FANDOM



پروين واوره پلمه کړه او له دفتره وخته ووتله . واوره د رڼو مرغلرو د هارونو په شان په نڅا

نڅا او ټوپونو ټو پونو مځکې ته ښکته کېده . دومره چې د کب د مېاشتې په نيمايي کې د واورو

وريدل غير معموله وهَ، ښکلا يې هم هماغومره په زړه پورې وه. د هاغه دوست ليدو ته ورته

. و چې په تلو وي او ښه خبر يې چې درنه روان دی

چې پروين پوهيدله د پسرلي په درشل کې واوره ډير نه ځنډيږي . په منډه وريږي اوپه منډه هم

دريږي . په وريدو سره د هير شوي ژمې خاطرې ژوندۍ کوي . چې دريږي د پسرلي هوا

خپروي . په دې شيبه چې واوره وريدله پروين غوښتل چې ويې نمانځي ، تنفس يې کړي . د

. کړکۍ تر شايې دا نه کېدل

پروين خپل دستکول واخيست . له دفتره ووته . پروين په زړه کې لږ نارامه وه. پوهيدله چې

ځان تير باسي . واوره هسې پلمه ده. دا د واورې او ژمې پای نه و چې پروين يې نارامه کړې

وه .د نژدې دوست ، امېن سره خدای پامانۍ ځوروله . واوره به بيا وريدله ، ژمې به بيا راته

. .خو امين د تل لپاره افريقې ته روان و

امېن د نسيمې نژدی ملگری و. دوی دوه کاله د سرې مېاشتې په يوه دفتر کې کار کاوه. امېن

. له افريقې څخه راغلی و چې په افغانستان کې کا ر وکړي

»»»

نسيمه نه پوهيده چېرته ځي خو دومره پوهيده چې پام بدلوي. ملگری يې جواد زړه ته

ورگرځيده. حوا هم يوه نژدئ ملگرئ وه. څو مېاشتئ مخکې يئ مېړه د موټر په ټکر کې وژل

شوی و. د حوا له واده څخه څو مېاشتې نه وې وتلې. دا لا مېندواره وه. دې پيښې د حوا ټول

ملگري متاثره کړي وو. د حوا د ليدو خيال د نسيمې زړه وزبيښل . د حوا دليدو اود هغې د

غمجنو کېسو اوريدل چې څومره مېړه يې ورياديږي ، نسيمې ته يو ډول خپگان پيدا کړ. له

هغې ورځې راهيسې چې د حوا مېړه وژل شوی و ، نسيمه هره ورځ د حوا ديدن ته تله او کېسو

ته يې چې د مېړه تکراري خبرې وې اوريدې . خو کله چې د حوا زوی پيدا شو او دا ورسره

بوخته شوه ، نسيمه ډيره نه ورتله. کله به يې احوال اخيسته . نن يې زړه کې گرځيدله . خو

نسيمې ته واورې ډير خوند ورکړی و ، نه يې غوښته چې د حوا غمجنې کېسې د واورې خوند

. ورنه واخلي

چېرته لاړه شي؟ نسيمې د يوې بلې ملگرې په فکر کې شوه نازو . نازو هم د نسيمې نژدې

ملگرې وه. نازو د ملگرو په منځ کې د خندانې او مستې په نامه مشهوره وه. تل يې خندا په

خوله کې وه. د ډيرو غمجنو پيښو کېسې يې هم په ټوکو او ټکالو کوله . دا هم د حوا د مېړه په

مړينه خپه وه خو د موټر د ټکرکېسه يې په ټوکو کوله . حوا هم پوهيدله چې نازو د زړه څخه نه

خاندي خو هسې غواړي غم د خندا تر شا هير کړي . د نازو ملگرو ته مالومه وه چې دې ته

ژوند طنز مالومېږي . يو تريخ طنز چې په خندا ارزيده . دې په خپل ژوند پورې هم خندل .

نورو ته نازو د ژوند لوبه بايللی وه . پنځلس کاله يې د واده تير شوي و خو اولاد يې نه درلود .

پروسږکال يې مېړه بله ښځه کړې وه . خپلو خپلوانو ته نازو کم بخته او بې تالو وه چې خدای د

اولاد څخه بې برخې کړې وه. نه په تاويز شوه نه په نظرونو، نه په ملا او نه په زيارتونو. څه نه

وو چې نازو د اولاد د موندلو لپاره ونه کړل خو سوال يې ونه منل شو. نازو دا تالې هم نه

درلوده چې مېړه يې د دې په خوښه بله ښځه وکړي او دا د کور مشره شي . ډيرو ښځو اولاد نه

درلود خو مېړونو چې يې له دويم واده وروسته بيا هم ورسره اوسيدل . ځينې خو لا ښه مېړونه

وو چې د ښځې په سلا به يې ښځه کوله او د کور اختيار يې هم لومړنۍ ښځې ته ورکاوه .

نازو دومره سياه بخته وه چې مېړه يې بيخې وطن پرايښى و. پاکستان کې يې واده کړی و او

. نازو يې پرايښې وه . طلاقه کړې نه وه خو په کال کې هم يووار ورته نه راته

کوله نورو ته چې نازو هر څه وه دا خپله د خندا او ټوکو ډکه وه چا چې به د مېړه خبره ورته

دې به دومره ورپورې خندل او ملنډې به يې وهلې چې تا به ويل دې د گډ ژوند لوبه گټلې ده او

بايلونکى يې مېړه دی . نازو پر مېړه خندل چې څنگه کم عقله و چې ١۵ کاله منتظر پاتې شوى

نازو د مېړه په پخواني کور کې يوازی ژوند کاوه .هيڅوک نه پوهيده چې د نازو گذاره څنگه

کېږي خو هيچا يې شکايت نه و اوريدلی . هيچا يې ژړا نه وه ليدلې او هيچا يې ښيرا نه وه

اوريدلې . په همدې نازو د خپلوانو خوښه وه . ډير وخت يې هم دخپلو خپلوانو او دوستانو سره

.تيريده

شوه . نسيمه د نازو په فکر ځان سره وموسکېده او د کور خوا ته روانه

ن سمېه چې د نازو د کور دروازه ټکوله په زړه کې يې د هغې ټوکې گرځولې چې د دې په ليدو

سره يې خامخا کولې . شيبې تيرې شوې. د چا د پښو غږ نه و. نسمېې بيا د دروازې زنځير په

دروازه لږ په زوره وټکاوه . بيا چوپه چوپتيا وه . نسميې چې نه غوښتل دا ومني چی نازو نشته

بيا بيا يې دروازه وټکوله . يقين يې شو چی نازو چېرته تللې ده. نښه به ورته پريږدي . نازو

مکتب نه و ويلی خو لوستل يې په جومات کې زده کړي و . نسمېې خپل دستکول کې د يوې

ټوټې کاغذ او قلم په لټه کې شوه. د سودا يو رسيد يې پيدا کړ. قلم نه و. د وروځو قلم يې

واخيست. څوکه يې ماته شوه. نسيمې يوه لوټه د دروازې په زنځير کې نښه کېښوده چې گوندې

. نازو پرې پوه شی

»»

واوره لا وريدله .خو ورځ لا اوږده وه. مازديگر د نسيمې خوښ و. د يوې ورځې د تيريدو او د

.بلې د راتلو رنگ يې درلود. ماسپښينی مهال ورته لټ ايسيده

اوس څه وکړي ؟

.بازار. بازار د وخت د تيريدو لپاره ښه لاره ده

يو نسيمې يو کمېس واخيست چې د لسو نورو کمېسونو سره يې چې تر اوسه يې نه دي اغوستی

. ځای کېږدي. يو د پودرو قوتی يې هم واخيسته چې په المارۍ کې ورک شي

کابو مازديگر و.نسيمه د امېن د دفتر له لارې د کور خواته روانه شوه. د امېن د دفتر څخه چې

تيريدله د دفتر خواته يې کتل . د امېن نښيې يې څارلې . د دفتر ديوالونه او کړکۍ سپيره او هير

.شوي مالومېدل

. نسيمې له ځانه سره وموسل او گامونه يې گړندي کړل