FANDOM




ماشوم په منډه كوڅې ته راووت. خپلو جامو ته يې وكتل، خپل واسكټ يې پورته پورته وغورځاوه او په پوزه يې د يوې ژورې ساه په اخيستو سره ښكته پورته كوڅې ته ځير شو، خو چې څوك يې ونه ليدل، يو سوړ اسويلى يې وکېښاو له ځانه سره يې وويل: (( همدلته ودرېږم، جمال به راشي، جامې به مې ورته ښايم.))

ډېر ځنډ هلته ودرېد، خو جمال راونه وت. زړه يې تنګ شو. كرار كرار د كوڅې برې خواته وخوځېد او له خپل كور نه څلور پنځه كوره وړاندې يوې دروازې ته ودرېد. دروازه نيم كښه وه، غوښتل يې ننوځي، چې يو سور لنډ كروزر موټر، چې تورې ښيښې يې درلودې په زورور بريك د هغه ترڅنګه ودرېد. د موټر شاتنۍ دروازه خلاصه شوه، يو د اوږدو وېښتانو خاوند په بېړه ترې راښكته شو، د سترګو په رپ كې يې هغه په غېږ كې ونيو او بېرته په منډه موټر ته وخوت.

ساعت وروسته، ماشوم، چې په يوه تياره كوټه كې د يو زوړ چپركټ پر سر پروت و، په سد شو. خپلې سترګې يې وموښلې او غږ يې وكړ: (( جماله! راشه، جامې مې وګوره.))

د هغه له دې خبرې سره د څو تنو خندا او شور و زوږ كوټه په سر واخيسته.  هغه نېغ پرخپل ځاى كېناست. اوتر اوتر يې هاخوا ديخوا وكتل. د كوټې په بر كنج كې يې په شپږو تنو نظر پرېوت، د ټولو اوږده اوږده وېښتان او ببرې ږېرې وې. د هغوى په ليدو ووېرېد، خپلو سترګو ته يې لاسونه ونيول او يوه اوچته چيغه يې كړه.

د هغه له چيغې سره هماغه سړي، چې په زوره يې موټر ته خېژولى و، له مټه ونيو، په زوره يې ځان طرف ته راكش كړ او پوزې ته يې دستمال ونيو.

 ماشوم بېرته بې سده شو. د هغه له ژر بې سده كېدو سره يو تن، چې په كوټه كې په يوازنۍ ايښې څوكۍ ناست و، چټك راپاڅېد، د خپل ملګري له لاسه يې دستمال واخيست او خپلې پوزې ته يې له نږدې كولو سره هغه لرې خطا كړ: (( توره! مواد تېز دي، دا ځل دې لكه، چې په رښتيا هلك له دنيا تېر كړ، څو ځلې مې درته وويل، چې لږ مواد كاروه، ګمان نه كوم، چې ژوندى پاتې شي.))

تور كټ كټ په خندا شو: (( سرداره! ته هسې غوسه كوې، مواد قوي نه دي، ماشوم كمزورى دى.))

ـ هلك د مړې كورنۍ دى، كمزورى نه دى، خو كه مړ شو، دا ځل دې مشر نه بښي، موږ به هم درسره خراب شو، دعا كوه، چې د مشر تر راتګه...

سردار لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې د دوى پيره دار ملګرى كوټې ته راننوت: (( مشر راورسېد، په حويلۍ كې له چا سره په ټلفون كې لګيا دی.))

له دې خبرې سره د شپږو واړو ملګرو رنګونه والوتل. سردار د ماشوم د زړه او ملګري يې د هغه د پښو او لاسونو په مښلو لګيا شول او يو بل يې پر مخ اوبه شېندلې. خو هرڅومره كوښښ يې، چې وكړ ماشوم په سد نه شو. سردار  خپل لاسونه سره ومروړل او تور ته يې بد بد وكتل: (( اوس به څه كوو؟ مشر به يې خامخا له پلار سره ټلفون كې خبرې كړې وي، ته خو ختم يې، موږ به هم برباد شو.))

د مشر په انتظار كې ټولو شېبه په شېبه وره ته كتل، خو د مشر پته ونه لګېده. سردار خپل ساعت ته وكتل، خپل لوېشتكي ملګري ته  يې، چې د ماشوم پرمخ اوبه شيندلې، وويل: (( قدو! ته ورشه وګوره، چې مشر ولې وځنډېد؟ هغه خو يوولس نيمې بجې، چې راغلى او اوس دا دى دولس بجې دي.))

قدو د اوبو جك تور ته وركړ او لا له ځايه نه و پاڅېدلى، چې د هغوى پيره دار ملګرى بيا كوټې ته راننوت او ويې ويل: (( مشر بېرته لاړ، ويل يې، چې نيم ساعت وروسته راځي.))

د هغه له دې خبرې سره په ټولو كې لږه ساه ورغړېده او بيا په بېړه بېړه د ماشوم د پښو او لاسونو په مښودلو بوخت شول.

د اذان تت غږ تر غوږ شو، خو ماشوم لا هم بې سده پروت و. سردار له ځايه راپاڅېد، كوټه يې څوځلې ګزوپل كړه، يوه ژوره ساه يې واخيسته، د كوټې بر كونج ته لاړ او له څوكۍ سره نږدې ودرېد، غاښونه يې وچيچل او په لږ لوړ اواز يې، غږ وكړ: (( توره، دلته راشه!))

تور وېرېدلى د هغه مخې ته ودرېد، ده يوه كلكه څپېړه وركړه: (( زړه خو مې غواړي، چې تا هم په دې ماشوم پسې له دنيا تېر كړم، زموږه ټوله خواري دې په اوبو لاهو...))

د سردار له دې خبرې سره ور پرانستل شو او مشر كوټې ته راننوت. د هغه له راننوتو سره د شپږو واړو په وجود لړزه ننوته او ځوړند سر د هغه مخې ته ودرېدل. مشر پرته له دې، چې دوى ته وګوري، په خوشالۍ يې وويل: (( د بېړې كار و، خو افرين، ښه مو ترسره كړ.))

هغه يو ګام د خپلو ملګرو خوا ته نږدې شو او په كړس كړس يې وخندل: (( غوړه مړۍ ده، ډېره غوړه، ها ها ها))

مشر ښه شېبه همداسې وخندل، خو چې ملګرو يې د خندا ملګرتيا ونه كړه، حيران حيران يې ورته وكتل، د هغوى ځوړندو سرونو هېښ كړ: (( څه خبره ده، ماشوم چېرې؟))

د مشر له غوسې سره د ټولو واروپار نور هم خطا شو. سردار وويل: (( ص... صصا...صاحب. ما...ما...ماش... ماشوم...ام...ام...))

د سردار له ام ام سره ماشوم نالښت پيل كړ او د هغه له نالښت سره ټولو په يوه خوله وويل: (( ماشوم بې خوبه و، ويده و. ها ها ها))

مشر ماشوم ته ورلنډ شو، په ځير ځير يې ورته وكتل: (( جالبه ده، د مړې كورنۍ او دومره خوار؟))

د مشر له دې خبرې سره تور، سردار ته وكتل او ويې ويل: (( ما خو ويل، چې ماشوم كمزورى دى، خو تا نه منل.))

مشر هغه ته مخ واړاوه: (( مطلب؟))

- صاحب! سردار ما ته په غوسه و، چې...

- چې څه؟

چې قوي مواد مې استعمال كړي

- نو څه؟

- هغه فكر كاوه، چې دوا ماشوم وژلى.

مشر په خندا شو: (( ښه! نو يوه شېبه مخكې ځكه ګيدړان شوي وئ؟))

سردار ورغبرګه كړه: (( هو صاحب! زه خو بيخي وېرېدلى وم. تور چې كوم مواد كاروي، ډېر قوي دي.))

مشر تور ته مخ ورواړاوه: (( خبيثه! يو ځل خو مې وبښلې، بيا نه رانه خلاصيږې.))

د مشر په غوسې تور اوار ورېږدېد:(( صه ...صه.. صاحب! زه...زه احتياط ...كوم، او...س ...اوس مې...هه...هه... هم قوي مه...مه...مواد... نه دي استعمال كړي، تا...تاسو خپله هم وويل، چې ما...ما...ماشوم كم...كم ...كمزورى دى.))

مشر د دې لپاره، چې د تور وارخطايي كمه كړې وي، په كړس کړس يې وخندل او خوله يې جوړه كړه، چې څه ووايي، خو د ماشوم د نالښت له كرار كرار كمېدو او بيا بې سده كېدو سره، خبره يې په خوله كې وچه شوه. وارخطا او په ځير ځير يې هغه ته وكتل. د ماشوم رنګ سپين اوښتى و. ژر يې د هغه پر سينې غوږ كېښود. يو دم راپاڅېد، تور يې تر لغتو او سوكانو لاندې ونيو: (( ژوندى دې نه پرېږدم.))

پر تور سر وګرځېد او درز پر ځمكه پرېوت. مشر، سردار ته مخ واړاوه. سردار يو قدم شاته شو. خو دى د هغه له څنګه كرار تېر شو، د ماشوم تر څنګه كېناست، ښه شېبه يې هغه ته وكتل، بيا بيا يې د هغه پر سينې غوږ كېښود، خو چې كوم غږ يې وانه ورېد، ويې ويل: (( د تاسو خبيثانو د لاسه مې غټه مړۍ له خولې ووته. خو خير ما ته هم جبار وايي، يو به هم رانه ښه ورځ ونه ګورئ.))

هغه څه شېبه غلى غلى ماشوم ته وكتل، بيا يې ورغبرګه كړه: (( ما يې پلار ته ټلفون وكړ، هغه ومنله، چې پنځه لكه ډالر راكوي، خو ويل يې، چې يو ځل بايد له خپل زوى سره خبرې وكړي. زه يې پېژنم ډارن دى، خو ډېر ډاډه ښكارېده، هيڅ وارخطا نه شو.))

تر څه سوچ وروسته يې بيا غږ اوچت شو: (( ولې به وارخطا کېده، هغه ته پنځه لكه ډالر څه دي، لوى تاجر دى. ويل يې، همدا چې له خپل زوى سره خبرې وكړي، كوم ځاى، چې زه ورته وښييم، پيسې به هلته راوړي.))

د ماشوم له څنګه پاڅېد او په قدم وهلو بوخت شو: (( كه اوس ورته ټلفون وكړم او هغه له خپل زوى سره خبرې وغواړي، بيا څه وكړم.))

له دې خبرې سره غوسه ورغله، پر سردار يې ټوپ وكړ، هغه يې له ګرېوانه ونيو، خو مخكې له دې، چې پر هغه وار و ګوزار وكړي، د ماشوم غږ اوچت شو: (( مورې، مورې.))

د هغه له غږ سره، جبار د هغه خوا ته ورمنډه كړه، په ډېره خوشالۍ يې هغه په غېږ كې ونيو، بيا خپلو كسانو ته يې مخ واړاوه: (( بچ شوئ، بچ شوئ، ماتم بند، وخاندئ.))

نور هسې موسك شول، خو تور چې لا هم پر ځمكه پروت و، پخپل لستوڼي يې خپله په وينو ككړه خوله پاكه كړه، په زوره زوره يې وخندل. جبار پرې غږ وكړ: (( اوس خانده، خو د بښلو هم نه يې.))

ماشوم اوبه وغوښتې. جبار هغه له غېږې راښكته كړ، پر چپركټ يې وغځاوه او قدو ته يې وويل: (( هله ژر شه، يوه يخه پيپسي راوړه.))

جبار پخپل لاس هغه ته پيپسي وركړل، ماشوم كرار كرار سترګې وغړولې، خو د جبار او د هغه د ملګرو په ليدو بيا په چيغو شو.

جبار د هغه په خولې لاس كېښود: (( چوپ، چوپ! وېرېږه مه، نوره پيپسي هم خورې، در يې كړم؟))

ماشوم لومړى د پيپسي بوتل او بيا اوتر اوتر جبار او د هغه ملګرو ته وكتل. جبار هغه كېناوه او د پيپسي بوتل يې ورته وركړ: ((خوره، خوره!))

 ماشوم په رېږدېدلو لاسو د پيپسي بوتل واخيست، پيپسي يې په جامو چپه شوه. د جامو په لمدېدو سره يې بوتل ايسته خطا كړ: (( زما جامې. زما جامې.))

جبار، د هغه پر سر لاس تېر كړ:(( ژاړه مه، نوې جامې درته راوړو.))

ماشوم موسك شو: (( نوې جامې؟))

ـ هو! نوې او ډولي جامې

ماشوم ته د جبار دې خبرې لکه، چې خوند وركړ، تر څه سوچ وروسته يې وويل: (( هغه به جمال ته ښكاره کړم.))

ـ جمال! جمال څوك دى؟

ـ انډېوال مې. هغوى ځي.

ـ ښه، ښه! ځي، چېرته ځي؟

ـ هغه هره ورځ نوې جامې اغوندي.

جبار په شكمن نظر ورته وكتل: (( ستا څه نوم دى؟))

ـ اجمل

ـ د پلار دې څه نوم دى؟

ـ شريف

د شريف د نامه په اورېدو، جبار چورتي غوندې شو او په تريو تندي يې له ماشوم نه وپوښتل: (( تا وې د پلار نوم دې شريف دى؟))

ماشوم وډار شو: (( هو! ش... شه ... شريف.))

جبار بيا وپوښتل: (( تا ووې، چې جمال دوى ځي؟))

ـ هو، ځي.

جبار په بېړه بېړه خپله ږيره وګروله. د ماشوم له څنګه راولاړ شو، په غوسه غوسه يې سردار ته وكتل: ((اوو خبيثه! ماشوم څه وايي؟))

سردار په وارخطايي وويل: ((صص...صا...صاحب! تت... تا... تا چې څه ويلي وو...مو... موږ هغسې...))

د سردار خبره لا نه وه بشپړه، چې د جبار د مبايل زنګ اوچت شو، ژر يې غوږ ته كړ: (( وعليكم، ژر ووايه، څه خبره ده؟... څه، دا هغه هلك نه دى، څه د كراچيوان زوى دى...دا څه بد كوې هغوى همدا اوس پرواز وكړ!؟))

جبار ټلفون په ديوال وويشت او سردار ته يې بد بد وكتل: (( خبيثه! ما خو درته ويلي وو، چې ډېر پام کوه.))

جبار په زوره زوره خپل لاسونه ومروړل: (( زما چې بېړه وه، خو همدا مصيبت و، چې هغوى روان وو. اخ ، اخ نو، چې څه درسره وكړم.))

دې سره جبار د سردار مخ ته سوكان ونيول او چې هغه يې په ډېرو وهلو وهلو پر ځمكه وغورځاوه، پر نورو يې شروع وكړه او تر هغه يې ووهل، چې وينې پرې راماتې شوې. د هغو په چيغو او بغارو ماشوم هم په چيغو شو. جبار د هغه په لوري لاړ، هغه ته يې هم يوه كلكه څپېړه وركړه: (( سپيه! تا ته چا ويلي وو، چې د هغوى د كور ترمخه ودرېږه.))

***

خړ ماښام، ماشوم خپل كور ته نږدې، په عمومي سړك كې د يوې كراچۍ ترڅنګه، مور مور نارې وهلې او په چيغو چيغو يې ژړل.

۱۳۸۷/۶/۲۰

 

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki