FANDOM



مشر بابا کلا د دماشومانو ، ښڅو او څوانانو د شور او زوږ سره خوڅيږی . د کلا دروازی ته

نژدی خليپه انور د وريجو تور غټ ديگونه بار کړی . خپله د ديگو څنگ ته پر يوه ډبره ناست

دی او ماشومان د خپلو ديگونو خوا ته نه پريږی . دماشومانو نه د نويو کالو د پاک ساتلو

سودا او د ميندو سپارشتونه هير دی . خاندی چغی وهی ټوپونه اچوی . هسی د خپلو همزولو په

ليدو او نويوکالو خوشاله دی خو نوم د ی د واده. .

په يو اوس اوس يواڅی نيم ودونو کی دی چی کورنی په خوشالی سره ټوليږی او ورسره

ماشومانو ته هم د لوبو او منډو او شه ډوډی موقع پيدا کيږی . ډير لږ ودونه وی چی د واده والا

کورنی د يوه خپلوان د مړينی په خاطر واده هم د فاتحی په شان په چوپه چوپتيا تير نه کړی .

مشر باب نن شپه د ا د لمسی زمرک واده دی د کوز کلی د ملک صاحب د وريری سره . د

زمرک ملگری د سازيانو يوه ډله يی هم راوستلی ده چی څوانانو ته مستی مستی سندری غږوی

او يو نيم ورته اتڼ اچوی .

کی دننه په حرمسرای د زمرک د تره لوڼی او ملگری يی هم دريی وهی او سندری وايی . هره

يوه د ناوی ښکلا او ، په نکريزو رنگ سره لاسونه او د واده سره کالی او سور شال په ټپو

ستايی .

l لمسی مشر بابا د په واده خوشاله دی خو سندری او مستی خوند نه ورکوی . وارخطا دی چی

مجلس زر ختم شی او ميلمانه ټول کورو ته ولاړ شی . کله په اشپز کله په سازيان او کله په

هلکان په ناحقه په غوصه کيږی . خو د ميلمانو سات تير دی او مشر با با ته چندانی پآم نه کوی

.

د ډوډی وخت دی . هلکان دسترخوانونه اواروی او ميلمانه په گوتو شميری چی د دريو په سر

ورته غوری راوړی . ميلمانه سره څنگ څنگ ته خوڅيږی او ډوډی ته تياری نيسی .

د مشر بابا تر پښو لاندی څمکه خوڅيږی . د ( زلزلی ) کلمه يی لا له خولی نه ده وتلی چی

ټوله کلا د يوی چاودنی په غړمبار ښوری .ماشومان چغی کوی ، د خپلو ميندو خواته منډه کوی

. ښڅی په لوړ اواز ژاړی او پښی لوڅی او سر لوڅی د کوټی ووڅی . نارينه څوگ کلمه وايی

څوک اولادونه پسی منډه کوی. څوک تښتی .

کلا د ژړاوو او چغو سره نړيږی .

مشر بابا اريان پر څای ولاړ دی او هسی بی مانا په هوا کی لاسونه خوڅوی .

د يوی بلی چاودنی عړمبار کيږی . کلا دشپی غيږی ته څان اچوی . چوپه چوپتيا کيږی .

«««««««««««««««««««

شمير سبا ته يی راډيو گانی د مشر بابا په کلا کی د امريکانو د هوايی بمباری له امله د مړو ٢٠

وايی خو مشر بابا پوهيږی چی ٣٩ کسه خو دده د کورنی مړه دی .

په روغتون کی کاناډايی نرسه د ناوی د تخت څنگ ته ولا ړه ده او افغانی ډاکتری ته وايی :

څومره جالبه ده . زموږ ناوی سپين کالی اغوندی خو تاسی سره کالی اغوندی . لاسونه هم سره

کوی .

ډاکتری د مشر بابا ناوی ته گوری . وايی :

ب له دی وروسته ه تور واغوندی .

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki