FANDOM


کله به چې سره غرمه شوه نود سیند په غاړه به دکلیوالوماشومانواولویانوشورکومه نوې خبره نه وه داوړي غرمه به موټوله دسیندپه غاړه تیروله، ډارنواوبې زړه کلیوالوبه دژورسیند په څنډوکې لامبل زړورو اوشوخوځوانانواوهلکانوبه دغره په لمن کې دلوړوکمرونو اوونوله سرونوسیند ته وردانګل ، اوبیابه په ګرمو ریګونوغځيدلي وو چې ځانګړی خوند یې درلود جنګونه اوشخړې به هم ښې پریمانه وې خو لویانوبه بیرته زریوبل سره پخلا کول اوخبره به ترکلي اوجوماته نه رسیده . که به له ښاره دکوم چاخپلوان کلي ته راغلی وو نودغه ننداره به یې ضرور ورباندې کوله راغلي میلمه به اول داهرڅه په تعجب سره لیدل کلیوال ځوانان به ورته هسې وزګاران ښکاریدل ،خوکله به یې چې دسیند په ګرمواوبوکې څوغوټې وخوړلې نوبیاچابه زورهم له سینده نه شو را اوچتولی ترمازدیګره به یې لکه هیلۍ په اوبوکې غوټې وهلې موږهغه وخت ماشومان وو . ډيره تلوسه به مودې ته وه چې له ښاره دراغلې مېلمه له خولې دښارکیسې واورو ځکه خوبه ترناوخته په ګرموریګونو په یوه لنګ کې پراته وو اودهغه کیسوته به مووازې خولې نیولې وې ، ترټولو مهمې به په کې دتلویزیون ، فلمونو، اوفلمي بدماشانو وې چې په خوند به مواوریدلې زموږکوم یونیم کلیوال به که ښارته تللی وو نوماشومانوته به یې دتلویزیون اوفلمونوکیسې تیرولې چې څنګه یوښکلی سړی (دفلم اتل ) په یوازې ځان لسګونه کسان وهي او وژني یې دوی به ویل چې چې دغه کس په غرونو، سیندونواوتوپانونوهم نه ایساریږي دګولیوپه باران کې هم روغ پاتې وي زموږ ماشومانه ذهنیتونو داهرڅه منل اوکه کله به موکوم جنګ یابل کارکاوه ځان به راته همدغه د فلم ښکلی سړی ښکاریده. هغه وخت ماشومانوته چاڅه نه ویل خولویان اوځوانان به دغرمې له تېریدو وروسته له سیندغاړوتلل هغه هم له دې امله چې کروندوته به دکلې ښځې اونجونې له غواګانوسره راتللې مالونوته به یې له پټیو واښه وړل یابه په کروندکې لګیاوې.خوداسې ښځې هم په کې وې چې یوازې د کروندو ننداره به یې کوله دپټیودپولوپه سربه دګوتوپه څوکوپه نازناز ګرځيدې. یوه ورځ موږ یوه ډله ماشومان په ریګونوکې ناست وو ټولو پلترۍ وهلې وې اوهریوه خپلې پښې په ریګونوکې پټې کړې وې چې وړاندې دسیندپه غاړه یوه ډله راښکاره شوه بیخي بل ډول کسان وو دریشي ګانې یې اغوستې وې ونو او سیندغاړو ته یې کتل او زموږخواته رانږدې کیدل د دوه کسانوپه لاس کې دوه تورڅیزونه وو چې په اوږه یې ایښي وو اوهرخواته یې اړول یوه ښاري مېلمه هلک نارې کړي اوهوخبریالان دی کمرې یې وګوری دلته څه کوې ؟ یوه بل ماشوم ورته وویل څه کرمې ؟ هغه خوداسې نه وي زموږخووړه ده په جیب کې ځایږي اوداخو... ښاري هلک وخندل بې ایکله (بې عقله ) کرمې نه کمرې دا بل ډول دي ژوندي انسان په کې راځي هرڅوک ښکلی راولي داسې خلک هروخت په ښارکې زموږ مکتب ته راځي اوبیاموږ بیګا ته په تلویزیون کې ښکاروي دې ته تلویزیوني کمره وايي . موږټول غلي شوو دهغه پوهې ته دزما دځينوهمزولوخولې وازې پاتې شوې او راروان کسان رانه هیرشول خودهغوی شور رانږدې کیده اوخلک ورنه تاو ویدل راتاویدل یوچاغ لوړسړی چې ډبل بریتونه اوخرئیلې ږیره یې لرله تنګه دریشې یې اغوستې وه ترافیکي خولۍ یې په سراوتورې عینکې یې په سترګو وې زموږخواته راغی اوپه شونډوکې موسکۍ شو . هلکانولکه چې ښه ساعت موتیردی هه ؟ وام مزې مو وکړې د نربچیانو بیایې کمره په اوږه منظمه کړه مه خوځېږی یوشاټ مواخلم ټولویوبل ته په تعجب وکتل شاټ زموږسره شا ت چیرې دی ؟ دلس دوولسوکسانوله ډلې یوښکلی ځوان راووت ټولوراغلوملګرویې ورته نارې کړې . هیرودي ژوندی وې نن له خیره وروستۍ صحنه ده بلکل په همغه منظره کې یولکه په کیسه کې چې راغلي بیایې یوه کس په اوږه لاس ورکیښود هیرو ورځه له ماشومانوسره یوعکس واخله هله ډیره ښکلې سیمه ده یادګاربه وي .عکسونه یې واخیستل اوبیاپه عینکي سړي پسې روان شول وړاندې تریوه ونه لاندې ودریدل عینکي کس یوکاغد مخ ته نیولی وو اوهمغه ښکلي سړي ته یې څه خبرې کولې چې موږ یې هم خبرې اوریدې شیبه پس ډیرکسان ورباندې راغونډشول ټولویوبل ته په غوږکې خبرې کولې فلم جوړوي ، زموږکلی هم په فلم کې راځي بیابه یې خلک په تلویزون کې ګورې همغه عینکي کس هم خپله کیسه پیل کړې وه ویل یې یوداسې فلم جوړوي چې هرڅوک به ورته حیران وي صرف وروستۍ صحنه یې پاتې ده چې همدلته یې جوړوي . عینکي لاپه خبروکې وو چې یوه کس ورباندې غږکړ انجینرصیب دفلم وروستۍ صحنه څه ډول ده ؟ عینکي شخې وروځې کش کړې له اکټ (حرکت )سره یې ځوا ب ورکړ ددې ښکلي فلم په پای کې دفلم نجلۍ سیندته ځان غورځوي ځکه هلک ورسره بې وفايي کړې خوکله چې نجلۍ دکلي لوی سیندته ځان غورځوي دهلک ورته پام کیږي په خپلوکړوپښمانتیاڅرګندوي نجلۍ دیوه ډیراوچت کمره بیخ ته رسیدلې وي هیرو په منډه راځي بې له دې چې دځای اوچتوالي ته وګوري له جاموسره سیندته ځان ورغورځوي غواړي په خپلوقوي مټونجلۍ له اوبونه راوباسي خونجلۍ د سیندپه اوبوکې ورکه وي ددغه صحنې لپاره موږ ډيرځایونه وکتل دنجلۍ صحنه مواخیستې یوازې دهیروصحنه پاتې ده ،له دې وروسته یې سترګه یوځل بیاوربرابره کړه اوبیرته یې لرې کړه، موږته یې راوکتل هم خرماهم ثواب ،هم به وروستۍ صحنه واخلوهم به دسیند ښکلي ماهیان وخورو! همدغه وړاندې دغره څنډه له کیسې سره ډیره مناسبه ده همدا ګړنګ ته ورته کمرددې فلم په وروستۍ صحنه کې راځي که څه هم اوبه ډيرې دي خو وتل ورڅخه ګران نه دي اوبیاهرڅنګه چې وي د فلم صحنې ته کټ مټ ورته دی زه یوځل په ماشومتوب کې هم دلته له خپلوانوکره په چکرراغلی وم که دشیطان هم دې ځای ته نه ورپام کیږي له دې سره یې کمره بل کس ته ورکړه اوترڅنګ یې ولاړښکلي هلک ته وکتل ځان چمتوکوه داسکرپټ دې واخله نورنوله خیره نه ستړي کیږې . یوه پاڼه یې ور کړه بیازموږخواته راغی .اودپیسو یو بڼډل یې راوښکه ټوله ته یې لس لس افغانۍ ورکړې اوپه خنداشو شاباس بچیانو! همداسې له یوه یوه پرتوګ سره به ډله دسیندهغه غاړې ته ودریږی کله چې هیرو(هغه ښکلي هلک ته یې اشاره وکړه ) لاندې اوبوته راټوپ کړل تاسې به شورجوړوی چې هاهاها.مه مه اوبوډيرې دي ډیرې دي چې فلم ښکلی راشي بې له دې چې همزولي مې څه ووايي دپیسوپه خوشحالۍ کې یې په همغه خوامنډې کړې خویوماشوم چې موږ ورته له ډیرې هوښیارۍ غټ سری ویل عینکي سړي ته ورنږدې شو کاکاهلته خواوبه ډیرې دي هلته هیڅوک هم نشي لمبلی عینکې وخندل نه بچیه دهیروډیره ښه لامبوزده ده چې داسې ځای پیداشو نوردهغه غم مه کوه دهغه ترهرچاښه لامبوزده ده بیا ددې په خاطرچې موږلایقیني شوهغه ته جدي شو دایوه ریښتنې کیسه ده ورشه همزولې د پوه کړه چې دا دروغ نه دي . شل پنځه ویشت دقیقې وروسته هرڅه برابرشول همغه ښکلی سړی چې عینکي کس ورته هیرو ویل دد سیند په ها غاړه راښکاره شو ماشومانوبیاچیغې کړې اوهو دا وګوری داڅنګه شو ؟ دهغه لوی بریتونه او اوږدې څڼې له لرې معلومیدې عینکې کس یې له څنګ ته ولاړ وو له کاغذ نه یې څه خبرې ورته کولې یوه کمره هلته پاس اوبله د سینددې غاړي ته ایښې وه اوخولې یې دهغه په لور ورتاوو وې دټولو ماشومانوخولې وازې پاتې وې له ویرې یې زوړونه لړزيدل عینکي دواړه لاسونه په هواکې جوخت کړل اوبیایې ټس ورکړ اماده ! کمرې ته ولاړکس په کمره سترګه ورکیښوده اوموږهم شورجوړکړ مه کوه .مه کوه ..پام پام.. ښکلي سړي له ځان سره په زوره یوڅوجملې وویلې اوله یوه شغ سره یې ځان اوبوته راګزارکړاود سیند په ژوره برخه کې په اوبوننوت ، څپې له ډیره زوره خورې ورې شوې چاسترګې هم نه رپولې او وړاندې دسیند څپوته یې کتل عینکي سړی هم زموږڅنګ ته راورسید خوترټولونه زیاته تلوسه دهغه په څيره کې وه عینکې یې په لاس کې وې اوهمغه ځای ته یې کتل چې د اوبو وړې وړې پوکاڼې ورڅخه راوتلې کوم ماشوم عینکي ته ور وړاندې شو . کاکا فلم نورختم شو . عینکي په غوصه وروکتل شونډې یې وخوځېدې رنګ یې تک تورشو په بیړه یې دریشي ویسته په سیند یې ورمنډې کړې خوزموږکوم کلیوال له شانه راونیوه پام پام! داڅه کوې دلته ټول ګرادبونه اوخړې دې ځان وژنې زموږڅوکلیوال یې همدلته ... خوعینکي دیوې چیغې سره ورټوپ کړل یوې زورې څپې واخیست اوبیرته یې څنډې ته راوړ یوځل یې چیغې پیل کړې هلئ هغه وژوغوری ! ماشومانوهم شورجوړکړ ځئ ځئ فلم ختم شو همدا وروستۍ صحنه وه . عینکي یوځل بیا خپل ساعت ته وکتل شپږمه دقیقه پوره کیدله بیایې چیغې کړې هلئ هیرو ورک شو ګرداب نیولی . یوه ماشوم دعینکي خواته رامنډه کړه کاکا نورخوفلم ختم شوهغه لس روپۍ خوبه نه رانه غواړی ؟ عینکي غوصه شو ماشوم ته یې یوکلکه څپړه ورکړه ماشوم په ځمکه وغورځیده اوهغه یوځل بیا په شور اوزوږ دنوروکسانوسره سیند ته ور ودانګل . ۱۳۸۹-۷-۸ صفاراډیو – جلال ابادښار

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki