FANDOM


ما ډېرې وېرېدلې څيرې لېدلې دي، خو کلونه ووتل، يوه څېره مې لاتر اوسه له ذهنه نه وځي.

داپخوانۍ خبره ده، هغه وخت کوچنی وم، ډېر کوچينی، خو ښه مې په زړه دي، بدنۍ او چلمچي مې پورته کولای شوی، نېکه ته به ما لاسونه ور پريمينځل. نيکه هډور سړی و، نه مې هېريږي، چنګ برېتونه يې لرل، چونډاره کوچيانی کميس به يې اغوست او سپينې څڼې به يې له ورېښمينې ژېړې لونګۍ راوتلې وې.

يو ماخوستن نيکه جومات ته ډوډۍ وغوښته، دا کومه نوې خبره نه وه، ده به ميلمنو ته په جومات کې ډوډۍ ورکوله. جومات د کلاه دروازې ته نږدې تر برج لاندې و، يوه اضافه خونه يې درلوده، دې ته به يې د سنتو ځای وايه، خو په اصل کې د کليوالو د ناستې کوټه وه، دوی به ترناوخته ناست ول، د ماخستن تر لمانځه وروسته به کورونو ته تلل.

په هغه ماخوستن ما ډوډۍ وروړه، په زړه مې دي، د ښوروا يوه کاسه وه. کله چې کوټې ته ورننوتم، له نيکه سره يو ډنګر سړی ناست و، له عمره پوخ ښکارېده، مونډۍ ږيره يې درلوده او ګولې ته به يې خوله تر اندازې زياته خلاصوله.

دوئ تر ناوخته ناست ول، خبرې يې کولې او کله کله به يې خندل. له غږېدا پوه شوم چې سړی له ليرې راغلی او نيکه له پخوا پېژني.

دوئ تر ډېره له يوې او بلې وغږېدل، بيا د دروازې کړپ شو، تره مې له بسترې سره کوټې ته راغی، ناڅاپه د ميلمه خبرې پرې شوې، ما وروکتل، څېره يې نيولې وه، په وېره يې وويل:

_زه دلته نه شم وېدېدای.

نيکه په حيرانۍ ورته وکتل، د ميلمه شونډې وخوځېدې:

_ته خو پوهېږې! زه بدي لرم.

نيکه وخندل:

_هيڅ خبره نه ده، دلته په امن کې يې، درې شواروزه لار دې وهلې، بيا هم وېرېږې!

د سړي تندي ګونځې پيداکړې، په خواره خوله يې وويل:

_د خدای له پاره! ما ته په کلاه کې ځای جوړ که، بام دې وي، غوجله دې وي، خو دلته نه شم وېدېدای.

سړی يوه شېبه غلی شو، وروسته يې نيکه ته وکتل، د خواست په ژبه يې وويل:

_تا بدي نه ده ليدلې، که نه دا خبره دې نه کوله.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki