FANDOM




مازيګر څلور بجې وې، له ډېرو مخابرو او ټلفونونو ستړى شوى وم، غوښتل مې يو څه د وخته کور ته لاړ شم، چې مخصوص ټلفون وشرنګېد، غوږۍ مې جګه کړه:

- السلام عليکم.

- وعليکم السلام

- امر وکړئ!

- ګل خانه! ته يې؟

- هو، صاحب زه يم.

- هلکه! ګوره! د حاجي استاد په نوم يو څوک درځي، هغه لاندې کښېنوه! زه هم دا دى در روان يم.

- ښه صاحب.

په منډه_منډه له درېيم منزل نه راکښته شوم او قراول ته مې ځان ورساوه، لس دقيقې وروسته يو لوکس، غوښن او سپين چکى سړى، چې يوه زينتي امسا يې په لاس کې وه له ټکسي موټر نه راښکته او ورو_ورو زموږ خواته رانژدې شو، بې واره مې ترې وپوښتل: (( حاجي استاد خو نه يې؟))

- هماغه يم

زه ترې مخکې شوم او ورته ومې ويل: (( ما پسې راځه!))

سړي ښه_ ښه وويل او ورو_ورو راپسې را روان شو.

په لار کې مې له ځان سره ويل: ((دې خوارکي به څه کړي وي، بد سړى خو نه ښکاري، خو ساده ځکه دى، چې پخپله ځان د بلا خولې ته ورکوي.))

شا ته مې وکتل، هغه ډېر کرار_کرار قدمونه اخيستل او داسې ډاډه ښکارېده لکه، چې کومې په زړه پورې مېلمستيا ته راغلى وي.

څو ګامه وروسته مې بيا شا ته وکتل، هغه راپسې ورو ورو راروان و او په ځېر_ځېر يې شاوخوا چمن او دفترونو ته کتل.

ماته داسې را معلوم شول لکه د چمن ګلانو، چې خوند ورکړى او غواړي سيل يې وکړي، زړه مې ورته ډېر تنګ شو: ((دا څه! کوې، راچټک شه، پر ما ناوخته کېږي، کور ته روان يم.))

هغه سر وخوځاوه او لږ چټک ګامونه يې را واخستل، دواړه د تحقيق څانګې ته ننوتو، د تحقيق مشر ته مې وويل: مشر صاحب په ټلفون کې امر وکړ، چې دا سړى لاندې کېنوئ!

د تحقيق مشر د هغه د مکمل شهرت تر اخيستو وروسته خپل مرستيال ته امر وکړ، چې هغه په لومړۍ نمبر کوټه کې بند کړي.

حاجي استاد، چې د بند او کوټې خبره واورېده، ټنډه يې ګونځې ګونځې شوه او په قهر او وارخطايۍ يې وويل: ((دا څه واياست، ولې مې بندي کوئ، څه خبره ده!؟))

هغه غوښتل نور هم څه ووايي خو د تحقيق مشر پرې برګ شو:(( ډېر مه غږېږه، پاڅه او زما له ملګري سره لاړ شه، که نه بيا به دې خوښ شم.))

مرستيال هغه له مټه ونېو او په کوټه کې يې واچاوه. کله چې يې ور ورپسې بند کړ، زه نيغ د خپلې شعبې خوا ته وخوځېدم. په لومړي منزل کې د ادارې د مشر يو تن ساتونکى مې وليد، چې د مقام د دفتر له دروازې سره ولاړ دى، ترې ومې پوښتل: ((مشر صاحب خو به نه وي راغلى؟))

هغه لنډ ځواب راکړ: ((نه!))

له ساتونکي سره مې مخه ښه وکړه او خپل دفتر ته لاړم، مخابرې او ټلفونونه مې سره منظم کړل او بې له دې، چې راتلونکي نوکريوال ته تم شم شعبه مې کولپ کړه او په بېړه کور ته روان شوم.

تياره ماښام و، چې د کور ور وټکېد، ووتم. ور، چې مې پرانيست، زموږ د کار ځاى دوه تنه ساتونکو له وتو سره سم له مټه ونيولم او په ډېره غوسه يې د موټر خوا ته کش کړم، يوه تن يې وويل: ((رئيس صاحب عاجل غوښتى يې.))

ـ څه؟ رئيس صاحب غوښتى يم؟ ولې، خيريت خو به وي؟

دغو ساتونکو که څه هم په اداره کې راسره ډېره ښه وضع کوله خو دغه شېبه يې لکه، چې هغه هرڅه هېر کړي وي، په غوسه شول: ((ډېر مه غږېږه، موټر ته وخېژه، ناوخته دى!))

- زور مه کوه، مټ دې راخوږ کړ، پخپله خېژم، خو دومره ودرېږئ، چې کور ته احوال ورکړم. په ډېرو زاريو مې ساتونکي مجبور کړل، چې کور ته ننوځم. کور کې مې احوال پرېښود او له ساتونکو سره رياست ته ورغلم، کله چې د رئيس صاحب دفتر ته ننوتو، هغه زما په ليدو په ډېره غوسه ساتونکو ته وويل: ((دا بې ادبه عاجل لاندې کېنوئ، زه به بيا وروسته ورسره حساب کتاب کوم.))

په وتو_وتو، کې مې يو نظر حاجي استاد وليد، چې په بر سر کې ناست دى او مخې ته يې رنګارنګ خواړه او مېوې کتار ايښي دي.

ساتونکو، چې له دفتره راوويستم، د حاجي استاد غږ مې واورېد، چې رئيس ته يې وويل: (( خير دى، څه يې...))

د تحقيق شعبې ته ننوتو د تحقيق مشر، چې ډېر خپه او غوسه ښکارېده، مخامخ راته ودرېد او ويې ويل: (( رښتيا چې ګنګس الله خان يې، څوک همداسې کوي، موږ دې په مشر باندې بې ابه کړو.))

ما ورته وويل: (( ولې؟ څه خبره ده؟ څه مې کړي؟ ...))

ما خپلې خولې پاکولې، چې د تحقيق مشر وغرېد: (( دغه دى، څه مې کړي؟ نور به څه کوې؟ يو معزز سړى د رئيس صاحب استاد، حاجي استاد دې بې ابه کړ، لا وايې، چې څه مې کړي؟))

- ولې؟ نو په دې کې زما څه ګناه ده؟ رئيس صاحب پخپله امر وکړ، چې لاندې يې کېنوئ.

ـ  رئيس صاحب خپله شعبه در ښولې وه، نه لومړۍ لمبر کوټه.

- زه نو، څه پوهېدم؟ هغه خو تل((لاندې)) کلمه نظارتخانې ته کاروله.

- ډېر مه غږېږه، که نه د رئيس صاحب د قهر کوفت له تا وباسم.

له دې خبرو سره د تحقيق مشر خپل ساتونکي ته وويل:(( هلکه، ژر شه، دا ګلى په لومړي لمبر کوټه کې بند که.))                                                       

        ۱۳۷۷

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki