مد دلاسه کولمې ايستلې. د ټي تلفظ يې داسې ؤ لکه ډي .Whad is thad.

اوس به نو معلومه شي چې ستا ريزروېشن اوکې دی او که نه. زه اوس هم د ماشومتابه د وختونو په شان د انتظار په وخت کې زړه رېږدن کېږم، لکه د امتحان نه پس چې قات شوې پارچه لاس کې درکړي، او ته نورو همصنفيانو ته شا کړې، سترگې پټې کړې او د ټولو بزرگانو د ننگولو نه پس پارچه پرانيزې. ما تل فکر کاوه چې په پارچه کې به په سره خط ناکام مطلق ليکل شوي وي، خو چې بيا گورې خېر خېريت څه چې لا اول نمره يې. د ډېرو شېبو د انتظار نه پس کمپيوټر، تړهاری شروع کړ، زر زر يې څه ليکل او هندو په چوکۍ کې ورته رانېغ شو. د کمپيوټر د ليک سره يې سر له چپ نه ښی ته ښوراوه او صفا د کمپيوټر پېښې يې کولې. چې د کمپيوټر زړه تش شو نو هندو راته وويل: هر څه سم دي. بيا نو پاڅېد په يوه بل کمپيوټر کې يې خالي ټکټ کېښود او هغې بيا پخپله زما ټکټ ليکه په ليکه کوز ښوياوه او ټول معلومات يې وليکل. دا دې ټکټ دی. د مارچ په پنځلس، څلور بجې د واشنگټن نه نيويارک ته ، په يوولسو بجو له نيويارک نه فرانکفورټ ته، د مارچ په شپاړسم، درې بجې د فرانکفورټ نه اسلام آباد ته، هلته د مارچ په اوه لسم نه بلکه اتلسم د سهار په لسو بجو رسېږې. بيا درې ساعته ځنډ لرې او په دوولسو بجو په فوکر الوتکه کې پېښور ته، يوه بجه پېښور ته رسېږې. د دوه طرفه ټکټ بيه يوولس سوه ډالره وه، هغه مې نغدې ورکړې. اوس به يې څه د هندو سره سپينوې چې دا چک واخله، دا مې تذکره، دا مې پاسپورټ، دا مې آدرس او دی به داسې د شک او سپکاوي په نظر درته گوري لکه چې هر څه جعلي وي. چې هرڅه خلاص شو نو بيا لکه څه وينا چې يې زړه کې وي يوه ښايسته اوږده شېبه يې راته ځير ځير وکتل او بيا يې ژبه په شونډو تېره کړه، لکه بل فکر چې ورغلی وي. نو يې د قهوې ست راته وکړ. ما د نه ځواب ته خوله جوړوله خو دده سترگو ته مې چې وکتل يو تت شانتې برقي جړک راکې وغړېد، کښېناستم. دی هم د مېز له شا زما خوا ته راغی او په دوؤ کوچونو کښېناستلو. بوره او کيريم ورسره خورې، که توره قهوه؟ دوه کڅوړې بوره، يوه کڅوړه کيريم، لطفاً قهوه نه وه بلا وه. په مدار مدار او په انگريزي اصطلاح Slow motion د قهوې د بړاس په شان، د پېژندگلو يوه تته ښکالو راپورته کېده. لکه د نشې څاڅکي چې پلو او رگونو ته لار خلاصوي. خاطرې راپنځېدلې، خو سر مې نه خلاصېده.

  • * *

د نندلال د بجازۍ دوکان د کليوالو ورځنۍ تحويلخانه وه. چا به د تېلو ډبه په کې پرېښوده چې مازديگر به يې ورنه ډکوي. بل به د دوکان مخې ته د ويالې په څنډه خپل وري چې د منډيي نه يې اخيستی و د ونې پورې تړلی و، چې د ټک و پوک د اخيستلو نه پس به يې کلي ته ډرې ) د وري د شړلو غږ( کوي. چا به خپله سياسره چې د حکيم نيال سينگ د معاينې د پاره يې د کلي نه راوستې وه د ونې لاندې پرېښې وه چې بيا يې ماښام د ځان پسې قنجوغه کړي. دا کومه يو اړخيزه معامله نه وه، چې يره هندو دی، ايمان نه لري، نو راځه هر امر چې پرې کوې دی به يې مني. کليوالو هم د اخلاص کمی نه کاوه، ټولو په ځانونو باندې د نندلال کالنی قلنگ منلی وه. چا ورته د خوراک چرگان پوره کول، چا ورته په اوړي غنم او په مني وريژې راوړې. د ميوو او خربوزو خو د خره بارونه وه چې هر سهار چې موږ مکتب ته تلو د نندلال د دوکان مخې ته به دلۍ پراته وه. موږ هلکانو به نندلال ته لمن لمن د کيشپانو هگۍ وروړلې چې دی د هغې نه په حکيم نيال سينگ باندې ځانته معجونونه او کوشتې جوړې کړي. کله به د يوه ډله نورو هندوانو سره زمونږ د کلي باغ ته راغی او مېلې به يې کولې. زمونږ د لاس خواړه خو معلومداره د دوي د خوراک نه، نو سابه، وچه ډوډۍ او د پخلي نور سامان به مو ورته راوړ او دوي به خوټه نکه )دېگچه پزاني( کوله. موږ هلکانو به د باغ د دېوال د چاود نه ننداره کوله چې هندو څنگه ډوډۍ خوري. د نندلال تر مشرۍ لاندې به هندوانو د جشن په ورځو کې، د ښار په چمن کې د لالټېنونو رڼا ته هر ماښام، د تورو د جنگ نمايش ورکاوه، بلې خوا ته به سِکهانو په لرگيو او کړکو لکړبازي کوله. د نندلال لور، ميترا، هم د مکتب نه پس د پلار دُکان کې کار کاوه. کوم مکتب؟ زما په خيال هندوانو د خپلې کوڅې په درمسال کې ځانله هندواني مکتب درلود، ځکه چې هغه وخت د نجونو مکتب نه و، او ميترا به يواځې پس له غرمې، هغه وخت چې به موږ هم رُخصت شوو، دُکان ته ورسېده. دا ميترا ښايستوکې وه، يا به موږ کليوالو هلکانو ته هره ښاري انجلۍ ښايسته برېښېده. ميترا سپينه وه خو په سپين کې د هندوانو په دود يو څه ژېړبخونه، نرۍ لکه لښته، جگه، وېښتان يې تر زنگنو پورې رسېدل او د پيوکي سره ان په زری غژغژي پڼو لگېدل. ها خوا ته د حکيم نيال سينگ دُوکان و. د ژيژگي په شان ببر، ناشولټه، قهرجنې سترگې، سودخور، د ده پسې خلکو ويلې، پلانکی تيار حکيم نيال سينگی دی چې دواړه يې خطا دي. د نيال سينگي يو زوی و چې سکيرا نومېده او د خان آباد د بچه بازانو زړونه ورپسې وران وه، سترگو يې خوړل کول او اوس چې فکر کوم، د حميد بابا د سپوږمۍ او هالې خبره ورسره جوړېده، يره پينځلس کلن به و. د ښار ميرزايانو پخپلو کې يوه مشاعره ورپسې جوړه کړې وه چې يو فرد مې په ياد دی: دل بُرده زِ من باز دو چشمانِ سکيرا د ښار لنډه غران هر مازديگر حق ناحقه د حکيم نيال سينگي د دوکان مخې ته تېرېدل او د هلک د پلار زورلې او گواښونه به يې گالل. کله به يې پينځه شپږ للمي خټکي سره راوړل او د چشک شرط به يې ورباندې واهه، نو بيا به يې سکيرا قاضي کړ چې وگوري د چا خټکی خوږ دی. داسې ښکارېده چې د سکيرا هم د ځوانانو دا دومره سپی سپی کېدل خوښېدل او هر يوه ته به يې يوه نرۍ معصومانه او د خوش طبعۍ موسکا کوله. مگر پلار يې ډېر روی وه او شورماشور به يې جوړ کړی و. يوه ورځ چې هلکانو ډېر په عذاب کړی و په خپل دُکان کې ناست و او ژړل يې شاوخوا ورنه کليوال راټول و چې دلاسا يې کړي. ده ويل: خدای قسم چې نور تاسو ته دارو نه ورکوم، زهر ورکوم، سنگتيا ورکوم، په دارو کې د شېر د بروت وېښته اچوم چې مړ وشی. نندلال چې خېرمن هندو وه د خپل دوکان مخې ته د ونې لاندې د اوبو يوه چاټۍ خښه کړې وه او په اوړي کې به يې هره ورځ هغه د څا د اوبو او واورو نه چې دده ويران نه په خره راوړل کېده، ډکوله. ځينې لنډه غران به د اوبو په پلمه ورغلل، د ټيم دوه گلاسونه هم په چاټۍ پورې تړلي وه، لنډه غرانو به گيلاس ډک کړ او بيا به يې په غوړپ غوړپ هغه څښلې او د سکيرا ننداره به يې کوله. نيال سنگی يوه ورځ په غوسه شو، راغی اول يې په چاټۍ کې متيازې وکړې او بيا يې هغه د خځلو نه ډکه کړه. بيا يې په تيږو ماته کړه، کليوالو ورپسې خندل نيال سنگه، د اوله به دې ماته کړې وه چې متيازې او خځلې خو درته پاتې شوي وای. په همدې خبر د نندلال چې هندو و، د نيال سنگ سره چې سکهـ وه، ورانه شوه او يوه د بل غېبتونه به يې کول. ميترا هم لوېېده او د خدای کړه د سکيرا سره يې گوتې خوږې شوې. خبره په ټول ښار کې مشهوره شوه او کليوال خو بې هغې هم په ښاري نزاکت رای نه وهي، د هندو نه خو يې هېڅ سترگې نه سوځي، نو نندلال ته به يې کله کله دا خبره هم يادوله. يوه ورځ زه حاضر وم چې زمونږ د کلي مشر، ارباب نعيم، ورته وويل لاله، زه دا خبره د تجربې درته کوم. انجلۍ دې چې پېغله شوه، زياتي يې چاته ورنکاح کړه. بيا يې لکه چې خپلې خبرې ته پام شو او کوشېر يې کړه، مسخد مې دا دی چې خپله هندوانۍ نکاح پرې وتړه، چېرته درمسال ته يې بوځه يا زېړې غوا ته، خو هره بلا چې کوې، انجلۍ دغه د نيال سنگي زوی ته ورکړه او سر يې په کور که يا په گور. عجيبه لا دا چې نندلال د ده په خواخوږۍ پوه شو او د خپل زړه غوټه يې پرانيسته. ما به ميترا ورکړې وه، خو سکيرا سکهـ دی او د تاسو د ملا خبره زما د لور سره يې نکاح نه خېژي! ارباب نعيم ورته وويل: خو هلک دې بسلمان شي، مسخد مې دی هندو دې شي که نه. موږ ته دواړه يو ښکاري، يو يې پشم الله ) ږيره ور( دی او بل يې صفی الله )مخ يې صفا خرېيلی( . نندلال دې ټوکې او د ارباب ساده توب ته موسک شو، او بيا يې وويل: ځه الله دې خېر کړي. يوه ورځ خبر شوو چې ميترا هندوستان ته تللې، نندلال ويل، د تداوۍ دپاره، خو نيال سنگي ويل چې د سردارجي د وېرې. د قسمت خبره وه چې په بل کال يې د نيال سنگ زوی، سکيرا لادرکه شو او وروسته خبر شوو چې د ميترا پسې هندوستان ته لاړ دی. څو کاله پس، د نندلال او نيال سنگ دښمني هم ختمه شوه، خبر راغی چې ميترا او سکيرا واده کړی. نندلال ويل چې سکيرا د سکهـ د دين نه اوښتی او هندو شوی دی. نيال سنگ ويل چې ... به يې هندو شي.

  • * *

قهوه مې چې خلاصه کړه نو زما خيال پلو او د خاطرو بهير هم ختم شوی و، ودرېدم او د هندو سره مې لاس ورکړ. هغه وويل: ته يوه دقيقه ودرېږه! لاړ د مېز نه يې د لوټونو يو بنډل راوايست. دوه سلگونه يې ترې راوايستل او ما ته يې ونيول. په دې څه وکړم؟ بس په تا گټه نه کوم. ولې زه درته خوار ښکاره شوم که څنگه؟ نه نو په دې روپيو څه وکړم؟ چې پېښور ته ورسېدې، وطندارانو ته يې ورکړه. د چا وطندارانو ته؟ زما که ستا؟ نه، ستا وطندارانو ته، زه خو هندی يم. زه هک اريان پاتې شوم. د سفر نه يوه ورځ دمخه څه دوستان د خدای پامانۍ دپاره راغلي وه. ځينو د خپلوانو د پاره روپۍ راکړې، ځينو نور ټک پوک. په همدې کې د هندو کيسه راياده شوه او ملگرو ته مې تېره کړه. ټولو شاباسی وايه او يو څه د ځانه شرمېدل هم چې هندو زمونږ مهاجرو ته ډالر استوي او موږ چې څه پېدا کړو يواځې يې خپلې کورنۍ ته لېږو. په همدې کې يوه ملگري راته وويل چې دی هم په مني پېښور ته ځي او د مسافرت د همدې دفتر ټيليفون يې رانه وغوښت. د هغوی کارټ زما د آلوتکې د ټکټ پورې سِنجاق شوي و، هغه مې رابېل کړ او ملگري ته مې ورکړ. هغه ولوست: World Travel Bureau Sakira & Mitra, Agents د نړېوال مسافرت دفتر سکيرا او ميترا نماينده گان زما د حېرانۍ اټکل تاسو کولی شی

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki