FANDOM


د زړې بوډۍ په سترگو كې اوښكې ډنډ شوي وي خو څو شيبې وروسته يې اوښكې په گونځي گونځي مخ وبهيدې،

بوډۍ د ټيكرې په څنډه اوښكې پاكې كړې او د مخامخ كنډو په لور يې وكتل ښه شيبه يې كنډو ته كتل،

لاره كې يې سترگې گنډلې وې چې څوك به په كنډو را واوښت تر هغې به يې څاره چې له سترگو به يې فنا شو ، بوډۍ تر ډيره ناسته وه او همداسې يې د خپل ورك زوي لارې څارلي، مازديگر په تيريدو و ،او لمر خپلې وروستۍ وړانگې په منډه منډه له غرونو ټولولي بوډۍ نااميده كور ته ننوته،

بوډۍ به هره ورځ په دروازه كې ناسته وه او د خپل مسافر زوي لاري به يې څارلي خو دا ډيره موده كيده چې د زوي يې احوال نه و ترلاسه شوئ، ورځي اوونۍ ان مياشتي تيري شوي خو د بوډۍ د ځوي درك مالوم نشو،

كور كې چوپتيا خپلې وزري غوړولي وې، كله كله به د كوره بهر د سپيو غپا د كور چوپتيا ماته شوه،

د جلال پلار جمعه خان د كلي له جوماته راستون شو ،د كور په دروازه ننوت له څيرې ضعيفه و زړي جامي او واسكت يې په تن و

بوډۍ هم ورپاڅيده تر ستړي مشي وروسته يې سپيري شونډي وخوزيدي:

سړيه ! سبا بل سبا اختر دى د كلي مسافر به له مسافرى راغلي وې د جلال زوي به يې څه خبر نه وي راوړي؟

جمعه خان څو شيبي چوپ و وروسته يې خوله وخوزيده :

نه ! يو دوه كسه راغلې و ،خو د جلال سره تللې كسان لا نه و راغلې خلك وايې چې گوندې سبا به راشي.

د جمعه خان پدې خبرو سره د جلال مور بيا نا اميده شوه ښه شيبه يې وژړل پداسې حال كې چې له سترگو يې اوښكې څڅيدي په سوچونو كي لاهو شوه

+++

جمعه خان د كلې يو بې وسه كروندگر و ، تر ډيره وخته يې د نارينه اولاد هيله درلوده خو

د جمعه خان هعه ورځ په زړه كې د اميد غوټۍ وغوړيدي چې يوه ورځ د كروندي څخه د كور په دروازه د ننوتو سره يې د دريو لورگانو څخه دوه لورگانو مخې ته ورمنډه كړي ، او د هغه يوازينې ورور زيرۍ يې پرې وكړ، چې د ده په نه شتون كې دې نړۍ ته راغلئ و،جمعه خان له ډيرې خوښى څخه نه د هغه سوړ منگې اوبه اوغوښتي او نه يې هغه چايبر ته پام شو چې ده به پري نور كله د ټولي ورځي ستړيا لرې كوله، بس ټوله ستړيا يې د زيرې په اوريدو سره لرې شوه او ايله يې د زوي په پيدا كيدو د ارام ساه واخيسته، ورځي او اونئ تيريدي او د جمعه خان هيلې هم ورسره د خپل هغه يوازيني زوي پورې كلكيدې چې اوس يې يوازي په قدم اخيستلو پيل كړي و،

جلال د خپلو خورگانو په پام لكه د غرنې گل په څير له يوې ورځې څخه بلې ته غوړيده

خو د جمعه خان د كروندو سختو كارونو نور په ملا لكه د غرونو نښتر رامات كړي و خو جمعه خان هغه هيله چې يوه ورځ به د جلال سيورې ته كينې په غوړيدو وه،هغه شيبې راورسيدي چې جمعه خان يې كلونه كلونه انتظار كړى و، جلال رالوي شو او تل به يې هڅه كوله چې د پلار له اوږو بار واخلي خو د پلار پرې د اوبو راخيستو خبره هم نه لوريده،

د جلال هم اوس شونډه توره شوي وه خو په وطن داسې سپيرې وچكالئ گوتې ښخې كړي وې چې خلك يې ټول سبا او بيگا ته حيران كړي و

جلال ته چې كله جمعه خان د خپل تره زوي لور په نامه كړه نو بيا ورته دې واړو واړو كارونو خوند نه وركولو،

ددې تر څنگ به يې هره ورځ ډله ډله همځولي ايران ته او له هغه ځايه نورو هيوادونو ته په مزدورى پسې تلل ، ايران ته هم ځوانان ځكه ورمات شوي و چې په سيمه كې كوم بل مناسب كار روزگار درك نه لگيده، ، نسيم په كلي كې د جلال تر ټولو نږدي دوست و، يوه ورځ يې د جلال سره ايران ته تلو وويل جلال هم تر لږ سوچ وروسته ايران ته د تلو

پريكړه ورسره وكړه،

څو تنه همځولي يې لا پخوا د ايران په طرف روان و جلال هم خپلي جامي پدي نيت غوټه كړي چې د پلار سره به د ولور درانه بار ته اوږه وركړي خو د جلال د كوره واته داسې و، لكه د هغه جنازه چې كوره وځي د مور او خورگانو چغو او ژړا يې ټول كلى له ملا اذانه وړاندي له خوبه ويښ كړي و، جمعه خان هم خپل سپين دسمال د سترگو نه راروانو اوښكو ته كلك نيولى و، جلال لاړ او په كور داسي خاموشي خوره شوه لكه په جلال يې چې رښتيا خاوري اړولي وي،او جنازه يې له كوره وتلي وې

اختر ته يوازي يوه ورځ پاتې وه

كلي ته څو تنه مسافر راستانه شوي و،جمعه خان هم د څو تنو مسافرو د كورونو دروازي وټكولي د جلال پوښتنه به يې ترې وكړه خو نا اميده به راستون شو، كلي كې يې له چا واوريدل چې نسيم راغلى دي،جمعه خان هم سيده د هغه د كور په طرف ور روان شو

زړه كې يې د اميد غوټۍ وغوړيدي، چې اوس به يې د زوي احوال مالوم شې زړه كې يې تيره شوه چې اوس به نو كه خداي كول جلال بنډل بنډل پيسي راليږلي وې چې د واده بندوبست ورته ونيسم،

جمعه خان لا په همدي فكرونو كې و چې د نسيم كور ته ورسيد، د نسيم سره تر جوړ تازه وروسته جمعه خان تري د جلال حال احوال پوښتنه وكړه

د نسيم په څيره كي گونځي پيدا شوي خوله يې خبرو ته جوړوله خو خبري يې نشوي كولاي سترگو كې يې د اوښكو ډنډونه جوړ شول او تر ډيره چوپ و

جمعه خان نوره حوصله ختمه شوه او وي ويل:

ولي راته نه وايې وايه كنه په زوي مه څه شويې؟

نسيم ښه شيبه نور هم چوپ و سترگي يې ښكته اچولي وې، خو اخير يې خوله په خوزيدو شوه:

موږ څو كسه چې كله ايران ته داخليدو نو د داخليدو په وخت كې ايراني پوليسو مخه راته نيولې وه څو كسان يې ونيولو خو جلال او څو نورو كسانو تري تيښته وكړه ...

نسيم غلئ شو اخوا ديخوا يې وكتل او زياته يې كړ :

،،،خو پوليسو پرې ناتاره گولي وورلي او

جلال يې شهيد كړ .....

جمغه خان د دې خبرې په اوريدو سره د خولې زوروره چيغه ووته او په ځمكه پړمخې راوغورځيده .

پاي

اسدافغان خوست

اختر دريمه ورځ

٢٠١٠:٩:١٢

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki