FANDOM



د محفوظ مور لگيا ده خبرې کوي خو زه يې نه اورم . غوږ ورته نه ږدم . خبرې يې تکراري

دي . ما ښام چې کورته ځم د ورځې حال راته وايي . سهار بيا خپل خوبونه راته بيانوي . نور

يې خبرې راته خوند نه راکوي . د محفوظ د مور ژوند هم تکراري او يو نواخته دی . سهار

. پاڅيږي ما ته چای دموي . کور پاکوي بيا دوډۍ پخوي . د شپې خوبونه ويني

محفو د ظ د مور عمر ما ته نه دی مالوم . د مخ گونځې يې بيخې ډيرې دي ښايي تر ما مشره

وي . خو دېته هم د خپل عمر پته نه لگيږي . په دې هم نه پوهيږي چې لومړی اولاد يې څو کاله

مخکې پيدا شوی . دا وايي ورته د وخت او ساعت او کال چل نه ورځي . د ډيرو شيانو چل نه

ورځي . د رنگونو فرق هم نشي کولای . د زرغون په ځای شين راوړي د سره په ځای ابي .

يوازې په تور او سپين پوهيږي . د سهار ماسپښين مازديگر ماښام توپير هم د ملا له اذان سره

. کولای شي

دا تر ما مشره ده خو زما کارونه کوي . يا ښايي غوسو او غريبيو خواره کړې وی او په اصل

کې تر ما ځوانه وي . مېړه يې ايران ته تللی ، څو کاله کېږي چې احوال يې نه دی راغلی . دا

يې چې کله يادوي زامن يې ورباندې په قاريږي چې ولې يې يادوي . اوس چې کله د ايران خبر

په تلويزيون کې وويني سترگې تلويزيون ته نيسي ، خپل مېړه لټوي . مشر زوی يې د طالبانو

. سره په جگړې کې وژل شوی دی

دا چې کله خپل زوی يادوي ورسره هغه بدې ورځې يادوي چې د شهيدۍ د معاش د اخيستلو

. لپاره ټاکلي دفتر ته تلله . اوس هغه معاش بند شوی دی

د محفوظ مور باندی مې په اولو ورځو کې ډير زړه خوږيده . د کتابونو خبرې مې په زړه کې

گرځيدې چې خلک ناپوه ساتل کېږي او ورته د پوهې موقع نه ورکول کېږي نو گناه د هغو ده

چې دې خلکو ته يې د پوهې او روزنې لارې نه دې برابرې کړي . خو اوس مې د دې ناپوهي

په غوسه کوي . خبرو ته يې غوږ نه ږدم . سترگو ته يې نه گورم . دا هم چې راته ځيره شي

. ورباندې په قاريږم

د سيورې په شان ده. راسره ده خو شتون نه لرځ . گورم يې خو لمسوم يې نه . اورم يې خو غوږ

. ورته نه ږدم

يم زه له ځان سره په دعوا . فکر مې يو څه وايي خپله بل څه کوم . زړه مې وايي د محفوظ

مور بيچاره مظلومه ده . په هيڅ نه ده خبره . دا خو د دې گناه نه ده چې د مربا او د غاښو د

کريم توپير نشي کولای . دومره چې دا ماته بې سره ښکاري دومره به زه دې ته بيکاره مالومېږم

. . ولې به ورته په غوسه کېږم

»»»»»»»»»

دتيلفون زنگ اورم . له ځانه سره وايم نه يې پورته کوم . ستړې يم بيا به وروسته څواب ورکم .

: د محفوظ د مور د کلکو گامونوغږ اورم تيلقون يې ماته راوړی

- . دغه ده تيلفون دې

: ورباندې چيغه کوم

- په تا يې څه ؟ ولې دې راته راوړ ؟

خپل غږ راباندې بد لگيږي . لکه چې د بل چا وي او د ليرې نه يې واورم . د تيلفون زنگ هم

.راباندې بد لگيږې

! بلې –

سلامونه . يم . بيا هم زه

شاعر ملگری مې دی چې پرون يې راته د نوي کار مبارکي راکړه او اوس يې بيا تيلفون کړی .

دوه کاله مخکې يې مېرمن مړه شوه او دی يې ډير وځوراوه . ملگري يې وايې دى په خپلې

: مېرمنې مېن و . نه پوهيږم بيا يې ولې تيلفون کړی .غږ يې ورو اورم

يوه پوښتنه وکړم خوا دې نه بديږي؟

. ولی به مې خوا بده شي ؟ وواياست

. خوپه زړه کې وايم خامخا کار يې چېری بند دی ما واسطه کوي

زما سره گډ ژوند کوې ؟

. چوپه پاتې کېږم

فکر کوم. واده ؟ اوس ؟

ټول هغه صفتونه مې چې پخپلو مقالو کې د ناوې ا و مېرمنتوب لپاره ليکلي و او ورباندې مې د

تپل شويو ذهني مېعارونو نوم ايښی وو په زړه کې مې راو گرځيدل . ښځه چې واده کوځ بايد

....ځوانه وي ښايسته وځ د کور په کار بلده وځ او .....او ....او

. زه به ورباندې فکر وکم

.......... زه له ډيره وخته راهيسې په تا مېن وم خو واده

. خبرې يې نه اورم تکراري دي . د کتابونو د مېنې کېسو ته ورته دي

: غوږی ږدم . د محفوظ مور پوښتنه کوي

څوک و؟

. زه ځواب نه ورکوم