FANDOM


غرمه وه، خداینور دغنمولو بس کړ، دغنمو ګیډۍ (پنجه) یې په ځمکه کېښوده، دسرڅخه یې تړلي خړدستمال لرې کړ، دخپل ګرېوان خولې یې پرې وچې کړې ، دویالې غاړې ته راغی ، خپل خیرن لاسونه یې ومینځل ، مخ ته یې اوبه واچولې ، پښې یې په ویاله کې وغزولې په پکه ټنډه یې لاس ونیو سوړ آسویلي یې ویوست.

-- اوه خدایه ! دادې چک سترګي سره به ترکومه دا دې اسارت شپې اوورځې تیرو، هسې نه چې غوټۍ ته مې کومه ستونزه پیښه نشي زه باید اول هغه دماما کره یې ورسوم ترڅو زړه مې په قرارشی.

* * *

اسلم خان چې په بد نامه به خلکو چک سترګی ورته ویل ، غټ غټ بریتونه ،وتلې خیټه ، ننوتې سترګې یې درلودې . دبرکلی خان ؤ څلورزامن نوکراوچاکریې درلودل ، په غریبانویې خاني چلوله هغوی یې دخپل ځان طابع ګرځولي ؤ. هرکال به یې ورڅخه دځمکوحاصل ، مڼې ، نقدې پیسې اونورشیان به یې ورڅخه ټولول . خلکو به ورڅخه ویره کوله هرڅه به یې چې ورڅخه وغوښتل ممانعت یې چا نشوی کولای. دخلکو مرګ ورته دچرګ غوندې آسانه ښکاریده . دډیرو کسانوپه وینویې لاسونه سره ؤ

* * *

خداینور زامن نه درلودل میرمن یې هم دغوټۍ دپیداکیدو په وخت کې مړه شوې وه یواځې یوه لورغوټۍ چې د یارلسه کاله عمریې درلود په خداینور ډیره ګرانه وه ، له نازه به یې غوټو بلله . خداینو دویالې په غاړه په چورت کې ناست غوټۍ پرې غږکړ. پلاره په څه چورت کې تللي یې راځه ډوډۍ مې ته درراوړې ده .

-- خداینور مسک شو نه هسې غوټو لورې لږڅه ستړی شوم ، ډ ډه مې ولګوله درځم چې تابه څه پاخه کړي وي لورې .

-- غوټې شنډې وخوځولې .. پلاره راشه ویې ګوره ، داسې مزه داره شي مې درته تیار کړي ویریږم چې ګوتې ورسره ونه خورې .

-- خداینور وخندل ویې ویل ... آخردچا لوریې باید دومره خوغښتلې وې .

غوټۍ دسترخوان هوارکړ، دواړو په بسم الله سره په ډوډۍ خوړلو شروع وکړه . ناڅاپه غږشو

-- نوریه ونوریه چېرې دې ځان پټ کړیدي . خداینو جګ شو یوې بلې خواته یې وکتل دوه کسان یې ولیدل. یولږڅه لنډی چاغ اوبل ډنګرؤ ددوی خواته روان ؤ غوټۍ پوښتنه وکړه پلاره څوک دي .

ـ-- خداینور چې رنګ یې لږڅه زیړشو ویې ویل : څوک نه هغه ،هغه یوخو زمرک دی داسلم خان زوی اوبل جنت ګل ددوی نوکردی . خدای دخیرکړي چې بیا څه وایي ځه ځه لورې ته ډوډۍ خوره.

زمرک دوي ته ورنیږدې شو، ویې ویل : نوریه ! ښه سیوري دې پیداکړی .

-- خداینور په عاجزی سره ورته وویل : راځﺉ هرکله راشﺉ ډوډۍ تیاره ده تاسې یې هم وخورﺉ.

--- زمرک مسک شو ویې خندل : نه ، نه مونږ ډوډۍ نه خورو خیټې مو وږې نه دي بلکې جیبونه مو یوڅه غواړی، پوه خو شوې که څنګه.

--- خداینور په عذرسره وویل : ګوره زمرکه ! اوس خوهیڅ نلرم ، داغنم چې خرڅ کړم یوڅه به تاسوته درکړم اوپاتې به زه ځانته وګرځوم.

--- زمرک په زوره وخندل : خدای دخوارکړه نوریه څومره ساده سړی یې ، غنم منم پریږده همدا اوس یې غواړم.

غوټۍ وارخطا شوه دډوډۍ مړۍ یې په لاس کې همداسې پاتې شوه، ویښته یې ځیږه شول له ځان سره یې وویل : خدای د ستاسو دچک سترګي پلار بله سترګه هم چکه کړي ، سپیره شﺉ.

خداینور خپلې لورته وکتل بیایې زمرک ته مخ ورواړه ؤ په عاجزۍ سره یې ورته وویل : ته سبا راشه له بل چاڅخه به یې درته واخلم ، اوس خو غیران نلرم.

زمرک دخداینورګریوان ونیو ،جټکه یې ورکړه ویې ویل : همدا اوس یې غواړم ( این کوې که پین کوې داپټی به شین کوې ) ورځ ّڅه چې ساعت به هم درته ونه ګورم .

خداینور دزمرک ږیره ونیوله په عذریې ورته وویل : باوروکړه درکوم یې ،که غنم نشي دغوا ژیړغوړي به درته خرڅ کړم ته خو لږصبروکړه.

زمرک دخداینور ګریوان خوشې کړ، دسترخوان خواته یې قدمونه واخیستل( دکورتو) ډکه کاسه یې په تورو بوټو باندې ووهله ویې ویل : مستې ،شېدې ، غوړي خویې خورې ژیړه غوادې خرّڅه کړه، بیاېې په غوټۍ سترګې ولګېدې مسک شو ،غږیې کړ: نوریه لور دې هم داده پیغله شوې ده، دانو څه کوې په کورخوبه یې نه زړوې وریې کړه خپله اړه پرې وچلوه.

دخداینور وینه په جوش راغله ،له ځان سره یې وویل : دادې دچک سترګي خاني نوره نشم زغملای دویالې بلې غاړې ته یې ټوپ کړ ، خپل اوږد دغنمو لور یې راواخیست په زمرک یې ورمنډې کړې دوه دری لوره یې وواهه ورته یی وویل : واخله زه دجیب درډک کړم .

دزمرک سروګرځیدو په سترګویې تیاره شوه ، په ځمکه ولویدؤ سترګې یې رډې ،رډې وختې.

* * *

خداینور چې لاسونه یې په وینو سره وو ، دسترخوان اوهرڅه یې په پوله باندې پریښودل ، غوټۍ یې له لاسه ونیوه ترشایې نه کتل ، چټک ګامونه یې واخیستل ، په پولو اوپټیو کې یې دکوزکلي دملاکاکا چې دخداینور آښی کیده ځان ورسوه هلته یې ټوله کیسه ملاکاکا ته وکړه . ملاکاکا وارخطاشو خپل تندي له یې ټس ورکړویې ویل : خدای دې خوارکړه خداینوره دادې څه وکړل ، په دادومره کلي کې ته دومره زمری شوې ، اوس یې ورسره ګزوه.

* * *

دزمرک نوکر جنت ګل چې رنګ یې ژیړتښتیدلی ؤ دوې پښې خپلې دوې یې نورې کړې دکلی په لوري یې منډې کړې . ددروازې ته د رسیدوسره یې چیغې کړې خان صیب ، خان صیب ...

خان په لوړه کوټۍ کې دمیلمنوسره ناست ؤ خپل چلم یې تازه کاوه دجنت ګل غږیې واریده چیغه یې کړه په غضب شې څه خبره ده ووایه.

نوکر په بند بند غږسره ووایه : هغه زمرک ، زمرک ...

دخان په تندي کې ګونځې پیداشوې دخولې څخه یې دود پورته شو ویل : په زمرک څه شوي په غضب شې ووایه .

-- نوکر په وارخطا یی سره چې لنډه، لنډه ساه یې ایستله ویې ویل : خان صیب زمرک ، زمرک یې وواژه .

-- خان جګ شوویې ویل : چا ؟ چا ، وواژه زمزک چاو واژه؟

-- نوکر په ریږدیدلي غږسره وویل : خان صیب هغه خداینور ، خداینور بزګر په لور وواهه .

په خان باندې خولې راماتې شوې ، له سترګویې مړې اوښکې روانې شوې په لوړ آوازیې چیغه کړه زمرکه ، زمرکه ....

خان سره له میلمنو دخداینور دځمکې په لور رهی شو زامنو یې کټ ( چارپایی) راواخیسته دزمرک مړی یې کورته راوړ ، غسل ، کفن اودجنازې دلمانځه څخه یې خاوروته وسپآ رو

* * *

دوې ورځې وروسته دکوز کلي ملا اوڅونور کسان داسلم خان کره یو پسه ، اوړه اوغوړي وروړل اودعایې ورته وکړه . اسلم خان هرّڅه بیرته دوی ته ورکړل . ملاکاکاته یې وویل : ملاصیب ته باید خداینور ماته په لاس راکړې که نه نو دبر اوکوزکلي ترمنځ دښمني دې مبارک شه.

دکوزکلي ملا اونورو ورسره راغلوکسانو اسلم خان ته ډیرې زارۍ وکړې ویې ویل : خان صیب ته خو دبرکلي خان یې اومونږ دکوز کلي څخه دلته عذرته راغلي یو که جرګې ته راسره کېنې اوخداینورمعاف کړې دابه ستاسو پرمونږ ټول کلي احسان وي .

خان صاحب له جیب څخه دستمال راواخیست خپلې چوخړنې سترګې یې پرې پاکې کړې ویې ویل :په یوشرت به زه هغه سپیره بښ‍م اوجرګې ته به کینم چې هره فیصله ما وکړه تاسې به هغه راسره منﺉ.

سبا په آتو (8) بجو جرګه پیل شوه دکوزاوبرکلی مخوراوسپین ږیري کسان ناست ؤ، خداینورهم راغي یوه څنګ ته ګوښه کیناست . په جرګه کې فیصله وشوه چې خداینور به دخپلې ځمکې اوباغ حاصل ددریو کالو پورې اسلم خان ته ورکوي ، دوهم داچې خداینوربه خپله دیارلس (13) کلنه لور غوټۍ داسلم خان مشرزوی نورګل چې داوه دیرش (37) کالودی اوبله ښځه هم لري په بدو کې په بن ورکوي.

خداینور ددې خبرې په اوریدوسره له سترګو مړې اوښکې روانې شوې ، ونې ته یې ډډه ولګوله په خپلو ویښتوکې یې لاس واچول اومجلس ته یې دسرپه خوځولو دهو ځواب ورکړ جرګه خلاصه شوه.

خداینور په سستو ګامو دکوزکلي په لوري روان شو ، له ځانه سره یې وویل : زما دکوچو غوندې سپینه اوتنکۍ لور دهغه کوپ اوکرغیړن نورګل په نصیب شوه په ډیر لوړ آوازیې وژړل. کورته دننه شو. غوټۍ په زینه کې ناسته وه دپلار په لیدوسره ولاړه شوه ترینه یې وپوښتل:

-- پلاره څه وشول ، خبره خوخلاصه شوه ، نوربه خپل کوراوکلي ته ځو نوربه دچک سترګي له عذابه خلاص شو . خداینور وویل : هو نوربه خپل کلی ته ... لوريې په خپله غیږه کې ټینګه کړه په سریې لاس ورتیرکړ بیایې سترګې پټې کړې دجرګې ټوله فیصله ورته وویله اوپه چیغو یې وژړل .

دخبرې په اوریدو سره دغوټۍ پښې سستې شوې، دسرویښته ځیږه شول، رنګ یې ژیړشو، ټکری یې له سره ولویدو دخپل پلارغیږې نه یې ځان خلاص کړ، په لوڅوپښویې په زینوکې منډه واخیسته، په آشپزخانه ورننوته، دلوښوله منځه یې یوه ککړه چاړه راواخیسته ، په دواړو لاسونویې کلکه کړه سترګې یې ورته پټې کړې اوپخپله خیټه کې یې خښه کړه په ځمکه راولویده ،پلاریې چیغې کړې غوټۍ .غوټۍ غوټۍ ....

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki